Home+ډالۍ (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله‌مل

ډالۍ (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله‌مل

ذاکر برمیال ته چې یوې خاطرې یې دا کیسه راباندې ولیکله

زاړه یادوونه، نوي غمونه  

زه ژاړم نه، ژړا په ګرانۍ په ما غلبه مومي، ان د پلار په مړینه، چې کورنۍ کې ټولو وړو، زړو په ډېرو چیغو ستوني وپړسول، زه چوپ ولاړ وم او له سترګو مې ذره اوښکه ونه بهېده، د دومره لوی ویر منځ کې یوازنی وچ مخی زه وم.

پوهېږئ څه وخت  ژاړم ؟ یوازې هغه وخت  چې تېر یادونه مې پر مخه کړي . فکر مه کوئ چې زړه مې له ډبرې جوړ دې ، نه داسې نه ده، زما زړه له هر چا نری دی ـ خو نه پوهېږم ولې د غم و درد شېبه کې ژړا رانه تښتي؟  

دا ښه صفت نه دی . ځکه ژړا زړه تشوي، غم سپکوي او اروا اراموي. خو زه هماغسې پاتې شوی یم او تل د غمونو بار په اوږو وړم.

له کوچینوالي او تنکۍ ځوانۍ مې له طبعیت سره جوړه ده، دا شوق مې نه یوازې خپل کلي کې پاللی، کله چې ښارته را کډه شوم نو هم  مې له سره وا نه لوت،  د هېواد ډېرو برخو کې چې کار مې کړی یو غر او دره  هم بې لیدلو نده رانه پاتې. 

او اوس چې دا دی اروپا کې اوسم هم دا شوق راسره دی، په ډېر خوند و مینه ېې پالم، که رښتیا ووایم، زه د اروپا له شوره ډکو ښارونو هېڅ خوند نه وړم او خپله ټوله رخصتي په غرونو او درو کې تېروم. 

نن هم د سویس یوې ښکلې درې ته چې په سمسورو ونو پټه ده، راغلی یم.  

پارک په رنګینو ګلانو پوښلي دی . لږ وړاندې د پراخ سیند سپینې اوبه څپې وهي. لور په لور شور ماشور لنګر اچولی . یو ځای یوه جوړه ساز غږوي، او سندرې وايی ، بل ځای له یوې لوړې څوکې اوبه را پارچاو دي. ګڼې پېغلې او ځوانان په نڅا بوخت دي- خو  زه لکه نشه یا خوب چې وړی یم، له هر څه پردی یم، کله تېر یادونه را په زړه شي، بل زمان او مکان ته لاړ شم، خپل هېواد، غرونو، سیندونو او درو ته ور وګرځم، ژړا راشي، له سترګو مې د اوښکو باران و اوري، جیب ته لاس کړم، چې دسمال را وکاږم، خو لا مې دستمال سترکو ته نه وی نېولی چې یو څوک مې مخې ته ودرېږي، پر ولي مې لاس کېږدي،  له ژړا ډکې سترګې ور واړوم، یوه مهربانه مېرمن مې مخې ته ولاړه وي، لکه مور، لکه مشره خور،  د مهربانۍ په ډک غږ ووایي:  

ـــــ ولې خیرت خو دی؟ 

زه لکه نشه او ویده چې یم، خوله مې ځواب ته نه جوړېږي. مېرمن سندرغاړو او نڅاګرو  ته لاس ونیسي: 

ـــــ دلته خلک د دې لپاره راځي چې وخاندي، پام غلط کړي او ته راغلی یې چې وژاړې؟ 

بیا مې وپوښتي: 

ــــ ولې؟ څه خبره ده؟ 

څېرې ته مې نوره هم ځیره شي: 

– دلته زبېښلې بڼې، سپینې او سرې کېږي، خو ته سور او سپین سړی  زېړ اوښتی یې!

راته ووايي:  

ــ ووایه زه څه کولای شم؟ 

اوښکې مې لا هم وچې نه دي، خو هڅه کومه تم یې کړم، وخاندم خو له زړه نه : 

هېڅ، هېڅ خبره نه ده. هسې …..

بېرته مې زړه را ډک شي، لکه ګونګی چې شم، چوپتیا اختیار کړم. هغه زما سترګو ته ځير شي لکه زما زړه چې ولولي ، په فلسفي انداز ووایي: 

ـــ هسې مه وايه، په ژوندانه کې د هسې فلسفه وجود نه لري. خامخا زړه کې درد لرې، کوم یاد په مخه کړی یې….

