دوشنبه, جون 24, 2024
Homeادبشعرد پیرمحمد کاروان یو تازه غزل

د پیرمحمد کاروان یو تازه غزل

دا به کرامات لري له تیږو اوبه وباسي
ځینې ځینې سترګې له سړي ځینې زړه وباسي
هغه چې ماشومه وه اغزي مې يې له پښو ويستل
را دې شي له زړه مې دې ویشتلي باڼه وباسي
ناڅاپه شهنده شي په شغ راشي حمله وکړي
خرپ شي په پنجو کې له پنجرو نه مارغه وباسي
عشق چې زورور شي د طوفان وزرې واغوندي
لویې لویې ونې لکه مازې واښه وباسي
دا سترګې د کوم یوه زرغون سمندر خویندې دي
بیا په څپو راغلې چې به څوک له کاله وباسي
دا ځلې دې داسې لېونۍ مینه ملګرې شوه
یا به دې شي لمونځ او یا به تا له لمانځه وباسي
سخ به دې کاروانه وي که ښکلې لاروۍ دې شوه
دا به درته لار په تور کمر کې د غره وباسي

30-قوس-1391

1 COMMENT

  1. له قلمه دی قربان شمه کاروانه
    د پښتون دنوی نسل پهلونه
    ستا دژبی دخوږو له برکته
    د پشتو دیره شوه ګرمه زما ګرانه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب