Homeخبرونهد خوست- جدې ترمنځ الوتنې پیل شوې

د خوست- جدې ترمنځ الوتنې پیل شوې

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۴ مه) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوست ولایت له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې هره اوونۍ به یوه الوتنه د خوست ولایت له هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته کیږي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د خبرپاڼې پر اساس، لومړۍ الوتنه به د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۳مه، له خوست څخه جدې ته ترسره شوه.

د ورکړل شوو جزئیاتو له مخې، کام ایر هوايي شرکت له خوست څخه جدې ته د مسافرو وړلو مسؤلیت لري.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۴۰۰ کال د سرطان په میاشت کې د خوست هوايي ډګر پرانیست. یوه میاشت وروسته، په هماغه کال د اسد په میاشت کې، طالبان کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې واک ترلاسه کړ.

د طالبانو د واکمنۍ له راتلو وروسته، د افغانستان له ډېرو هوايي ډګرونو الوتنې درول شوې وې.

خو په تېرو درې کلونو کې، ځینو هوايي شرکتونو لکه د متحده عربي اماراتو او د ترکیې هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې بېرته پیل کړې.

تر دې مخکې له خوست څخه متحدخ عربي اماراتو ته هم الوتنې پیل شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...