تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې دورهيي مشر، عمر داوودزي، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده وروستۍ څرګندونې او اقدامات د جدي سیاسي ارزونې وړ بللي او د افغانستان د واکمنې ډلې له سیاسي مخالفانو یې غوښتي چې د نویو تحولاتو پر وړاندې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي.
داوودزي پر خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې وروستي بدلونونه ښايي د افغانستان په سیاسي فضا کې د یوې نوې او مهمې مرحلې د پیل نښه وي؛ داسې پړاو چې د بېړنیو غبرګونونو او له وخته مخکې قضاوتونو پر ځای، هوښیارۍ، زغم او لرلید ته اړتیا لري.
هغه د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې له خپلو همکارانو غوښتي چې له بیړې کار وانهخلي او روان سیاسي بدلونونه او احتمالي فرصتونه په دقت وارزوي.
ښاغلي داوودزي همداراز وړاندیز کړی چې دغه بدلونونه دې د شورا په رهبرۍ کې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او تر پراخو سلا مشورو وروسته دې د ملي ګټو او د افغانستان د اوږدمهاله راتلونکي پر بنسټ یو ګډ، سنجول شوی او مسوولانه دریځ خپل شي.
داوودزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو مشر په کابل پوهنتون کې د وینا پر مهال د کابل د حکومت له سیاسي مخالفانو او په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي. هغه ویلي چې وړ او باصلاحیته کسان کولی شي د حکومت په جوړښت کې مسوولیتونه او دندې پر غاړه واخلي.
دا څرګندونې د طالبانو د مشر له لوري په حکومتي جوړښت کې سیاسي مخالفانو ته د ګډون لومړنۍ ښکاره بلنه بلل شوې او د افغانستان د سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه یې راپارولي دي.
د طالبانو یو شمېر مخالفانو د دې وړاندیز په اړه شک څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې مخالفانو ته د حکومتي ادارو د دندو سپارل د رښتینې سیاسي ونډې یا د واک د وېش په معنا نه دی. هغوی په افغانستان کې د سیاسي جوړښت د بدلون غوښتنه کړې ده.