پوهېدمه هغه رښتېا وايي.دا یادونه دي چې څوک لکه لېونی خندوي او د چا له سترګو اوښکې تویوي.  

د هغې خبرې ته مې فکر یوسي، لکه زما زړه ته چې یې لار موندلې وي، لکه زه یې لوستلی یم، لکه ما پېژني، سترګې رڼې ونیسم، لږ څه جدي بڼه خپله کړم، سر وښوروم، خبرې یې تایید کړم: 

ــ تاسو رښتیا وایئ، د دې خلکو او طبعیت په لیدلو مې خپل خلک، هېواد او د هغه رنګین طعبیت را په زړه شو. 

د مېرمنې سترګې وځلېږي، یو ګام شاته شي، هکه پکه ودرېږي: 

ـ اف ! زما خدایه، ته اتریشی نه یې؟ 

په شونډو مې خندا واکمنه شي، هغه ګرمه نه وه، زه نه یوازې سور و سپین یم، او تکې شنې سترګې مې لکه  شنې باغکې له ورایه ښکاري، په جرمني ژبه داسې غږېږم لکه مورنۍ ژبه مې وي . مېرمن په خپلو ويښتانو لاس تېر کړي، بېرته را نږدې شي: 

ـــ ښا ښا، نو د کوم ځای ېې ؟

هغه شاعر څنګه ښه وايي :

“خبره هومره نه وه خو ما هسې اوږدوله”

زړه کې وایم دې ته وایم چې ستا څه خیال دی ؟ خو له خولې مې ووتل،

ــــ افغانستان. 

د افغانستان په اورېدو ښځه له خوشالۍ پورته وغورځې، غېږ کې مې لکه مور چې خپل ګران اولاد وروسته له ډېرې اوږدې  مسافرۍ وویني کلک ونیسي، له خوښۍ په ډک اواز ووایي: 

ــ عالي، عالي! 

شا و خوا ته سر وګرځوي، سر ها خوا دېخوا واړوي را واړوي، چیغه کړي: 

ــ مارتین! مارتین! 

له لاسه مې  کلک ونیسي : 

ــ راځه اوس داسې یو څوک درباندې ګورم، چې له تا هم افغانستان پرې ډېر ګران دی. 

لنډه ساه واخلي:

ــ پوهېږې، مبالغه نه کوم. په هغه تاسو او ستاسو هېواد ډېر ګران دی. 

پر شونډو یې مسکا خپره شي، مخ را واړوي، په ټوکو ووایي:

ــــ زما او د ده په ګډ ژوند څلوېښت کلونه اوښتي، خو د افغانستان په اړه د ده اوږده لکچرونه لا اوس هم زما غوږونه ارام نه پرېږدي.

وخاندي، بیا شا و خوا سترګې واړوي  ، موږ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې پلي داسې روان وو، لکه هېڅوک چې مو نه اوري او نه  ویني. ښځه د مېړه او د هغه په اړه خبرې وغځوي : 

ـــ پوهېږئ، هغه چې اوس هم د افغانستان په اړه هر کتاب ومومي، رانیسي یې او په خوند یې لولي، همدا څو ورځې تر مخه یې د پښتو لنډیو یوه فرانسوي ژباړه رانیولې ده، لا یې هم له لوستو ندی فارغ . 

 هغې  لنډه ساه واخیسته، له کتابونو او مطالعې سره یې  خپل چلند هم یاد کړ:

ـــ که رښتیا درته ووایم، زه د کتابونو دومره لېواله ښځه نه یم، خو له هغه سره د افغانستان په باب هر هنري او مستند فلم  په خوند ګورم.

بیا یې د کتاب او مطالعې په باب  د لور صفت را واخیست : 

ــــ خو لور مې، ماریانا پلار ته تللې، هغه هم د کتابونو چینجۍ دی.

ښخې بیا ماته په ځیر وکتل: 

ـــ پلار یې د افغانانو په صفت هېڅ نه مړېږي، وايي چې افغانان زما لپاره ایډیال وګړي دي. 

له افغانستان او  افغانانو سره د هغه د مینې او اخلاص ستاسو وطن ته زما تنده هم زیاته کړه .

ناببره له شا غږ شو:

ـــ مارتا !

د مېرمن اوږې وښورېدې، مخکې له دې چې د غږ لور ته مخ واړوي، ماته یې راوکتل ،په خوشالوونکي حالت یې وویل:

ـــ دا مارتین دی. 

مخ یې شا ته واړاوه:

ـــ مارتین! ته چېرې ورک شوی وې، موږ په تا پسې ګرځو؟

بیا یې زما لور ته لاس ونیو:

ـــ پوهېږې، دا څوک دی؟ 

د مارتین سترګې وځلېدې، په ځېر ېې را وکتل، په خندا یې وویل: 

ـــ نو زه څه پوهېږم، خو را ویې پېژنه.

مېرمن په ټوکو او خندا وویل:

ــــ دا د هغه هېواد دی چې د خلکو او طبعیت په صفتونو  دې زموږ غوږونه راوخوړل.

مارتین نور هم ماته ځیر شو، لکه د کلونو ورک  ملګری چې له اوږدو کلنو وروسته وویني:

ــــ افغان دی؟

داسې راغاړې وت، لکه مشر ورور چې له کلونو وروسته کشری ورور وویني. د افغانانو په دود یې څو ځلې غاړه راکړه. په زړه‌ پورې خو دا وه، هسې چې زه پخپلو شنو سترګو او سپین مخ افغانانو ته نه یم ورته، مارتین هم تورو غټو سترګو او غنمرنګې څېرې افغانانو ته ډېر نږدې کاوه. مارتین زما لاس، لکه مهربانه پلار په لاس کې کلک ونیو: 

ــــ راځه راځه، اوس دې  زه چېرته پرېږدم.

مېرمن  یې له افغانانو سره د مارتین په مینه بیا خوله پرانېسته . 

ــــ نه مې درته ویل چې مارتین  افغان دی.

مارتین زه له لاسه کلک نیولی وم، وړاندې روان وو چې له بلې خوا یوه ښکلې دنګه نجلۍ راغله. مارتین هغې ته لاس ونېو:

ـــ هغه مې لور ده. ماریانا

مېرمنه یې په خبرو کې ور ولوېده ، ماته ېې راوکتل :

ــــ مارتین همیشه ورته وايي که دې له بهرنیانو سره د مینې تار جوړاوه زما مشوره یوازې افغان دی.

مارتین سر وښوراوه : 

ــــ دا خو ده. ماته له اتریشیانو نه هم افغانان وفاداره او مینه‌ ناک ښکاري. 

بیا یې زیاته کړه:

ــــ زه ټولو هغو افغانانو سره ملګرتیا پالم، چې مېرمنې یې زموږ اتریشیانې دي. 

مارتین د جیپ موټر مخ ته ودرېد،  دروازه یې پرانیسته. زه اوس د ده د مینې او مهربانۍ تر اغېز لاندې  راغلی وم او د مقناطیس څیر یې د ځان لور ته راښکلم، خو بیا مې هم موټر ته د پورته کېدو زړه نه کاوه، ورو مې وویل:

ــــ ډېره مننه، خو زه نشم درسره تللی. که بل وخت سره ووینو، نو اول به زما مېلمانه شئ .

مارتین په ځیر راوکتل، خو مخکې  له دې چې په موټر کې مې ناستې ته وبولي، مېرمنې یې وار ړومبی کړ:

ـــ که موږ دې پرېږدو، اوس دې مارتین کله پرېږدي. 

مارتین موسکی او بیا جدي شو:

ـــ ته ووایه، ته به پخپل هېواد کې نوی اشنا پرته له مېلمستیا پرېږدې؟ 

له مټ یې کلک ونیولم:

ـ راځه راځه، دې خبرو پسې مه ګرځه، زه ستاسو د ډېرو مېلمستیاوو پوروړی یم.

زه چې وپوهېدم چې هغه مینه او مهرباني بې‌ځوابه نشم پرېښودلی، نا چار موټر ته پورته شوم. 

ماریانا د موټر اشټرنګ ته کېناسته، تر خوا یې مور ځای ونیو، ما او مارتين هم شاته . مارتین مخکې له دې چې د افغانستان ، د هغه د تاریخ او طبیعت خوندور بانډار پیل کړي، له ما پوښتنې قطار کړې، د ماریانا  لور ته یې وکتل، په خندا یې وویل:

ــ په جرمني خو له تا هم ښه غږېږي.

ماریانا  د موټر په ښیښه کې شاته ولیدل، باڼه یې پورته ونیول، موسکۍ شوه. 

له خولې مې ووتل:

ـــ شل کلونه دې چې دلته اوسېږم .

