Homeخبرونهپاکستان خپله فضا هندي الوتکو ته یوه میاشت نوره هم بنده اعلان...

پاکستان خپله فضا هندي الوتکو ته یوه میاشت نوره هم بنده اعلان کړه

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) پاکستان د هند د الوتکو پر مخ د خپل هوايي حریم د بندولو موده بیا وغځوله. د دې پرېکړې له مخې، هندي هوايي شرکتونه او په هند کې ثبت شوې الوتکې به د دسمبر تر ۲۴مې پورې د پاکستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو اجازه ونه لري.

دا پاکستان دا پرېکړه پر افغانستان هم اقتصادي اغېز لري. د هند الوتکې اروپا، منځنۍ اسیا، روسیې او حتي امریکا ته د تګ لپاره د پاکستان او افغانستان له فضا څخه تېرېدې چې له کبله یې دواړو هیوادونو ته یې حق العبور ورکاوه.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرتیا کې ویلي، چې د هندي الوتکو پر مخ د دغه هېواد د هوايي حریم بندیز به د روان ۲۰۲۶ کال د دسمبر تر ۲۴مې پورې پر ځای وي.

د دې بندیز له مخې، هغه الوتکې هم د پاکستان له هوايي حریم څخه نه شي تېرېدای چې د هند ملکیت وي یا د دغه هېواد له خوا په کرایه نیول شوې وي.

په خبرتیا کې راغلي چې دا بندیز د هند پر پوځي الوتنو هم لګېږي. د خپرې شوې خبرتیا له مخې، بندیز به د دسمبر په ۲۴مه د سهار تر ۴ بجو او ۵۹ دقیقو پورې نافذ وي.

پاکستان لومړی وار د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۴مه اعلان وکړ چې د هند الوتکو ته به د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه نه ورکوي.

دا پرېکړه د اپرېل په ۲۲مه د هندي کشمیر د پهلګام په سیمه کې له هغه برید وروسته وشوه چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

هند په دغه برید کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ، خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړل.

وروسته هند هم د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۳۰مه د پاکستاني الوتکو او هوايي شرکتونو پر مخ خپل هوايي حریم منع اعلان کړ.

د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې هند د «سیندور» په نوم د پاکستان پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د امریکا د ولسمشر په منځګړیتوب د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۰مه د اوربند اعلان وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...