Home+«د پښتو ادبياتو تاريخ کي» د علامه حبيبي علمي نثر

«د پښتو ادبياتو تاريخ کي» د علامه حبيبي علمي نثر

ليکوال: مولوي حاجي محمد اواب

نثر عربي کلمه ده، لغوي مانا يې پاشل دي، اصطلاحي مانا يې: هغه ليکنه ده چي ټوله په يوه ځانگړي اهنگ کي نه وي.
نثر د خيال او واقعيت پر بنسټ دوه ډوله دی: هنري نثر او علمي نثر.

هنري نثر: هغه خيالي او عاطفي ليکنه ده، چي مخاطب يې زړه او هدف يې د احساساتو پارول وي.
لکه؛ ناول، لنډه کيسه…

علمي نثر: هغه واقعي ليکنه ده، چي مخاطب يې عقل او هدف يې مخاطب ته معلومات ورکول او د هغه قانع کول وي.

دا چي زموږ موضوع د علامه حبيبي علمي نثر دی؛ نو د عام علمي نثر ځينو ځانگړنو ته تم کېږو او د علامه حبیبي علمي نثر ورسره پرتله کوو.
د علمي ليکني يوه ځانگړنه دا ده، چي علمي ليکنه به له داسي عاطفې خالي وي، چي د ليکني پيغام ته خنډ وي.

عاطفه: د يوې پيښي په وړاندي د انسان ذهني غبرگون ته وايي.

لکه؛ د حسن په وړاندي مينه، د ناکامۍ په وړاندي مايوسي، د بريا په وړاندي خوښي، د مظلومیت په وړاندي زړه سوی، د ظلم په وړاندي کرکه، د غم په وړاندي ژړا…

که د علمي ليکني ليکوال په ليکنه کي زيات عواطف ور گډ کړي، پيغام به يې د عاطفې اوبه يوسي، په ليکنه کي به يې د قناعت پر ځای عاطفه راسي او لوستونکی به د قانع کېدا پر ځای عاطفي کړي.

داسي کړنه د علمي ليکني له مقاصدو سره په ټکر کي ده، بايد په علمي ليکنه کي شديد عواطف او احساسات نه وي.

دويم، په علمي ليکنه کي به دونه تخيل نه وي، چي د ليکني مطلب پټ کاندي.

تخيل، د دوو شيانو تر منځ د شباهت داسي اړيکي ته وايي چي په ذهن کي نوی او انتزاعي تصوير جوړ کړي. دغه تخيلي اړيکه په تشبيه، استعاره، کنايه، سيمبول، اسطوره… کي سته. معلوماتي نثر بايد له دغسي تخيلي ښايستونو څخه هم خلاص وي، ځکه دغه شيان د ليکني د ښايست او سينگار لپاره راځي. په علمي ليکنه کي به دونه خيالي پسول نه وي، چي د لوستونکو پام د ليکني له پيغامه واړوي او پر ځای يې د لوستونکو زړه د ليکني و ښکلا ته جلب کړي.
علمي ليکني بايد د لوستونکي عقل او فکر قانع کړي. تخيلي ښکلا او ځلا يې بايد زړه نه يوسي.

البته يوه خبره سته، تشبيه، استعاره او کنايه په علمي نثرونو کي د ښايست لپاره نه، بلکي د پيغام د لا روښانتيا، لپاره راتلای سي.
درېيم، په علمي ليکنه کي به مبالغه نه وي.
مبالغه: هغه ده: چي مانا تر خپل حد واوړي.
په عربي کي يوه مقوله ده: المبالغة باب من ابواب الکذب! ژباړه: مبالغه د درواغو له ډولونو يو ډول دی.
علمي ليکنه د درواغو او رښتيا په تله تلل کېږي. له علمي ليکني څخه دا تمه وي چي رښتيا ده؛ نو لازمي ده، په علمي ليکنه کي به مبالغه نه وي، ځکه په مبالغه کي د درواغو مالگه وي.

څلورم، په علمي ليکنه کې به ايجاز او اطناب نه وي.
ايجاز: په لږو الفاظ کي ډېري ماناوي راوړل دي.
اطناب: بيا په ډېرو الفاظ کي لږي ماناوي را اخيستل دي.

دغه دواړي کړني د ماناوو په فهم او رسولو کي خلل پېښوي، ځکه په ايجاز کي لږ کلمې او د هغوی ډېر مفاهيم وي. لوستونکی له لږو الفاظ څخه ډېر مفهومونه يا خو يې اخيستی نه سي او يا يې د ليکني له اصلي هدفه ځنډوي.

همداسي اطناب درواخله. لږي ماناوي په ډېرو کلمو کي رااخيستل د لوستونکو ذهنونه گډوډوي او په پيغام رسونه کي يې خنډ لوېږي. په معلوماتي ليکنه کي بايد لفظ د مانا او مانا د لفظ قرباني نه سي.

دغه دوه کاره هم په کار ده په علمي نثر کي نه وي، ځکه ويونکی د څېړني له مطلبه ليري پاتېږي.
پينځم، په علمي نثر کي به مساوات وي.

مساوات: د ماناوو په اندازه د کلمو راوړلو ته وايي چي څونه مفاهيم وي، بايد هغونه يې کلمې وي. کلمې به نه تر ماناوو زياتي وي او نه به کمي، ځکه دغه کار د ليکني په مقصد رسونه او روښانتيا کي پوره ونډه لري.
په کومه ليکنه کي چي د لفظ او مانا تر منځ مساوات وي، لوستونکی به يې په ايجاز او اطناب کي نه نښلي. د ليکني د هدف او لوستونکي تر منځ به پرده نه وي.

شپږم، علمي نثر به ساده وي.
ساده هغه نثر دی: چي موسيقي نه لري‌. په يوه کلام کي موسيقي هغه ده، چي يو ږغ يا سره ورته ږغونه څو واره منظم تکرار سي. دغه د يو ډول ږغ يا سره نژدې ږغونو تکرار په ليکنه کي اهنگ، شرنگ او موسيقي پيدا کوي، ځکه خو په سجع، تجنيس، تکرار، قافيه… کي موسيقي وي.

په علمي نثر کي به د ليکوال په اراده هيڅ ډول موسيقي هم نه وي، ځکه موسيقي لوستونکی جذباتي کوي او د ليکني له موخي يې مصروف ساتي.
اوس موږ د علامه حبيبي له يوه کتاب «د پښتو ادبياتو تاريخ» څخه د هغه یوه ټوټه نثر را اخلو او گورو چي په هغه کي د علمي نثر ياد اصول څنگه راغلي دي؟
ټوټه دا ده: «په پښتو کي د آرين ريښه:

اوس به نو راسو پښتو ته چي په دې ژبه کي د آرين او (آر) د پخوانيو کلماتو له پاره څه لرو او اوس کوم مستقل الفاظ سته چي دغه مفاهيم ولري.

هو! په پښتو کي د دغو دواړو معناوو له پاره چي پوهانو د (آر) په خصوص کي ښوولي دي، ريښې او مستعملي ژوندۍ کلمې سته، په دې راز:
۱_ تر اوسه هم (آره) د اصل او بنياد په معنا موجوده او مستعمله کلمه ده، چي اکثر قبايل يې وايي، دا کلمه له پخوا په پښتو ادب کي هم ځای لري او پښتنو اديبانو پخپلو اشعارو کي د يوې مستعملي او ژوندۍ کلمې په ډول راوړې ده.
زمينداوری اکبر چي د گوډ تيمور معاصر دئ( ۸۰۰ھ حدود) هسي وايي:
د غم آره يې سوه ټينگه زما په زړه کي
د رقيب سره خندا کړي هوسېږي
وروسته يو بل اديب ملا الف هوتک چي بحر الايمان ئې په (۱۰۱۹ھ) نظم کړی دئ، وايي:
دی له آره ؤ ښاغلی
څه که سو په وير نتلی
پير محمد مياجی د ( ۱۱۳۶ھ) په حدودو کي وايي:
شيخ متي چي خليلي ؤ
دی له آره لوی ولي ؤ
نو (آره) د اصل او بنياد په معنی د پښتو پخوانۍ کلمه ده، چي تر اوسه هم ژوندۍ ده او په دې معنا د دوکتور گيگر الماني له قوله سره مطابقت لري، چي دی (آره) اصل او آرين اصيل گڼي.

۲_ که د (آر) دوهمه معنا يعني کښت او کرهڼه د ميکس مولر په قول واخلو، دا هم کټ مټ په پښتو کي تر اوسه سته، په قندهار کي بزگران او کښتگران د لو پر وخت هسي وايي: “آره آره لور پر غاړه” په دې جمله سره د بزگرانو او زارعينو حال بيانېږي، چي دوی لومړی کښت کوي او بيا يې رېبي، نو آره په دې محاوره کي خاص د کښت او کرهڼي مفهوم لري، چي د هنټر او ميکس مولر له قوله سره سم دئ.

نو آرين په لومړۍ معنا اصلي وي، هم په پښتو کي سته او که په دوهمه معنا کښتگر او زارع وي، هم په پښتو کي تر اوسه مستعمل دئ.

عيني د آرين کلمه د پښتو له گرامر سره هم مطابقت لري، ( ين) په پښتو کي خورا ډېر د نسبت د ادات په ډول راځي او د کلماتو په پای پوري نښلي.
مثلا: ژړ(برنج) ژړين( برنجي) که د کلمې په پای کي (ھ) وي، غورځي لکه؛ خاوره( خاک) چي خاوري (خاکي) د (ھ) په حذف ځني جوړ سوی دی، نو که آره واخلو د پښتو له دغو اصولو سره سم د نسبت ( ين) پوري ونښلوو (ھ) غورځي او آرين ځني جوړېږي او ښايي وروسته ماقبل آخر زور په الف تبديل سوی وي او آريان ځني جوړ سوی وي.

په دې ډول آرين منسوب دئ د آر کلمې ته چي په پښتو کي د اصل يا کرهڼي په معنی تر اوسه سته او په پخوانو اريائيانو کي هم په دغو دوو معناوو مستعمله وه او معنا يې هم په اريايي پخوانۍ ژبه، هم په پښتو (اصل او شريف او کرونکی) ده، نو چي د (آريا- آرين) کلماتو ريښې تر اوسه په پښتو کي سته او پخوا په دغه ژبه کي استعمالېدلې او دا کلمې هم له اصلي اريايي ژبي څخه دي، نو دا ويلای سو، چي پښتو د اصالت او قدامت له پلوه هغې زړې ژبي ته ډېره نژدې ده.

د آريا کلمه په پښتو کي کټ مټ هم مستعمله وه. په پښتو کي دا نوم د علم په ډول د سړو له پاره استعمالېدی. د پښتنو په قبايلو کي د يوسف نومي يو زوی (آريا) نومېدی، د ده اولاده باديخېل بولي. افضل خان خټک په تاريخ مرصع کي ليکي:

د يوسف پنځه زوی و، يو پکښي آريا نومېده از بس چي ډېر متکبر او مغرور و، بادي ئې باله اوس هم ئې اولاد بادي خېل وايي. يوسفزي د پښتنو مشهوره قبيله ده، چي تر اوسه هم په دوی کي د آريا اولاد بادي خېل سته او دا ځني ښکاري چي د آريا نوم په پښتنو کي تر ډېره وخته معمول وو.»

لومړی؛ به وگورو چي په پورته نثر کي ياده عاطفه سته او که نه.

په ياد عبارت کي علامه حبيبي ۱۶ واره پښتو، څلور واره يې پښتنو او دوه ځله يې پښتانه قبايل کلمې ليکلي دي.

همداسي يې د پښتنو شاعرانو: اکبر زمينداوري، ملا الف هوتک او پير محمد مياجي نومونه هم يو يو وار راوړي دي.
يو ځلي يې د کندهار يادونه هم کړې ده.

له خپلي ژبي، قام او وطن سره د انسان مينه طبيعي وي. ليکوال خو يې په خپلو اثارو کي اظهار هم کوي. علامه حبيبي خو پر وطن، ژبه قام باندي واقعا د زړه له ژورو میين وو.

مگر دا چي د علمي ليکني بېلي غوښتني او سپارښتني وي، يوه له هغو څخه دا وه، چي په علمي ليکنه کي به شديده عاطفه نه وي؛ ځکه نو علامه حبيبي په ياده ليکنه او آن په گرد کتاب کي يو ځای هم له خپلي ژبي، قام او وطن سره شديد عاطفي چلند نه دی کړی.

دا ټوټه يې، يوه نمونه ده. وگورئ. په دې کي دونه عاطفه نه سته چي لوستونکی دي داسي احساساتي کړي، چي هدف ځني پاته سي.
ان په دې ټوټه کي خو يې وړې او کمزوري عاطفې لا هم نه سته: مثلا: ليکلي يې نه دي: چي زما/ زموږ پښتو. نه يې کښلي دي: مورنۍ ژبه پښتو. لرغونې پښتو، خوږه پښتو …

نه يې له خپلو وطنوالو شاعرانو او وطن سره هيڅ خواخوږي او مينه ښکاره کړې ده.

په ليکنه کي يې هيڅ داسي احساس نه سته، چي لوستونکی يې محسوس کړي چي استاد له خپلي ژبي وطن او توکم سره د عاطفې په تار تړلی دی.

دويم؛ په نوموړې ليکنه کي هيڅ داسي تخيلي او تمثيلي ترکيبونه، انځوريزه ژبه او تصويرونه نسته چي د لوستونکو پام دي له اصلي هدفه واړوي.

علامه حبيبي شاعر دی. په پښتو او پارسي يې ډېره شاعري کړې ده. هنري نثرونه او ټوټې يې ليکلي دي، مگر علمي ليکنه يې قصداً له تخيلي گڼي گوڼي ساتلې ده. د علمي ليکني اصولو او مطلب ته وفادار پاته سوی دی. که څه هم په ياده ټوټه کي يې درې ځايه استعاروي تراکيب ويلي دي:
لومړی؛ (د آرين ريښه)

دلته آرين کلمه له وني سره تشبيه سوې ده. مشبه به( مستعار منه) ونه حذف سوې ده.

د وني لوازم (ريښې) آرين ته ورکړل سوي دي. (د آرين ريښې) ليکل سوی دی.

دويم؛ ځای د آر کلمې په اړه داسي کاږي دی: (پښتنو اديبانو پخپلو اشعارو کي د يوې مستعملي او ژوندۍ کلمې په ډول راوړې ده.)

دلته يې آر له يوه ژوندي مثلاً انسان سره تشبيه کړی دی، انسان (مستعار منه) يې حذف کړی دی او د انسان صفت ژوند يې و آر کلمې ته ورکړی دی. د آر کلمه يې ژوندۍ بللې ده. هغه دريم ځای هم دېته ورته دی.

دا درې سره داسي تخيلي ترکيبونه دي، چي د ليکني په پيغام رسونه کي خلل خو نه پېښوي، بلکي لا يې مرسته کوي.

په دې اساس خو دغسي انځوريزه او مجازي ژبه په علمي ليکنه کې جايز او مناسبه ده.

دريم د ياد علمي کتاب په نثر کي مبالغه هم نه سته. موږ به بيا هم لوړي نثري بېلگي ته سر ور ښکاره کړو.

دلته يو ځای هم داسي مبالغه نه ده سوې، چي بنده دي ووايي: دا مانا تر خپلي اندازي اوښتې ده. داخبره امکان نه لري او يا دا دعوه عقل او فکر نه مني.
علامه حبيبي دونه احتياط کوي او داسي دقيقي خبري کوي، چي سړی ورته حيران سي.

د آر کلمې په اړه وايي: تر اوسه هم دا کلمه (اکثر قبايل وايي.)

دلته داسي نه وايي: چي دا کلمه تر اوسه هم په پښتو کي ويل کېږي او نه داسي وايي: دا کلمه اوس هم گرد قبايل وايي، بلکي دقيقه خبره کوي: چي اکثر قبايل يې اوس هم وايي.

د (آره آره لور پر غاړه) محاورې اړوند وايي: چي په کندهار کي يې بزگران وايي.

دلته هم نه وايي: چي د پښتو محاوره ده يا پښتانه يې وايي، بلکي د ټولو پښتنو پر ځای يوازي کندهار او په کندهار کي بيا يوه خاصه ډله خلک بزگران يادوي.
له دغو او داسي نورو ځايونو جوتېږي، چي استاد مانا تر خپل حد نه اړوي. په خپله علمي ليکنه کي مبالغې ته ارادتا ځای نه ورکوي.

څلورم؛ د علامه حبيبي په لوړ نثر کي ايجاز او اطناب هم نسته، بلکي مساوات دی پکي. د دې کتاب په دوه مخه نثر کي يې له ۱۶ واره پښتو لفظ سره هيڅ صفت او نسبت نه دی ذکر کړی.

له اکبر زمينداوري سره يې دا لا نه دي ليکلي چي په پښتو کي لومړی غزل ویونکی شاعر زمينداوری اکبر وايي.

همداسي يې له ملا الف هوتک، پير محمد مياجي افضل خان خټک او يوسفزو سره هيڅ زايد او مشهور صفات نه دي ليکلي …

داسي ايجاز يې هم په ليکنه کي نسته چي لوستونکي دي ورسره په تکليف سي او د ليکني فهم دي ورته ستونزمن سي.

مثلا: داسي يې نه دي ويلي: چي اکبر وايي، هوتک وايي يا افضل وايي‌…

زما په فکر داسي کلمې، جملې او عبارت نه لري، چي لوستونکی يې زايدي وبولي او هغه ته دي د ليکني په توضيح او تشريح کي گټه نه وکړي.
پينځم د علامه حبيبي په پورته نثر کي داسي موسیقي نسته چي استاد علحيده اراده ورته کړې وي.

که استاد غوښتي واي: ټول کتاب به يې اهنگين ليکلی وای.

مثلآ: ياده نومونه کي ده داسي هم ليکلای سوای: آر له آره په آره پښتو کي ژوندۍ کلمه ده.
نور بيا…
د علامه#حبيبي۴۲ تلين

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...