د سلیمان لایق د «د وینو واټ» د قصیدې د روح، تاریخ او سمبولیک نظام د نه انتقال ستونزه
سلیمان لایق «د وینو واټ» قصیده د پښتو معاصر ادب له هغو درنو متونو څخه ده چې د جګړو د دورې درد، فاجعه، سیاسي سقوط، د دین سوداګري، د ښځو د عزت لوټل، او د ملت د ماتې چیغې په شاعرانه ژبه راټولوي. دا قصیده د ۱۹۹۲م کال د کورنیو جګړو، د کابل د نړېدو، د جهادي فساد، او د وطن د ټوټې کېدو د فاجعې په وخت کې لیکل شوې.
قصیده په یوه درانه، مستقیم او ټکانورکوونکي پیل شروع کېږي چې د شعر فضا، وزن او قافیه ټاکي او د ملت د سقوط عمومي انځور وړاندې کوي. بیا لایق د طبیعت، ښکلا او د ژوند د خوږو انځورونو په سمبولونو د فاجعې تر سیوري لاندې د معاصر تغزل په بڼه د قصیدې هنري فضا نرموي.
شاعر له دې ښکلايي انځورونو په هنري او نرم حرکت سره اصلي موضوع ته راګرځي، یعنې د ملت برخلیک، د وطن ورانېدو او د خلکو درد ته.
لایق د افغانانو د زړورتیا، مقاومت، جرئت او نهماتېدونکي غیرت ستاینه کوي. په وروستۍ برخه کې شاعر د ملت د راتلونکي د امید او د بېرته پاڅېدو ژمنه وړاندې کوي. دا د قصیدې تحریکي او عاطفي ټکی دی.
قصیده په یو هنري، قهرمانانه او د تاریخ د اتلانو د یاد په ژونديکولو سره پای ته رسېږي، چې د ملت د راتلونکي پاڅون نښه ده.
جاوېد امیرخېل، چې د خپل ښکلي غږ، حماسي انداز او هنري تعهد له امله د خلکو په زړونو کې ځای لري، خپلې څو سندرې یې د لایق په شعرونو ښکلې کړي؛ لکه «پاڅېږه وطنه»، «د عبرت دهلېز»، «باتور ملت» چې «د وینو واټ» له قصیدې څو بیتونه پکې د سندرې په بڼه وړاندې شوي او نور…
د ده غږ، د موسیقۍ جوړښت او د حماسي فضا رامنځته کول د ستاینې وړ دي. امیرخېل د خلکو د خوښې هنرمند دی او خپل استعداد یې په پوره توګه شهرت ته رسولی دی.
خو سره له دې ټولو، د دې ځانګړې سندرې (د وینو واټ) په جوړښت کې ځینې هنري، معنايي او تخنیکي ستونزې لیدل کېږي چې د قصیدې د روح او تاریخي پیغام د نیمګړي انتقال سبب شوي.
۱) د قصیدې د لیکلو تاریخي فضا – هغه درد سندرې ته نه دی اوښتی
د «د وینو واټ» د لیکلو پر مهال افغانستان د خپل تاریخ په تر ټولو تورو شپو کې و: کابل د جهادي تنظیمونو د قدرتي جګړو له امله په کنډواله بدل شوی و، په ملیونونو بېوزله خلک د کورونو نه بېکوره، په تشو لاسونو پښتونخوا او پاکستان ته مهاجر شوي وو، د ښځو او ماشومانو حالت د فقر، لوږې، بېسرپناهۍ او تاوتریخوالي تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی و، په رسنیو کې د عرب شیخانو ته د ښځو د پلورلو خبرونه خپرېدل، د افغانانو د دروېزې، ګدایۍ او بېوسۍ انځورونه د نړۍ د وجدان پر وړاندې ایښودل کېدل.
دا ټول هغه فضا ده چې لایق پکې دا قصیده لیکلې. قصیده د همدې فاجعې د زړه له منځه راوتلې چیغه ده. خو سره له دې ټولو تورتمونو، لایق د ناامیدۍ په کنده کې نه پاتې کېږي. هغه د خپل ملت د روح، د خپل وطن د غیرت، او د خپل تاریخ د مقاومت په ځواک باور لري. لایق ته د دې ټولو فاجعو تر منځ د امید څراغ نه مري. هغه باور لري چې، دا ملت به بېرته راپاڅېږي، د دې ملت خلک به خپل کور، خپل عزت او خپل وطن بېرته جوړ کړي، د دې ملت ځوانان به د ظلم او خیانت غچ اخلي او دوی به د تاریخ په اوږدو کې د خپل غیرت توره بیا ځلوي. همدا هغه روح دی چې لایق یې د «لا…» او «دا به بیا…» په تکرار کې سا ورکوي. یو تکرار چې د ملت د نهماتېدونکې ارادې نښه ده.
خو په سندره کې دا تاریخي فضا هېڅ ځای نه ښکاري.
سندره یوازې د قصیدې د وروستۍ برخې حماسه اخلي، خو د قصیدې د لیکلو اصلي درد، فاجعه او تاریخي وزن ورک دی.
۲) د ویډیو هنري پیل، د تمې او واقعیت تضاد
سندره د یو هنري-داستاني فلم په دود پیلېږي:
غني خان د ناروغۍ پر کټ پروت دی، لایق ورته قصیده لولي. دا صحنه د لیدونکي لپاره د یوې کیسې د دوام تمه جوړوي، لکه چې موږ د دوو لویو شاعرانو د درد، خبرو او تاریخي لحظې شاهدان یو.
دا پیل ډېر ښکلی دی، خو ستونزه دا ده چې، ویډیو د داستاني پیل وروسته هیڅ داستاني تسلسل نه لري، د قصیدې تاریخي فضا نه ښيي او د وطن د ورانېدو هغه درد چې لایق یې بیانوي، په ویډیو کې نه راځي. نو د ویډیو پیل د لیدونکي تمه لوړه بیایي، خو سندره یې نه پوره کوي.
۳) د قصیدې د سر پرېښودل یا د شعر د روح پرې کېدل
قصیده د دوو نامتو شاعرانو د یو تاریخي لیدنې مستند دی چې غنی خان ته په خطاب، د وطن د نړېدو په قیامتي انځور، او د ملت د ماتې په ژور درد پیلېږي: «یو باتور ملت غرقېږي»، «یو مضبوط وطن نړېږي»، «یا قیامت په ځمکه جوړ شو» …
دا د قصیدې منځپانګه او تاریخي بنسټ دی.
امیرخېل دا ټول پرې اېښي او یوازې د «لا…» او «دا به بیا…» برخې یې اخیستې.
نو سندره یوازې د پاڅون او حماسې سندره ښکاري، خو د قصیدې فاجعه، درد، او فلسفه پکې ورک دي.
۴) د سمبولونو په مستقیم عکس بدلول، د شعر د ژورې مانا له منځه وړل
په قصیده کې سمبولونه څو ماناوې لري:
- خوبوړي = بې پامه، سر نه خوږوونکي، راحتطلبه
- آس = تاریخ، حرکت، جګړه، ځواک
- زمری = غیرت، جرئت، زور
- باران = رحمت، بدلون
- وینه = قرباني سرښندنه
- سره ګلان = د شهیدانو له وینو راټوکېدونکی ژوند
- سېلاب = انقلاب، د پرګنو اتحاد
- غرونه= عظمت، استواري، پایښت
- توپان= د احساساتو جوش
- چیغه = هیبت، ډار
او نور…
خو په سندرېزه ویډیو کې دا ټول په مستقیم عکس بدل شوي:
- خوبوړی → ویده
- آس → آس
- زمری → زمری
- باران → باران
- وینه → وینه
- ګلان → ګلان
- غر → غر
- توپان → توپان
- چیغه → چیغه
دا د شعر د سمبولیک نظام ژورتیا کمزوروي او څومانیزه نړۍ یې ورانوي. استعاره په عکس بدلېږي، او شعر د څو مانیزې نړۍ له ژورتیا نه یوې سطحې ته راټیټېږي.
دا ښکاره کوي چې د ویډیو جوړوونکی یا ډایرکټر په شعر، استعاره، سمبول او د قصیدې په ژبني نظام نه پوهېږي.
د ویډیو ډېری صحنې د AI په مرسته د کلمو د ظاهري معنا پر بنسټ جوړې شوي دي، نه د شعر د ژورې مانا پر بنسټ.
۵) د قصیدې د فلسفي، عاطفي او حماسي توازن له منځه تلل
«د وینو واټ» په خپل جوړښت کې پنځه معنايي څپې لري، چې د کلاسیکې قصیدې د فورم او د لایق د معاصر فکر ګډ انځور دی.
۱- درد او وراني – د وطن د نړېدو، د خلکو د بېکوره کېدو او د ټولنې د ګډ سقوط انځور.
۲- فلسفي ستړیا – د شاعر ژور فکري مکث، تاریخي پوښتنې او د انسان او وطن د برخلیک په اړه حیرانتیا.
۳- تغزلي او ښکلايي انځورونه – د طبیعت، رباب، تاک، ګل او غرونو یادونه چې د فاجعې تر سیوري لاندې د قصیدې هنري فضا نرموي.
۴- مدحه او ستاینه – د ملت د غیرت، مقاومت او نهماتېدونکي روح ستاینه.
