پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبرود یارد کېپ لینګ او د ځنګل کتابګ| ګل رحمان رحماني 

رود یارد کېپ لینګ او د ځنګل کتابګ| ګل رحمان رحماني 

  د ځنګل کتاب د نوبل ګټونکي لیکوال رودیارد کېپ لېنګ له ۳۵ اثارو هغه مشهور داستاني اثر دی چې د ادبیاتو په ځانګړي ډول ماشوم ادب په برخه کې نړیوال مقام لري او د نړۍ اکثره ژبو ته ژباړل شوی دی. پښتانه ځوان او ماشومان نېکمرغه دي چې د هېواد پیاوړې لیکوالې او د ماشوم ادب خواخوږې اغلې زرمینې روهي ورته دا کتاب پښتو کړی او دا دي اوس اوس په پښتو ژبه کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په  ویاړ په تصویري بڼه خپور شو.

     د ځنګل کتاب د نړیوالو ادبیاتو مهم اثر دی چې د خپلو ځانګړو او پیاوړو پیغامونو له لارې د نړۍ په ګڼو ژبو ژباړل شوی او د پښتو ژبې په ګډون یې کارټوني او تصویري لنډ او اوږده فلمونه هم جوړ شوي دي او ډېره اوچته سمبولیکه ژبه لري.

    د ځنګل د کتاب پیغام په بېلابېلو ټولنو کې د ټولنیزو او فکري ټکرونو مسئله رانغاړي چې په لرې مانا کې بیا پر اسیا او انګلستان د نیواکګر ځواک څخه پرده پورته کوي، د افریقا پر یوه سیمه ځنګلي حیوانات برید کوي او  یو ښکلی ماشوم له ځان سره وړي، ماشوم په ځنګل کې لویېږي چې د وخت په تېرېدو د ځنګلي حیواناتو خویونه اخلي او ژوند یې په یوه بله نړۍ کې له داسې موجوداتو سره تېرېږي چې هم نوعه یې نه دي، دا موضوع په ټولنه کې په استعماري ټولنو کې د کلتوري ټکرونو له مسئلې په سمبولیک ژبه پرده پورته کوي چې د کېپ لینګ د نورو اثارو ځانګړنه هم ده.

   د کېپ لینګ مهارت په دې کې و چې هم یې په خپل وطن هندوستان کې د انګلستان د اوږده نیواک ترخه تجربه حس کړې وه او هم یې د خپل دویم هېواد په توګه هلته انګلستان کې له ژوند وروسته د یوه نړیوال استعماري ځواک اصلي څېره هم ښه وپېژنده، ځکه خو د هغه نظر یو اړخیز نه وه او د پرتلنې واقعي ځواک یې هم درلود.     

   ښه به وي چې د لیکوال واقعي ژوند ته هم سر ورښکاره کړو. په خټه هندی برېتانوي لیکوال رودیارد کېپلینګ په ۱۸۶۵ لمریز کال د هندوستان په ممبيي ایالت کې نړۍ ته سترګې غړولې، پلار یې کشیش و او د خپل ایالت په پوهنتون کې یې د معمارۍ په برخه کې هم عملي تدریس کاوه.

     نوموړي د هنرمند پلار له برکته په پینځه کلنۍ کې لیک لوست زده کړ او په ۱۸۷۱ کال کې انګلستان ته د تحصیل په موخه وکوچېده. بخت یې دلته خراب و چې د کښتۍ یوه تقاعد شوي بد اخلاقه  کپتان ته د روزنې لپاره وسپارل شو، دی هلته نږدې شپږ کاله د کپتان د هغه د مېرمنې له ناوړه چلند سره مخ و چې په دې توګه یې ډېر تریخ او بې مینې ماشومتوب تجربه کړ. 

      نوموړی په دې دوره کې اکثره وخت ناروغ و، دی(د سپینو پسونو بغارې) داستان کې چې د  کښتۍ د ژوند پر بنسټ یې لیکلی وايي: کله چې د ځوانۍ شونډو د کرکې، شک او بدګومانۍ د ترخو اوبو ژوره مزه څکلې وي، نو بیا د نړۍ ټوله مینه هم نه شي کولای چې دا تریخوالی له یوې مخې پاک کړي.)) هغه د ژوند د لومړنۍ سختې دورې له تېرولو وروسته ښه ژوند ته ورسېده او بېرته یې له خپل مور او پلار سره د خوښۍ ژوند پیل کړ، تر څنګ یې ورته د انګلستان د متحدو ځواکونو پوهنځي کې د تحصیل لپاره نوم لیکنه وکړه.

     کېپ لینګ په دې دوره کې بیا هم له ترخو شپو ورځو سره مخامخ شد او دا چاره ددې لامل شوه چې له درس سره له یوې مخې خدای پاماني وکړي. له ۱۸۸۲نه تر ۱۸۸۹ کال پورې یې په لاهور کې له ورځپانې سره د خبریال او لیکوال په توګه کار پیل کړ چې دا یې د لیکوالۍ په ډګر کې لومړۍ، خو پخه تجربه وه.

    همدا مهال و چې شاعري یې هم پیل کړه او له شاعرۍ نه یې داستان لیکنې ته قدم واخیست. په ۱۸۸۶کال کې یې اووه ټوکه کتابونه خپاره شول، په ۱۸۸۹کال کې یې د نړۍ د سفرونو یوه دوره پیل کړه چې د خپل سفر تجربې یې په (له سمندره سمندر ته) یونلیک کې خپرې کړې. د نیویارک او لندن کتاب خپروونکو هم په لومړیو کې د یوه ناپېژندل شوي لیکوال د کتابونو له خپراوي سره چندان لېوالتیا نه درلوده.

