جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبارنټ روبین: امریکا پر طالبانو د بشري حقونو قوانین نه شي منلی

بارنټ روبین: امریکا پر طالبانو د بشري حقونو قوانین نه شي منلی

تاند (جمعه، د عقرب ۲۵ مه) افغانستان پېژندونکی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی “بارنت روبین” وايي چې واشنګټن په دوه ګونو معیارونو نه شي کولی چې طالبان د بشري حقونو د قوانینو منلو ته اړ باسي.

دغه امریکایي څېړونکي وویل چې واشنګټن له پیله د افغانستان د پروژې د بریالیتوب په لټه کې نه و.

روبین، چې په ۲۰۰۱ کې د بون په کنفرانس کې د ملګروملتو سلاکار او وروسته د سیاسي پروسو مشاور پاته شوی، وویل: “موږ اورو چې پر طالبانو ټینګار کېږي چې نړیوال بشري قوانین ومني.

همدا راز اورو چې وایي طالبان باید هېګ محکمې او د نړیوالو جرمونو محکمې ته راکش شي. خو په همدې وخت کې، امریکا د هېګ محکمې او جنایي محکمې ته ګواښ کوي چې د هغې لودجه به بنده کړي.

هغه وویل د امریکا د دې ګواښونو علت د دغو دواړو محکمو دریځونه دي چې د فلسطین او اسرائیلي رژیم په اړه یې غوره کړی دي.

روبین دا هم وویل چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن په ناسته کې د طالبانو نه ګډون د امریکا یوه تېروتنه وه.

د بن په کنفرانس کې طالبان او حزب الله برخه نه لرله او د برخوالو اکثره غړي یې د شمال تلوالې غړي وو.

2 COMMENTS

  1. د بن په کنفرانس کي طالبان او حزب اسلامي دَ ګډون له حقه محروم شوي ؤو. د حزب الله شتون په افغانستان کي نه محسوسېږي.

  2. د هاګ محکمې ته باید د بشریت او انسانیت دښمنان نړیوال تروریستان د میلونو انسانانو قاتلان سیهونیستان او د امریکې برطانیې حکومت او قاتلان واستول سي نا طالبان نه حزب نه حماس. 😡 څنګه هغه جنایتونه سي لعنتي یهودو سیهونیستانو امریکائي یرغلګرو فرنګي یرغلګرو او نړیوال امپریالیزم په نړۍ افغانستان عراق فلسطین لبنان لیبیا او نورو هیوادو کې وکړل او کوي یې دغه ته دموکراسي وائي ؟ د هاګ سیهونیستي محکمه یوازي د بشر د ازادي غوښتونکو او د خپلې خاورې د ساتونکو لپاره جوړه نه د بشریت او انسانیت قاتلانو سیهونیسي سوډرانو لپاره .😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...