۵- امید او پاڅون – د راتلونکي د بېرته جوړېدو باور، د غچ اخیستو اراده او د ملت د بیا راپاڅېدو هیلهمنه څپه.
لایق دا پنځه څپې په قصیده کې په هنري توازن سره راوړي: لومړی د فاجعې تورتم، بیا د فکر ژوروالی، بیا د ښکلا نرم سیوری، وروسته د ملت ستاینه، او په پای کې د امید رڼا. خو امیرخېل یوازې وروستۍ څپه، یعنې د امید او پاڅون برخه، په سندره کې راخیستې. د لومړیو څلورو څپو درد، فلسفه، تاریخي وزن، تغزلي فضا او د ملت د ستاینې فکري عمق پکې نهښکاري. نو سندره یوازې حماسي بڼه خپلوي، خو د قصیدې هغه فلسفي، تاریخي، عاطفي او هنري توازن چې د شعر د فکري وزن بنسټ جوړوي، ورک دی.
۶) لایق د فاجعې له منځه امید راوباسي، د ملت د نهماتېدونکي روح ستاینه
سره له دې چې لایق د خپل وخت د فاجعې تر ټولو تورې صحنې په قصیده کې انځوروي؛ کابل په کنډوالو بدل شوی، په ملیونونو کسان بېکوره شوی، ښځې او ماشومان د فقر، لوږې او تاوتریخوالي ښکار شوي، د عزت سوداګري شوې او د افغانانو د دروېزې انځورونه د نړۍ پر مخ خپاره شوي. لایق بیا هم د ناامیدۍ په کنده کې نه پاتې کېږي. هغه د خپل ملت د روح، د خپل وطن د غیرت، او د خپل تاریخ د مقاومت په ځواک باور لري. لایق ته د دې ټولو فاجعو تر منځ د امید څراغ نه مري. هغه باور لري چې:
- دا ملت به بېرته راپاڅېږي
- دا به خپل کور، خپل عزت، خپل وطن بېرته جوړ کړي
- دا به د ظلم او خیانت غچ اخلي
- دا به د تاریخ په اوږدو کې د خپل غیرت توره بیا ځلوي
دا هغه روح دی چې لایق یې د «لا…» او «دا به بیا…» په تکرار کې سا ورکوي. یو تکرار چې د ملت د نهماتېدونکي ارادې نښه ده.
۷) د موسیقۍ برخه – د اورېدونکي له نظره
زه د موسیقۍ تخنیکي متخصصه نه یم، خو د یوې اورېدونکې او د موسیقۍ د مینهوالې په توګه باید ووایم چې:
- د سندرې موسیقایي جوړښت ښکلی دی
- د امیرخېل غږ د شعر د حماسي برخې لپاره مناسب دی. خو په دې سندره کې هغه زنګ نه شته چې د امیرخېل غږ ته یې ځانګړتیا ورکړې. د ده غږ د هغې دیکلمې په څېر راغلی چې د «پاڅېږه وطنه» او «باتور ملت» په سنرو کې یې کړي دي
- د سندرې عمومي موسیقايي فضا د احساساتو د راپارولو توان لري
۸) د کلمو ناسم تلفظ د مانا او ادا توازن ورانوي
په سندره کې د دوو مهمو کلمو تلفظ ناسم شوی، چې د شعر د مانا، سمبولیک نظام او موسیقایي وزن دواړو ته زیان رسوي:
۱) «مینا» د «مېنه» په بڼه ادا کول
په قصیده کې «مینا» د شرابو د جام سمبول دی ،
خو په سندره کې دا کلمه د «مېنه» (وطن) په لهجه ویل کېږي.
دا بدلون د کلمې اصلي معنا بدلوي. د لایق د تغزلي سمبول ژورتیا له منځه وړي او د شعر د تصویر فلسفي او هنري رنګ ګډوډوي.
۲) «سېل» (سېلاب) د «سیېل» په بڼه ادا کول
په قصیده کې «سېل» د سېلاب، د اوبو د زور او د بدلون سمبول دی. خو په سندره کې دا کلمه د «سیېل» په بڼه ادا کېږي، چې په پښتو کې بله معنا لري (تماشا/لیدنه). دا تېروتنه د طبیعت د ځواک سمبول کمزوری کوي د بیت د تصویر مانا بدلوي او د شعر د موسیقایي روانۍ توازن خرابوي.
د «مینا» او «سېل» ناسم تلفظ د قصیدې د سمبولیک نظام، د کلمو د تاریخي وزن او د شعر د موسیقایي جوړښت یوه مهمه برخه زیانمنوي.
په داسې قصیده کې چې هر سمبول د یوې دورې درد او فلسفه په ځان کې لري، دا ډول ادایي تېروتنې د سندرې د ادبي کیفیت یوه بله نیمګړتیا جوړوي.
۹) د ژباړې برخه – د معنايي ګډوډۍ وروستۍ څپه
د انګلیسي ژباړې په اړه دلته بحث نه کوم، خو د سندرې په ویډیو کې د فارسی/دري ژباړې ځینې برخې د شعر له اصلي مانا سره سمون نه لري. تر ټولو څرګند مثال یې دا دی: «لا رباب سور شوی نه دی، لا تش دوه دوره اوښتی»
ژباړه شوې:
«بزم هنوز به سرخی نرسیده، تنها دو دور گذشته است»
«رباب سورېدل» د موسیقۍ د اوج استعاره ده، نه د «بزم سره کېدل»
او یا:
«لا د غرو له جمدرونو سيلابونه را كوزېږي»
او ژباړل شوی:
«و از سينهٔ كوهها سيلابها فرو مى غلتند»
«جمدر» په پښتو کې خنجر او تېرې چړې ته وايی. چې لایق د «غرونو جمدرونه» د یو تصویر په شان کاروي.
«جمدرونه» د غرو سرونه یا څوکې چې د جمدرونو په شان دي. نه د غرو سینې یا ټتر
زه مطمئنه یم چې د جاوېد امیرخېل د سندرو دريژبي مینه وال به د سندرې ژباړه لولي خو د فارسي ژباړې ناسم تعبیر ته به رسي چې د سندرې د معنايي ګډوډۍ یوه برخه ده.
پایله: سندره د قصیدې د تاریخي، سیاسي او هنري روح بشپړ استازیتوب نه کوي. نو له دې کبله، که څه هم امیرخېل د ویډیو په پیل کې د غني خان او لایق د ملاقات صحنه ښيي، خو:
- د قصیدې تاریخي درد
- د وطن د ورانېدو فضا
- د جهاد د فساد نقد
- د ښځو د عزت فاجعه
- د ملت د ماتې چیغه
- د شاعر فلسفي ستړیا
په سندره کې هېڅ ځای نه لري.
سندرې یوازې د قصیدې د وروستۍ یا پنځمې برخې حماسه رااخیستې او ناممکنه برېښي چې دا اوږده قصیده دې په یوه سندره کې ځای شي. خو د قصیدې د نورو څلورو برخو درد او فلسفه یې مجهوله پاتې ده چې د يو څو تصویرونو ځایولو یې کېدای شوای بڼه بدله کړې وای.
نو په دې حساب سندره د قصیدې د روح، ژورتیا، تاریخ، فلسفې او سمبولیک نظام بشپړ استازیتوب نه شي کولی.
یادونه:
د نقد په نامه دا څو کرښې ما د دې لپاره ولیکلې چې:
- مرحوم اکاډمیسن سلیمان لایق د اوسني دور یو پیاوړی، انقلابي او د پرګنو په درد پوه شاعر دی چې سر یې د وطن په مینه ورکړی او د پښتو ادب ته یې بې ساري خدمتونه کړي دي. د ده هر شعر د وطن او وطنوالو د ناخوالو په باب یو کتاب خبرې دي. د ده د اشعارو په وړاندې باید سرسري چلند ونه شي او د ده د اشعارو په وړاندې امانتداري له پامه ونهغورځول شي.
- قدرمن جاوېد امیرخېل یو ځوان نوښتګر، د ښایسته غږ او استعداد لرونکی، تکړه او زما د خوښې سندرغاړی دی. زما زړه غواړي چې د ده سندرې بالکل بې عیبه وي او دی د دې توان او امکانات لري. نو څرنګه چې نقد د اصلاح د پاره وي، دی هم ورته ژور پام وکړي.
- د پښتو ژبې سندرغاړي د ژبې ساتونکي هم دي. نو په دې لحاظ د ژبې په کره تلفظ او سم کارولو له یوه پلوه د شاعر زړه نه ماتوې او هڅې یې په خاورو نه لاهو کوي بل پلو د ژبې په شتمنې کېدو کې ونډه اخلي.
بله یادونه:
د وینو واټ قصیده د اکاډمیسن سلیمان لایق د «غلامانو سرود» په شعري ټولګه کې، په دې قصیده د ده له مقدمې سره چاپ شوې. دا نسخه له هر ډول ټایپي تېروتنو پاکه او قصیده مکمله ده. نورې اکثر نسخې چې ما په خواله رسنیو کې لوستي، له تېروتنو ډکې دي. په دې نسخه کې دا بیت:
دا زموږ د سترګو وړاندې، “غنی” ګوره څه تیرېزي
یــو باتور ملت غرقېږی، یو مظبوط وطن نړېږی
داسې راغلی:
دا زموږ د سترګو وړاندې، “غنی” ګوره څه تیرېزي
یــو جنګي ملت غرقېږی، یو باتور وطن نړېږی
پای