Homeخبرونهد زړه د روغتیا لپاره درې مهم عوامل

د زړه د روغتیا لپاره درې مهم عوامل

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د زړه ناروغیو متخصصانو د زړه د روغ او خوندي ساتلو لپاره درې مهم عوامل؛ د وینې د فشار کنټرول، د کولېسټرول برابر ساتل او د وینې د قند/ شکر کنټرول اړین بللي دي.

د طبي کارپوهانو په وینا، کېدای شي یو کس ظاهراً ځان بشپړ روغ احساس کړي، خو په بدن کې دغه درې پټ عوامل په تدریجي ډول د وینې رګونو ته زیان رسوي. له همدې امله، پر وخت معاینه او د دغو عواملو کنټرول د روغ ژوند لپاره ډېر مهم دی.

د راپور له مخې، د وینې لوړ فشار د رګونو پر دېوالونو فشار زیاتوي او زړه اړ کوي چې د وینې د پمپ کولو لپاره لا ډېر کار وکړي. د یوه روغ کس د وینې لوړ فشار باید شاوخوا ۱۲۰او ټیټ ۸۰ ملي‌متره جیوې (mmHg) وي.

همداراز، په وینه کې د بد کولېسټرول (LDL) زیاتوالی د رګونو د بندېدو سبب کېدای شي. له همدې امله، د LDL کنټرول او د ښه کولېسټرول (HDL)  د کچې لوړول د زړه د ساتنې لپاره مهم دي.

له بلې خوا، په وینه کې د شکر/ قند دوامداره زیاتوالی د وینې رګونه او له زړه سره تړلي اعصاب کمزوري کوي. له همدې امله، تر سبناري مخکې د وینې د شکر/ قند کچه په مناسبه کچه کې ساتل او متوازنه کول د زړه د اوږدمهاله روغتیا لپاره ډېر مهم بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...