Home+د نړۍ د وېشلو مهمه غونډه

د نړۍ د وېشلو مهمه غونډه

تاند – 71 کاله پخوا د ۱۹۴۵ ع کال د فبرورۍ په څلورمه ورځ د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې د یالتا کنفرانس د متفیقینو د مشرانو (ستالین، روزولټ او چرچل) په ګډون د تور سمندرګي په غاړه پیل شو.

د متفیقینو مشرانوپه دې کنفرانس کې د جرمني اوجاپان د برخلیک په هکله چې نور یې په ماتې کې شک نه ؤ پاته، پرېکړه وکړه.

په حقیقت کې د یالتا کنفرانس د نړۍ اود جګړې د فاتحانو ترمنځ د غنیمتونو پر وېشلو خبرې وې. د متفقانو مشرانو د یالتا په غونډه کې وپتېیله چې جرمني باید غیر نظامي شي او خاوره یې پر دوو برخو ووېشل شي. چرچل هڅه وکړه چې د جرمني د خاورې یوه برخه فرانسې ته ورکړل شي چې تراوسه پورې هغه برخه د فرانسې په کنټرول کې ده.

د اروپايي هیوادونو په اړه چې د جرمني له غضبه خلاص شوي ول، د متفیقینو مشرانو جوړه وکړه چې هغوی د خپل برخلیک په ټاکلو کې ازاد پرېږدي، البته له هغو هیوادونو پرته چې شوروي اتحاد غوښتل چې باید په خاورې پورې یې ضمیمه شي.

خو ستالین په دې غونډه کې د خپلې ژمنې خلاف د ختیځې او منځنۍ اروپا (له اتریشه پرته) په ټولو هیوادونو کمونیستي رژیم په زوره د خپل سره پوځ په وسیله تحمیل کړ.

له بلې خوا وروسته له دې چې امریکا د جاپان پر ضد له اتومي وسلې کار واخیست او مخکې تر دې چې جاپان پوره تسلیم شي، د شوروي پوځ له موقع ګټه واخیسته او د جاپان د خاورې ځینې برخې یې لاندې کړې چې تراوسه پورې روسیې ورباندې خېټه اچولې ده.

په دې ډول د ۱۹۴۵ع کال د فبرورۍ په څلورمه په یالتا کې د دوهمې نړیوالې جګړې د فاتحانو روزولټ، ستالین او چرچل غونډه بیل شوه. دوی په دې جګړه کې نړۍ ووېشله خو د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته نړۍ یو واربیا ووېشل شوه خودا وار د ملتونو اراده پکې زیاته تمثیل شوه.

2 COMMENTS

  1. افغانانو هم د خپل هیواد یو زیاته او موهمه برخه له لاسه ورکړه،ځکه چه له جرمنی فوځیانو سره یی د انسانی کرامت څخه کار اخیستی ؤ او افغانی میلمه پالنه یی کړی وه

  2. سلامونه،
    هتلر خو نازي فاشست شوی و غیر له خپل ځانه ېې نور نه ليدل او تر ټولو مهم دښمن ېې یهودان ول. او متفقينو) ډیوایډ انډ روول( کړل
    مګر افغانستان روسيې ته څه زیان رسولی و چې حفیظالله امين ېې وواژهء او د منځنۍ آسیا لګکیان ېې د افغانستان خوا ته را هی کړل او آن د خر-آسان ، ستمپف ، هزاره ګی استان (د فارسشستان او ) تاجوکوستان ، او د ایشچي-دوشتمستان مکروبونه او ویروسونه ېې چې آخري ېې د کورونا ماویستان دي را چغه کړل!!!
    پریزیدڼټ م.ا.غني ېې له هرې خوا راچارپېره کړی چې نه د امان الله خان ، او نه د داوود خان پلانونو ته ېې نه پرېږدي .
    د پنجابستان ۵ مخي توب ېې بل ابليسي پلان دی چې د جان کېري، پمپیوو او دڼنه ستون پنجم له خوا د موبي ګروپ په زهرجنو تبلیغیاتو د خلقو سترګو ته خاوري شيندي .
    الله دې د دې دریمې نړۍ او مسلمانانو مل شي.
    الحمد لله خلګ پخپلو منځو کښې خپل دي او د ابر قدرتانو لوبو او لابیانو ته به نه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...