پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+نقد؛ څه «جنګ» خو نه وي!! | نعمت‌الله صدیقي

نقد؛ څه «جنګ» خو نه وي!! | نعمت‌الله صدیقي

په موږ کې عموماً د نقد زغم په لفظي ډول یوه خبره ده او په عملي توګه یې ثابتېدنه خصوصاً بله هغه ده، د اولې یې تقریباً ټول «عام و خاص» میړني یو یا په اصطلاح په ریا کې یې بېخي کثر نه پرېږدو؛ خو په دویمه کې یې که د میړانې خبره کوو؛ ګواکې درواغ وایو، لیکو او لولو.

 

اصلاً خبره د زغم یا نه زغم نه ده، ځکه زغم کسب کېدای هم شي؛ مساله زموږ په شته او تېرو روایتونو ده؛ مثلاً موږ له اوله نقد یو ډول په همدې لفظي سراسريتوب اخیستی یا مو ورسره رسمي غوندې چلن کړی دی لکه د دفتري مسولیتونو غوندې مو یوازې په کاغذي کاروایي خوندي ساتلی؛ یعنې نظري ډول مو یې تر عملي هغه زیات پاللی او همدا علت هم کېدای شي، چې د عملي نقد او د کولو عمل یې برعکس وي یا تر زغم پورته چلن سره یې مخ کېږو.

 

د عملې نقد د نه کولو یا نه راوجېدلو یو بل علت شاید زموږ د ادبي طبقې فیوډاله چلن هم وي، یو څوک چې یو ځل د عمر په هر وخت کې د هغه عصر له ادیبانو یا ادبیاتو سره وصل پاتې شوی، بیا یې نو د ادبي نقد په تله د ادبي معیار یا تخلیقي قوت پر ځای د همدې عمر یا د هغه وخت له ادبي عصر سره د پاتې کېدو په معیار مشر او ادیب ګڼلی شي، که یې په پنځونه یا فنپاره نقد وشو؛ ګنې دا یې د مشر یا هغه په اصطلاح روغ ادبي نسل ته توهین وکړ، دا تصور یوازې عام نه دی؛ بلکې په خپله همدا خلک یعنې ادیبان او فرهنګیان هم ځان او بل له داسې نقده مبرا ګڼي؛ ځکه د دوی په اصطلاح دوی مشران یا له دوی مخکې ادبي روایت پالونکي دي؛ حال دا چې نقد نه د مشرانو او تېر روایت د نفي عمل ده او نه په دغسې مواردو کې یې نقش د بد یا ناسم فکر تصور ایجادول دي.

 

دا رسمیت چې ګنې «الف» یا «بې» ځکه له عملي نقده پورته دی، چې په نقد به یې ادب یا فرهنګ ته زیان ورسېږي یا د شخصیت له پلوه ځینې خلک ځکه باید نقد نشي، چې له دې سره به د مشر او کشر یا مجموعاً د عزت او درناوي تمیز ختم شي، چې دا په خپله اصلاً یو فرسوده او بې ګټې فکر او تصور دی، چې د عملي نقد په مخ کې یې د خنډ او ځنډ یو علت دا هم کېدای شي.

 

یو ډول فرهنګي خلک داسې هم انګیري، چې نقد یوازې په په کمزوریو اثارو کېدای شي او دوی چې څه لیکلي نورو ته دا حق نشته، چې پرې نقد وکړي ځکه دوی خپله یو ډول معیار لري او هغه هم له دوی سره خوندي ده. دا بېخي په ادبیاتو یو ډول فوځي مارشلا یا د جبر او مطلق حاکمیت نافذول دي. په دوی باندې نقد کول په لوی لاس ځان او بل جګړې ته ټېل وهل دي، جګړه چې په هره بڼه وي، مردوده او بې ګټې ده؛ خو دا یاد ساتل پکار دي، چې نقد جګړه نه ده او نه هم د جګړې په څېر کوم شوم اهداف لري، هغه نقدونه چې بیا دغسې د جګړې د انګیزې په څیر خارجي موخي لري، هغه بیا نقد نه دی او موږ د نقد په اړه خبرې کوو.

 

د عملي نقد دا تصور چې ګنې دا یوازې اختلافي یا د نېوکې په بڼه ادبي متون مغشوشوي او د ادب خاوندان سوکنډي، زموږ د ناسم نقد روایت دی، اوسمهالۍ نقد یوازې ګوتنېونه نه ده؛ بلکې د کره کتنې ترڅنګ یې د مانیزو ماناوو په خوند و رنګ کې هم اضافه کول په مهمو دندو کې راځي، هغه نقد چې یوازې په ګوتنېونه یا ټول په ټوله یو طرفه او تخریبي وي، رښتیا هم تعمیري نقد نه؛ بلکې بېخي نقد نه دی. د بل ادیب، پنځګر او یا یې متن په دې خاطر نقدول چې له هغه سره شخصي یا ذاتي خصومت یا ضد لري د نقد له یوه منحرف ترینو نقدونو دی، چې ځان، بل او نور ساتل او خبرول یې د اصل نقد په ګټه تمامېدای شي.

 

د عملي نقد یو بل علت یې د نقد د لهجې یا د خبرو د کولو انداز هم دی، ممکن یو نقاد د خبرې، انتقاد، تعبیر او د ناسمپوهاویو په اړه د خبرو حق ولري؛ خو د ریشخند، خندا او جارحې و نازیبا لهجې هیڅ حق نه لري، چې د یوه ادیب، پنځګر او متن په اړه یې خپلوي، دا د نقد په اولینو اصولو کې راځي، چې که هر څومره ستره غلطي او مغالطې هم یو څوک نقاد په نښه کوي؛ نو د استدلال او منطق لپاره به د شایستګۍ او تهذیبي درنښت چلن نه پرېږدي.

 

دې ټولو مواردو او اندیښنو یا ناپامیو ته په کتو بنده ویلی شي، چې اصلاً د نقد په تېره د عملي نقد په اړه زموږ تېر او حاکم تصور او برداشت په ټوله کې ناسم دی؛ ځکه نقد لکه څنګه مو چې وویل د ښو او بدو د تمیز ترڅنګ راساً د ناسمو او یا د ازاد فکر، بحث و مباحثې ډسکورس ته لارې پرانیزي، چې دا نورو ته په خپلو خبرو کې او د نورو په خبرو کې د خپلو عمومي یا اجتماعي ګټو او موخو خبرې په نښه کوي. هغه ادیب او پنځګر چې د مثبت نقد، اختلاف او د داسې خبرو مخالف وي او مخه یې نیسي تر هغه نقاد او نقد یې نقش کم نه دی، چې نقد یې د جګړې د انګیزې او موخې په څیر د بل سپکاوی، اهانت او بل ګواښل وي. نقد نه جګړه ده او نه یې هم د مخالفو په اصطلاح بې ګټې وټې کوم کار، چلن او عمل ده؛ بلکې مثبتو مباحثو او لوریو ته لار خلاصول او ادبي متونو او فکرونو ته وده ورکول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...