کله چې د هندي سبک خبره کېږي، شاید ډېری کسانو ته وار له مخه د استاد محمد صدیق پسرلي شعرونه سترګو ته نېغ شي. د استاد د شعرونو يوه ښه ځانګړنه دا ده چې د غزل تقریباً هر بيت يې له یو فکر مالامال دی. شاید د نوموړي د غزل د محبوبیت له وجې د ده څلوريزو ته کم پام شوی وي، خو موږ یې دلته نه یوازې څو اعلی څلوریزې راوړو، بلکې په فکري اړخ کې یې د ژوند معنا هم ترې بېلوو او شاربو.
د انسان ژوند نامعلوم طرفونه لري، دی نه پکې پوهېږي چې له کومه راغلم او چېرته ځم؟ دا پوښتنې خپله له وجودي حيرت او تشويش ډکه فلسفه بیانوي. د استاد پسرلي په لاندې څلوريزه کې نه یوازې دا تشویش ښه انځور شوی دی، بلکې د ساقي استعاروي حالت چې د ژوند استعاره بیانوي، ښکلا څو چنده کړې ده.
په دې څلوريزه کې د ژوند معنا یوه بې سمته، ګنګس او مرموز بهیر حالت ته ورته ده، داسې حالت ته چې له پوهاوي او کنټروله لرې وي:
“له کومو غرونو، له کومو غاړو
راغلو، اوس چېرته مزلونه نغاړو؟
ساقي څه ناست يې، په ورک بهیر کې
بیا لیدل ګران دي، چې لاړو لاړو”
ژوند چې خپله د سرګردانۍ نوم دی، انسان کله ناکله پکې بې هدفه کېږي او خپل مزل یې ورته په داسې شېبو کې د ناتمامۍ تصویر ورتداعي کوي. انسان نه پوهېږي چې څه ته پیدا دی، څه پسې ورک دی او چېرته مزلونه نغاړي؟
بس، ژوند لکه د بُست د کلا دوې دروازې، په همدغه سرګردانیو کې دومره ژر او د سترګو په رپ کې تېر شي چې په یوه دروازه د ورننوتلو او په بله د وتلو په مزله سړی هېڅ پوه نه شي:
“څه بې مطلبه مزلونه نغاړو
څه پسې ورک یو، څه پسې غواړو
د ژوند د بُست، هم دوې دروازې وې
په یوه يې راغلو، په بله لاړو”
ژوند اصيله معنا او ارزښت هاله پیدا کوي چې له سختیو، پرېشانیو او ترخو ډک شي، ځکه داسې شېبې انسان ته صبر، زغم او زده کړه ورښيي. څوک چې غم نه لري، هغه د ژوند په خوند نه پوهېږي. بې غمه شپې اصلي غم دی. ژوند خو په رښتینې مانا په سودا او دوک اوږدېږي، نه په خوشالۍ او ښو ورځو:
“د ژوند رښتینې، ګړۍ ترخې وي
خوږې لمحې خو، ښکلې دوکې وي
ژوند په سودا او په دوک اوږدېږي
نو رښتیانی غم، بې غمه شپې وي”
ناهیلي انسان ته ژوند هېڅ شی، خالي میدان، فرېب او دوکه او یو بې مفهومه څیز ښکاري. ناهیلي چې زیاته شي، ژوند د پوچۍ، ستړیا، تشوالي او د داسې خالي توب چې لکه پوکاڼی د ننه خالي خو د باندې ډډ او ښکلی ښکاري، بڼه او رنګ خپل کړي:
“زندګي څه وه؟ خوشي ستړیا وه
نه یې مطلب و، نه يې معنا وه
پوچه، بې مغزه؛ لکه پوکاڼی
ماشوم فرېبه، نظر ربا وه”
ژوند لکه سینما، لکه فلم. د پردې شاته يې تپه تیاره وي، یعنې اصلي حقيقت پکې پټ وي، خو فلم یې بیا له رنګارنګیو، ستونزو یا خوشالیو ډک وي. ژوند لکه یو نااشنا فلم، هدف او جوړوونکی یې نه مالومېږي:
“ژونده چې ګورم، ستا سینما ته
تپه تیاره ده، د پردې شا ته
چې دا د ستونزو، د ستړیا فلم
په چا ډکېږي، ښیې یې چا ته”
ژوند له ښکلاوو یوه ډکه پدیده ده. ځمکه یې، غرونه یې، دریابونه یې، درې و دښتې یې، ستوري یې او ټول کاینات یې ښکلا پاشي. هغه وخت خو ژوند لا معناداره او ښکلی شي چې ځواني وي، انسان هیله من وي او کله ناکله خپل امیدونه له ستورو سره شمېري:
“ژوندون ښايست دی، مځکه فضا هم
غرونه، درې او دښت و دريا هم
بېګاه چې ستوریو، ته هیلې شمېرې
د ځوانۍ، ځوان ژوند، ښکلی شي لا هم”
ژوند تنها ظاهري نه دی ښکلی، اصلي معنا یې په خیال او لاشعور کې پټه ده.
ژوند د فکر او خیال ښکلا ده. یو اړخ یې روحاني او رواني اړخ هم دی. د شعور او ادراک نه پرته ژوند بې معنا دی:
“روڼه جلوه یې، زړه ته مې راشي
ګونګ تصور یې، خیال ته آرا شي
د خیال ښایسته، د زړه څراغه
ژوند به زندان وي، که ترې جلا شې”
حقیقي ژوند له هیلو او اميدونو ډک وي. ژوند که له هیلو او مينې خالي شي، یوازې تر ساه اخیستو رامحدودېږي. ژوند د عشق، هدف او اميدونو نوم دی:
“چې هیلې نه وي، ژوندون ستم وي
ثمر يې داغ او حاصل يې غم وي
چې عشق او هیلې ورڅخه واخلې
تش تنفس خو د بنۍ هم وي”
ژوند یوه لړۍ ده، له ماشومتوب نیولې تر بېرته عدم پورې. د دې لړۍ طفلي یو خوند لري، ځواني یې بیا بل رنګ، زړښت یې بیا له ټولو جلا کیف او عدم یې هم همداسې… ژوند ټول ښایسته دی، هم يې دنیا، هم يې توره شپه، هم يې تنکی او ځوان سبا:
“ژوند ښایسته دی، ښکلې دنیا هم
شپه یې حسینه، تنکی سبا هم
طفلي یې یو خوند، ځواني یې بل رنګ
زړښت یې بل کیف، عدم یې بیا هم”
موږ د ژوند ښکلا بهر پلټو، خو دا پلټنه مو کله ناکله اپوټه خېژي، ځکه د ژوند اصلي معنا او ښکلا ډېری وخت زموږ له سترګو نهام وي، زموږ په خیال او زړه کې:
“د ژوند ښکلا مې، غوښته هر څه کې
په لمر، سپوږمۍ او سين او غره کې
خو دا وه پټه، زما له سترګو
زما په خيال او زما په زړه کې”