تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) ساینسپوهانو د پانقراس (Pancreas) د سرطان د وختي تشخیص لپاره د وینې د ازموینې یوه نوې لاره جوړه کړې ده. د دې مهمې څېړنې پر اساس به دا وژونکی او خطرناک سرطان په داسې پړاو کې تشخیص شي چې درملنه یې ممکنه وي.
په دې اړه د امریکا د پنسلوانیا پوهنتون ساینسپوهانو د وینې یو نوی ټېسټ رامنځته کړی چې ښايي د پانقراس سرطان په لومړیو پړاوونو کې وپېژني، او په دې توګه د زرګونو کسانو ژوند وژغوري.
دا څېړنیز راپور په طبي ژورنال AACR کې خپور شوی، چې پکې د پانقراس سرطان لرونکو او بېسرطانه کسانو د وینې په ساتل شويو نمونو کې بېلابېل مواد ازمویل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې هر کال په نړۍ کې میلیونونه کسان د پانقراس په سرطان اخته کېږي. د دې ناروغۍ د خطرناکوالي لوی لامل دا دی چې درملنه یې ډېره سخته ده او په اسانه نه تشخیص کېږي. له همدې امله دا سرطان ډېر وخت ناوخته تشخیص کېږي، او تر هغه وخته د درملنې امکانات محدود وي. یوازې شاوخوا ۱۰ سلنه ناروغان له تشخیص وروسته تر پنځو کلونو زیات ژوند کوي، او له نیمایي څخه ډېر ناروغان په درې میاشتو کې مري.
خو اوس هیله پیدا شوې ده چې دا نوی ټېسټ وکولای شي د پانقراس د ډکټل اډینوکارسینوما سرطان په لومړیو پړاوونو کې وپېژني. دا د پانقراس سرطان تر ټولو عام، تر ټولو تېز خپرېدونکی او تر ټولو وژونکی ډول دی.
د وختي تشخیص له امله به ډاکټرانو ته د درملنې فرصت په لاس ورشي او د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانسونه به زیات شي.