ژباړه: ګل رحمن رحماني
دا زما داستان دی، که څوک غواړي پوه شي، چې ولې لېونی شوم؛ نو ويې دې لولي:
” په ډېرو پخوا زمانو کې، مخکې له دې، چې دومره ډېر بتان زوکړه وکړي، زه له یوه ژور خوب نه راويښ شوم او ومې لیدل، چې ټول نقابونه مې غلا شوي دي، دا همغه اوه نقابونه وو، چې خپله مې ګنډلي وو او د ځمکې پر مخ د خپل ژوند په اوه ګونو دورو کې به مې اغوستل. “
زه همداسې بې نقابه له شور او ګڼې ګوڼې ډکو کوڅو ته راووتم، وګرځېدم، منډې مې ووهلې او چیغې مې کړې:
“ای غلو! وه غلو، وه لعنتي غلو! “
ښځو او نرانو راباندې وخندل او ځینې، خو دوېرې په حالت کې په وحشت نیولي انداز رانه وتښتېدل، په خپلو کورونو ننوتل.
کله، چې د ښار میدان ته ورسېدم؛ ناڅاپه مې په یوه ځوان سترګې ولګېدې، چې د یوه کور پر بام ولاړ و، په چیغو یې وویل:
” ای خلکو ! دغه لېونی دی. “
سر مې اوچت کړ، چې هغه ووینم؛ خو لمر مې په لومړي ځل لغړه او بې نقابه څېره ښکل کړه، وروسته مې روح هم د مینې له لمره نه روښنايي واخیسته او احساس مې وکړ، چې وروسته نور نو خپلو نقابونو ته اړتیا نه لرم، د خسته ګۍ او بې هوښۍ په حالت کې مې ځان را ټول کړ، چیغه مې کړه او ومې ویل:
” تاسې ډېر مبارک دي، ډېر مبارک دي، هغه غله چې زما نقابونه یې غلا کړي دي! “
همدا علت و، چې لېونی شوم، خو د دغه لېونتوب له برکته هم امنیت او هم ازادۍ ته ورسېدم، ازادي په یوازېتوب کې او امنیت په دې کې، چې خلک زما له ذاته خبر شول. ځکه هغه کسان، چې زما ذات درک کوي؛ نو کوښښ کوي، چې زما له وجود نه یو څه په بنده ګۍ سره ونیسي.
خو زه باید په خپله دغه ازادۍ او نجات سره زیات مغرور نه شم، ځکه چې که یو غل غواړي له بل غله نه په امان پاتې شي؛ نو باید په زندان کې وي!