پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د کره کتنې وده او زوال | عبدالرشید سعادت

د کره کتنې وده او زوال | عبدالرشید سعادت

کره کتنه د ادب پوهنې د اصلي څانګې په توګه هغه علم دی چې د یو لړ اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د یوه اثر ناکره برخې له کره څخه لرې کوي یا یې بېلوي. دا علم بېلابېل ډولونه، اداب، معیارونه او اصول لري، چې دلته یې زه په دا پورته یادو شویو برخو بحث نه کوم.

هره پدیده چې رامنځته کېږي نو هغه به په یوه ټولنه او چاپېریال کې رامنځته کېږي، وده کوي او مري. کره کتنه هم د یو علم په توګه په یوه چاپېریال کې رامنځته شوې، وده یې کړې او یوه ورځ به له منځه ځي او له یاده دې وتلې نه وي په ځينو ټولنو او ځایونو کې په بېلابېلو برخو کې له منځه لاړه ده او له منځه تلو په حال کې ده. دلته به زه د کره کتنې پر چاپېریال بحث وکړم، چې څه وخت په کې وده کوي او څه وخت له منځه ځي.

که د کره کتنې تاریخي پس منظر ته فکر وکړو نو پوهانو د کره کتنې پيدایښت په اړه یوه خوله پاتې شوې نه دي، ځينې یې له ارسطو او افلاطون څخه پيلوي، ځينې وايي چې کریکتوس لومړنی کره کتونکی و او یوه ډله نور یې بیا له هومر څخه پيلوي. دلته زما موخه دا ده چې په یوه چاپېریال کې رامنځته شوې ده، دا چې کله او څنګه وده کوي دلته به یې وړاندې کړم.

هره پدیده چې هر څه وي که هغې ته ارزښت ورکړل شي، معیارونه یې په پام کې ونیول شي او اداب یې مراعات شي نو هغه وخت به هغه پدیده وده وکړي او د ټولنې او ادب په درد به وخوري. که د کره کتنې علم ته وګورو په هغه ټولنو او ځایونو کې چې ارزښت ورته ورکړل شوی، معیارونه یې مراعات شوي او قوانین یې پلي شوي هلته یې وده کړې او د ټولنې، ادب او نورو علومو په درد خوړلې ده، کله چې کره کتنه تازه او د ودې په حال کې وي نو ټولنې ته به هم کره او د اړتیاوړ اثار وړاندې کېږي، که چېرته د کره کتنې معیارونه، اداب او قوانین مراعات نه شي نو دلته به د کره کتنې ودې لپاره چاپېریال خراب وي او وده به په کې نه شي کولای.

زموږ په ټولنه کې د کره کتنې د ودې لپاره چاپېریال برابر نه دی، د کره کتنې اصول، معیارونه او اداب نه مراعات کېږي، که د یوه شاعر او یا لکیوال پر شعر او کیسه کره کتنه کوې که دې وستایه د شعر او کیسې نیمګړې خواوې دې ورته په ګوته نه کړې نو ښه کره کتنه دې کړې او که دې دا کار وکړ نو په دې پوهه شه چې کلونه وروسته به هم دا عقده درسره ساتې، کله چې ورسره مخامخ شې نو په ښه توګه به روغبړ او یا خبرې اترې درسره نه کوي، ته به وایې چې پلار یا ورور دې ورته وژلی دی، ځينې نقد کوونکي نقد کوي خونقد به یې د شخصي عقدې په اوبو رنګ وي، دښمني به له لیکوال سره لري غچ به یې له اثر څخه اخلي، چې دا کار هم د کره کتنې په نړۍ کې ځای نه لري. په ټوله کې زموږ په ټولنه کې د کره کتنې د ودې لپاره کار شوی نه دی او نه دا چاپېریال ورته برابر شوی دی. که چېرته پخوا شوی و نو اوس هغه کار له منځه لاړ دی او کره کتنه د لمنځه تلو په حال کې ده.

که نړۍ ادب ته پام وکړو نو هلته چې کله یو اثر چاپ کېږې مخکې له دې چې بازار ته وړاندې شي څو وارې د کره کتنو له ناستو څخه تېرېږې کله چې دغه ناستو د تائید رایه ورکړه بیا اثر د چاپ پر ګاڼه سینګار کېږي، دا اثر چې ټولنې ته وړاندې شي نو د لوستونکو او مینوالو له مینې سره مخ کېږي او لیکوال یې هڅول کېږي چې نور اثار وپنځوي. همدا دلیل دی چې زموږ په ټولنه کې ګڼ اثار چاپېږي خو هومره لوستونکي او مینوال نه لري، که چېرته موږ د کره کتنې لپاره ناستې او چاپېریال برابر کړو نو ټولنې او لوستونکو ته به کره اثر په لاس کې ورکړو او لیکوالان به مو وهڅول شي چې نوې پنځونې وکړي.

کره کتنه څه وخت له زوال سره مخ کېږي او مري؟ پورته چې مې کومې خبرې وکړې همدا خبرې د دې پوښتنې د ځواب لپاره صدق کوي، ځکه هغه وخت چې موږ د کره کتنې معیارونه او اداب مراعات نه کړو نو له دې څخه معلومېږي چې کره کتنه د ورکیدو په حال کې ده، که چېرته یې اداب او معیارونه مراعات کړو نو کره کتنه به د ودې په حال کې وي او زموږ ټولنې، ادب او لوستونکي ته به نوي او تازه اثار په لاس ورکړي.

که کره کتنه له منځه لاړه نو بیا څه رامنځته کېږي؟ په هغه ټولنو او علومو کې چې کره کتنه تازه او د ودې په حال کې ده نو هغه علوم به ورځ تر بلې پرمختګ کوي او نوې پنځونې به په کې رامنځته کېږي او هغه ټولنې چې په هغوی کې د کره کتنې د ودې چاپېریال خراب وي بیا نو په هغه ټولنه او علم کې به ګډوډي رامنځته کېږي، هر څوک به په خپله خوښه او ذوق سره اثار پنځوي، معیارونه او قوانین به په نظر کې نه نیول کېږي.

د پایلې په توګه دا ویلی شم که مو د نورو پدیدو په شان د کره کتنې علم د ودې لپاره چاپېریال چمتو کړ نو د دې علم په سبب به مو ژبې او ادب ته نوي او تازه اثار وپنځول شوي، ژبه به مو پرمختګ وکړي او لیکوالان به مو د نویو اثارو پنځولو ته وهڅول شي. که مو د کره کتنې علم لارې بندې کړې او د ساه وېستلو ځواک مو ترې واخیسته نو په دې چاپېریال کې وده نه شي کولای او زوال سره به مخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب