صفيه حليم د پښتو ژبې فعاله ليکواله، خبرياله او څېړونکې ده. دې د ژوند ډېره برخه په ليکلو، څېړنو او سفر کولو تېره کړې ده. دا د پښتنو په لټه په ډېرو ځايونو ګرځېدلې او هر چېرته يې چې پښتانه موندلي، راغږولي يې دي او د هغوی خبرې يې په غږيزه او ليکنې بڼه خپرې کړې او راټولې کړې دي.
دې په خپلو سفرونو کې د خلکو سره په خبرو کې څو ګټې کړې دي، هم يې په خپل کچکول کې خيرونه راټول کړي او هم ديدنونه، چې له ځينو نه يې خبرونه او راپورونه جوړ کړي دي او له ديدنونو يې کيسه او تاريخي ښکلاوې راويستي دي.
د دې لويې مېرمنې له مرکې ډېر څه زده کولی شو او موږ ته دا رازده کوي چې څنګه قيمتي وخت په ښه شان مصرف کړو او څنګه مخ پر وړاندې تللی شو.
آغلې حليم د تاريخ په پاڼو کې او لرغونو سيمو کې د پښتون په لټه ده او غواړي چې پښتون ته د پرمختګ لوری ورښکاره کړي او په دې لاره يې يون ته وهڅوي، تر څو د تېرو وياړونو د مشالونو په رڼا کې د نوي عصر لاره وويني.خبرې نوره نه اوږدوم، تاسې يې مرکې ته رابولم.
پوښتنه:کیسه لیکلو سره مو ولې او څنګه مینه پیدا شوه؟
ځواب:هر ماشوم ته مور یا پلار د نصیحت یا زدکړې لپاره یوه کیسه کوي. ما هم له ماشومتوبه د مشرانو له خولې کیسې اورېدې او بیا د تعلیم په وخت مې د کیسو کتابونه لوستل چې ټول په اردو ژبې کې وو. په پېښور ښار کې هغه وخت هره کوڅه کې وړوکی کتابتون ( لایبریري) موجود و چې مونږ به ترې په کرایه د کیسو کتابونه راوړل او لوستل. زمونږ کور ته به “شهباز” او ” انجام” اخبارونه (ورځ پاڼې) راتلل. په دوی کې به نیمه پښتو او نیمه اردو وه. د ماشومانو دوه مجلې “تعلیم و تربیت” او ” بچون کی دنیا” په پوسټ کې راتلل چې ما د وروڼو خویندو سره په خوند لوستل. بیا د لسو کالو په عمر کې ما هم هغسې کیسو په لیکلو لاس پورې کړ.
پوښتنه:د یوې ښځې په توګه چې له يوې خوا د ټولنې په ډېرو کړیو کې بنده ده، څنګه کولی شي، د خپل زړه خبرې بې ډاره او صادقانه ولیکي؟
ځواب:د زړه خبرې خو سړي هم نه شي لیکلی ځکه د روایتي ټولنې قیودات ډېر وي. څه نا څه کیسه کې د نورو کریکټرونو تر شا د زړه خبره کیدای شي.
پوښتنه:ځېنې کيسه ليکوال د کيسې ټاکل شوي چوکاټ ته ډېر پام کوي او ځينې مشهور کيسه ليکوال بيا کله کله د کيسې له چوکاټه وتلي وي، خو کيسه يې ښکلې وي، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟ د کیسې چوکاټ تر کومه حده؟
ځواب: کیسه چوکاټ نه لري او یو ځای مې د نړۍ تر ټولو لنډه کیسه ولوستله چې په زړه نوکاری لګوي. ” د زړو توکو په دکان کې د وړوکي ماشوم بوټانو سره لیکلي وو. دا یو ځل هم چا نه دي اغوستي.” مهمه خبره د کیسې اغیز دی.
پوښتنه: نوو کیسه لیکوالو ته به ستاسو سپارښتنې څه وي؟
ځواب:د کیسو کتابونه، ناولونه او اخبارونه ولولئ.
پوښتنه: هغه کوم لیکوال/له ده چې فکر کوئ ستاسو په کیسو او ليکنو د هغوی اغېز دی؟
ځواب:په پېل کې د هندوستان اردو لیکوالانو لکه ډپټي نذیر احمد، پریم چند، کرشن چندر کیسې راته په زړه پورې وې. بیا د ښځو لیکوالانو، قرۃ العین حیدر، رضیه فصیح احمد، ای- آر خاتون ناولونو ته مې مخه شوه. د کالج په دوره کې د انګریزي جورجیټ هایر او باربره کارټلینډ ناولونه هغه وخت ډېر مشهور وو. په انګریزي ادبیاتو کې مو د ایملي برونټی، جېن آسټن او ټامس هارډي لوستل. په اردو کې د نړۍ د لویو ژبو ترجمه شوي داستانونه به ما ضرورلوستل. کله کله به مو ملګرو سره پېسې راټولې کړې او یو کتاب به مو واخیستو. په پښتو کې مې د سیده قانته بیګم سفر نامه او د زیتون بانو افسانې لوستلې. نو د دوی ټولو نه مې غیر شعوري څه نا څه زده کول.
پوښتنه:د نورو متونو په شان زموږ په لنډو کیسو کې ښځې تل خوارې دي؛ ولې ښځه په کیسو کې همیشه خواره ښودل شوې ده؟
ځواب: کیسه د ټولنې هنداره وي او لیکوال له دغې حالت تیښته نه شي کولی. خو په پښتنو ښځو کې یو غیر شعوري کلچر دی چې څوک ترې پوښتنه وکړي نو مخې سره درته خپل غم او د ژوند ناخوالې یادوي. د بی بي سي لپاره ما چې هر ځای د ښځو سره مرکې کولې نو پکې تل د خپلو بدبختیو ذکر کاوه. مثبت یا د خوشالۍ خبره به ډېر وروسته راتله.
پوښتنه: تاسې يوه مشهور ژورناليسټه هم ياست، ژورناليزم مو پر کيسو څومره اغېز کړی دی؟
ځواب:د خلکو غیر عادي رویه، خبرې، عادتونه او خصلت راته په زړه پورې وي. د ښځو یو محفل ته لاړم نو هلته یوې میرمنې ټولو ته وویل، ” خبرو ته به پام کوئ… ګورئ، صفیه بیا درباندې کیسې لیکي.”
پوښتنه: تاسې د پښتو کيسه څنګه ارزوئ او نړيوال ادب سره يې څنګه پرتله کوئ؟
ځواب: ځینې لیکوالان ډېر ښه دي او که وژباړل شي نو د نړۍ وال ادب په معیار پوره دي.
پوښتنه:ستاسو تحقیقې کتابونه لکه په هند کې پښتانه ستاسو د راډیو خپرونو محصول دي، ایا دې څېړنو لامل مو خبريالي وه؟
ځواب:زما د خوښې مضمون ” تاریخ” او “لرغون پوهنه” ده. په ماشومتوب کې به د پلار او وروڼو سره اټک کلا، د چارسدې حصار او په نورو پخوانیو کنډوالو ګرځیدو. د پیښور میوزیم ته به ښځې هم تلې او د بودا لویو مجسمو ته به حیرانه وو. د کالج په دوره کې د تخت بهۍ، ټیکسلا او نورو تاریخي ځایونو ته يې بوتلو او بیا به مو ورباندې مضمون هم لیکلو. په ښار کې د هند ډېر پښتانه راکډه شوي وو چې پښتو يې نه وه زده. په کالج کې مې د رام پور یوې جینۍ نه د هند د اسلامي تهذیب کیسې اوریدې. پوهنتون کې زمونږ یو استاد د ټونک نه مهاجر شوی و او کله کله د ریاست د نوابۍ او د لایبریري حال يې راته ویلو. اخر مې په ۲۰۰۳م کې موقع پیدا کړه چې درې میاشتې په هند کې میشت پښتانه وګورم او د دوی حالت وڅېړم.
پوښتنه: تاسو د خبریالۍ په اړه په خپل کتاب “ژورنالیزم” کې د خبريالۍ ځينې خپلې خاطرې هم ليکلي دي، د خپلو خاطرو ليکل څومره ګټور تماميدلی شي او په پښتو کې داسې کتابونو ته څومره اړتیا ده؟
ځواب: خپلې خاطرې لیکل د تاریخ لیکل دي. هر لیکوال باید د خپل ژوند او په تیره د ماشومتوب حال ضرور ولیکي ځکه څو کاله وروسته یې چې بیا خلک ولولي نو ورته معلوم شي چې مونږ له کومو کړاونو څخه تیر شوي وو. اوسنیو ماشومانو لپاره د موبایل ټیلیفون نه بغیر ژوند ناممکنه ښکاري. کله چې زه ورته وایم، مونږ په کلي کې د ماښام انغري چاپېره ناست، د ډیوې په رڼا کې د مشرانو کیسې اوریدې. سهار د ګوړې چایو سره به مو پراټې خوړلې نو حیرانه شي.
پوښتنه: تاسو لومړنۍ پښتنه مېرمن وئ چې غږ مو له بی بی سي خپور شو، او بیا د پښتو څانګې مشره وټاکل شوئ، د دومره لویو بریاوو راز مو په څه کې و/دی؟
ځواب:په بي بي سي پښتو خپرونو کې لومړۍ میرمنې غږ د ” یاسمین حسین” و. دا د مردان اوسیدونکې، په لندن کې يې ژوند کاو او د یعقوب کاکړ سره به يې ” رڼې څپې” اونیز پروګرام وړاندې کاوه. زه لومړۍ ښځه پروډیوسره وم. د پښتو څانګې مشرتوب ګران کار و ځکه په اداري کارونو کې تخلیق نه وي. د خپرونو لپاره د بي بي سي خپل معیار او د اداري کارونو یو چوکاټ دی. په دې کې د نورو نه کار اخیستل او هغوی په خبره پوهول راته سخته وه. په ښکاره د دفتر ټولو خلکو راسره همکاري کوله خو په نړۍ والو مطبوعاتي ادارو کې هره ورځ د یو خبر په نشرولو یا نه نشرولو بحثونه کېږي. د مرکو په پوښتنو اعتراض، د جملې په ایډیټ یا د سرلیک په الفاظ خلک ناندرۍ وهي. بیا د خپرونو نه وروسته، په غونډو کې ملامتي او ترټنه یوه عامه خبره ده او د دې لپاره لوی زړه او حوصله پکار وي.
پوښتنه:په بي بي سي راډيو کې مو کوم داسې کارونه ترسره کړي چې اوس هم پرې وياړ کوئ؟
ځواب:د ځینو پروګرامونو لپاره قبایلي سیمو نه علاوه افغانستان ته سفر او د ښځو مرکې راته مهم کارونه وو. زما د “میز خبریالي” ( ډیسک ژورنالیزم) نه خوښېږي او غوښتل مې چې زیات د خلکو سره د هغوی په سیمو کې وګورم.
پوښتنه: په خبریالۍ کې مو له کوم ډول خپرونو ډېر خوند اخیسته او له زړه مو کار ورته کاوه؟
ځواب:د ژورنالیسټ لپاره د یوې کیسې پلټنه مهم کار وي. خو تر ټولو خوندور راته د راپور سکرپټ (متن) لیکل وو چې دا به خلکو ته څنګه بیانوم. د ریډیو لپاره لیکنه یو ځانګړی هنر دی او زه اوس هم کله کله د یو خبریال له خولې اورم چې، ” دا ټکي په لاندې ډول دي.” دا جمله د لوست لپاره او لیکلی متن کې پکار وي ځکه اوریدنکی خو ” لاندې یا باندې” نشي لیدای.
پوښتنه:په تاریخ باندې څېړنې پر وخت مو کومو ټکو ته ډېر پام کړی؟
ځواب:څنګه چې په ژورنالیزم کې صفتي توري او احساساتي خبرې نه ځاېږي، هم هغسې په تاریخ کې به له ځانه خبرې نه لیکئ. زه هڅه کوم چې بې له تعصب خلکو ته حقایق بیان کړم چې هغوی پخپله قضاوت وکړي. یو چا ډېره غوره خبره کړې ده چې ” په تاریخ کې کریکټرونه اصل خو واقعات ناسم وي. په کیسه کې کریکټر نا اصل خو واقعات سم وي.”
پوښتنه تاریخ زموږ د ښځو سره څومره ریښتونی دی ایا د یوې ښځې اصلي تصویر په تاریخ کې لکه څنګه چې ښایي همغه شان ښکاري؟
ځواب: د تاریخ څلور پړاونه دي چې لرغونی ( ۶۰۰ ق م نه تر ۴۷۶م) منځنۍ دوره ( تر ۱۴۵۰م) لومړنۍ عصري دوره (تر ۱۷۵۰م ) او اوسنۍ یا عصري دوره ده. انسان یواځې دوه زره کاله وشول چې تاریخي واقعات لیکل شروع کړل. په نورو ملکونو کې هم یواځې د مشهورو ښځو تاریخ د منځنۍ دورې څخه ولیکل شو.
زمونږ د ځینو میرمنو تاریخ هم له هغه وخت شته چې ډېر معلومات يې نه لرو. د نازو انا، زرغونه انا او د هغوی په شان نورو میرمنو نومونه په تاریخ کې پاتې دي. د پخوانیو ښځو د ژوند په اړه هر کور کې څه نا څه معلومات او کیسې شته چې که ولیکل شي نو د هغه وخت تاریخ به پرې روښانه شي.
پوښتنه:تاسې لنډې کیسې لیکلي او تاریخي څیړنې مو هم کړي ستاسو په نظر هغه ښځه چې په تاریخ کې دومره نامداره ده، ولې یې په تاریخ کې ډېر څه نشته؟ او ولې ګمنامه ده.
ځواب: تاریخ لوستل د راتلونکي ژوند لاره روښانه کوي. خلک هغه تیروتنې چې د دوی مشرانو کړي وي، بیا نه تکراروي. زما لپاره د تاریخ درس دا دی چې شهرت د لنډ وخت لپاره او ژر ختم شي. میډالونه، ستاینلیکونه، جلسې او ویاړونه ورک شي. که زما په لاس چا ته ګټه رسېږي نو دا راته سکون راکوي.
پوښتنه: په بیلا بیلو برخو کې مو لیکل څیړنې کړي څنګه مو خپل وخت او فکر ورته تقسیم کړی؟
ځواب:په کمپیوټر کې مې بیلا بیل فایلونه پرانستي وي. د تاریخ مواد پیدا شي نو په هغې مضمون کار وکړم. که نه وي،کیسې ولیکم.
پوښتنه:افغان ښځې څنګه کولی شي، چې خپل تاريخ خوندي کړي؟
ځواب:د دې جواب مخکې راغلی دی چې خپلې خاطرې ولیکئ. دا به یو وخت تاریخ شي.
پوښتنه:تاسې په بېلابېلو برخو کې ليکل کړي دي، ايا دا ممکنه ده، چې يو څوک دې په ټولو برخو کې بريالۍ واوسي؟
ځواب:زه لیکل د خپل ځان لپاره کوم او دا راته خوشالي راکوي. که بل څوک ترې خوند اخلي نو دا زما کامیابي ده. د انساني علومو لمنه پراخه ده خو یو کس باید یو ډګر ځان له غوره کړي. زه شاعري نشم کولی خو د ښه شعر نه خوند اخلم ځکه دا هم یو تاریخ بیانوي.
پوښتنه:زموږ د ډېرو متونو په شان تاريخ هم سړيو ليکلی دی، ځکه د ښځې رنګ پکې پيکه ښکاري، که چيرې ښځې ځينې متون وليکي، هغه به هم هڅه وکړي چې د دې په متونو کې دې سړی کم رنګه وي، که خپله تجربه راسره شريکه کړئ؟
ځواب:د پښتنو ټولنه د زرګونو کالو راهیسې جنګي او دفاعي حالت کې اوسیده. په کوچیتوب کې څوک سبق نشي ویلې. د تاریخ په منځنۍ دوره کې خلکو کورونه جوړ کړل او ورو ورو لیک او لوست رواج شول. د نورو ټولنو په شان پښتانه هم خپل زیار باسي چې متمدن شي. په تیرو سلو کالو کې د جنګونو او د شخړو سره سره هم لیکوالانو ډېر کار کړی دی. خو زما په نظر د ښځو رنګ چې پیکه ښکاري نو د دې یو سبب د معلوماتو کمی دی. دویمه دا چې سړی په خپله اوږه اقتصادي بار وړي چې زیاتې ښځې ترې بې غمه وي. ما خو په پښتو کې داسې څه مضمون یا کیسه نه ده لوستې چې په لوی لاس چا د ښځې رنګ پیکه کړی وي.
پوښتنه:ښځه خو هم د کور پالنه پر غاړه لري او هم بايد په ټولنه کې نامي او فعاله پاتې شي، د دواړو ترمنځ تعادل ساتل ډېر سخت نه دي، تاسې څنګه ساتلی دی؟
ځواب:چې سړي د ښځې تشویق ونکړي نو هغه نه تعلیم کولی شي او نه لیکنه. زما پلار زمونږ د سبق لپاره په ښار کې د اوسیدو فیصله وکړه. د هغه په ملاتړ مونږ ټولو وروڼو خویندو ژوند بدل شو. پښتو لیک ولوست مو په کور کې زده کول. د سکول د مضامین لیکلو په مقابلو کې به يې راسره مرسته کوله. زه خوش بخته یم چې مېړه مې ژورنالیسټ او لیکوال دی. په کور کې مو یوه کوټه کې دفتر دی چې دواړه په خپل خپل کمپیوټړ لیکنې کوو. د شپې ډوډۍ نه خورو نو پخلی یواځې د غرمې کوم چې هغه هم ډېره ساده ډوډۍ وي. کور مو وړوکی او صفای يې آسانه وي. ملګری او خپلوان راسره، په سابه او سوکړک خوړلو خوشاله وي. سوشل میډیا نه لیرې اوسم او ټیلیفون یواځې د کارخبرو لپاره کاروم ځکه په دې هم ډېر وخت ضایع کېږي.
پای،
۲۰۲۴ م کال اپریل
د اغلې حلیم چې کوم نوی کتاب چاپ وی ددې اړوند زما سره ډېر مالومات و
له بده مرغه چې زه پرې خبر نه وم که چیرې څوک زما غږ ورسولی شي دا دې ورته ورته ووایي چې که کتاب دویم چاپ ته تلو زه ورسره د نورو مالومات په شریکولو کې همکاري کوم
په درنښت