د شلو په اورېدو یې دستي وپوښتلم :

ـــ څو کلن یې؟

ـــ ۴۵ 

ده سر وښوراوه:

ـــ ښا ښا نو چې له هېواده را وتلې، ۲۵ وې،

بیا یې زما په ستاینه پیل وکړ:

ـــ افرین ، په داسې عمر کې دې داسې روانه ژبه څنګه زده کړې ؟

په خندا مې په خپله ستاینه وویل:

ـــ زه د ژبو د زده‌کړو ځانګړی استعداد لرم، انګریزي او عربي مې هم زده .

ــ ښا افرین. څه کاره یې؟

ـــ ژباړن. 

مارتین نور څه و نه ویل. ژبه‌یې بنده شوه. خو یو دم یې سترګې وځلیدې:

ـــ په همدغه عمر کې چې ته له خپل هېواده راوتلی یې او بیا نه یې ورګرځېدلی، په همدغه عمر زه ستاسو هېواد ته تللی وم.

ویې خندل:

ـــ  ته به لا دنیا ته هم نه وې راغلی. افغانستان وروسته پاتې هیواد او ملت و او دی، خو هغه وخت  به په ځینو برخو کې د دوی د مدنیت سطحه له اروپا هم اوچته وه .

بیا یې له ما پوښتنې پیل کړې: 

ــــ بند امیر دې لیدلی؟

د تایید په بڼه مې سر وښوراوه.

ـــ او د بامیانو مجسمې؟

د هو ځواب مې ورکړ.

د افغانستان د ښارونو، غرونو او درو نومونه یې داسې یادول، لکه پرون چې ترې راګرځېدلی وي.

حیران پاتې وم.کله کله به مې د ده ځینې خبرې سمولې.خو ډېر ځله به برعکس، ده زما معلومات بشپړول.په زړه کې مې وویل:

دا سړی خو زموږ هېواد له ما هم ښه پېژني.

هغه وخندل.

زما په معلوماتو حیران شوې؟

ما رښتیا وویل:

— هو.

ده ورو وویل:

— ته به اوس فکر کوې، یو اتریشی ځنکه د افغانستان په باب دومره معلومات لري؟

ما سر وښوراوه.هغه څو شېبې چوپ شو. دننه  په موټرکې خاموشي خپره شوه.یوازې د موټر غږ اورېدل کېده. وروسته یې په ډېر ارام غږ وویل:

— ځکه چې افغانستان زما ژوند بدل کړ.

ما ورته وکتل.هغه لومړی ځل داسې ښکاره شو، لکه د کلونو دروند بار چې پر اوږو وړي.

په ټیټ غږ یې وویل:

ــ زه هغه وخت د کرنې متخصص وم.له یوه جرمني شرکت سره افغانستان ته تللی وم.زموږ دنده د نښترو ونو یوه لویه پروژه وه.خو…زما سفر د ونو لپاره نه و.زما ژوند هلته بدل شو.

هغه غلی شو.

او ما احساس کړه چې دا چوپتیا د یوې اوږدې کیسې پیل دی.موټر د غرونو په منځ کې روان و.د لمر وړانګې د ونو له څانګو تېرېدې.او زه د ددغه سړي د ژوند تر ټولو مهمې خاطرې اورېدو ته منتظر وم.

مارتین ژوره ساه واخیسته.ورو یې وویل:

— یوه ورځ…

څو شېبې چوپ پاتې شو.سترګې یې د موټر له ښیښې وتښتېدې.داسې ښکارېده، لکه د سویس غرونه نه، بلکې د افغانستان اسمان ویني، ورو یې وویل:

— هغه ورځ مې هېڅکله له یاده نه وځي…

غږ یې دروند شو.

— رخصتي وه.موږ څو تنه جرمن او اتریشي همکاران د بند امیر لیدو ته تللي وو.

د اوړي ورځ وه.اوبه د لمر په وړانګو کې د لاجوردو په څېر ځلېدې.

ځینې ملګري مې لامبو ته کوز شول.څو نجونې هم ورسره وې.موږ د اوبو پر غاړه ناست وو.

هر څوک په خپلې چارې بوخت و.هیچا فکر نه کاوه چې څو شېبې وروسته به هر څه بدل شي.

…ناڅاپه د یوې. نجلۍ چیغه پورته شوه

د مرستې نارې یې وهلې.څو مستو او بې‌پروا ځوانانو پرې برید کړی و.هغوی غوښتل د هغې عزت تر پښو لاندې کړي.موږ ټول حیران پاتې شوو.نه پوهېدو څه وکړو.هر څه په څو ثانیو کې پېښېدل.

ما فکر وکړ، نور ناوخته  شوی…خو هماغه شېبه…له لرې د توپان په څېر ځغلنده اس ښکالو راغله .

یو افغان سرتېری راورسېد.نه یې چیغه وکړه اونه یې ګواښ .یوازې  ېې ور ودانګل.په څو شېبو کې یې بریدګر پر ځمکه راوغورځول.د نجلۍ مخې ته لکه دېوال ودرېد.بیا یې هغوی ونیول او قانون ته یې وسپارل.مارتین غلی شو.

ما احساس کړل چې غږ یې رپېږي. ورو یې وویل:

— ما په خپل ژوند کې ډېر پوځیان لیدلي وو…خو هغه ورځ مې لومړی ځل یو رښتینی سرتېری ولید.هغه یوازې وسله نه لرله…هغه وجدان درلود.غیرت یې درلود.انساني کرامت یې ساته.

ما ورو وپوښتل

— بیا؟

هغه موسکی شو.ېوه داسې موسکا چې د ویاړ او درد ترمنځ ولاړه وه.

— هماغه ورځ ورسره بلد شوم.

نه پوهېږم څنګه…خو ډېر ژر دومره ېو بل ته خواږه او درانه شو، او داسې ملګری شو لکه له کلونو راهیسې چې یو بل پېژنو.

ما د هغه نوم وپوښت ؟.

هغه وویل:

“ما یوازې خپل کار وکړ.”

ما ورته وویل:

“نه…

تا یوازې خپل کار نه دی کړی…تا د انسانیت عزت  ژغورلی .”

هغه وخندل.بیا یې راته وویل:

“هغه فغان چې د خپل مېلمه عزت ونه ساتي، بیا افغان نه دی.”

مارتین اوږده ساه واخیسته.

— هماغې یوې جملې مې ژوند بدل کړ.ما له هغه جرمني شرکت څخه استعفا ورکړه.درې میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې شوم.

خو دا ځل د پروژې لپاره نه…د خپل نوي ملګري لپاره.هغه زه د افغانستان هر ګوټ ته بوتلم.

موږ په ګډه سالنګ ولید.استالف مو ولید.نورستان ته ولاړو.

بامیان…

بند امیر…

پغمان…

هندوکش…

هغه یوازې غرونه نه راښودل.هغه راته خلک را وپېژندل.

د بزګر تر څنګ مو ډوډۍ وخوړه.د شپانه په کېږدۍ کې مو شپه تېره کړه.د کلیوالو په کورونو کې مو چای وڅښه.

هر ځای مې یوه خبره لیدله…بېوزلي وه…خو تر هغې لویه شتمني هم وه.مېلمه پالنه.مینه.وفاداري.

هغه زما خواته وکتل.سترګې یې رڼې شوې..

— پوهېږې؟ما افغانستان په غرونو نه دی خوښ کړی…ما افغانستان په افغانانو خوښ کړی .

هماغه خلک وو چې ما زړه ورسره پرېښود.

موټر لا هم روان و.خو زه نور د سویس په سړک نه وم.ما ځان د هندوکش په لمنو کې احساساوه.

د یوه اتریشي له خولې مې خپل وطن داسې اورېده، لکه یو افغان شاعر چې یې بیانوي.

په زړه کې مې یوه پوښتنه لا پاتې وه.ما ورو وویل:

— او… هغه جرمنۍ نجلۍ؟

مارتین موسکی شو. ورو ېې ووېل:

— د هغې کیسه لا نه ده ختمه…

موټر په ارامۍ د غرونو تر منځ روان و.د څو شېبو چوپتیا وروسته مې بیا خپله نیمګړې پوښتنه تکرار کړه.

— او… هغه جرمنۍ نجلۍ؟

مارتین لږ موسکی شو.هغه موسکا د یوې لرې خاطرې په څېر ورو ورو پر شونډو خپره شوه.

بیا یې خپلې لور، ماریانا، ته وکتل.لکه غواړي چې لومړی د هغې اجازه واخلي.ورو یې وویل:

— هغه مېرمن ژوندۍ ده…

څو شېبې غلی شو.

— او لا هم افغانستان پرې ګران دی.

زه ورته ځیر وم.هغه خبرې ته دوام ورکړ.

— له هغې پېښې وروسته، هغې هم زموږ د شرکت دنده پرېښوده.

ما حیران وپوښتل:

— ولې؟

هغه ژوره ساه واخیسته.

— ځکه چې هغې ویل، تر هغې ورځې مخکې یې انسانان یوازې د هېوادونو او ژبو له مخې پېژندل… خو هغه ورځ یې یو افغان وپېژاند.یو داسې افغان، چې د هغې د عزت لپاره یې خپل ژوند په خطر کې واچاوه.

مارتین د کړکۍ له ښیښې بهر وکتل.ورو یې وویل:

“ما هغه ورځ د افغانستان په اړه ټولې غلطې انګېرنې له لاسه ورکړې.”

زه چوپ وم.هغه بیا وویل:

— خو کیسه دلته نه ختمېږي.

ما په تمه ورته وکتل.

هغه په ټیټ غږ وویل:

— هغې په هماغه زړور سرتېري زړه وبایله.

زه په چوکۍ کې رانېغ شوم :

— رښتیا؟

هغه سر وښوراوه.

— هو…

خو کله چې پوه شوه هغه واده کړی، هېڅکله یې خپله مینه څرګنده نه کړه.

هغې یوازې دومره وویل:

“ځینې انسانان د دې لپاره نه وي چې ستا شي؛  هغوي یوازې د دې لپاره راځي چې  د انسانانو په اړه ستا باور بېرته ژوندی کړي.”

موټر کې  بیا چوپتیا خپره شوه. 

هماغه وخت مارتا ورو شا ته راوکتل.پر شونډو یې ارامه موسکا پرته وه.ویې ویل:

— هغه ښځه اوس په مونیخ کې ژوند کوي. او تر اوسه ېې لا واده نه دی کړی… 

هر څوک چې یې پوښتي ولې واده نه کوې، یوازې ورته خاندی. خو زه پوهېږم… چې د هغې د زړه یوه برخه لا هم افغانستان کې پاتې ده.

مارتین ورو وخندل.

— او پوهېږې؟ چې د هغې د کور سالون کې د هماغه افغان سرتېري انځور ځوړند دی. خونه د مینې په خاطر…د درناوي په خاطر.

هر سهار چې له خوبه پاڅي، لومړی هماغه انځور ته ګوري.بیا وایي:

“په دې نړۍ کې لا هم ښه انسانان شته.”

ما هېڅ ونه ویل.

په زړه کې مې عجیبه احساس پیدا شو.یو پردی انسان…د خپل ژوند تر ټولو لوی یادګار د یوه افغان عکس ګڼي.حال دا چې موږ ډېر کله خپل اتلان هېروو .

مارتین زما پر اوږه لاس کېښود.له ویا ړه په ډک غږ ېې ووېل.

ــ موږ، اتریشیان او جرمنیان، د نېکۍ پور نه هېروو. 

که یو انسان زموږ لپاره یوه ښه خاطره پرېږدي، هغه زموږ حافظه کې تر مرګه ژوندی وي.

ما د موټر له ښیښې دباندې وکتل.غرونه ورو ورو شاته پاتې کېدل.خو زما ذهن په افغانستان کې و.

په هغو غرونو کې.په هغو سرتېرو کې.په هغو خلکو کې، چې ښايي خپله هم نه پوهېږي، د دوی یوې نېکې کړنې د نړۍ په بل سر کې د یوه نسان د ژوند فلسفه بدله کړې .

هماغه وخت موټر ورو شو.مارتین موسکی شو.ویې ویل:

ــ راورسېدو…زه غواړم نن یو بل افغانستان هم دروښیم.

ما حیران وپوښتل:

ــ دلته؟

هغه په خندا وویل:

ــ هو…زما په کور کې.

موټر د انګورو د تاکونو تر سیوري لاندې ودرېد.مارتین تر موږ مخکې ښکته شو.د باغ د اوسپنیزې دروازې قلف یې خلاص کړ او په موسکا یې وویل:

ــ ښه راغلې… دا زما کوچنی افغانستان دی.

ما په ټوکه وخندل.ګومان مې وکړ، یوازې د مینې خبره کوي.خو لا مې څو ګامه نه وو اخیستي چې موسکا مې ورو ورو په حیرانتیا بدله شوه.

د باغ دواړو غاړو ته د مڼو او زردالو ونې ولاړې وې.د انګورو تاکونه پر لرګینو چیلو خپاره وو.

یوه واړه پالېز کې نعناع، ګندنه، مرچ، رومیان او نور بوټي شوي وو.

مارتین د پالیز تر څنګ ودرېد.په مینه یې د ګندنې پاڼه وشکوله.لاس کې یې ونیوله، بوی یې کړه او بیا یې ماته ونیوله.

— دا  پېژنې؟

ما پاڼه  پوزې ته نېږدې کړه.د خاورې او وطن وږم ترې لټېده.بې اختیاره مې وخندل.

