تاند (جمعه، د سلواغې/ جدې ۳ مه) د نړۍ تر ټولو ستر میلیاردر ایلن مسک په سویس کې نړيوال اقتصادي فورم ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې په راتلونکي کې به روباټونه د انسانانو تر شمېر زیات شي او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) هوښیاري به د انسان تر هوښیارۍ لوړه شي۔
د نړۍ تر ټولو شتمن کس، اېلن مسک، د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې په لومړی ځل راڅرګند شو او وړاندوینه یې وکړه چې بالاخره به روباټونه تر انسانانو ډېر شي، او دا وړاندیز یې هم وکړ چې د انسان د زړښت ستونزې ته د حل لاره موندلی شي۔
د داووس په اقتصادي غونډه کې د ایلن مسک، چې د ټېسلا او سپېساېکس مشر دی، ګډون له دې کبله ډېر پام ځان ته واړاوه چې ده، مخکې دا کلنۍ نړیواله سیاسي او اقتصادي غونډه «اشرافي او ستړې کوونکې» بللې وه۔
له همدې کبله د بلکراک اجرایي رییس لېري فېنک د غونډې په پیل کې وویل د مسک لپاره باید په لا ډېرو ولولو چکچکې وکړئ. هغه وویل:
«دا ډېرې چکچکې نه وې، یو ځل بیا یې وکړئ.»
مسک خپله وینا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځمکنيو غوښتنو په اړه په ټوکه پیل کړه او د سولې یوې غونډې ته یې اشاره وکړه. هغه وویل:
«او ما ویل، دا خو ټوټه ده؟ د ګرینلنډ یوه وړه ټوټه، د وینزویلا یوه وړه ټوټه»،
د ده په دې خبرو حاضرو کسانو وخندل.
مسک ګډونوالو ته دا هم وویل چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) او روباټونه به د اقتصاد په برخه کې یو بېساری او ستر بدلون، چې ده «اقتصادي چاودنه» وبلله، رامنځته کړي۔
هغه وویل:
«موږ به دومره ډېر روباټونه او مصنوعي ځیرکتیا ولرو چې دا به د انسانانو اړتیاوې په بشپړه توګه پوره کړي. زما وړاندوینه دا ده چې په نړۍ کې به د انسانانو پرتله روباټونه ډېر وي.»
مسک همداراز یادونه وکړه چې د ټېسلا د «اپټیمس» په نوم انسانوزمه روباټونه به د روان کال تر پایه په فابریکو کې ساده کارونه ترسره کړي او د راتلونکو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې به لا پېچلي صنعتي کارونه هم ترسره کړي۔
هغه پوښتنه وکړه:
«څوک به نه غواړي چې یو روباټ ولري چې، که خوندي وي، ستاسو د ماشومانو ساتنه وکړي او ستاسو د کورنیو حیواناتو پالنه وکړي؟»
د فوربس مجلې پر اساس، د ایلم مسک شتمني ۷۷۹ میلیارد ډالرو ته رسېږي.