پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د نیلسن منډیلا یوولسم تلین

د نیلسن منډیلا یوولسم تلین

له نن څخه ۱۱ کاله پخوا د ۲۰۱۳ د دسمبر په ۵ مه په جنوبي افریقا کې د توکمپالنې لوی مبارز او د دغه هیواد پخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا د ۹۵ کلونو په عمر سا پرې کړه.

په لاندې لیکنه کې د منډیلا ژوند ته کتنه شوې ده:

راټولونکې: مینه احمد

له نن څخه ۲۸ کاله پخوا د ۱۹۹۴ د مې میاشتې په ۱۰ مه د جنوبي افریقا ستر مبارز له ډېرو کړاوونواو د اپارتاید یا توکمپالنې له ماتولو وروسته د خپل هیواد ولسمشر شو.

ده تر دې یو کال مخکې یعني په ۱۹۹۳ م کال د نوبل د سولې جایزه وګټله.

د نیلسن منډیلا زوکړه او کورنی ژوند 

نیلسن منډیلا د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای کې په کال ۱۹۱۸د جنوبي افريقا په (Mvezo) کې زېږېدلی دی. د نوموړي پلار په جنوبي افريقا کې د Tembu ټبر په نوم د يو قوم مشر او مخور و. ده درې ودونه کړي او اووه اولادونه يې لرل.

د نیلسن منډیلا زده کړې 

د نیلسن منډیلا پلار قومي مشر و خو زده کړې  يې نه وې کړې. نیلسن منډیلا د حقوقو او قانون په برخه کې لوړې زده کړې کړې وې، قانونپوه او حقوقپوه و او د زده کړو له بشپړېدو وروسته په سيمه کې مشهور حقوقپوه و.

د نیلسن منډیلا سياسي فکر 

هغه مهال چې دی په پوهنتون کې محصل و، نو د بې عدالتۍ او اپارتاید یا توکمپالنې پر وړاندې د مبارزې فکر ورته پيدا شو او دا يې درک کړه چې جنوبي افريقا کې ژور نژادي، قومي او ژبنی تعصب، کرکه، بې عدالتي  او توپير شتون لري. نوموړي هغه وخت د نژادي کرکې څخه اغېزمن شو چې د سويلي افريقا  University of the Witwatersrand نومي پوهنتون کې يې زده کړې شروع کړې.  University of the Witwatersrand هغه پوهنتون وو، چې ټول محصلين، استادان او اداري کارکوونکي يې سپين پوستکي وو او منډيلا په کې يوازینی تورپوستکی محصل وو.

د همدې پوهنتون د محصلۍ پر مهال د بسونو کرايې پورته شوې. منډيلا هڅې شروع کړې چې د لوړو کرايو په غبرګون کې محصلين او نور خلک وهڅوي چې بسونو کې لاړ نه شي او ور سره بايکاټ وکړي. نوموړی دې کار کې تر يو بريده بریالی شو او شهرت يې هم پيدا کړ.

په ۱۹۴۸ م کال په جنوبي افريقا کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ترسره شوې. دې ټاکنو کې اصل داسې و، چې د ياد هېواد لږکيو سپين پوستکو په کې رايې اچولای شوې او تورپوستو ته اجازه نه وه چې ټاکنو کې برخه واخلي. دې ډول چارو د منډيلا مبارزه نور هم پراخه کړه او هڅې يې شروع کړې، چې د سويلي افريقا د تور پوستو پر وړاندې دا توپيري رويه او سلوک له منځه يوسي. د منډيلا مبازره د اپارتاید رژیم پر وړاندې وه. اپارتاید رژیم هغه مهال په امريکا او افريقا کې شته وو. اپارتاید رژیم په دې مانا چې دوی تورپوستي له ځان بېلول او دوی ته به يې نه دولت کې برخه ورکوله او نه يې هم د رايې په څېر نور مدني حقوق ورکول.

دا چې د سويلي افريقا حکومت د لږکيو سپين پوستو په لاس کې وو او دغه هېواد کې يې تورپوستي له هر ډول حقوق او امتياز محروم کړې او په اجباري ډول به پرې اصول منل کېدل، نو منډيلا يې غوسه کړ او د سوله ييزې مبارزې پر ځای يې پر وسله والې مبارزې پيل وکړ. نوموړي د چين هېواد څخه ۱۹۶۲ کال کې د وسلو غوښتنه وکړه خو ياده غوښتنه رد شوه.

منډيلا په زندان کې

د دغه د مبارزو په لړ کې منډېلا له ۱۹۶۴ بيا تر ۱۹۹۰ ز کالونو ترمنځ ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړې دي. نوموړی څو ځلې په عمري قيد او له جنوبي افريقا سره د خيانت په تور، د پوځي کودتا په جرم او ورته نورو قضيو کې پر اعدام هم محکوم شوی وو.

د منډيلا د زندان خاطرې ډېرې، ترخې او له شکنجو ډکې دي. ۲۷ کاله زندان منډېلا ته ډېر څه هم ورکړي دي. د نوموړي نړيوال شهرت د زندان له دورې وو؛ دی په زندان کې وو خو نړۍ يې د خلاصون لپاره چيغې وهلې. نوموړي زندان کې د ډېر وخت تېرېدو له امله ځان لپاره يو ښه چاپيريال برابر کړی وو، ځانګړی اشپز يې درلود، مطالعه يې کوله شوه او له ډېرۍ هغه سياسي څېرو سره بلد او اشنا شو، چې ده سره هممهاله بنديان وو. دی ۱۹۹۰ز کال کې له زندان خوشی شو خو بيا يې هم د سويلي افريقا اپارتاید رژیم پر وړاندې مبارزې څخه لاس وانه خېست. نوموړي ګڼ سفرونه وکړل ترڅو نړۍ وهڅوي چې د سويلي افريقا پر اپارتاید رژیم بنديزونه ولګوي. نېږدې د څلورو کالونو خبرو پايله کې منډيلا پر دې بريالی شو چې د سويلي افريقا اپارتاید رژیم د خبرو له لارې ګوښه کېدو ته اړ کړي؛ ۱۹۹۴ز کال کې افريقا کې د لومړي ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې، چې نېلسن منډيلا  په کې د دغه هېواد لومړی ولسمشر وټاکل شو.

د منډيلا مړينه 

منډيلا ۲۰۱۳ کال کې د ۹۵ کالونو په عمر د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ. دی په دين عيسوی و او د جنازې مراسمو ته يې د امريکا لومړنی تورپوستی ولسمشر بارک اوباما هم ورغلی و.

د منډیلا یوه کیسه

په غچ اخیستلو دولت نه جوړېږي؛ د نیلسن منډیلا بېخي نادره کیسه

    د جنوبي افریقا د ازادۍ نوموتی اتل نیلسن منډیلا پخپلو یادښتونو کې لیکلي: زه چې ولسمشر وټاکل شوم، خپلو پیره دارانو ته مې وویل: راځئ په ښار کې پیاده چکر ووهو. ښار کې د چکر پر مهال یوه هوټل ته ننوتلو، په یوه مېز راتاو شوو او هر چا د خپلې خوښې خوراکونه راوغوښتل. موږ چې د خوراکونو راوړلو ته په انتظار وو دا مهال مې زموږ څنګ ته په یوه سړي سترګې ولګېدلې، هغه هم خوراک ته انتظار و، ما خپل یوه پیره دار ته وویل: ورشه! هغه سړی راوله چې دلته زموږ سره ډوډۍ وخوري. هغه ورغی او سړی یې راوست.

     سړی چې راغی زما څنګ ته مې کېنوه، خوراکونه راغلل او موږ یې په خوړلو پیل وکړ، خو د هغه سړي له تندي خولې روانې وې او لاسونه یې رېږدېدل، دومره چې ګوله یې په سمه توګه خولې ته نه شوی رسولی. ډوډۍ مو وخوړله او دا سړی پخپله مخه ولاړ.

    ما ته زما شخصي ساتونکي وویل: هغه سړی ما ته ناروغ ښکاره شو، لاسونه یې سخت رېږدېدل او ډېره کمه ډوډۍ یې وخوړله. ما ورته وویل: نه، نه، ستا ګومان سم نه دی، دا سړی زما د انفرادي زندان ساتونکی و، هلته چې زه تر تعذیبونو لاندې وم، له تعذیب وروسته به مې چې له ده نه وغوښتل لیږ اوبه راته راوړه، دا سړی به راغی، زما په سر به یې بولې راوکړې! او دا کار به یې هر ځل راسره کوه.

  نیلسن منډیلا زیاته کړه: نو دا سړی رک روغ دی، اوس له ما بېرېده چې بندي او تعذیب به یې کړم او خپل غچ به ورڅخه واخلم، خو زما داسې اخلاق نه دي. ځکه په غچ او انتقام اخیستلو دولت نه جوړېږي، بلکې په تسامح او بښنې اُمتونه جوړېږي.

1 COMMENT

  1. نیلسن مندیلا څومره پخه خبره کړی چې دین یی هم غوره اخلاق بولی،هغه وایی؛خو زما داسی اخلاق ندی، ځکه په غچ او انتقام اخیستلو دولت نه جوړیږی،بلکی په تسامح او بښنی اُمتونه جوړیږی۰
    خو موږ د اسلام او مدرسی سره ،زغم نه پیژنو ،په مومنو مجاهدینو هغه هم په جومات کی انتحاری او
    موټر بم استعمالوو،چی داسی اعمال که هر څوک یی کوی د ایمان سره نه جمع کیږی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب