جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونهد ټاکنو کمیسیون ته دې د ستونز حل لپاره په کلکو ټکو...

د ټاکنو کمیسیون ته دې د ستونز حل لپاره په کلکو ټکو یو لیک ولیږل شي

په تیر پسې ……. دوهمه برخه …………….(طنز) ……………..  حبیب الله بختیال

نن چې سهار وختي په وچو او نهارو خیټو د کاندید ګاونډي کور ته د غونډې لپاره له جومات څخه ورغلو او د هغوی دروازه مو وروټکوله، نو له نورو پیښو سره مخ شوو او هغه دا چې لومړۍ خو له پوره یو نیم ساعت انتظاره ایله د کاندید میرمن په خوبولو سترګو ، ببر سر او بدرنګ مخ د خوب په کالیو کې، چې ترینه لاندې یې هر نازک، خو نیمه ځوان او نیمه زوړ غړی ښکاریدو په دروازه کې راښکاره شوه او موږ ته یې د ننه راتلو بلنه راکړه. وروسته د کاندید میرمن د خپلو لاسونو ، پښو مینځلو ، یا هم حمام او آرایش لپاره یوې ځانګړې کوټې ته ولاړه او موږ یې په انګړ کې د جوړې شوې کیږدۍ لاندې په څوکیو کې په اوږده انتظار کښینوولو.

موږ خو د نورو ورځو په څیر هان د شپې هم مخکې له مخکې سبا نهاري ته تیاری نیولی ؤ او د هغه چا خبره خپلې خیټې مو په اوبو کې ورته اچولې وې او ویل به مو چې د شپې لخوا به هم په نیمه مړه خیټه ویده شو، ځکه چې سبا نهاری به د کاندید په کور کې کوو او ښې غوړې زیړې به وي، خو د تمې خلاف یوازې شین چای له ملایۍ او کیک او کلچو سره، چې مربا هم ورسره وه راکړل شوه او له دې وروسته د کاندید میرمن له مخکیني حالت څخه په بیل ډول د غونډې تر ځایه په داسې حال کې راغله، چې څو خپلوانو پیغلوټو نجونو چې تنګ کاوبای پتلونونه یې له نازکو زیرپیرانیو سره چې داخلي هر غړی یې د تیز نظر لروونکو ځوانو کسانو هم لیدای شوای بدرګه کوله. هغه د مخیکني ساعت په څیر نه وه ښه سینګار یې کړی و او د سټیج پر سر سرتور سره راښکاره شوه، موږ ته یې ښه راغلاست ووایه او بیا یې خپلې د پیل خبرې داسې وکړې:

–         له تاسو ټولو مننه کوم، خو که ریښتیا یې راباندې ووایاست، نو اوس مې هم د پخوا په څیر خاوند له خپلې ستونزې نه دی خلاص شوی، خو نن به ما ته یوه لاره په لاس راکوئ او یوې پریکړې ته به مې رسوئ، که هغه د غزني زیارتونو ته تلل یا د ملایانو ، تعوذیګرو ، کوډګرو لیدل او یا هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د څو استازو لیږل وي، خو ما ته یې دا د کمیسیون ته تلل او د غزني زیارتونه ښه ښکاري، ځکه چې په کمیسیون کې مو شناخت شته او یو اوخښی مې هلته څه کاروبار کوي. بل لور ته د غزني زیارتونو ته تګ هم بد نه دی، ځکه چې دا به په راتلوونکي دا هوا له لارې د غزني زیارتونو ته تګ یو دود شي او په دې خو څه نه شم ویلای، خو یو شمیر هغو شرکتونو والا مو نږدې خپلوان دي؛ کوم چې غزني ته له کابل او نورو ځایونو مسافرین د نا امنۍ له امله د هوا له لارې انتقالوي زه خو وایم ښه دی ددې شرکتونو به هم یو څه ګټه وشي او یو څه تبلیغ به ورته وشي.

د کاندید میرمنې، چې خپلې دا ستومانوونکې خبرې خلاصې کړې نو زموږ هم حوصله ورته تنګه شوه او نیغ په نیغه موږ د هغې خبره ومنله او لکه د پارلمان وکیلان، چې په کوم څه کې شخصي ګټې وي او ددوي جیب په کې ډکیږي شنه کارتونه مو ورته پورته کړل، خو ځینو ځکه کارتونه پورته نه کړل، چې هغوي د خپلو نظرونو د څرګندولو لپاره وخت غوښت چې یو یې هم زموږ ګاونډی جان آغا ؤ، چې د یو هوایي شرکت سره مهم کارکوونکی و او د کوم بل ته چې له خپلوانو یې و کمپاین کاوه؛ هغه وخت وغوښت او د سټیج سر ته په داسې حال کې ولاړ، چې تندی یې له ډیرې غوسې تریو نیولی او خولې پرې راماتې وې مایک ته په رسیدو سره یې داسې په خبرو پیل وکړ:

–         وروڼو دا سمه ده، چې زموږ ګاونډی کاندید دا مشکل لري، خو په سلګونو نوره دې ته ورته بیچاره کاندیدان شته باید د هغوی غم هم وخوړل شي آخر موږ د یو افغان ملت بیلابیل وروڼه یو، چې جدا کیدل مو ناشوني دي او بیا خو که ځمکه نا امني ده نو هوا خو شته له هوايي شرکتونو سره به خبرې وکړو، چې زموږ د کاندیدانو او د هغوی خپلوانو لپاره دې په وړ بیه ټکټونه ورکړي او دا هم درته وایم، چې زموږ ددې ډول نوښتیزه غونډو رپوټونه دې په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شي ؛ تر څو نور کاندیدان زموږ له نوښته خبر شي او هغوی هم زموږ په څیر پریکړه وکړي آخر د یو ملت بچیان یو او یو کاندید د بل کاندید پر وړاندې تخریب او ورانکارۍ ته مټې رابډ نه وهي.

دا دې چې د غرمې ډوډۍ وخت نږدې وو، نو په همدې خاطر د هغه له دې خبرو سره ټول د غونډې زاړه واړه او پیغلې سپین سرې په چکچکو شوې. د جان آغا له خبرو وروسته زموږ د ناحیې یو وکیل حاجې میرزاګل د ټولو خبرې او رایې د تایید وړ وبللې، خو ویې ویل، چې لومړۍ له هر څه مخکې باید هغه څه وکړو چې موږ ته نږدې او لګښت کم پرې راځي او هغه د ټاکنو کمیسیون ته د یو لیک له لارې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه ده، چې باید ولیکل او ورولیږل شي که چیرې یې ومنله، نو ښه په ښه او که چیرې ورته د منلو نه وه، نو بیا به پر نورو لارو چارو غور کوو.

د ملک میرزاګل خبره خو له پخوا څخه په سختو چکچکو ټولو ومنله په تیره بیا هغو خیټورو، چې دا مهال یې په خیټو کې غړمبهاری و داسې چکچکې یې ورته وکړې، چې لاسونه یې په کې تڼاکي شول. له همدې سره د نن ورځې غونډه په دې پای ته ورسیده او د ډوډۍ لپاره تیاری ونیول شو، چې باید د ټولو په ګډه مشوره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د کاندیدانو د میرمنو او خپلوانو د ستونزو حل لپاره په کلکو ټکو یو لیک، چې د دوي د ستونزو یادونه هم په کې شوي وي ولیږل شي او غوښتنه ترینه وشي، څو په دې لیک یادو ستونزو ته ژر تر ژره د حل لارې چارې وموندل شي.

دا چې د ګل آغا نظر ته لومړیتوب ورنه کړل شو، نو د غونډې په پای کې مې ولید، چې ملک میرزاګل یې ګوښه کړ او دواړه یو بل ته شنه او سره سره اوښتل، خو له د یو بل ګریوانونو ته یې ځکه لاس نه اچاوه، چې زما په اند له دې به ډاریدل، چې اوس که د پردي کور په انګړ کې سره په شخړه شو، بیا به مو څوک سره جلا کوي، ځګه ټول د ډوډۍ په خوړلو لګیا دي او چې تر څو یې دوي سره معلوموي، نو ډوډۍ به خلاصه وي دا چې ملک میرزاګل یو څه هوښیار او په منګ پوخ سړی و، نو ګل آغا ته یې وویل، چې دا ځای او دا وخت ددې خبرو نه دی درځه چې ډوډۍ رانه خلاصیږي، نورې خبرې به بیا له ډوډۍ وروسته سره کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب