Homeخبرونهمریخ ته یوه نوې لار؛ دې سیارې ته سفر نیمايي ته رالنډوي

مریخ ته یوه نوې لار؛ دې سیارې ته سفر نیمايي ته رالنډوي

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۰ مه) ستورپوهانو یو داسې فضايي دهلېز کشف کړی چې د مځکې او مریخ د نژدې کېدو له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، مریخ ته د سفر موده یوازې ۱۵۳ ورځو ته راکمولای شي.

د مځکې او مریخ ترمنځ واټن د دواړو سیارو د مداري موقعیت او د لمر شاوخوا د حرکت له امله تل بدلېږي. دا واټن هغه مهال تر ټولو کم وي چې مځکه د لمر او مریخ ترمنځ په مستقیمه کرښه کې واقع شي؛ دې حالت ته «د مریخ مقابله» ویل کېږي او نژدې هر ۲۶ میاشتې وروسته رامنځته کېږي. اوس مهال، ان د تر ټولو چټکو فضايي بېړیو لپاره هم مریخ ته سفر له ۷ تر ۱۰ میاشتو وخت نیسي.

خو ساینسپوهانو اوس یو نوی فضايي دهلېز موندلی چې د مځکې او مریخ د نژدې کېدو پر مهال فعالېږي او کولی شي د سفر موده ۱۵۳ ورځو ته راکمه کړي.

دا کشف د سیارو د عادي مداري محاسبې پر ځای، د یوې سیاره‌ګۍ د مسیر د معلوماتو له لارې شوی دی. څېړونکو د «سي‌اي۲۱» په نوم یوه سیاره‌ګۍ مطالعه کړې چې مسیر یې د مځکې او مریخ له مدارونو تېرېږي.

دوی د ۲۰۲۷، ۲۰۲۹ او ۲۰۳۱ کلونو د «مریخ مقابلې» ارزونه وکړه، څو معلومه کړي چې کوم کال د لنډ سفر لپاره غوره شرایط لري. پایلو وښودله چې په ۲۰۳۱ کال کې د مځکې او مریخ هندسي موقعیت د دې سیاره‌ګۍ له مداري سطحې سره ښه سمون خوري.

څېړونکو ویلي، د ۲۰۳۱ کال شرایط د تګ – راتګ د دوو بشپړو ماموریتونو ملاتړ کولای شي چې ټول وخت یې له یوه کال څخه کم وي.

د څېړنې پر بنسټ، دوه چټک مسیرونه پېژندل شوي: یو ۱۵۳ ورځنی چټک دهلېز او بل ۲۲۶ ورځنی ممکن مسیر.

ساینسپوهان وايي، دا موندنه ښيي چې د کوچنیو فضايي اجرامو مداري معلومات د سیارو ترمنځ د چټکو فضايي لارو په موندلو کې مهم رول لوبولای شي.

د دې څېړنې پایلې په علمي مجله Acta Astronautica کې خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...