تاند (جمعه، د لړم؟ عقرب لومړۍ) نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د هغو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره اړیکې نیولې دي چې د افغان طالبانو مخالفې دي، څو د اسلاماباد او کابل ترمنځ د پوځي او امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په ترڅ کې ورسره د مرستې وړاندیز وکړي.
ورځپاڼې د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي، د یوه پخواني امنیتي چارواکي او د طالبانو د یوې مخالفې ډلې د غړي په ګډون د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې په دغو خبرو کې له وسلهوالو ډلو سره د مرستې پر بېلابېلو لارو چارو بحث شوی دی. خو لا روښانه نه ده چې پاکستاني چارواکو په دې اړه د عملي اقدام وروستۍ پرېکړه کړې ده که نه.
د نړیوال کړکېچ ډلې کارپوه، ابراهیم بهاس، خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په شخړه کې د وسلهوالو ډلو کارول ښايي نښته پراخه کړي او په نیابتي جګړه یې بدله کړي؛ داسې جګړه چې کنټرول به یې ستونزمن وي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله ترینګلتیاوې دوام لري او دواړه لوري یو بل خپلو مخالفو وسلهوالو ډلو ته پر پناه ورکولو او ملاتړ تورنوي. په ورته وخت کې، د سیمې د هېوادونو منځګړیتوب هم تر اوسه نه دی توانېدلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو د پای ته رسولو لپاره هوکړه رامنځته کړي.
تر دې وړاندې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو د حکومت یو شمېر مخالفو وسله والو د پاکستان په ملاتړ هڅه وکړه چې د بدخشان زیباک ولسوالي ته نفوذ وکړي خو د طالبانو سرحدي ځواکونه وتوانېدل چې هغوی وځپي او یا یې بېرته پاکستان ته په شا وتمبوي.
همداراز په وروستیو اوونیو کې د طالبانو سلګونو نور مخالف وسله وال له چترال څخه د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته واوښتل چې د طالب ځواکونو له لوري سخت وځپل شول او لسګونه کسان یې ژوندي ونیول شول.
طالبانو د نیول شویو کسانو اعترافونه خپاره کړل. هغوی په زغرده ویلي چې په پاکستان کې د لنډې مودې روزنه ورکړل شوې او افغانستان ته استول شوي دي.