Homeخبرونهد ښځو د کرکټ اسیايي جام؛ هند پاکستان ته ماتې ورکړه

د ښځو د کرکټ اسیايي جام؛ هند پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د ښځو د اسیا کپ کرکټ سیالیو په اې ګروپ کې تېره شپه د هند لوبډلې پاکستان ته په ۷ ویکټونو او ۶۸ اضافي توپونو ماتې ورکړه.

په دې شل اوره سیالي کې، چې په دوبۍ کې وشوه، پاکستان پچه وګټله او لومړی یې بټنګ وکړ خو ټولې لوبغاړې یې په داسي حال کې وسوځېدې چې یوازې یې ۵۵ منډې کړې وې.

د پاکستان یوازې دوو لوبغاړو ۱۴ او ۱۳ منډې وکړې، نورې ټولې په صفر یا په یو عددي منډو وسوځېدې.

هندي لوبغاړو یوازې د درو ویکټونو له بایللو وروسته په اتم اور او څلورم توپ هدف پوره کړ.

هند، پاکستان، تایلنډ او هانکانګ په یوه ګروپ کې دي. په بي ګروپ کې بیا سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او اندونیزیا یوځای شوي دي.

په اې ګروپ کې هند له درو سیالیو درې واړه ګټلي او په بي کې بیا سریلانکا تراوسه په دوو کې دوې سیالۍ ګټلي دي. متحده عربي اماراتو هم دوې سیالۍ ګټلي خو رنز رېټ یا د منډو اوسط یې لږ ټیټ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...