په کوڅه کې د چټلو اوبو پلنه چرۍ تر غاړو ډکه بهیږي. له هسکو-ټیټو خټینو دېوالونو کوڅې ته راپرې دروازې داسې ښکارې لکه اوږد پخواني دېوال څو ځایه کنډو شوی وي.
د کورونو روغ پاتې دېوالونه یې اخېړ کړي، خو پر عمر خوړلیو برخو یې د نرۍ خټې زور نه دی رسېدلی، همداسې ویجاړ پاتې او کاږه تیران یې بهر ته راوتلي دي.
څو ببرسرې ماشومانې د دېوالونو سیوري ته په خاورو کې ناستې دي، د ماتو لوښو له ټوټو سره لوبې کوي.
یو ماشوم په پوټي کې د بائسکل زوړ ټائر ځغلوي، بل یو بیا په لښته سپور منډي وهي او ښايي په خیال کې نیلی ځغلوي.
مخته مې په تور اوږده پړوني کې یوه ښځه کاواکه روانه ده، د وچو بوټو پنډه یې پر سر ده، چې ورنژدې شوم، د ښکالو له اورېدو سره یې مخ راوګرځاوه، د پاخه عمر ښځه ده، په یوه لاس یې پنډه سمبال کړه، په بل یې ټیکری پر مخ ورکش کړ، چې څو ځایه پرې ښکارید.
لار یې راپرېښوده، د یوه راوتلي دېوال اړخ ته ودرېده، ځان راته ملامت ښکاره شو، ګامونه مې ګړندي کړل، ژر د کوڅې سر ته ورسېدم. دلته د رڼو اوبو ویاله تېره ده، بل لور ته یې په شاړ پټي کې یو قبر ښکاري، په مرمرو جوړ دی، خاورینه مړه ډېوه یې سر ته ایښي، رنګینې جنډې پرې رپېږي.
جنوري ۲۲
۲۰۲۶