پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبد الفت وروستی آه! | پوهنیار رحمت الله حکیمي 

د الفت وروستی آه! | پوهنیار رحمت الله حکیمي 

(آه) هغه کلمه ده چې د درد، عاطفې او ترحم د اظهار لپاره زموږ له خولې راوځي او زموږ قلبي تمایلات تفسیروي. د ګل پاچا الفت زړه له اوله تر اخره له عاطفي شوره ډک ؤ، همدې شور د ده د فکر او خیال هسته جوړه کړې وه. لیکنو یې پر نورو ښکلاوو سربېره عاطفي خواږه او جاوېدانه ښکلا هم لرله.

استاد الفت

ګل پاچا الفت تل د غریبو، بې کسو، نادارو، مظلومو او پاک نفسو د زړه  درزا اورېدلې د دوی په وړاندې یې ټولنیزو او سیاسي نابرابریو ته د انتقاد ګوته نيولې او په معاصر ادب کې د انتقادي ریالېزم مخکښ لیکوال ترې جوړ شوی. دا انتقادانه مفکوره د ده له افکارو سره په هنري او ښکلاییزه توګه روانه ده او تخلیقي ادبیاتو یې پرې جاوېدانه ښکلاییز روح خپل کړی. 

ښاغلي الفت تر وروستۍ سلګۍ پورې د مظلومانو، بې وسو او فقیرو خلکو سره خپل الفت ساتلی. (د الفت وروستۍ آه) سرلیک د نوموړي وصیت تفسیروي. له معمول سره سم هر کس د ژوند په اخري شېبو کې وصیت کوي چې تر ډېره د خپلې کورنۍ په وروستي انسجام او خپل تکفین تجهیز خبرې لري. په ټوله کې کس فردي او د کورنۍ اړوند مسؤلیتونه نورو ته سپاري. د ارواښاد ګل پاچا الفت له نورو کسانو څخه متفاوت د انساني مینې، تواضع او خدای پرستی اعلیْ بېلګه ده. د ژوند په اخري شېبو او اخري آه کې یې هم د زړه عاطفي درزا  اورېدلی شو. د مرګ په وروستیو شېبو کې هم د فقیر، ناچاره، مظلوم او خوار کس سره په څنګ کې ولاړ دی او د دوی د کړاوونو ډک ژوند یې د خدای ( ج) په وړاندې نیکمرغه او سوکاله ژوند ګڼلی او هغه یې د خپل ځان لپاره هم خوښ کړی. وروستی سلګۍ یې هم د ټولنې له کړېدلې طبقې سره له عاطفي آهونو او دردونو څخه ډکه ده چې د ده  رښتیني احساس ، عاطفي صدق او اعلیْ شخصیت په زباد رسوي. 

دا وصیت په منظومه ژبه دی. د غزل هره کړۍ یې دلته له تحلیل او سپړنې سره تاسو حضور ته وړاندې کوو:

غواړم چې مرګ مې وي په شان د یو فقیر

نــــه دې پکــــې ویر وي نه د خلکو ډېر بهیر

د یوه بډای سړي مرګ هم د بډایانو اختر وي. یوازې دوی په کې پالل کیږي. د غرېب او بې وسه خلکو پروا له چا سره نه وي. ډله ډله خلک یې د تکفین او تجیز مراسم ترسره کوي. هر څه یې د ریا لپاره وي. ورثه یې په دې فکر کې وي چې تربرانو او سیالانو ته ټیټ رانشي، خپل مړی په دبدبو خاورو ته سپاري. د خان، ملک او ملا خوله په کې غوړه وي. دلته خدایي رضا له دې کوره کډه کوي او د خلکو رضا ورته رامېلمه  کېږي. الفت له داسې مړینې پناه غوښتې د یو فقیر د مرګ غوندې مړینه غواړي چې الله (ج) ته نژدې وي او الله (ج) همدوی د صدقې او ذکات مستحق ګنلي وي. په داسې تکفین او تجهیز کې یوازې د خالق او مخلوق ترمنځ سپېڅلې اړیکه تحقق مومي. فقیر سړی یوازې په خپله معنوي استغنا د خپل رب په لور ور روان وي؛ نو پورتنی بیت د الفت عاطفي ځواک او  تواضع ښي. ورپسې بیت کې راځي: 

نه دې راډیو کې وي زما د مرګ اعلان

نه دې وي زما په قبر خــــان و بیک امیر

له پورتني بیته معلومیږي چې الفت له کاذب شهرته پناه غواړي. په دې ځان معزز  نه ګڼي چې خانان او امیران یې په قبر راټول شي. د الله (ج) په دې فرموده ټینګ ګروهمن دی چې وايي: ((و تعز من تشاء و تزل من تشاء)). له دې ښکاري چې الفت په معنوي لاره د خپل خالق په لوري ور روان دی. نه شهرت غواړي نه دبدبه یوازې خپله مینه او رښتیني بندګي په تواضع سره خپل رب ته وړاندې کوي. په ورپسې بیت کې وايي: 

خاورو ته دې وسپاري ما هغه دهقانان

هغه چې کري تخــــم او وړي خیـــــر کثیر

دهقان د ټولنې هغه کس دی چې یوازې په خپل زحمت کې راحت ویني. هر څه له خپله عمله ګڼي او په خپلو اعمالو تکیه کوي. که په خپل کر کې کړاو تیر کړي، وخت په وخت یې پالنه وکړي؛ نو بیا یې ښه او غوره حاصل ته د امید سترګې نیولې وي او الله (ج) هم ور پېرزو کوي. د دهقان چاره د خپل کښت سره داسې مثال لري لکه د الله (ج) په وړاندې د بنده چاره. که یو کس خپل نفس پاک او مهذب کړي، په ټولنه کې ښه اعمال تر سره کړي، د خپل نفس ونه مهذبه کړي او  تل یې خپل نفس د (امربالمعروب نهی عن المنکر) په فرموده روان کړی وي؛ نو دالله (ج) په وړاندې به  له ښه حاصل څخه برخمن شي. همدې ته په پام زموږ د ټولنې غوره او پاک نفسه انسان ګل پاچا الفت په هغو کسانو خپل جسد خاورو ته سپاري چې یوازې په خپلو اعمالو تکیه کوي او بس! په دې فکر کې دی که د نیکو عملونو کر مې کړی وي طبعاً به خیر کثیر وړم. له دې ښکاري چې د دهقان او الفت مزاج د خپلو اعمالو په اړه یو شان دی او  خلک  د خپل نفس غوره پالنې ته رابولي. په راورسته بیت کې وايي : 

نور څه نه وړم عجز نیاز به وړمه خدای ته

رحم او کرم ته به یې وړم عذر او تقــــصیر

پورته وینو چې الفت د خالق په وړاندې د عذر سرټیټوي او په خپلې تواضع سره د الله (ج) د کرم او مرحمت مطالبه کوي، چې دعابد او معبود ترمنځ د عبدیت سپېڅلي مینه تفسیروي او انسان له لویۍ او کبر څخه ژغوري؛ نو الفت هم د الله (ج) په رحم او کرم تکیه کوي او د یو رښتیني بنده صفات خپلوي. ورپسې بیت یې په لاندې ډول دی : 

لاس کې څه نه و چې نـهر وږي مـــــاړه کړم

زړه کې خو څه و چې یې په دوی کړمه زهیر

لکه وړاندې مو چې وویل چې د الفت زړه له معنوي استغناڅخه ډک دی او په معنوي لاره یون کوي اوپه دې خوږ مزل منزل ته ځان رسوي. په پورته بیت کې هم وایي چې ما د خپلو خلکو سره مینه او عاطفه لرله. بې درده نه ومه. که مادي توان مې نه لرلو دومره معنوي توان  راسره و چې دوی ته پرې صدقه ورکړم. دلته هم وینو چې نوموړی خپل خالق ته د فقیرانو په وړاندې خپل عاطفي رجحانات وړاندې کوي. یوازې په خپلو کړنو او عمل اتکاکوي لکه چې وايي: 

ښه به وي که لږ مې دا تیاره قبر رڼا کاندي

که مـې رڼـــا کــــړی وي د چــــا ذهـــن ضمیر

استاد الفت ګروهمن دی چې د خلکو اذهان روښانه کول او د دوی ضمیر بیدارول بې ښمره نه دي، په همدې خاطر د الله (ج) څخه د خپل قبر د رڼاکولو ارزو لري. دا بیت یې په دنیایي ژوند کې د سپېڅلي سفر ترجمان دی چې د خپل رب د رضامندۍ لپاره یې کړی نه د نورو اړیکو په خاطر. په خپلو کړنو باورمند دی او د الله (ج) څخه د ثواب غوښتونکی دی. دا طبیعي ده چې رڼا په روڼ اندو کې وي. که دده ذهن او دماغ روڼ نه وای خپل چاپیریال او خلکو ته به یې څه رڼا ورکړې وای. ارواښاد الفت د خپلې ټولنې او خلکو د خدمت لپاره هر قدم د الله (ج) د رضا لپاره  پورته کړی نه د کوم شهرت او ځان ښودنې لپاره، دی په خپله وايي : 

مه کړئ د ریـــا لپاره ما پســـــې خیرات

ځان پسې نه غواړم خیراتونه چشمګیر

هغه خیراتونه او صدقې چې د ځان ښوونې لپاره کیږي له هغې څخه الفت پناه غواړي. که په خیرات کې د الله( ج) رضا هدف وي، پکار ده چې د ریا او ځان ښوونې په  غرض نه وي. هسې خیراتونه ونه شي چې د خلکو سترګې ور واوړي. له دې نه هم د نوموړي تواضع، دیانت او سپېڅلیتوب ښکاري . په همدې پسې متصل وايي: 

ورکړئ غریبانو ته کــــــــه وي زمــــا څــــه مال

پټ غوندې له خلکو چې پکې نه وي تشهیر

الفت صیب له معنوي صدقاتو سربېره په مادي ډول هم د فقراوو لاسنیوی کوي. هغه هم په داسې ډول چې ذره شهرت په کې نه وي اویولاس په بل لاس خبر نه وي. نوموړی په دې اند دی چې خوران او غریبان خدای ته نږدې کسان دي. د همدوی په خوښۍ کې د الله (ج) خوښي نغښتې د دوی د زړه درزا د زړه په غوږو اوري او د غزل په ورستۍ کړۍ خپل وصیت داسې راټولوي: 

خدای ته ډېر نږدې وي له هر چا څخه الفته

هغه چې دنیا کې وي غریب  خـوار و حقیـر

د الفت له دې وروستیو آهونو څخه څرګندیږي چې نوموړی یو پاک نفسه، پاک زړی، مدین، روڼ اندی او په خدای مین انسان دی، چې هر کلام  یې د انساني ټولنې د رغښت زرینه خښته ګنل کیږ ي . دده هره  خبره د سپېڅلي احساس او رښتیني عاطفې ترجمانه ده. تر وروستۍ سلګۍ پورې په افغاني ټولنه کې د یوه بادرده، بااحساسه او خواخوږي لیکوال په حیث پاتې شو او په خپلو لوړو خیالونو او ژورو فکرونویې پښتو معاصر ادب ته نوی ښکلاییز روح ورپوه کړ. 

روح یې ښاد په قبر یې نور غواړم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب