Home+ځيکرخون؛ د خرابات امام که د مناجات پېر مُغان!!؟ | محمود مرهون 

ځيکرخون؛ د خرابات امام که د مناجات پېر مُغان!!؟ | محمود مرهون 

يو چا ته مي یوه ورځ ويلي وه چي مئینان ورځو ته اړتیا نه لري چي سره پیدا کړي هره ورځ یې د میني ده. او مینه هم هغه وخت مینه پاته کېږي چي حاصله نه سي. حاصله مینه معامله، سودا او خړوبه سي. همهغه کس بیرته وپوښتله نو بیا مینه پیدا ولي سوه، د څه له پاره پالل کېږي؟ ما لنډ ورته وویل د دې له پاره چي نړۍ ته رنگ، سور او تال ورکړي. نړۍ له دردونو او کرېږو او د بېلتون او جدایي له اهونو ډکه کړي. 

مگر حاصلي سوي میني خاموشي کېږي سکون ته ځي. هنر، رنگ، ښکلا، او احساس له محرومیته زېږي. خړوب سوي احساسات هيڅ څه نه زېږوي او ډېر محدود وي نه درد زېږوي او نه رنگ، نه اهونه او نه هم ښکلا وي بس د عشاقو له خړوبېدو سره مینه هم خړوبه سي او بیا ورسته سکون او فناه ته ولاړ سي.

 که مجنون لیلْى خپله کړې وای موږ به د چا د نادري میني کیسه کړې واى؟ که طالب جان گلبشره وړې وای تاریخ به د چا عاشقانه یادونه تازه کول؟ که د ادم خان سینه د زبردست خان خنجر نه واى څیرلې نو درخانۍ به د چا د ویر سندري ویلای او ساندي به يې څنگه موږ ته د زړه له وینو ډکي را رسیدې؟ که مومن خان د شيرینو په دلبرۍ کي د ښامار خولې ته ځان نه اچولای د چنگو برېتو کیسه (چي د سرو زرو شپېلۍ یې درلودلې) به تر موږه څنگه راتله؟

حاصلي کړل سوي میني، تر سره سوي هیلي او رسیدلي ارزوگاني له همهغو کسانو سره دفن سوي دي. نا حاصله هیلي، میني او ارزوگاني رنځ، درد او احساس زېږوي. همدغه درد، رنځ او احساس انسان خیالي کوي خیالات هنر، ښکلا او فن زېږوي. د نړۍ دا موسیقي، شعرونه او هنرونه د هغه نه حاصلو سوو خواهشاتو، ارزوگانو او احساساتو د زجر او درد شکایت، حکایت او روایت دئ، چي د ټولو په زړونو کي خاموشه او پټ دئ او هر څوک يي د بیان توان نه لري، نو کله چي يي هنرمند را څرگندوي د ټولو ورسره اه او واه خېژي. په اصل کي موسیقي د روح نڅا ده. انځور گري د خیال څپې دي ښکلا د روح، خیال او خواهشاتو گډ محصول دئ، نو ځکه زه وایم چي مینه د کمزورو خلکو کار نه دئ، اسانه هم نه ده او هر څوک يې کولاى هم نه سي. دا هغه مقدس اور دئ چي انسان دننه پوخ کړي او که د الفاظو پر خزانه او د خیالاتو پر رنگینو ور برابر سو د همغه مئين له خولې شاهکارونه باسي.

نو له همدې ويلاى سو چي ځیگرخون له وینو او دردونو زخمي ځيگر(سينه) او ډک زړه درلودئ او په سینه کي يې داسي اور پر غرغنډو وو چي د شعري تلازماتو پروا يې بېخي په نظر نه ورتله مگر تر خوله وتونکي ټول الفاظ يې خپله شعر کېدل او هر لفظ يې لکه خاکي او تږی مار خوله لگول، هم یې زهر شیندل او هم یې وینه څښله، په شعر کي يې هر چا خپله ورکه، خپل زخمي ځيگر، خپلي نيمگړي نامرادي هيلي، خپلي پټي کړي اوښکي او تل پاتي آهونه کتلي او ځان ته يې برخه پکښي بېله کړې ده:

 

لا پخوا مي په خنجر وای ځان وهلئ
د مژگانو په نیشتر يې وای پېيلئ
یا يې وای د زړه پر سره باندي ویشتلئ
را خبر مي په عشق نه وای کور او کلی
زما په شان به بل نه وي غمځپلی
ځواني مرگ وای چي مي یار نه وای لیدلئ

پر مزار ئې بلېدلای لکه شمعه
ویلېدلای ژړیدلای لکه شمعه

کشکي زه د یار تر سترگو صدقه وائ
تر قدم ئې لاندي کړی ما لېمه وائ
نیم بسمل رنگه ویشتلئ پر سینه وائ
جانان وړې پر اوږو زما جنازه وائ
د سیلاب په شان په وینو الوده وائ
که دا نه وای نو راکښلئ مي خپل زړه وائ

د ځوانئ پر ښاخ چپه وای د اوله
یا مي زړه نه وای وتلی د کوگله

د زړه غوښي مي په خپله پرېکولائ
د دې خپلي سینې ویني مي څیښلائ
منزل گاه د بیلتانه کي گرځېدلائ
د هجران اور ته مي خپل ځان کړولائ
توري ویني مي له سترگو بهېدلائ
پر صورت مي سرې لمبې را څرخېدلائ

که دا نه وای نو ملگری د مجنون وائ
یا په دواړو سترگو ړوند زه ځیگرخون وائ

دی د کندهار د ذاکر شریف د هوتکو د محمد ولي اخوند زاده چي په ولي جان اخوندزاده مشهوره وو مشر زوی وو چي درې نور ورونه یې ګلالى، عنايت الله او هدايت الله هم درلودل او دوه ورونه يې په ماشومتوب مړه سوي. ولي جان اخوندزاده د کندهار په مشهورو سرایونو نظرجان؛ عطاجان او تورخان سراچه کي د چایو دلال وو. د دوی کورنۍ د اخوندزاده توب او ملا مشربۍ په خطر په صاحبزاده خیلو مشهور سوي دي. دى په لومړيو کي د مسجد طالب وو فارسيات او عربيات يې د کندهار پر مروجو موليانو او لوستو ويلي وه لومړى يې د مولوي عبدالغفار له عربي او فارسي متاثر طرز تعقيبوى وروسته يې خپله ځان ته لار و ايستل او د عبدالروف جان کندهاري له قوله چي ده ته محمد حسين خان چي له ده سره په شرکت ميوې کي همکار وو شعرونه راوړي وه شعرونه يې لوړ وه وروسته يې دى ليدلو ته ورغلى وو او په ده خواجه کي يې د غونډۍ پر سړک د خپل ماما د زوى په دکان کي چي نجاري يې درلودل پيداکړى وو چي د هوسۍ پر پوست ناست وو او ژړ بوسکى يې تړلى وو له هغه ځايه يې له عبدالروف کندهاري سره يارانه سوې او بيا يې نو د کندهار موسيقۍ ته لاره کړې او نږدې ټولو سندرغاړو يې شعرونه سندريز کړي دي، په همدې سلسله کي د طلوع افغان او کندهار مجلې قلمي همکار سوى او بيا له انقلابه وروسته د اطلاعات او کلتور رياست کارمن سوى د ژوند ماتو عقديي او بيا په اروايي او ټولنيز ستونځو اخته کړئ او دغه حالت بېخي تر جنونه رسولى او دغه جنوني حالت ډېر زيات دښمنان ور پيداکړي چي په پايله کي يې د انقلاب خلاف خلګو د ده په خاطر پر اطلاعات او کلتور رياست حملات تر سره کړي او دى او د اطلاعات او کلتور رياست دواړه يې يو ځاى سوځلي دي. 

خو!!!

 دئ مئین وو او په نره مست قلندر مئین وو. په وینه يې وچکلکه د پایلوچ او بې ریا یاغیتوب شېره گډه وه. د شریعت، طریقت او سکونت په چینو گډ او سر مسته انسان وو.

د هغه شاعرانه قریحه ولسي او ساده وه او تصویر جوړنه يې ډېره محلي د منځني او کښته طبقې د ورځني ژوند سره ډېره نږدې روان کړې وه یعني هنر يي د هنر او يواځي د لوستلو له پاره نه وو بلکي د موسیقي د څپو او د ورځني ژوند پر موازینو برابر وو.

بیا مي څنگ ته راغله گلالۍ په سترگو سترگو کيزړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

بیا سوه رانېږدې د پیغلتوب په نشه مسته
رايې کړه پیاله د سرو لبانو گل پرسته
مايې ولیدل سپینه سپوږمۍ په سترگو سترگو کي
زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

گلان يې د سیني د گلخانې شمال وهله
د زلفو تر پیوست يي سره لبان معلومېدله
ماته يې راکړل سپینه خولگۍ په سترگو سترگو کي
زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

د دې عالمه لیري سره ناست وو هلته دواړه
گیلې به مو کولې سره وو غاړه په غاړه
اوښکي د حیا يې کړې را توئ په سترگو سترگو کي
زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

په مینه محبت و څنگ ته راغله محبوبا
زړگی د ځیگرخون يې په ناز یوئ دلربا
وصل يې کړم هلته شینخالۍ په سترگو سترگو کي
زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

د هندي سبک د کندهاري مکتب یوه لوېه ځانگړنه دا ده چي د موسیقي سور او تال ته همېشه خپله ځان ور برابروي او د ځیگرخون شاعري تقریباً ټوله مترنمه او له دغه خاصیته ډکه ده. د ده د شاعرۍ یو لوی بار همدا دئ چي ټوله شاعري يې یوازي موسیقي ته ویلې او یا هم موسیقۍ ته جوړه ده او یا هم امکان لري هغه  شاعري یې چي موسیقي ته نه وي جوړه زموز سره اوس نه سته ځکه دغه اوسنۍ ستاسي په لاس کي شاعري ډېره د هنرمنانو له سندرو را ټوله سوې ده.

مخ ته دي کتای نه سم٬ شمعه يې سوځل کوې
لاندي تر باڼو په ناز٬  څه کاږه کتل کوې
شنه سې له خندا او سترگي ژر په هنر واړوې
رضا مي په یاري چي په خوله دا بد ویل کوې
زړه به مي کباب سي چي باڼو د نازه پورته کې
ولي بې گناه د عاشق قتل په کاکل کوې
خود به مي غوټۍ د امیدو تر خاورو لاندي کې
ته چي زما له قصده و رقیب ته خندېدل کوې
نه درمعلومېږي زما مئین ځگرخون قدر
وروسته به تر مرگ دغه ارمان زما د محفل کو

د کندهاري مکتب یو بل حالت دا دئ چي د عربي غزل ښکلا اخلي له هندي رنگ سره يې گډوي مگر ډېر کله د عربي غزل په چوکاټ کي نه ځاېږي بلکي خپل دودیز شکل یا آریايي اوزانو ته بیرته ځان اړوي٬ د دې علت دا دئ‌ چي‌ د عربي ژبي او پښتو جوړښت او سکښت متفاوت دئ‌٬ نو هغه داخلي ټون یا وزن یا هم ریتم په دواړو ژبو کي که څه هم چي چوکاټ اخلي مگر داخلي ډنگ یې همږغي نه کوي نو دلته بیا د یوه خلاق هنرمن کار دئ چي دا د رنگونو امتزاج او نوې پارډاکسي ښکلا څنگه منظمه او مترنمه وړاندي‌ کړي او د کلام روح او ظرافت ته ضرر ور پېښ نه کړي. تاسي په دغه ډول حالت کي د ځیگرخون دا کلام وگورئ:

توري سترگي توري په مړوند کي باهوگان دي د لیلا
سپین د مرغلرو په غوږو کي والیگان دي د لیلا

سرې شونډي شربت لري
مینه محبت لري
ناز و نزاکت لري

ناز و نزاکت لري گل رنگه باړخوگان دي د لیلا
سپین د مرغلرو په غوږو کي والیگان دي د لیلا

سترگي په رنجو وهي

زلفي په عطرو وهي

زړه مي په بر چو وهي

زړه مي په برچو وهي وروځي خنجران دي د لیلا

سپین د مرغلرو په غوږو کي والیگان دي د لیلا

عمر د مجنون زما

سخت دئ ډېر ژوندون زما

حال دي ځیگرخون زما

حال دی ځگرخون زما خالونه راز افشان دي د لیلا

توري سترگي توري په مړوند کي باهوگان دي د لیلا

سپین د مرغلرو په غوږو کي والیگان دي د لیلا

دغه پورته غزل یو ډول سندري اوبوللي دي چي استاد رفیع يې ملي اوزان بولي. مگر زما د تحقیقاتو له مخي دا اصلي اریایي اوزان دي چي په پښتو ژبه کي همداسي پاته دي او د نوي تاریخي مقایسوي او تطبیقي څېړني ته اړتیا لري. تاسي د همدغه اوزانو یوه بله غزل دلته وگورئ؛

محبوبي غنم رنگي

پر مخ دي زلفي چنگي

شرنگی دي پرسینه کوي دانې د چمکلیو

 امیل د پهلویو

خولگۍ لرې نازکه

یاري راسره وکه

راوړم به غاړگۍ تاته د گل د سرو غوټیو

 امیل د پهلویو

ستا مینه مي زړه غواړي

غمی وای ستا د غاړي

قسم دی ښایسته یې د حرم تر شاپیریو

 امېل د پهلویو

کباب دي په بېلتون یم

محبوبي ځگرخون یم

دا ستا په شان دي کله شوخي سترگي د هوسیو 

امېل د پهلویو

په مخکنیو بحثونو کي پر دې مفصل ږغېدلی وو چي د هندي سبک د کندهاري مکتب محوري مشترک ټکی د دغه سیمي لهجه ده چي خوږ او روان لحن لري او دغه خوږ لحن خپله یو بل هنري پرداز را منځ ته کړی دئ.

تر ټولو ښه او بېل هنر هغه دئ چي د هنرمن ذاتي تجربې یا ذاتي لوري په کښي مشاهده سي. د کندهار نوم له مودو د خلکو په خولو کي حتا اوس هم چي په لېري غرب کي پرتو خلکو په ښار شهرت لري. دغه د ښار کلمه اصلاً ټول کندهار ته نه بلکي هغه څلورو احمدشاهي بازارونو ته قید ده چي د احمدشاه بابا له دورانه جوړ دي. دغه بازارونه شاه بازار، هرات بازار، کابل بازار او ښکارپور بازار دئ. شاه بازار ځگه چي پاچاهي او شاهي دربار سره تړلی وو او شاه  او شاهي درباریانو دلته ډېر تگ او راتگ درلود کابل بازار ځکه چي لار يې د کابل په لور ور خلاصه وه. هرات بازار ځکه چي پر هرات ور خلاص لاره لري او ښکارپور ځکه چي د هند د لويي وچي په لور ټول تلونکي کاروانونه له دغه سیمي د هند ښکارپور ته تلل نو ځکه دا ښکارپور بازار سوی وو یا هم یو بل روایت دا دئ چي دلته ښکار ته خلک زیات راتلل او دلته له اوبو مالامال چمنونه او جبه خانې وې نو له دې شامته دا سیمه په ښکارپور مشهوره وه.

دغه څلور بازاره هر يو ځان ته خپل خاصیتونه او لهجې لري یا درلودلې. ښکارپور بازار معمولاً د کاکه او سختو یا کلکو خلکو ځاي وو چي پایلوچان يې هم بلل او دغه د پایلوچ اصطلاح ان تر دریمي او څلورمي هجري پېړیو پوري رسېږي. هغه وخت چي لیث صفار ساکزي د ایران په لور حملات پيل کړل نو دی او دده ملگري چي اکثره صوفي مشر به هم وه پر ډبرو بیدېدل، اوږده کالي به يې اغوستل او لوڅي پښې به له عجزه گرځېدل او ملنگان خلک وه. نو ایرانیانو دوی په پایلوچ یا لوڅي پښې خلکو پېژندل. د لیث صفار دغه رسم بیا د دغو خلکو بیا بلخصوص ښکارپور بازار ته رانقل سوی او دغه خلک د نامیانو په نامه باندي هم مشهوره سوي او خپله د ښکارپوري اصطلاح د یو ډول شجاعت او زړورتوب سمبول گرځیدلی دئ. د دغه خلکو د خبرو طرز يو ډول کش او ټینگ دئ او زیاتي نرمي او احساسي خبري نه لري وچه ژبه يي ده. 

دوهم بازار هرات بازار دئ چي د عام ولس بازار وو او دئ؛ د دغه سیمي د خلکو د کورنیو او نورو راتلونکو خلکو نرم خویه او نرم مزاجه په کښي اوسي او ژبه يې ډېره ملایمه او نرمه ده. 

شاه بازار نسبتاً د لوړي طبقې د خلکو د ناستي او ولاړي ځاي وو. يا په بله اصطلاح د خاصه خورانو ځای وو او ژبه يي هم د دوی په څېر نسبتاً خاصه او لوړه درباري وه. کابل بازار معمولاً  د تجارو او هندیانو او سکانو ځای وو. ژبه يې هم داسي گډوډه او د ټولو سیمیزو لهجو گډوله وه. د دغه څلورو بازارونو د ژبي تاثیر د دغه سبک په ځینو شاعرانو کي ډېر په ځینو کي لږ ښکاره دئ، مگر د ځیگرخون تقریباً ټوله شاعري د دغو څلورو بازارو او بیا بلخصوص د هرات بازار چي عامه او ښکارپور بازار چي یاغي، باغي او رندانه ژبه ده لري. د هرات بازار د ژبي یا لحن دا نمونه يي تاسي گورئ:

دادي په زلفو کي ده ایښې نن گیډۍ دغسي

د گل غوټۍ دغسي

په تور شهباز کي دي قطار کړې پهلوۍ دغسي

د گل غوټۍ دغسي

دا ستا د غاړي په امېل کي دردانې خوند کوي

سپیني دانې خوند کوي

که دي پرسپینه سینه تاو کړې چمکلي دغسي

د گل غوټۍ دغسي

مخ ته مي سمه ودرېږه چه دي وکړم دیدن

زلفي دي مشک د ختن

دا ستا په شاني کله دی نور د سپوږمۍ دغسي

د گل غوټۍ دغسي

د ځگرخون مئین په غاړه کي لاسونه تاو که

سپین امېلونه تاو که

درته راوړم به د گلانو غاړگۍ دغسي

د گل غوټۍ دغسي

اوس دلته بیا د ښکارپوري او پایلوچي انداز دې نمونې ته گورئ٬ چي سرتیري سربازي او رندناتوب خپل اوج ته پکښي رسیدلی دئ:

لا پخوا مي په خنجر وای ځان وهلئ
د مژگانو په نیشتر يې وای پېيلئ
یا يې وای د زړه پر سره باندي ویشتلئ
را خبر مي په عشق نه وائ کور او کلی
زما په شان به بل نه وي غمځپلی
ځواني مرگ وائ چي مي یار نه وائ لیدلئ

پر مزار ئې بلېدلای لکه شمعه
ویلېدلای ژړیدلای لکه شمعه

کشکي زه د یار تر سترگو صدقه وائ
تر قدم ئې لاندي کړی ما لېمه وائ
نیم بسمل رنگه ویشتلئ پر سینه وائ
جانان وړې پر اوږو زما جنازه وائ
د سیلاب په شان په وینو الوده وائ
که دا نه وائ نو راکښلئ مي خپل زړه وائ

د ځوانۍ پر ښاخ چپه وائ له اوله
یا مي زړه نه وای وتلئ له کوگله
د زړه غوښي مي په خپله پرېکولائ
د دې خپلي سینې ویني مي څیښلائ
منزل گاه د بېلتانه کي گرځیدلائ
د هجران اور ته مي خپل ځان کړولائ
توري ویني مي له سترگو بهېدلائ
پر صورت مي سرې لمبې را څرخیدلائ

که دا نه وائ نو ملگری د مجنون وائ
یا په دواړو سترگو ړوند زه ځیگرخون وائ

دغه ښکارپوری انداز د کندهاري مکتب تر ډېره ځايه محوریت دئ ځکه یاغتوب، رندانه توب او سرکښي د دغه مکتب یوه ځانگړنه ده، چي په مخکنیو بحثونو کي مو ډېري خبري پر کړي او اشارې مو ورته درلودلې. په ښکارپوري لحن یا کندهاري مکتب کي حتا له خداي(ج) سره هم یارانه او مینه رندانه او بې باکه پاکه او ساده ده. تاسي د ځیگرخون دغه ډول انداز وگورئ:

نیمه شپه پتنگ پر شمع پروازي کړي

ځیگرخون د یار د میني جان بازي کړي

جنازه مي د مطرب پر شهباز کښېږدئ

چي نارې د استغفار مي زړه سازي کړي

یا هم دې رندان او بې ریا یاغتوب ته گورئ چي حتی خدای ته د خلوص نظرانه هم په هغه خپل یاغي او انکاري حالت کي وړاندي کوي‌ او هغه خپل پایلوچ انداز له پامه نه غورځوي او خرابات ته احرام تړي او خپل دغه رندانه توب له حج اکبر سره سموي:

چي د کفر و محراب ته مي خم سر کئ

نو غفران مي را قبول حجي اکبر کئ

په توکل د خرابات احرام تړمه

ځیگرخون دا ستا غبار کّول بَصّر کئ

په عمومي توگه د کندهار ادبي مکتب پر دو لویو برخو وېشل کېږي چي لومړۍ يي خرابات او رندي ده. دوهم يې د مناجات او د خدای(ج) او د هغه د شریعت په وړاندي مسولانه او صوفیتوب ته متمایله لاره دي چي د پیغمبر(ص) يي په سر کي ځاي لري. که څه هم زموږ اکثر شاعران يا ډېر په رندۍ او خرابات کي غرق وي يا برعکس ډېر په صوفیتوب ننوتلي وي خو د ځیگرخون ابتکار په دې کي دئ چي هم د خرابات امام دئ، هم د مناجات پیرمغان هغه دا دواړه گډ کړي او د دواړو گډه صراحي يي پر سر اړولې. دی صوفي خراباتي دئ چي له خدای سره یې کیسه یوازي د عشق پر برابر ده نه د جنتونو او د جنتونو د قصرونو او شرابونو پر مکافاتو. 

زموږ ملنگ شاعر او لیکوال عصمت زهیر لومړی کس وو چي دی يې د خرابات امام وباله مگر کله چي د ده عارفانه، صوفیانه او حمد و نعتي کلامونو ته گورو پوهېږو چي نه دئ قلندر وو خو مست او خراباتي رند قلندر چي د جام پر غاړه له خداي(ج) سره په یارانه بوخت وو. او په صراحي يي غسل او اودس کول، خو د خدای له ډاره يې مېږی هم نه زهیروئ.

 ده له رندۍ او خرابات سره په څنگ کي خاصه ولسي شاعري هم کړې چي د عام ولس شاعري او یا هم د عام ولس د ذوق خړوبوني خاصه مرجعه بلل کېدلای سي او دا خپله ځان ته یو بیل بحث دئ او پوره څېړنه غواري مگر د دغه بحث له پاره دونه ویلای سو چي دی د دغه مکتب تر تولو زیات ولسي شاعر وو د بازاري اصطلاح به ډېره ښه نه وي‌ خو ولسي لږ ډېره استفاده سوې اصطلاح ده همدا ورته کفایت کوي. 

 ما د استاد بېنوا په بحث کي پر دې بحث کړی وو چي د کندهار د ادبي مکتب یوه لویه ځانکړنه دا هم ده چي شاعرانو یې یوه ملايي دوره تېره کړې ده، مگر په حقیقت کي که د نړۍ په تاریخ کي ټولو پوهانو ته گورو لومړی تر دیني پوهي چي هغه بدوي او ولسي لرغونې عقیدتي ریښې هم لري تېر سوي او هغه څوک چي د همدغه ولسي باور سره په ټکر کي سوي هغه محوه سوي، مگر هغه کسان چي د دغه ټکر منجلاب ته لوېدلي د تصوف سمندر ته يې پناه راوړې. دغه کیفیت موږ تر ډېره د هادي ملا په بحث کي هم مطالعه کړئ. د ځیگرخون په اړه دا روایت نه سي ردېدلای چي د ده د تاندي او ټکه مستي ځوانۍ یا هلکتوب دوران همداسي یوه دوره وه چي ملايي او عصریتوب سره گډ وه. د کندهار په شاه بازار کي د ملا شېر احمد محرابي پر دوکان به د مولوي عبدالغفار بریالي، عبدالکریم رسوا، عبدالحکیم شیدا، ملاولي احمد محرابي او نورو صوفي مشرانو شاعرانو سره عصریان او عصریات هم گډ وه. او د دغه دوکان سوې شاعري به د ملا شېراحمد محرابي د بل متشریع عالم او مشر ورور(ملا ولي احمد محرابي) چي خپله يي هم په موسیقي او شاعرۍ گوته وهل له خوا لیکل کېدل او ټیپېدل(د اواز ریکاردول). د دغه شعرونو کوندې به بیا د محلي سندر غاړو بلخصوص د عبیدالله جان کندهاري؛ روف کندهاري؛ سلیم کندهاري؛ شاه محمد او نورو له خوا په موسیقي بدلیدلې. دغه دوران تقریباً د پوسټ ماډرنیزم او ماډرنیزم قوي بنیاد ایښودل سوی وو او دا د یوې محلي ټولني قوي اساس وو چي هر څوک يي په خپل رنگ کي منل. دلته د مولوي عبدالغفار بریالي په لاس کي جام او په څنگ کي جانان وو او د سرکښ او یاغي ځگرخون پر خوله د خداي(ج) او د هغه د پیغمبر(ص) یاد. دلته هر څه یوه ولسي اشتراک ته ننوتلي وه. ایتونه په شعرونه کي تفسیرېدل او تفسیرونه په موسیقي کي ترنم کېدل. معراج نامې، وفات نامې،فراق نامې، ابراهیم نامې او نور دیني روایت همدلته د شعریزم او موسیقۍ په سور او تال کي لوېدل، نو دلته ټولو له ټولو رنگ اخیستی وو. یعني دا د ټولني د خوشبختۍ او خوشالۍ ځای وو چي دین او وطن په تقابل کي نه بلکي خوا په خوا یو ځای ولاړ وه چي‌ بیا وروسته همدا رنگینۍ نظر سوې خو د ځیگرخون د کلام له ژبي او محتوا ښکاري چي په شعري لارو او ژبه دواړو واقف وو او لکه استاد بېنوا او سلیمان لایق تر طالبی او ملايي تجربې د خرابات کوڅې ته را اوښتئ وو، خو لا د مناجات پر چینه ناست وو او د الهیاتو شکري يې شیندلې.

ما د هادي ملا په بحث کي د جنون ماتي او بریا پر فلسفه او د خدايي میني(تصوف) لمن ته د ځان پر اچولو اوږده بحثونه کړي. د ځیگرخون شاعري په مجموعي توگه پر درې محوره ور ټولېږي. الهیات چي د اهل بیتو مینه يي د ده په شاعرۍ کي اساس ده:

ما دي نیولئ دئ گرېوان رسوالله هاشمي

لبیک لبیک یا مصطفا نورالهدا هاشمي

د مخ شغلې دي د اسمان و کنارو ته ولاړې

د نور وړانگې دي د افق و کنگرو ته ولاړې

سوې مشرف و باشرف یا سرورا هاشمي

ما دي نیولئ دئ گرېوان رسوالله هاشمي

د صدارت تاج ئې و تاته در پر سر کئ مولا

کان ئې د علم او د عرفان و تا ته درکئ مولا

ئې پېش امام د مرسلانو مقتدا هاشمي

ما دي نیولئ دئ گرېوان رسول الله هاشمي

دا ستا له رویه څې پيدا کړل خدای زمین و اسمان

لوح محفوظ عرش و کرسي هم ور سره لا مکان

رب کئ نازل پر تا کلام گران پر الله هاشمي

ما دي نیولئ دئ گرېوان رسوالله هاشمي

وايم هزار درود سلام دا ستا پر نام حبیبه

وکه نظر پر ځیگرخون یم دي غلام حبیبه

زموږ ئې شفیع ته په قیامت خیرالورا هاشمي

ما دي نیولئ دئ گرېوان رسوالله هاشمي

 ټولنیزه رنگارنگي او د ژوند مینه په ډېر لوړ سور او تال کي مگر په ډېر ماهرانه او ولسي انداز کي:

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس را د لوگر ښایسته ښار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

مسته هوا د نن د جگو غرو ابشار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

نغمې دي تماشې دي لوگریان کوي سازونه

کوچي پېغلانو جوړ کړه په مینه اتڼونه

ساز د لوگري خوند کړي

دا ښه هنر يي خوند کړي

د پسول هنر يې خوند کړي

گلنار چادر يې خوند کړي

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس را د سخي صاحب دربار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

نوی نوروز دئ گل سرخ سو لاله زار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

سخي جان اسدالله

یا علي شیر خدا

تاته په امید راغلم

وکه یو نظر پر ما 

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس راکه چي نن و کندهار ته ځو 

گلو گلزار ته ځو

هلته مېلې دي د بابا ولي دربار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

گل سو ارغنداب 

راځه چي ورسو غوړېږي گلاب

پسرلی راغئ غونچې گل سوې

گل سو ارغنداب

راځه چي ورسو غوړېږي گلاب

پېغلانو جوړ کړه د گلابو امیلونه

گل سو ارغنداب

راځه چي ورسو غوړېږي گلاب

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس راکه بدخشان د غرو کنار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

لعل یاقوت دي پکښي ډېر هغه بازار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

ښه لاجورد د بدخشان په روښانه دئ جهان

کوي فخر په هر آن دافع هوا افغانستان

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس را د پنجشیر ښکلي منار ته ځو 

گلو گلزار ته ځو 

پکښي مېلې دي تماشې هغه د یار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

د پنجشېر زلمیان توریالي گوره

دغه باغیر ته جنگالي گوره

گرځي لویو غرو کي زمریالي گوره

شان لري شوکت ننگیالي گوره

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس را د پکتیا د غرو ابشار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

د کوچي پېغلو د اتڼ و سیمینار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

پکتیا په لویو غرو کي 

د درختو په سرو کي

پر شاه و خوا يې د بلبلو اوازونه

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس را د پغمان و لاله زار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

مسته هوا ده د بلبلو چغهار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

د پغمان هوا خوند کي

سیل و تماشا خوند کي

ور به سو درې لره

دا مسته فضا خوند کي

خېژو به تپې لره

د گلو ښکلا خوند کي

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس را د هرات قدیما ښار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

ښه زیاراتونه د پیرانو و مزار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

هرات هرات ښار د هرات ښار دئ په پیرانو نوراني

ډک دئ تل د فیضه څه لري خوشالي

ځه چي ولا ړ سو یوراي جوړي دي مېلې

خوند کوي هلته دا د گلو وږمې

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس راکه نن بیا و ننگرهار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

ښه جم و جوش دئ بیا و هغه کوهسار ته ځو

گلو گلزار ته ځو

ورسه ځان سینگار که گلالۍ جلال اباد ته ځو

وکړلې نارنج غوټۍ د گلو بنیاد ته ځو

گلالۍ گلالۍ هو گلالۍ سپیني سپوږمۍ گلالۍ

گلالۍ لاس را ځیگرخون د کابل ښار ته ځم

گلو گلزار ته ځم

د خراباتو مناجات ښکلي بازار ته ځم

گلو گلزار ته ځم

ډېري نازنیني دي

دا د کابل نجوني دي

سرې و شنې و سپیني دي 

دا د کابل نجوني دي

 او یوه پټه مرموزه؛ نه بیانېدونکې او نه پټېدونکې ماته او بایلل سوې اروا چي د دننني زجر او شکنجې ښکارندوي کوي: 

بیا دي لاس د چا په وینو کئ گلگون

چي تر گوتو دي باران اوري د خون

دا په سره کفن کي کوم مئین ښخېږي

پوه سوم پوه سوم چي شهید سو ځیگرخون

د دغه دور د ځلمو په منځ کي چي هادي ملا او جهاني يې د شهرت پر گدۍ سپاره دي ځیگرخون بیل کرکټر لري. د ده شعر وايي دی تر جهاني او هادي ملا هم ډېر بې باکه هم ډېر محلي او ولسي او هم ډېر یاغي وو. د هادي ملا شعر خو بېخي د فلسفو او ژوروالي له لحاظه اوس هم تر ولسي زور لوړ دئ، مگر د ښاغلي جهاني موقف روان ولسي مگر تر ولسیتوب ډېر شاعرانه او علمي اړخ يي قوي دئ.

په دغو درو کي هادي د وخت سیاسي حالتو له صحنې وایستئ او دونه لېري يې اړتاو کړئ چي بېخي لیري صوفي او سلک سوراو شاعري یې هغونه ور سره گاټه؛ ژوره؛ فلسفي او درنه و پخه سوه چي د عامو پر ځای د خواصو سوه. 

ښاغلي جهاني د افغانستان له حالاتو سره راگرم را تود را پوخ او بلاخره د مایوسۍ خواته کرار ولاړئ او دا تقریباً طبیعي حرکت وو مگر ځیگرخون چي څنگه اور اخیستئ وو په منډه وه او خپل مرگ او د ناهیلۍ چغي يې وهلي نو په همهغه لمبو کي لولپه او ستي سو د هغه را پاته او خوندي‌ سوې شاعري چي په کوم سرعت روانه ده دی تر هغه سرعت مخکي ابدیت ته و کوچېدئ. 

ده د شاعري د نهلیزم برخه خورا زیاته متاثیره کوونکې او مخامخ ده چي‌ پر دوو برخو یې وېشلای سو: یو فردي او شخصي مایوسي ده چي له شاعرۍ یې بنیاد تر یوې ماتي سوي میني تېر سوئ ښکاري مخکي مو هم و ویل چي ماتي سوي میني څه بلاوي پاڅوي د هغه دغه ډول سوي لوي چغي په دې کلام کي وگورئ:  

خدایه کشکي ځواني مرگ وای څوني توري ویني خورمه

یا په دواړو سترگو ړوند وای څو به اوښکي توېومه

څونه سخت یې زما زړگیه چي لا نه چوې په تن کي

د رگو وینه مي نم سوه ستا د لاسه په بدن کي

د ځواني پر ښاخ چپه وای چي زه خلاص وای له دې غمه

سر مي ایښی پر چارچوب د خپل جانان د دروازې وای

یا زه مړ وای چي يې وړی زما بازو د جنازې وای

د دلبر پر گریوانه به نن منگولي لگومه

تر مجنون مي حال بدتر دئ ستا قربان سمه زوکلېږم

ځیگرخون یمه جانانه خدای خبر چي به جوړېږم

بې له تا مي ژوند محال دئ هجران ستا لیونی کړمه

حتا ده په پرله پسې توگه د خپل ناهلیزم په اړه او په دغه ناهیلۍ کي د خپل شهادت یاد کړئ او جالبه دا ده چي د هغه دغه ډول تساوي د همدغه عصر ځیگرخون ته منلي شاعر عبدالغفار بریالي هم کړې:

وایه تا چي بریالی وژلی نه دئ

دا په غېږ کي دي پرې کړی سر د چا دئ؟

اوس همدې ته ورته شعرونه د انفرادي ناهلیزم پر اساس د ځیگرخون په کلام کي زیات گورئ:

که شهید سوم ځیگرخون دا مي وصیت دئ

جنازه مي یوسی زما د یار کوڅې ته

تور داغونه مي ښایسته یار ته ښکاره کړئ

بیا مي یوسئ د لحد و تاریکو ته

یا دا چي:

خدایه سوم په ویرانه کي د مجنون مړ

په مرض سوم د الفت که د جنون مړ

جنازه مي د دلبر پر کوڅه یوسئ

ورته وایه سو په جبر ځیگرخون مړ

ولي دلته د خپلي وژني مکمل داستان وايي او داسي انگېرل کېږي چي‌ پر همدې موضوع وروسته وژل کېږي:

زما حاجت د کفن نسته زه د یار په تېغ شهید

عزرائیله ژر را درومه روح زما واخله په تمهید

زه د یار په عشق کي غرق سوم باور نه لرم په ځان

ډوب د وینو په دریاب کړم شاه صنم په یوه دید

جنازه مي پر واورو کښېږدئ سوی یم د عشق په اور

په سکروټو مي سنگسار کئ چي مي و ویني سعید

و لحد ته چي داخل سوم څه جواب وایم خالق ته

د رحیم رحیم نارې به کړم گناه مي په قلعید

د دوږخ په منځ چي گډ سم واسطه مي کوي څوک

د دوږخ د ملائیکو رحم نسته سقلید

د محمد ص مبارک پر گرېوان ونیسه لاسونه

شفاعت د ټول امت کړي ځیگرخونه په کمهید

او بلاخره د خپل مرگ وروسته غوښتنه یا وصیت هم وړاندي کوي:

تور لحد ته مي په سرو وینو گلگون یوسئ

جنازه مي قبرستان ته د مجنون یوسئ

په یوه لحد کي ما وو خپل جانان کښېږدئ

پر مزار مي سرې غوټۍ د گلستان کښېږدئ

زما پر خوله د دلروبا نازک شونډان کښېږدئ

بیا مي ټوک ټوک و صحرا ته د جنون یوسئ

سور کفن به مي په وینو پري رو ته ور وړئ

جنازه مي د عاشقو و قبرو ته ور وړئ

بیا مي ژر د تور لحد و تاریکو ته ور وړئ

بې وفا اشنای ته زما دغه مضمون یوسئ

تورو خاورو تې د وصل ارمانونه ور وړم

پر سینه بې د جفا دا تور داغونه ور وړم

قبرستان ته به پر زړه دغه زخمونه ور وړم

خون الود به مي دښتو ته د بېلتون يوسئ

و طرف ته د قبلې مي مخ راسته کئ یوار

د لیلا نوم پر تندي را نوشته کئ یوار

آرمانجن مي و لحد ته ور شوه کئ یوار

د لیلا د غېږي مړ خوار ځیگرخون يوسئ

د ده د شاعرۍ لوی بار او لویه برخه پر ولسي رنگا رنگۍ؛ محفلي او ټولنیزو ښکلاو او مستانه ژوند را څرخي او دا د هغه محال شاعري ده چي لا وطن او خاوره د اور او وینو طوفان نه ده په مخ کړې او دی ټکه  مسته، سر شاره او یاغي ځلمی دئ. په دغه وخت کي ده دونه مسته او له اوره ډکه شاعري کړې ده چي ټول ځلمي نسل يې ورسره په مخ کړی دئ. د دغه مسایلو په اړه  نه له ده مخکي او نه له ده وروسته چا دونه جرئت و کړئ او د ده د مرگ په اسبابو کي یو هم دا یاغیتوب وو: 

مه راځه ساقي چي هغه جام د میخانې نه وي

نه غواړم میگون شراب چي شرنگ د پیمانې نه وي

درسته شپه زبېښمه د محبوبې پستې شونډي زه

ما رنگه نوکر به د دلبر د استانې نه وي

زما د محبوبا دوه باړخوگان د انار گل په شان

دا رنگه گلان به د ختن د گلخانې نه وي

وړي يې له خبرو څه تعلیم د گلستان بلبل

داسي خوش لسان به د طوطي د فرزانې نه وي

باسم له ځیگره ځیگرخون د محبت سرود

داسي ترانه به د مطرب د چغانې نه وي

په دغه دور کي که څه هم چي د ښځینه ازادیو عصر دئ او په مشهوره اصطلاح د میني ژوب او لمن زمانه يې بولي. مگر د ښځینه احساساتو له زاويې په دونه ساده ولسي او روانه ژبه ښکاره یاغيتوب بېخي لوی جرئت دئ:

همزولو شال مي راکئ د بازار و خواته ځم

نری شمال را والوت د خپل یار و خواته ځم

ناوخته ماځیگر دئ لمر د لویو غرو پر سر دئ

سینگار مي دئ جوړ کړئ د نگار و خواته ځم

همزولو شال مي راکئ د بازار و خواته ځم

نسیم د پېغلتوب زما د ځوانۍ غوټۍ را گل کړې

گلاب گل ته ور وړمه د دلدار و خواته ځم

همزولو شال مي راکئ د بازار و خواته ځم

غونچه رنگه به زه د یار په غېږ کي و لوېږمه

په زړه کي مي ارمان دئ د دیدار و خوا ته ځم

همزولو شال مي راکئ د بازار و خواته ځم

ما وړی په چشمانو د مئین ځکرخون زړه دئ

دا شپه دي خدای کي تېره د سهار و خواته ځم

همزولو شال مي راکئ د بازار وخواته ځم

یا هم دلته دې بل یاغيتوب ته تاسي گورئ؛ دا د مادرنیزم بېخي اوج دئ:

رود د هلمند غاړه تر غاړه نن بهېږي

لیلا پکښي لمبېږي په سره سالو کي خوند کړي

سینه يې گوره د هیلۍ په شان ده سپینه

نازکه غاړه يې د اوبو شمال وهینه

جبین يې لکه د سپوږمۍ شغلې کوینه

سپیني غوټۍ يې د ځیگر د باغ غوړېږي

لیلا پکښي لمبېږي په سره سالو کي خوند کړي

د هلمند نجوني پر تندي وهي خالونه

سره يې هر وخت وي دا نازک نازک لاسونه

اېږدي په زلفو کي مدام تازه گلونه

پښتنې نجوني د حیا څخه پټېږي

لیلا پکښي لمبېږي په سره سالو کي خوند کړي

تر دغه یاغیتوب چي ور واوړو وینو چي د ده شاعري د ساده والي او پوخ والي پر اساس پر دو برخو وېشل سوې او دلته په دې وسیله دی خپله هنر لا زباتي یعني دا ډېره مشکله خبره ده چي ته د ټولني دواړو قشرونو ساده او عام ولس او خاص قشر چي د مطالعې زور، د هنر ژوري او د فنونو نزاکتونه ور معلوم وي دواړو ته همزمانه لیکل کوې او د دواړو تنده خړوبوې. 

پورته مو د ده د عامیانه ژبي او ساده کلامونو ډېري نمونې ولیدلې، مگر دلته تاسي اوس د ده شاعرانه تعالي او مبتکرانه کلامونه او نادر تشبیهات په نوي انداز کي وگورئ: 

که مئین ځیگرخون مړ سو نازنیني

نو يې واچوه کوهي ته ستا د زني

زړه يې و خوره ستا د زلفو په مارانو

چي ارمان دي پاته نه سي کیبرجني

یا دا چي: 

ساقي راکړه گلابي پیاله د شونډو

نوش مي کړله شرابي پیاله د شونډو

ټوله شپه د میکدې پر پلنگ پروت وم

ځیگرخون کړله خالي پیاله د شونډو

یا هم دا یو بل وگورئ:

لویه خدایه یا مي مړ کې يا مي جوړ کې

ځیگرخون د خپل اشنای په وصل موړ کې

یا مي و خورې د لحد په لړمانو

یا د زلفو تر سایه لاندي ما زوړ کې

د ده موجوده شاعري چي په لاس کي ده ټوله په موسیقي کي ده او مشخصو کمپوزونو ته ویل سوې. د روایتونو پر اساس چي ده ډېره شاعري في البدیهه او د موسیقي په محفل کي ځای پر ځای کړې. روف کندهاری چي د ده له یارانو او د هغه وخت له خاصو سندر غاړو څخه دئ او اوس په بهر کي اوسېږي ویل چي له ده به مو شعر غوښتئ ځای پر ځای یې جوړاوه مگر له زیاتو پخو شعرونو چي په اخبارونو کي خپاره سوي او د ده له قوي الاپونو چي د ځلوریځو په چوکاټ کي دي ښکاري چي ښه قوي او پخه شاعرانه او ادبي قریحه يې درلودل.

او له دغه اوسنۍ شاعرۍ ښکاري چي اصلي شاعري چي د شعر په رموزو کي سوې ده له موږه یا ورکه ده او یا هم له ده سره په همهغه خونه کي وسوځول سول چي دی په کښي لولپه سو.

د ده دغه موجودي شاعرۍ یو بل لوی ټولنیز اړخ دا دئ چي ټوله ریالسټکه او د ټولني او ولس له شېوې او غوښتنو سره برابره ده، یعني دی داسي نه دئ سوی چي د لویو ادیبانو او شاعرانو په څېر په لوړو هنري پردازونو او ژورو مفاهیمو په سي تللی بلکي د هندي سبک تر ټولو لویه مشخصه(ساده، سیده ولسي ټون) او غوښتنو ته ور برابره او خوږه شاعرانه ژبه لري.

که څه هم موسیقي ته د اشعارو جوړول یا اشعار پر اوزانو برابر ویل د ټول کندهاري مکتب خاصه وه مگر د دغه ادبي مکتب په ولسي اریايي اوزانو کي چي مخکي مي يي هم یادونه وکړه تر ټولو لویه برخه ځیگرخون او صادق جوړه کړې.

مگر دا چي سید عبدالخالق اغا صادق تر زیاته ژوندی وو او اکثر يې د ده تقلید کاوه و توانیدئ چي خپل اشعار خوندي کړي. مگر کله چي يې شاعرانه قریحې ته گورو واضح معلومېږي چي د ځیگرخون ارواح په ننوتې او د دې یو لوی علت دا دئ چي د ځیگرخون له شهادته وروسته د کندهارۍ موسیقي حاضرالحاله شاعري او دغه مسند له روف کندهاري، عبدالله جان کندهاري، شامحمد او نورو سره د سید عبدالخالق وپاله، کله چي تاسي د سیدعبدالخالق اغا شاعري گورئ ډېر کله داسي گمان کوئ چي ځیگرخون لولئ مگر ډېر بارز فرقونه لري چي د موضوع څخه د نه وتلو په خاطر يې تر تشریح تېرېږم او یوه نمونه د صادق د شاعرۍ دلته ږدم:

سترگي راپورته که اشنايه ماځيگر دئ
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دئ
د ورځي په رڼا به راسم

که ژوند باقي و سبا بيا راځم و تاته
نن دي ځواني ده که رخصت راکې و ماته

غني بادار خو مي د زړه په حال خبر دئ
چاره نه لرم بيا به راسم
سترگي راپورته که اشنايه ماځيگر دئ
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دئ
د ورځي په رڼا به راسم

په تا پسې مي ياره پښې سولې تڼاکي
بس ده دا ستا په لمن که اوښکي راپاکي

د يارۍ راز به پټ ساتو دا يې هنر دئ
مجبوره يم په غلا به راسم
سترگي راپورته که اشنايه ماځيگر دئ
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دئ
د ورځي په رڼا به راسم

کله به وکم شکرخاب پر سپين مړوند ستا
ژاړم سيد عبدالخالق يم نظربند ستا

د ماځيگر موسم که وخت ستا د چکر دئ
سبا ماپښين قضا به راسم
سترگي راپورته که اشنايه ماځيگر دئ
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دئ
د ورځي په رڼا به راسم

مگر د ځیگرخون د کلام يو امتیاز دا دئ چي مخکي مي هم اشاره ورته وکړه چي ژبه يې وچه کلکه خاصه کندهارۍ لهجه ده چي له پیله تر اوسه بل هیچا په دونه خالیصتوب نه ویلې ده او نه یې هم ساتلې هغوی چي مکتب يې لوستی دئ. مکتبي ژبه يې په گډه کړې او هغوی چي دیني او مدرسوي لور ته تللي مدرسیات او عربیات يې پر اضافه کړي. د ده په ژبه کي هم عربیات او فارسیات سته مگر هغه په ښار او کندهار کي مروج عربیات او فارسیات دي چي له صدو او مودو دلته عام دي.

د ځیگرخون د کلام یوه بله خاصه ځانگرتیا چي هغه هم له ریالیزم سره تړلې ده؛ هغه له طبیعت سره د افکارو تړون دئ، ده ټول بحثونه او موضوعات یادونه او توضیح کوونکي افکار له محیط سره داسي مستقیم تړلي دي چي لوستونکي او اورېدونکي خیالي کوي نه بلکي مستقیم او مخامخ یې هغه انځورونو ته دروي. دا د هنر يوه اصلي دنده ده چي ټولنه اشباع کړي په شرقي ټولنو کي يوه لویه ستونزه دا ده چي هنرمن او ټولنه ځکه نه سره پیداکوي چي هنرمن ډېره زیاته بلند پروازي کوي دغه بلند پروازي ټولنه نه سي زغملی، نو لومړی هنرمن لېونی بولي بیا د دوی دغه نا منصفانه برخورد هنرمن منزوي او گوښه ناستۍ کي او په هغه کي په رښتیا  عصبي او لیونی سي بیا چي مړ سي ځکه دروند او فیلسوف سي چي ټولنه د هغه مرگ وروسته هغه عروج او پرمختگ ته ورسېږي چي هنرمن په ریاضت مخکي ورته رسېدلی وو او بیا نو لاسونه موږي او هغه نه وي. تاسي د غني خان فلسفه در واخلئ د خپل وخت لیونی وو. اوس فلیسوف دئ سعادت حسن منټو د خپل وخت جنسي مریض بلل کیدئ اوس فلمونه پر جوړېږي او د ټولني رواني متخصص يې بولي، مگر د ځیگرخون اشعار چي گورئ د حالاتو سره روان دئ. دغه کار ښاغلي جهاني هم کړی مگر لږ يې په لوړه سیمیزه او نړۍواله کچه کړئ غیري ولسي ولي هنري ژبه یې کار کړې ده. 

مگر د ځیگرخون اشعار دونه ساده او مخامخ او مستقیم انځورونه دي چي ته خیال او تصور او بل ځاي ته تللو ته نه هوسېږې همدلته نږدې خبره راټولېږي؛ مثلاً:

چپه کاکل مېلې له پاره باغي پل ته ځي

میده میده قدم را اخلي سیل د گل ته ځي

کله خو ځي د خوجه ملک یا مرنجان پر لور

یا د سردې یا د دالې یا د دامان پر لور

د چهل زینو په سر کي درته ولاړ یم

که راته ونه خاندي مدام به ژاړم

د خپله توره بخته څه وفا غواړم

پر تا مئین یمه زه 

په زړه غمجن یمه زه

ډېر گیله من یمه زه

چپه کاکل مېلې له پاره باغي پل ته ځي

میده میده قدم را اخلي سیل د گل ته ځي

کله خو ځي د خوجه ملک یا مرنجان پر لور

یا د سردې یا د دالې یا د دامان پر لور

د چهل زینو په سر کي درته ولاړ یم

که راته ونه خاندي مدام به ژاړم

د خپله توره بخته څه وفا غواړم

زه خو یم ستا انتظار

 مطلب لرم د دیدار

خواته مي راسه نگار

چپه کاکل مېلې له پاره باغي پل ته ځي

میده میده قدم را اخلي سیل د گل ته ځي

کله خو ځي د خوجه ملک یا مرنجان پر لور

یا د سردې یا د دالې یا د دامان پر لور

د چهل زینو په سر کي درته ولاړ یم

که راته ونه خاندي مدام به ژاړم

د خپله توره بخته څه وفا غواړم

پر تا مفتون یم زه 

ولا مجنون يم زه

هم ځیگرخون یمه زه

چپه کاکل مېلې له پاره باغي پل ته ځي

میده میده قدم را اخلي سیل د گل ته ځي

کله خو ځي د خوجه ملک یا مرنجان پر لور

یا د سردې یا د دالې یا د دامان پر لور

د چهل زینو په سر کي درته ولاړ یم

که راته ونه خاندي مدام به ژاړم

د خپله توره بخته څه وفا غواړم

یا هم دا بل مثال وگورئ چي وروسته يې تشریح وړاندي کوم مگر تاسي اول یواري دا و وایاست:

بیا مي څنگ ته راغله گلالۍ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

بیا سوه رانېږدې د پیغلتوب په نشه مسته

رايې کړه پیاله د سرو لبانو گل پرسته

مايې ولیدل سپینه سپوږمۍ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

گلان يې د سیني د گلخانې شمال وهله

د زلفو تر پیوست يي سره لبان معلومېدله

ماته يې راکړل سپینه خولگۍ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

د دې عالمه لیري سره ناست وو هلته دواړه

گیلې به مو کولې سره وو غاړه په غاړه

اوښکي د حیا يې کړې را توئ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

په مینه محبت و څنگ ته راغله محبوبا

زړگی د ځیگرخون يې په ناز یوئ دلربا

وصل يې کړم هلته شینخالۍ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

 

په دغه غزل کي که څه هم چي یاغیتوب او عینیتوب دواړه سته مگر خبره دا ده چي دغه یاغیتوب ته ډېره جدي اړتیا ده. د افغاني ټولني دوه دوده یو د ودنو ستونزي او د مالي امکاناتو نه شتون او دوهم د جنسیتي مخالفت ډېر سخت قید او پټ ساتل ډېره جدي ستونزه جوړه کړې او په دغه هیواد کي د روان ناورین اویا سلنه لاملونه د همدا جنسیتي انساني اغراضو یا نه اشباع کېدلو او یا هم په سمه توگه نه اشباع کېدلو څخه پېښ دي. او ټول انسانان همدغه بې برخۍ متشدد کړي دي.

اول هلکانو ته نجوني څوک په اسانۍ نه ورکوي بیا هغه چي نه وي سره خوښ دواړه متشدد سي زور يې تر ټولنه وځي دوی بیا اولادونه هم وزېږوي د دوی د جنگ تاثیر بیا هغوی جنگیان کي. د دغو دو بیا نور دوه خوښ وي هغه دوه بیا دوه نور ځایه ودونه وکړي هغوی هلته نه وي خوښ د هغو هم کیسه همداسي خرابوي.

 اوس نو که اسلام ته راسئ د خوښولو اجازه سته مگر د افغانانو محیط د خوښولو اجازه نه لري، نو تر څو په ټولنه کي دغه مسایل واضح او ښکاره او مخامخ نه سي، که څه هم هغه وخت ځیگرخون دغه ازاده ژبه کار کړې نسبتاً ازادي او ارامي وه مگر د نړۍوالو د دسیسې پر اساس قصداً د خلکو فکر د دې نړۍ د حورو(مېرمنو) پر ځای د جنت دوه اویا حورو ته واړول سو. 

د کندهاري مکتب شاعري مو له پیله پر دوه کوره و وېشل ولسي او صوفیانه مشربه؛ مکتبۍ او عصري که څه هم ما مخکي پر دې بحث وکړئ چي ځیگرخون لکه د هندوانو کوچنی د دوږخ او جنت تر منځ دئ نه پوره مکتبي سبک تعقیبوي او نه پوره ولسي او صوفیانه، مگر دلته به دا لږ نور هم توضیح کړم چي د ځیگرخون د شعر محتوا اویا فیصده د مکتبیانو پر طرز ده مگر د چوکاټ او جوړښت له مخي  د ده شاعري سل فیصده د ولسي او صوفیانه شاعرۍ د طرز د پیروان په شکل ده مگر د دې سبب دا دئ چي دغه طرز تر ډېره د موسیقۍ پر طرزونو او مقامونو جوړ دئ مگر دا چي دغه تحقیق د ده په موسیقۍ کي د ویلو سوو شعرونو د راټولېدو په پایله کي سوی دئ لیدل کېږي چي اشعار يې ټول له چوکاټي لحاظه یا مات سوي دي یا یواځي تر هغه ځایه سم ویل سو چي په موسیقۍ کي سم راتله بیا چي مي یې ډېر شعرونه وکتل دغه نتیجې ته هم ورسېدم لکه مخکي مي چي ویلي وه، دی له هر ډول چوکاټونو او اصولو باغي وو.

تر ټولو لوی علت يي همهغه د هنرمنانو له پاره ځای پر ځای شعر ویل وه. بیا هم په تاکید سره وایم چي کیداي سي منظم یادښتونه يې درلودل ما هم اورېدلي چي روف کندهاری د ده دوې درې کتابچې لري. خداي(ج) دي وکړي چي بې ځایه نه سي.

مگر د ده دغه ډول یاغیتوب سر کښي او سربازي ماته د روسي ژبي مشهور او بې جوړې شاعر او لیکوال الکساندر یوشکین را یادوي چي همداسي سر بډانکه یاغي او سرمست خرابات وو. او په همدغه یاغیتوب کي یې پر خپلي معشوقې هم قیمار و واهه او د هغې د خپلولو په پار رقیب ته په جنگ ورغئ. بخت یاري ورسره ونه کړه او ځان يي په رقیب وواژه د ده د ژوند له طرزه چي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کي يې ژوند کاوه او بیا هلته د همدغه شخصي مرموزو کیفیتونو له امله په انتقامي توگه له خپل ځای او هر څه سره و سوځل سو.

 د ده د شعري چوکاټونو د نه مراعت پر اساس د هغه دا څو نمونې وگورئ:

زیب کوي لیلا نن په ټولیو د پېغلانو کي

گرځي په گلانو کي

را گرځي په گلانو کي

بیا د سرو گلانو تماشو ته راوتلې ده

ته به وا سپوږمۍ د څوارلسمي رالوېدلې ده

زه دي تر قربان سم خدایه څونه نازولې ده

نې وینم ثاني د مخ په ټولو گلروخانو کي

گرځي په گلانو کي

را گرځي په گلانو کي

په غاړه یې امیل دی د نازکو مرغلرو

زړه يي راڅه يوړئ په پستو پستو خبرو

شونډي يې خوږې دي تر نباتو او شکرو

ایښي یې غوټۍ دي د لونگو په زلفانو کي

گرځي په گلانو کي

را گرځي په گلانو کي

تور اهو چشمان چي راښکاره کي تر پوړني

خدایه وران يې مه کړې شینکی خال د سپیني زني

ډېري بې وفا دي ځکرخونه پېغلي نجوني

تل يې لاس وهمه د امیل په سرو غمیانو کي

گرځي په گلانو کي

را گرځي په گلانو کي

په دې شعر کي وینو لومړی دوه بیته مثنوي معلومېږي. په دریم بیت کي بیرته د مثنوي له چوکاټه وځي. مگر د همدغه دریم بیت قافیه او ردیف دواړه بیرته لومړي بیت ته ورځي. مگر څلورم بیت بیرته مثنوي کېږي.

اوس تاسي په ولسي یا اریايي اوزانو کي د ده دا کلام وگورئ:

محبوبي غنم رنگي

پر مخ دي زلفي چنگي

شرنگی دي پرسینه کوي دانې د چمکلیو

 امیل د پهلویو

خولگۍ لرې نازکه

یاري راسره وکه

راوړم به غاړگۍ تاته د گل د سرو غوټیو

 امیل د پهلویو

ستا مینه مي زړه غواړي

غمی وای ستا د غاړي

قسم دی ښایسته یې د حرم تر شاپیریو

 امېل د پهلویو

کباب دي په بېلتون یم

محبوبي ځگرخون یم

دا ستا په شان دي کله شوخي سترگي د هوسیو

 امېل د پهلویو

مگر پر دغو ټولو یاغیتوبو او سرکښیو سر بېره دی له موسیقیت او شرنگه نه لوېږي او دا تقریباً د کندهاري مکتب د ولسي او صوفیانه شاعرانو د ټولو مشترکه خاصه ده چي شعرونه د لیکلو په وخت کي لا مقامونو او چوکاټونو یا کمپوزونو ته له ځان سره زم زمه کوي او دا نو د خالص او طبیعي هنر چي د فن چکوشونه او طبرونه يې لا نه وي خوړولي او خورا عجبه مشترکه او ټول منلي شاهکارونه زېږوي.

ډېری لیکوال په دې فکر دي چي ځیگرخون او دلریش لومړني کسان وه چي دغه د صوفیانه او مکتبي شاعرانو تر منځ تابو یې ماته کړه او نوي ژبنیو جوړښتونو او تشبهاتو ته یې لاره خلاصه کړه.

تر کومه ځایه چي په کلاسیکه شاعري کي د پوختیا او لوړ کلام خبره کېږي معمولاً الاپ (چي د یوې سندري په پیل کي ویل کېږي او معمولاً یوه ځلوریځه وي)ډېر مهم دئ. په پښتو ژبه کي ډېرو شاعرانو په دې برخه کي زیات کوښښ کړی خو د خوشحال څلوریځي زیاتي مشهوري دي لکه په فارسي کي چي د عمر خیام څلوریځي خپل ارزښت لري په پښتو کي بیا د خوشحال څلوریځي ایډیل دي.

د ځیگرخون د موجوده شاعرۍ پر اساس يې څلوریځي هم تر عامي شاعرۍ لوړي هم هنرمندانه او هم يې تول پوره دئ او داسي ښکاري چي د دفعتاً شاعرۍ زیږنده نه دي. تاسي يې مخکي څو څو نمونې وکتلې دا څو نوري نمونې يي هم وگورئ:

نیمه شپه پتنگ پر شمعه پروازي کړي

ځیگرخون د یار د میني جان بازي کړي

جنازه مي د مطرب پر شهباز کښېږدي

چي نارې د استغفار مي زړه سازي کړي

یا دا چي:

هر سهار چي ساقي خم پر اوږو کښېږدي

شفق اخلي له ځیگره د شراب رنگ

د کوثر پیاله فلک پر تندي نیسي

چي شرق پورته کي و ځان ته د خذاب رنگ

د مئین ځیگرخون زړه به می الود سي

که دي واخیستئ لبانو د گلابو رنگ

یا هم دا یو بل مثال:

چي د خوبه سوم بیدار بوسه يې راکړه

د باړخو د سره انار بوسه يې راکړه

پستې لبي يې تر سرې غنچې نازکي

ځکرخون يي کړمه يار بوسه یې راکړه

مگر ځیني غزلي يې هم سته چي له همداسي کیفیت او نزاکته ډکي دي تاسي گورئ دلته دا یوې نمونې ته:

 

د مشرق د منزل ناوې د مغرب خواته تېرېږي

د شفق په سره سالو کي د حیا څخه پټېږي

لڅه پڅه ودرېږي د آسمان پر ځیگر باندي

پلوشې سپيني را توی کي بیا و خپل مئین ته خاندي

لکه پېغله چي پرته وي تر نازک پوړني لاندي

د لومړۍ شپې ناوکۍ ده په خپل حسن هوسېږي

د مشرق د منزل ناوې د مغرب خواته تېرېږي

د شفق په سرو نکریځو ښايستې منگولي سرې کي

په درنو کیف ناکو سترگو د خپل حسن نندارې کي

باړخوگان د سپینو سپينو ملغلرو فوارې کي

د ښکلا په پسمنظر کي گوره شوخه شوخه کېږي

د مشرق د منزل ناوې د مغرب خواته تېرېږي

په دالان د کهکشان کي په هوس ښکاره رخسار کي

یوه پېغله طبیعي ده راوتلې په سینگار کي
بل هدف يې زړه کي نه سته د شاعر زړگی ازار کي

امېلونه یې د ستورو سپینه غاړه کي نڅېږي

د مشرق د منزل ناوې د مغرب خواته تېرېږي

تلوسو څه ناخبره په خپل حسن ده مغروره

راوتلې تماشې ته ده  نن بیا د جنت حوره

یوه سپینه پلوشه ده جوړه سوې ده له نوره

ځیگرخون ته په ناز گوري نن د خوبه څه ځنگېږي

د مشرق د منزل ناوې د مغرب خواته تېرېږي

په هندي سبک کندهاري مکتب کي ډنگ، شرنگ او داخلي وزن خورا مهمه کیسه ده ځکه په موسیقۍ کي سکتې د موسیقۍ خوند پیکه نه له منځه وړي. مخکي موږ چي د ده د چوکاټونو د نه تعقیب خبره کول دا مو وویل چي د ډنگ  او نظم خیال ساتي هو يواځي خیال یې نه ساتي بلکي لا ډېر نور یې هم ښایسته کوي او که په الفاظو يې پوره نه کړي داسي اوازونه ور اضافه کوي چي دا الفاظو کمی ور پوره کړي. تاسي دا مثال وگورئ:

زړگیه اې زړگیه وای زړگیه

راته ژړېږه لېونی زړگیه

اې زړه ناچاره سولې دا دی بیمار سولې

د محبوبا په زولنو گرفتار سولې

وینه دي وچه د رگو سوه ولي

کسي دي سپین د دوو لیمو سوه ولي

زړگیه اې زړگیه 

راته ژړېږه لیونی زړگیه

سینه مي ډکه د غمو سوه ولي

روح دي له تنه په وتو سوه ولي

د خپل اشنایه څه پردی سولې بیا

اې ځیگرخونه لیونی سولې بیا

زړگیه اې زړگیه وای زړگیه

راته ژړېږه لیونی زړگیه

دلته اوس تاسي په اوله مسره کي گورئ يواځي د زړگیه کلمه او د (و) ندايي توری دئ ولي یوه شرنگېدلې مسره يې ځیني جوړه کړې. داسي نو ټوله غزل په محدودو الفاظو او محدوده معنا ولي په خورا ښه ډنگ وړاندي سوې. دا یو بل مثال وگورئ:

واه واه نه سې نظر 

په باغ کي مه گرځه گېډۍ مه شکوه

ښاخلې به ماتي کې غوټۍ مه شکوه

خاندې تر کاکل لاندي

مه کښېنه تر گل لاندي

سپیني گلالۍ نجلۍ

شونډي دي غوټۍ نجلۍ

نه سې نظر نه سې نظر نه سې نظر

ماشاالله ماشاالله ماشاالله 

واه واه نه سې نظر 

خوله دي د گل په شان نازکه لیلا

وړانکي دي ولوېدې پر مځکه لیلا

مه کوه دا شوخ کتل

زړه دي کئ زما مایل

سپیني گلالۍ نجلۍ

شونډي دي غوټۍ نجلۍ

ماشاالله ماشاالله ماشاالله 

بابا حیدر بابا حیدر بابا حیدر

واه واه نه سې نظر 

نامي خدا پورته زلفان که یوار

په بسم الله پورته چشمان که یوار

والله یم پر تا مین

نه یم پر بل چا مین

سپيني گلالۍ نجلۍ

شونډي دي غوټۍ نجلۍ

نه سې نظر نه سې نظر نه سې نظر

نه سې نظر نه سې نظر نه سې نظر

واه واه نه سې نظر

اې شنې کوتري ځه پرواز وکه

پرځیگرخون د وصل ناز وکه

ولي دا غرور کوې

څونه تکبر کوې

سپیني گلالۍ نجلۍ

شونډي دي غوټۍ نجلۍ

ماشاالله ماشاالله ماشاالله 

نه سې نظر نه سې نظر نه سې نظر

نه سې نظر نه سې نظر نه سې نظر

ما په پښتو ژبه کي تر اوسه پوري دونه ترته د مست ډنگ او چوسته غزل بله نه ده لیدلې.

مگر یوشی مو یاد اوسه دغه اوسنۍ موجوده شاعري چي په دغه کتاب کي را توله سوې هر شعر يې پر يوه کمپوز برابر ویل کېږي شاید په ساده ویلو کي هغه کیف او خوند ونه لري ځکه دا د دغي شاعرۍ خپل خاصیت او ځانگړتیا ده.

مخکي مو د ځیگرخون د شاعرۍ پر ژبه په عمومي توگه يو بحث وکړئ. دلته يو بل بحث د کلماتو او اصلاحاتو موجود دئ چي ځان ته خپله يو خاص ارزښت لري. له یوې لوري د شاعر طبعي او خپل سبک ښکاره کوي له بله لوري د يوې سیمي او جغرافیې خاصه شتمني خوندي کوي او له بلي خوا ژبي ته غنامندي ور په برخه کوي او نوي اصطلاحات او کلمات په ژبه کي را ژوندي او د ژبي لمن لا پراخېږي. ډېر کله خلک وايي ژبي ته د نورو ژبو د کلماتو راتگ ښه نه وي دا ډېره بې ځايه او غیري علمي خبره ده. په ژبه کي چي څونه کلمات را خپل او معنا داره استفاده کیدای سي باید زیات سي. بیا پښتو محافظه کاره ژبه ده. کلمات خپل جوړښت ته اړوي دا گټمن او ښه کار دئ نادر کلمات، تشبهات او د تشبهاتو او کلماتو کارونه د کلموي ژبني اړخه د کندهاري مکتب او بیا بلخصوص د ځیگرخون خاصه ځانگړتیا ده. عصمت زهیر یوه ورځ راته ویل (خداي(ج) دي وکي چي دغه ژبنی روایت یې خاطر ور مانده نه کړي) چي د ده وروسته او د ده په شاوخوا کي خلکو کلمات او ترکیبونه له ده زده کړي. زه به يي نومونه اخلاقاً نه یادوم چي ښه کار نه را معلومېږي.

 مگر دا ویلاي سم چي د جهاني او هادي ملا په شاعرۍ او د استاد رشاد او علامه حبیبي او استاد بېنوا په نثرونه کي ما داسي ځانگړتیاوي له کلموي اړخه لیدلي چي تر ټولو پښتنو متفاوت او فوق العاده زاړه او ولسي عام کلمات دي چي ان د دغو کلماتو اتمولوژي(ریښې)  د زړې مورنۍ اریک او خویندو اوستا او سانسکریټ زمانې ته رسېږي.

ځیگرخون په خپلو اشعارو کي د محلي محاورو ډېر خاص کلمات په ډېر ساده او لاشعوري توگه خوندي کړي.

دا مثالونه يي وگورئ:

شونډي دي غوټۍ د گل

زلفي دي گېډۍ د گل

خوله دي لري بوی د گل

راکه مسته پیمانه

سره شونډان شراب لرې

که بې میو ناب لرې

سور باړخو گلاب لرې

میني دي کړمه زولانه

اوس دلته په دوهم بند کي د (باړخو) کلمه ورکه سوې او لږ استفاده کېدونکې کلمه ده او دغه ترکیبونه چي دی کاروي هم متفاوت او خصوصاً د ده خپل دي:

تور اهو چشمان چي راښکاره کې تر پوړني

خدایه وران يې مه کړې شنکي خال د سپیني زني

ډېري بې وفا دي ځیگرخونه پېغلي نجوني

تل يي لاس وهم د امېل په سرو گلانو کي

په پورته بیتونو کي د پوړني او امیل کلمې له موډه لوېدلي او ناعامیانه کلمې دي (البته په نور سیمو کي) او په همدې توگه د ده فوق العاده ژبني‌ ترکیبونه د خاصي توجه وړ دي.

الول، باهوگان، والیگان، برائي، پهلوۍ، غاړگۍ، گرېوان، لنگر، برچو، خم او نوري لسگونه کلمې او ترکیبات د ده په وسیله په ښه انداز ثبت سوي دي. 

دوهم بحث د دغه کلماتو او تشبهاتو په ښه توگه کارونه ده. تاسي به ډېر خلک لیدلي وي چي د ځان د فاضل او هوښیار ښکاره کولو په فکر عجیب کلمات په غلط تلفظ په غلط ځاي کي استفاده کوي، مگر د ځیگرخون په ژبه کي دغه الفاظ او ترکیبونه د ریاضت نتیجه نه ده، بلکي په طبیعي توگه د ده په ژبه کي سته. تاسي دلته گورئ دغه مثال ته:

په سرو شرابو برائي لیلا نشه وه

په غېږ کي مي پرته وه

سرې شونډې را کولې

نرمي خولې يي وې پرتې پر باړخوگانو

دا سره شراب يي راکوله د شونډانو

لبي پستې يې د گلزار تر سرو گلانو

ما د ده په اشعارو کي یو ازاد شعر یا هم زما په خپله اصطلاح موزون کلام هم وموند. په دغه وخت کي چي په پښتو کي ازاد شعر یا ازاد کلام بېخي کم دئ. د ده دغه کلام ډېر خوندور مترنم او پرله پسې دئ. د کلام محتوا اوژبه يې د ده خپله همیشنۍ طبعه مگر بڼه يې له اولسي څخه ډېره مکتبۍ او هنرمندانه ده. تاسي يې دا شعر دلته کتلای سئ:

د قدرت ښکلي تابلو کي

راښکاره یوه مجسمه سوه

د اسمان په کنارو کي 

پورته سپینه پلوشه سوه

اه! يوه پېغله اسماني سوه

ځليدله ځلیدله

د شفق په سره سالو کي

پټېدله پټېدله

د افق په کنارو کي 

په ځېر ځېر به ئې کتله

د ښایست په کیف نشه وه

اه! دا څومره ښایسته وه

ښکلې ناوې طبیعي وه

د فلک پر بام ولاړه

هیکلونه ئې د سرو وه

نڅېدل په سپینه غاړه

جوړه سوې وه له نوره

په خپل حسن وه مغروره

یا زه تللی وم فضا ته

یا دا زموږ کره راغلې

یوه ښکلې خاطره ئې

پلوشو کي وه پېچلې

د میوند د شهیدانو 

واقعه وه پرې لیکلې

تر لېمو يې اوښکي توۍ کړې

ډېره وه په زړه رداغلې

زړه ئې زما کړ ډېر را نرم

احساسات مي سول را پورته

چي مي سترگي کړلې روڼي

نه هغه سپینه سپوږمۍ وه

ځیگرخون میوند کي پروت وم

راته ناسته ملالۍ وه

ځیگرخون یاغي وو مگر معتقد او کلک پر دین باورمن یاغي هغه هم د چپي افکارو سره ولاړ وو هم يې د چپیانو له پاره په راډېو کي نشرات او خپروني درلودلې. يواځي په دغه راټوله سوې شاعري کي یې یو ځاي هم تقدساتو ته سپکاوی خو نسته چي نسته بلکي ډېر جدي باورمندي موجوده ده. دا د کندهاري مکتب يو عجبه خاصیت دئ چي تر اوسه د کندهاري مکتب هیڅ یوه شاعر خپل عقیدتي مسایل او باورونه د ټولني تر باورونو نه دی لوړ کړي، که څه هم چي د چپي او راستي دواړو مفکورو خلک په کښې وه، مگر دغه شی چي هنر او ادب ته لاره نه ده کړې او دا اعتقاد او باور پسي يي د خپله نه منلو سره سره سوټی نه دئ را اخستی. ما مخکي یادونه کړې وه چي په کندهار کي د خداي(ج) او د رسول(ص) او د هغه د اهل بیتو په اړه هیڅ ډول تنازعي فکر حتا په چپیانو کي هم نه سته یعني که تاسي کمونېسټي او له دین څخه په تېښته کي کندهاريان هم پیداکړی پنځه وخته به لمونځ کوي د دین د تقدوساتو به درناوی کوي او د خداي(ج) او رسول(ص) په اړه خو بده خبره نه کوي، چي نه کوي د بل چا هم خوله ماتوي چي د هغو په شان کي‌ سپکه خوله پرې کي. البته دا د چپي افکارو مفکوره نه ده چي تقدساتو ته توهین ولري بلکي دا د بعضي اشخاصو خپل شخصي تخاصمي حالت دئ. 

د ځیگرخون په اشعارو کي او د کندهاري مکتب په ټولو شاعرانو کي حمدونه زیات دي ولي د تصوفو پر لاره د حضرت محمد(ص) او د اهل بیتو خبره ډېره زیاته جدي او مهمه ده او دغه مهموالی هم تر خداي(ج) د زیات ارزښت د قایلیدو په خاطر نه بلکي ځان ته د دې حق نه ورکولو په خاطر دئ چي د خداي(ج) په شان کي وږغېږي.

ځیگرخون پر دیني اعتقاداتو کلک ولاړ وو. د شهادت، قبر، اخیرت او خداي(ج) او د اخیرت پر ورځ سخت جدي باور من دئ حتا پر قضا او قدر ډېر واضح ږغېږي. دغه شرنگېدلې غزل تر ډېره ځایه تصوفي رنگ لري:

مینه اسان کار نه دئ سترگي سرې کول غواړي 

تش د خولې گفتار نه دئ روغ گرېوان څیرل غواړي

یار ته به زارۍ کوې

 خود به شوگیرۍ کوې

داسي به خوارۍ کوې

 تل به ناچارۍ کوې

لږ ئې انتظار نه دئ شمعي بلول غواړي

مینه اسان کار نه دئ سترگي سرې کول غواړي 

تش د خولې گفتار نه دئ روغ گرېوان څیرل غواړي

ورسه ننگ او نام پرېږده 

خپل سر په لیلام کښېږده

خواهش د بل جام پرېږده

 نوم د ځان بدنام کښېږده

دا دننگ بازار نه دئ سر تندی وهل غواړي

مینه اسان کار نه دئ سترگي سرې کول غواړي 

تش د خولې گفتار نه دئ روغ گرېوان څیرل غواړي

زور به د خوبانو وړې 

ناز بې پر چشمانو وړې

سره بې د لبانو وړې

 نوم به د شاهانو وړې

خواهش او اختیار نه دئ اوښکي تویول غواړي

مینه اسان کار نه دئ سترگي سرې کول غواړي 

تش د خولې گفتار نه دئ روغ گرېوان څیرل غواړي

څو چي ځیگرخون نه سې

 ورور چي د مجنون نه سې

گډ چي په بېلتون نه سې 

پوه به په مضمون نه سې

مفت عشقي اشعار نه دي بند پر بند لیکل غواړي

مینه اسان کار نه دئ سترگي سرې کول غواړي 

تش د خولې گفتار نه دئ روغ گرېوان څیرل غواړي

 دا په خپل ذات کي زیات د تصوفي رنگه برخمنه غزل ده٬ مگر دا لاندي بیتونه يې بیخي هر څه واضح وايي:

نیمه شپه پتنگ پر شمعه پروازي کړي

ځیگرخون د یار د میني جان بازي کړي

جنازه مي د مطرب پر شهباز کښېږدي

چي نارې د استغفار مي زړه سازي کړي

یا دا چي:

خدایه ښاد لرې لنگر د خرابات

را ښکاره کې په شرابو کرامات

ځیگرخون مراد قبله او میخانه ده

په کښي ایښي دئ حکمت رب الحاجات

دلته نو رندي و صوفیزم، یاغیتوب او هر څه سره گډ دي. دونه مستي چي پر شرابو کرامت غواړي قبله او میخانه سره وصل کول او د خداي(ج) حکمت په کښي ایښودل عادي خبري نه دي.

دلته د شهید د وینو د بوی ښه وايي تاسي د ده باورمندۍ ته دلته گورئ:

دا د کم شهید د زړه وینه سوه توئ

چي ئې واخیست په گلشن کي غونچو بوی

دا قطرې قطرې زړگی د ځیگرخون دئ

چي يې ونیوئ دا ستا د هجران خوی

دلته قدر او قضا د خداي(ج) له لوري بللي؛ له هغه هر څه غوښتل او د قبر پر عذاب باورمن اوسېدل ډېر ښکاره بیانوي:

لویه خدایه یا مي مړ کې يا مي جوړ کې

ځیگرخون د خپل اشنای په وصل موړ کې

یا مي وخورې د لحد په لړمانو

یا د زلفو تر سایه لاندي ما زوړ کې

دوهمه برخه د خداي(ج) د ذات او د حضرت محمد(ص) او د اهل بیتو د درناوی دئ او ده په دې برخه کي زیات اشعار ویلي دا یو دوې نمونې يې وگورئ:

صبحدم وو نوی گل وو غوړیدئ په گلستان کي

د لبیک لبیک نارې کړې ملایکو په آسمان کي

لړزیدلې کنگرې د عرش او فرش پر مقدر

داسي نور خالق پیدا کئ چي هم شمس دئ هم قمر

د مخ پاکي تجلې يې را خورې سوې په جهان کي

د لبیک لبیک نارې کړې ملایکو په آسمان کي

کائناتو موجوداتو ئې هغه شپه ټول نوراني کړل

د قسیم او د عاصم په نوم يې ټول بیرته فاني کړل

معجزه يې د سپوږمۍ ور ولویدله په گرېوان کي

د لبیک لبیک نارې کړې ملایکو په آسمان کي


تر یوسف او زلیخا يې حسن ډېر دئ يو په زره

بل به داسي بشر نه وي ځیگرخونه تر بهتره

خداي په خپله صفت کړئ دئ د ده په سپین قرآن کي

د لبیک لبیک نارې کړې ملایکو په آسمان کي

يو بل نعت شریف یې بیا داسي دئ:

اللهم صلي نا  محمد رسول الله 

وایم ستا پرنام درود یا سید  السیدا

خدای دا ستا د رویه پیدا دغه جهان کئ

تاج د صدارت دي در پرسر رب المنان کئ

اللهم صلي نا محمد رسول الله

وایم ستا پرنام درود یا سید السیدا

ته د انبیاء مقتداء او پېش امام سولې

ته د رب حبیبه زموږ شفیع خیر الانام سولې

اللهم صلي نا محمد رسول الله

وایم ستا پرنام درود یا سید السیدا

وختې پر تخت د رفرف پورته و آسمان ته

ولاړې اې حبیبه د خداي پاک و لا مکان ته

اللهم صلي نا محمد رسول الله

وایم ستا پرنام درود یا سید السیدا

وایمه سلام تل ځیگرخون دا ستا پر نام باندي

وکه یو نظر اې بادشاه پر خپل غلام باندي

اللهم صلي نا محمد رسول الله

وایم ستا پرنام درود یا سید السیدا

همداسي نو دی پر ټوله شرعي او عقیدتي باورونو ولاړ دئ چي د زبات له پاره يې دا وروستی مثال کفایت کوي:

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

که نن پر ما دئ سبا بیا راځي پرتا دغه مرگ

هغه زما او ستا نیکه بابا ادم څه سو

حضرت موسا حضرت عیسا ابن مریم څه سو

حضرت یعقوب حضرت یوسف نوري ادم څه سو

اخیر ئې لاندي کئ تر خاورو ذکریا دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

حضرت یونس علیه السلام له دې دنیا ولاړئ

داود نبي او سلیمان غوندي باچا ولاړئ

حضرت خلیل وو اسماعیل نبي الله ولاړئ

پای يې څه وکړله په نوح او په یحیا دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

د دنیا ولاړئ زموږ غمخور رسول الله هاشمي

څه سو حبیب د حق تعالا خیر الورا هاشمي

شاه د عرب او د عجم وو مصطفا هاشمي

کله کوي له ما او تا سره وفا دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

څه سو هغه حضرت صدیق رفیق د خیرالبشر

چي يې د عدل څراغ بل وو څه سولئ هغه عمر

چي ئې راجمع کئ فرقان څه سو عثمان معتبر

څه ئې وکړله په سخي اسدالله دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

ولاړه اصحاب اهل بیت زموږ د رسول مصطفا

حسن حسین دواړه لمسیان وه د پیشوا مقتدا

څه سوه بي بي فاطمه لور د مبارک سیدا

ظلمت د دار دئ او راځي به پر هر چا دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

څه سو باچا غوث العظم چي به ئې مړه کړل ژوندي

څه سو سلطان مجددي ماه د  چشتي

څه سوه غوثان وو ابدالان او ولیان د فاني
درېږي وړي يې که باچا دئ که گدا دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

هغه خواږه خواږه یاران او رفیقان دي څه سول

چي په تازه به دي مجلس وو اشنایان دي څه سول

چي په خوړلی به دي زړه برادران دي څه سول

درته ولاړ دئ که نن نه وي نو سبا دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

ډېر گناهگاره یو خالقه زموږ پر تا دئ تو کل

موږ عاجزان خطا کاران یو هیڅ مو نسته عمل

ای پروردگاره ستا کرم د ځیگرخون کې ته مل

آسانه کې پر موږ په روی د مصطفا دغه مرگ

ولي دي هېر دئ درپه یاد که یوار بیا دغه مرگ

که نن پر ما دئ سبا بیا راځي پرتا دغه مرگ

پورته مو د ځیگرخون د پیري مناجاتۍ نمونې و لوستلې ولي تر ټولو مهمه مسئله د رندانه توب سبب دئ. د رندۍ اساس خرابات او د خرابات اغاز له مخموره شاعرۍ دئ. گرچه مخموره شاعري له بشر سره ډېر اوږد تاریخي تړون لري، مگر په نوي ډول مخموره شاعر د زمانې له تلازماتو سره وړاندي کول د هر چا کار نه دئ.

خرابات یو جلا دنیا ده هلته د عشق طرز بېل دئ فکري لوري يې عجیبه دي او د عشاقو فلسفه بېله ده. هلته دوه ډوله خلک پیداکېږي یو هغه سترگور چي له زړو بیناوي(سترگور لیدونکي) بل هغه بې لاري چي له ځانه تښتي او د سکون په لټه وي.

اهل خرابات اصلاً هغوی دي چي د زړه په سترگو بینا وي او می نوشي يې د ظاهري دنیا تر خروښه محدوده نه وي بلکي په نور کیفونو پسي گرځي او می هم د هر چا له پاره نه دي. می د ښکلا پرستو له پاره دي او ښکلا پرست چي مئین نه وي هسي درواغجن دي ښکلا پرست نه دي، مگر مئین هم پر دوو لارو دي پر دې باید شاید مخکي درته ږغېدلی یم چي حقیقت دئ او مجاز دئ له دې ځایه خبره تصوف ته هم ور غځېږي چي وحدت الشهود او وحدت الوجود دئ.

نو مجاز بې حقیقته نه کېږي او حقیقت بې مجازه څه معنا؟ موږ خدای(ج) پېژنو څنگه يې پیژنو؟ پر نخښو او نښانو. پر دې ارت جهان پر دې غوړیدلي ښکلا؛ نو صوفیان دوه ډلي سوي، یوه وايي هرڅه دی دئ ما د هادي ملا په بحث کي د دې توضیح در کړې ده. دغه ډله دنیا او ټول موجودات د ده(ج) د ذات برخه بولي او بله ډله بیا وايي چي نه دا هر څه له ده دي یعني ده رامنځ ته کړي دي اوس پر دې اساس په خرابات که ښکلا پرستان دي او ښکلا پرستان مئینان دي په دې منځ کي ډر مخلوق هم په گډ دئ چي چندان بحث يې نه دئ او په دې نه ارزي چي بحث پر و سي، مگر موضوع د مئینو ده. هغه چي پر حقیقت مئین دي هغوی هم پر حقه دي مینه يې مستقیماً د لوي خان او لوی الله(ج) سره ده او هغه چي مجازي مئینان دي هغوی هم پر حقه دي، ځکه چي له هر مخلوق سره مینه په حقیقت کي د هغه له خالق سره مینه ده.

موږ د کندهاري مکتب او بیا په مجموع کي د شعر پر ښکلا پرستۍ او میني بحثونه کړي وه. دلته خبره ځیگرخون ته ولاړه ده.

 ځیگرخون هم ښکلا پرست دئ پر بشر او طبیعت دواړو هم حقیقي مئین دئ او هم مجازي. په حقیقت کي خبره تقدس ته ولاړه ده. خداي(ج) او رسول(ص) دي چي مخکي‌ مو مغزن بحث پر وکړئ  او په مجاز کي لومړی د هغه خپله هغه محبوبا ده چي ده تقریباً خپله ټوله شاعري ورته کړې وه او بل طبیعي محیط او په مجموعي توگه ژوند دئ چي دغه ټول تلازمات په کښي راټول دي او دی يې هم رند کړئ هم خراباتي کړئ او هم مناجاتي کړئ. اوس د دغه پورته خبرو د زبات له پاره دغه هره ادعا جلا جلا څېړو:

ښکلا مو تشریح کړې وه چي د تلازماتو تناسب د هر چا له نظره د هغه کس له پاره ښکلا ده. ځیگرخون سترگورو او ویښ انسان دئ. هغه لومړی پر طبیعت مئین دی بیا يې جانان پیداکړی او په ټوله شاعرۍ کي د جانان انځورکښي يا په طبیعت کي کوي يا يې د طیبعت په وسیله کوي او یا يي هم له طبیعت سره تشبيه کوي:

کمر باریکي نجلۍ 

تر گل نازکي نجلۍ

تر پلو بیا که ښکاره

 د زلفو څوکي نجلۍ

نامي خدا محبوبي

 ماشاءالله محبوبي

قرار چشمان که پورته

 په بسم الله محبوبي

اوس دلته گورئ هم ښکلا ستايي هم يې تشبیه کوي او هم بیرته خپله دریمه شعري ښکلا پنځوي هم طبیعت او هم جانان دواړه ستايي. لومړی پر طبیعت مئین دئ نجلۍ ته وايي چي گل خو نازک او ښکلی دئ مگر ته تر هغه لا نازکه او ښکلې يې  او ستا د ملا مثال د گل د ډنډر په څیر نازک دئ. بیا ځي طبیعت:

تر سپوږمۍ سپیني لیلا

 تر گل رنگیني لیلا

دا استغنا مه کوه 

اې نازنیني لیلا

کمر باریکي نجلۍ 

تر گل نازکي نجلۍ

تر پلو بیا که ښکاره 

د زلفو څوکي نجلۍ

وبل ته خوله ور نه کې

 چي زړه په زړه ور نه کې

ستا د وصال د میو 

ډکه پیاله ور نه کې

کمر باریکي نجلۍ 

تر گل نازکي نجلۍ

تر پلو بیا که ښکاره 

د زلفو څوکي نجلۍ

ژوند مي ناکام دئ بې تا 

زړه نا ارام دئ بې تا

و ځیگرخون مئین ته 

سهار ماښام دئ بې تا

کمر باریکي نجلۍ

 تر گل نازکي نجلۍ

تر پلو بیا که ښکاره 

د زلفو څوکي نجلۍ

 بیا هم دا بل مثال وگورئ:

چي نسیم راوړی پیام پیام و انار گل ته

سرې غونچې کوي سلام سلام ستا و کاکل ته

ستا شوخي سترگي لگوي اور د هوسۍ په سترگو

فرشتې وائې گلفام گلفام ستا میومل ته

چي نسیم راوړئ پیام پیام و انار گل ته

لمر و سپوږمۍ دواړه پراته وه ساقي ستا پر جبین

خجالت گوري بادام بادام ستا شمایل ته

چي نسیم راوړئ پیام پیام و انار گل ته

مخ دي گلباغ خال دي څراغ په لاله زار کي دئ بل 

که سنبل ورکئ انعام انعام د زلفو ول ته

چي نسیم راوړئ پیام پیام و انار گل ته

پروت ځیگرخون ستا پر درگاه گرېوان پاره سینه چاک

ته باچا یې زه غلام غلام گوره سایل ته

چي نسیم راوړئ پیام پیام و انار گل ته

سرې غونچې کوي سلام سلام ستا و کاکل ته

دا شعر مکمل د دې خواره واره جهان تصویر وړاندي کوي. تاسي د سره ورته مناسبو تشبهاتو او د طبیعت ننداره وگورئ یعني دى په جهان او جانان کي دونه ننوتلی او پر ژوند او نړۍ مئین وو چي په هر څه کي يې جانان او نړۍ لومړی بیان ذکر او فکر وو.

مگر کله کله جانان ته داسي ور ماتېږي چي تر هر ډول حدودو تېرېږي تاسي يې په دې غزل کي د جانان او د طبیعت گډ منځرکښۍ ته گورئ:

بیا مي څنگ ته راغله گلالۍ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

بیا سوه رانېږدې د پیغلتوب په نشه مسته

رايې کړه پیاله د سرو لبانو گل پرسته

مايې ولیدل سپینه سپوږمۍ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

گلان يې د سیني د گلخانې شمال وهله

د زلفو تر پیوست يي سره لبان معلومېدله

ماته يې راکړل سپینه خولگۍ په سترگو سترگو کي

زړه يې راڅه یوړئ گل غوټۍ په سترگو سترگو کي

تر اخیره…

تر دغه ښکلا پرستۍ چي تېریږو د ده د میني مسئلې ته درېږو مخکي مو يې د حقيقي ميني څو نمونې وړاندئ کړې، خو د ده شاعري لومړی پر ژوند او عمومي مينه ده  او دوهم پرخپله شخصي او انفرادي مینه.  مینه هم دوه پړاوه لري. لومړی پړاو  يې خپله مئینېدل او خړوبېدل دي او دوهم پړاو  يې بیلتون او جدايي او بیا د دغه جدايي ویر دئ، چي مخکي د دواړو مثالونه وړاندي سوي دي.

خودلته یو عنصر اضافه کوم هغه د مخموره شاعرۍ دئ. پر دې برخه باندي د ځيګرخون يو مکمل بل کتاب ليکل کېدلاي سي ځکه په کومه اندازه او کوم انداز چي ځيګرخون مخموره شاعري کړې ده هغه ته د پښتو د خيام حيثيت ور کوي، که څه هم چي مخکي مو د خرابات او رندۍ په بحث کي پر دې رڼا اچولې مگر دلته یو توپیر لیدل کېږي. هغه دا دئ چي دی د مخموره شاعرۍ نوى انداز په نوي طرز وړاندي کوي. یار ساقي کوي د یار شونډي جامونه کوي او هر څه ته نوی رنگ ورکوي. تاسي يې دا څو نمونې وگورئ:

برائي مي یار ساقي و خوله يې راکړل

په نشه کي شرابي و خوله يې راکړل

چي د سلو کالو مست يې ځیگرخون کړل

بوی د خولې يې گلابي و خوله يې راکړل

یا دا چي:

هر سهار چي ساقي خوم پر اوږو کښېږدي

شفق اخلي د ځیگره د شراب رنگ

د مئین ځیگرخون زړه به مى الود سي

که دي واخیستی لبانو د گلاب رنگ

یا هم دا بل مثال وگورئ:

ساقي راکړه گلابي پیاله د شونډو

نوش مي کړله شرابي پیاله د شونډو

ټوله شپه د میکدې پر پلنگ پروت وم

ځیگرخون کړله خالي پیاله د شونډو

يو بل بحث چي ډېر جالب او مهم دئ مګر خلګ ترې تښتي هغه د اروتيکي شاعرۍ دئ. دا يو خورا لوى بحث دئ چي يوه ځانګړي مبحث ته اړتيا لري اروتيکه شاعري هغه شاعري ته وايي چي تر عام مينه ناک حالت لږ لوړ او جنسي تمايلات څرګندوي او د کندهاريانو په اصطلاح شيرين بحث وي د ځيګرخون په شاعرۍ کي دغه اړخ ډېر زيات سته.

خبره پر دې را ټولوم چي ځیگرخون د کندهاري مکتب د دواړو لورو (مکتبي او ولسي) تر منځ د پول حیثیت لري، چي دا دواړه لوري يې د موسیقۍ په زوره سره تړلي دي. دغه اوسني مواد ورستني نه دي او دا پر ځیگرخون تر اوسه تر ټولو اوږده څېړنه ده، مگر وروستۍ نه ده. د دغه کتاب له خپرېدو سره به د ده نوره شاعري هم را برسېره او نوره هم را څرگنده سي، مگر یوه خبره تکراراً وایم چي دغه شاعري ټوله پر کمپوزونه لیکل سوې که د کمپوز په خپل سټایل کي و نه ویل سي هغه خپل خوند له لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...