— ګندنه!

هغه د ماشوم په شان خوشحاله شو.

— هو… تخم  مې له افغانستانه راوړی .هر کال یې کرم.

بیا یې د مڼې یوې ونې ته اشاره وکړه.

— او دا…دا د میدان له ذاته ده.هر کال مېوه نیسي، خو…

څو شېبې غلی شو.لاس یې د ونې پر تنه کېښود.

— خو افسوس هغه خوند نه لري.

ما په لومړي ځل احساس کړل چې د دې سړي خبرې یوازې خبرې نه دي.

هغه د ونو په اړه نه غږېده…هغه د یادونو په اړه غږېده….

ورو ورو کور ته ننووتو.ما چې د خونې دروازه خلاصه ولیده، ګامونه مې بې اختیاره ورو شول.

لکه د وخت دروازه چې پرانیستل شوې وي.

پر ځمکه افغاني غالۍ هوارې وې.پر دیوالونو د ماهیپر، بست کلا، سالنګ او پغمان لوی انځورونه راځوړند وو. یوه کونج کې د هرات زوړ مسي سماوار ایښی و.د کړکۍ پر غاړه د لغمان یوه لاسي ټوکرۍ پرته وه.پر بل دیوال د احمدشاه بابا انځور ځلېده.

او تر ټولو ستره حیرانتیا…کتابتون. له ځمکې تر چته پورې المارۍ.ټولې له کتابونو ډکې.

ورنږدې شوم.یو کتاب مې راواخیست.د افغانستان د تاریخ په اړه و.دویم مې خلاص کړ.

د خوشحال بابا د شعرونو ژباړه وه.درېیم…د بامیانو په اړه.څلورم…د افغانانو د ولسي دودونو په اړه.

ما ورو وپوښتل:

— دا ټول…؟

مارتین وخندل.

— هو.

هر کتاب چې د افغانستان په اړه ومومم، اخلم یې.ځینې مې څو څو ځله لوستي دي.

ماریانا په موسکا وویل:

— کله کله  له موږه هم امتحان اخلي.

که د افغانستان د کوم ولایت نوم هېر کړو، پلار مو نه بښي.

ټولو وخندل.خو ما ونه خندل.زما سترګې د خونې له یوه کونجه بل ته ګرځېدې.

داسې احساس مې کاوه، لکه شل کاله وروسته  چې خپل کور ته ستون شوی یم.

لکه هر شی چې راته وایي:

“ته پردی نه یې.”

…

مارتا د چای پتنوس راوړ.پتنوس کې شین چای، کشمش، بادام او وچ توت ایښي وو.

په خندا یې وویل:

— نن جرمني خواړه نشته.نن افغان مېلمه لرو.نو ماښامنۍ هم افغاني ده.

مارتین په ویاړ وویل:

— نن به دګندنې پېرکي سره وخورو.ته قضاوت وکړه چې زموږ د پېرکیو خوند د افغانستان هغو ته رسېږي که نه.

زه موسکی شوم.خو زړه مې نور د موسکا نه و.زړه مې ډک و.ما د خونې یوه کونج ته وکتل.

هلته د بند امیر یو لوی انځور ځوړند و.د انځور تر څنګ په کوچنیو تورو لیکل شوي وو:

«ځینې وطنونه  دی چې انسان پکې زېږي، او ځینې وطنونه  دی چې انسان پکې خپل زړه پرېږدي.»

ما نور ځان ونه شوای ساتلی.سترګې مې پټې او اوښکو ته مې اجازه ورکړه چې وبهېږي، خو دا د غم ژړا نه وه.دا د پردیسۍ ژړا هم نه وه.دا د هغه انسان ژړا وه چې په یوه پردي وطن کې یې خپل وطن ژوندی وموند.

د خونې منځ کې ولاړ وم.سترګې مې لا هم د افغاني غالیو، انځورونو او کتابونو پر مخ ګرځېدې.

هر شی راته اشنا ښکارېده.داسې نه وه چې یوازې د افغانستان نښې وې؛ داسې وه لکه د یو افغان زړه چې دلته ایښودل شوی وي.

اوښکې مې ورو ورو پر مخ را روانې وې.هڅه مې وکړه ځان راټول کړم، خو ونه توانېدم.

مارتین ورو را نږدې شو.لاس یې پر اوږه راکېښود.هیڅ یې ونه ویل.

کله ناکله چوپتیا تر هرې خبرې ډېره ژوره وي.هماغه چوپتیا زموږ تر منځ ولاړه وه.

ما ورو وویل:

— زه نه پوهېږم… څنګه دې زما وطن ته خپل زړه کې دومره لوی ځای ورکړی ؟

هغه موسکی شو.سترګې یې د بند امیر انځور ته ونیولې.ورو یې وویل:

— وطن یوازې هغه نه وي چې انسان پکې وزېږي. کله کله وطن هغه ځای وي چې هلته دې انسانیت ژوندی موندلی وي.ما خپل وطن په افغانستان کې وموند.ما د هغه غرونه خوښ کړل، ځکه هلته مې ښه انسانان ولیدل.ما د هغه خلک خوښ کړل، ځکه هغوی راته د انسان کرامت را وښود.او له هغه ورځې وروسته..افغانستان زما له ژوند څخه هېڅکله ونه ووت.

د ماښامنۍ پر مېز ناست وو.ګندنې پېرکي، مستې، شین چای او وچه مېوه پر مېز ایښي وو.

موږ ډوډۍ خوړله، خو خبرې مو ډېرې نه کولې.هر څوک په خپلو فکرونو کې ډوب و.

کله چې د تګ وخت راورسېد، مارتین له المارۍ یو کتاب راواخیست.

د افغانستان د تاریخ په اړه و.لومړۍ پاڼه یې خلاصه کړه.قلم یې راواخیست او وې لیکل:

«خپل وطن هېڅکله مه هېروه، ځکه که ته یې هېر کړې، وطن به تا بیا هم هېر نه کړي.»

کتاب یې زما لاس کې راکېښود.

ما ور وکتل.د سترګو ژورو کې یې رښتینولي ځلېده.ومې ویل:

— زه نن مېلمه نه وم…زه خپل کور ته راغلی وم.

هغه موسکی شو.ویې ویل:

— ما همدا  غوښتل چې داسې احساس وکړې.

…

له کوره راووتم.ماښام ورو ورو پر غرونو خپرېده.هوا یخه شوې وه.

د باغ له دروازې چې ووتم، یو ځل مې شاته وکتل.د کړکۍ له ښیښې د کور دننه رڼا ښکارېده.

د بند امیر انځور لا هم پر دېوال ځوړند و.او مارتین د هماغه انځور مخې ته ولاړ و.

نه پوهېږم څه یې ویل…خو داسې ښکارېده، لکه له یوه لرې وطن سره  چې خبرې کوي….

د هوټل پر لور روان شوم.لار هماغه وه.سیند هماغسې روان و.خو زه نور هغه سړی نه وم چې سهار دې درې ته راغلی و.نن مې یو څه بېرته موندلي وو.نه کوم شی…نه کوم انسان…بلکې باور. 

باو ر مې وموند چې وطن یوازې په نقشه کې نه وي.وطن د هغو خلکو په زړونو کې هم ژوندی پاتې کېږي، چې له تا سره نه ژبه لري، نه وینه، خو ستا دوطن له یوه نېک انسانه یې انسانیت زده کړی وي.

هغوی وطن د مینې په حافظه کې ساتي.او موږ…موږ ډېر وخت هغه نعمتونه هېر کړو چې نړۍ یې لا هم ستایي….

شپه ناوخته وه.د هوټل خونې ته ننوتم.کتاب مې پر مېز کېښود.د کړکۍ پرده مې پورته کړه.

لرې غرونه د سپوږمۍ په رڼا کې چوپ ولاړ وو.سترګې مې پټې کړې.بیا مې د خپل پلار څېره راپه زړه شوه.خپل کلی…خپل ماشومتوب…خپل وطن…او بیا د مارتین کور راپه زړه شو.

هماغه شېبه پوه شوم، ولې مې نن دومره ژړلي وو.دا د غم ژړا نه وه.دا د بېلتون ژړا هم نه وه.

دا د هغو زړو یادونو ژړا وه، چې د یوه پردي انسان په مینه بېرته راژوندي شوي وو.

هماغه زاړه یادونه، چې هر ځل راویښ شي، له ځان سره نوي غمونه هم راوړي.

خو دا غمونه انسان نه ماتوي.دا غمونه انسان له خپل وطن سره لا ژور تړي.

ما ورو سترګې پټې کړې.او د ډېرو کلونو وروسته مې داسې احساس وکړ…

چې زه، که څه هم له خپل وطنه زرګونه کیلومتره لرې وم،خو وطن مې هماغه شپه،د یوه پردي وطن په زړه کې،بیا موند. 

لندن ـ اېنګلستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...