    داسې وخت هم راغی چې ویلیام ارنسټ هنلي د کېپ لېنګ د ژوند او شاعرۍ نوښت او نوي طرز ته په پام سره له هغه لاس نیوی وکړ او د ارنسټ هنلي ملاتړ ددې سبب شو چې دغه لیکوال په انګلستان کې په یوه مطرح او فعال شخصیت بدل شي. هغه په همدې کلونو کې د یوه امریکايي لیکوال له لور سره واده وکړ چې د واده د چکر میاشت (د شاتو میاشت) یې په جاپان کې تېره کړه او بیا د ځینو ستونزو په سبب د انګلستان استوګن شو.

  ځنګل او د ځنګل کتاب د هغه دوه داسې اثار دي چې ده ته یې د نوم او شهرت تر څنګ ګڼې جایزې هم وګټلې، امریکا ته په یوه سفر کې یې خپله شپږ کلنه لور له لاسه ورکړه چې دا چاره د څه وخت لپاره له ژونده د هغه د ګوښه کېدو سبب شو، د انګلستان په یوه لرې ګوښه سیمه کې یې ژوند غوره کړ او همدا مهال یې خپل تر ټولو غوره اثار وپنځول. 

    ده په خپل ټول شهرت سربېره هم د خپل کورنۍ تر څنګ ژوند ته ترجېح ورکوله، خو د لومړۍ نړیوال جګړې پیل د ارامو هېوادونو د بې ثباتۍ په لړۍ کې د هغه کورنۍ هم وپاشله او یوازینی یوولس کلن زوی یې هم په ۱۱ کلنۍ کې ووژل شو چې یوه عاطفي لیکوال ته دا درد کومه وړه پېښه نه ده.

     ښايي همدا لامل به وي چې د کېپلینګ وروستۍ لیکنې د هغه د ژوند د سختیو، ناهیلیو او ماتو د تصویرونو په ټولګه واوړي. دده ((د موجوداتو ټولګه – ۱۹۷۱م)، (پور او اعتبار-۱۹۲۶م) او (پولې او پېښې-۱۹۳۲م) داسې کتابونه دي چې د هغه ماتې او ناهیلۍ په کې انځور شوې دي، ده په خپل ژوندلیک کې(یو څه د ځان په اړه) هم ژوره چوپتیا اختیار کړې او د لیکنې داسې طرز یې ورکړی چې انسان فکر ته وړي.

     بله خبره د نوموړي د لیکنو د اغېزې وه چې خپل وطنوال یې تر ژور اغېز لاندې راوستي وو، په ځانګړي ډول هغه حماسي شعرونه یې چې د وطن دوستۍ، محبت، لرې والي او د وطن د مهربانې غېږې په باب یې په ساده ژبه بیان کړي وو. منثور او منظوم اثار له اوچت زړه راښکون ډکې دي چې محتوا کې یې د هندوستان د عامو خلکو او هندي فرهنګ سره له ژورې اشنايي استفاده کړې ده.

   دده په ناولونو کې هم تر ډېره د هغه ماشومتوب انځور شوی او د داستانونو شخصیتونه یې د هند د ولسي ادبیاتو تر اغېز لاندې دي، تر څنګ یې دده د پلار نقل قولونه او د شخصیت سیوری هم په کې ښکاري، ځکه پلار یې د معمارۍ د هنر استاد او دده لومړی ښوونکی و، خو ( کیم) ناول یې بیا له دې ټولو یو څه متفاوت دي، د انګلستان له لوري د هند نیواک یوه داسې تاریخي پېښه وه چې کېپ لینګ په (ځنګل) او (کیم) کتابونو کې انځور کړې ده.

    ده په دې اثارو کې د انګلستان نیواکګر سیاست بربنډ کړی او مخاطبین یې د اسیا او افریقا استعمار ځپلي ملتونه دي چې غواړي، د انګلستان د امپریالیستي حقیقت څخه یې په هنري ژبه خبر کړي. دی ټول ټال درې منظوم کتابونه لري چې (اووه سینده) یې تر ټولو مهم او ګڼو ژبو ته ژباړل شوی دی. 

      پینځه لنډ داستانونه لري، خو تر ټولو زیات شهرت یې د ځنګل او د ځنګل دویم کتاب په مرسته تر لاسه کړی دی، د ټولو اثارو شمېر یې ۳۵ ته رسېږي، په ۱۹۰۷ زېږدیز کې چې ۴۳ کلن و، د ادبیاتو نوبل جایزه ورکړل شوه.

     د نوبل کمېټه هغه مهال په دې اړه ولیکل چې دغه هندي الاصله لیکوال ته یې دا جایزه په خپلو ادبي اثارو کې د تخیل او مشاهدې د اوچت ځواک او توصیفي هنر  لرلو له امله ورکړې ده. په همدې کال د دورهام او اکسفورډ پوهنتونونو او یو کال وروسته د کمبریج پوهنتون هم لوړې افتخاري درجې ورکړې. 

     ده ته په یوه حساب لومړی انګریز نوبل ګټونکی ادیب هم ویل کېږي چې په ختیځ کې د انګلستان د مشهور ادیب او لیکوال په توګه مطرح شوی دی. زړه راښکوونکی بدلون، پراخه فکري افق، حسي ځواک، واقع بیني، ریالیستي سبک، د مناسبو کلمو کارونه، محاوره يي ژبه، وطن پالنه، مېړانه، خاکساري او له خپل هم نوعه سره مرسته د هغه د اثارو نور محتواییز اړخونه دي. د شعر او ادب د نړۍ دا ستوری د ۱۹۳۶لمریز کال د جنوري په اتلسمه د اویا کلونو په عمر د لندن پر ځمکه را پرېوت او هلته په یوه کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب