سه شنبه, اکتوبر 21, 2025
Home+   له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید | پوهاند...

   له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید | پوهاند نصرالله ستانکزی

9  (دویمه برخه)

  د سیاستوالو هنر او خصوصیتونه:

  ‌ د سیاسي فلسفې په تاریخ کې ارسطو لومړنی کس ؤ، چې سیاست یې هنر وباله او ویې ویل :«سیاست تر ټولو عالي هنر دی، ځکه موخه یې د انسان خیر دی.»

   له هغه وروسته ډیرو فیلسوفانو سیاست هنر گڼلی دی؛ چې په دی لړ کې خوشال خان بابا هم سیاست هنر پیژني؛ لکه چې په دستارنامه کې د واکمن له پاره خصوصیات او هنرونه په لاندي ډول بیانوي:

 اول – د سلا او مشورې خصلت: د خوشال خان خټک په نزد؛ په واکمن کې په ټوله کې دوه صفات باید شتون ولري، لومړی د هغه ذاتي وړتیا؛ چې هغه قایم بالذات گڼي چې په فطري ډول شته؛ د هغه له شتون سره سره؛  باید واکمن په چارو کې له نورو سره د مشورت لاره هم غوره کړي؛ چې دا بیا قایم بالغیر یادوی.

   خوشال خان د مشورت او سلا اصل اړین گڼي او وایي چې ان د حضرت محمد مصطفی ( ص) سره له دې چې د الله رسول ؤ او وحې ورته نازلیده، خو هغه  په چارو کې سلا او مشوره کوله. دا په دې مانا ده چې په سیاست کې سلا او مشوره د چارو د ښه سمبالتیا له پاره حتمي ده.

 دویم – عزم او هوډ: د خوشال بابا له نظره، سیاستوال باید له غښتلې عزم او ارادې څخه برخمن وی؛ او هره خبره یې چې له خولې وځي باید پر هغه ټینگ ولاړ وي. د ده په عقیده د دې له پاره چې دا خصلت په ښه توگه دوام ومومي نو سیاستوال ته لازمه ده مخکې له دې چې خپله پریکړه علني کړي، باید پر هغه غور وکړي او‌ بیا یې بیان کړي.

 درېیم – چوپتیا: د خوشال خان له نظره باید سیاستوال له ډیرو خبرو او ویناوو څخه ډډه وکړي.

 څلورم – صداقت: خوشال بابا چې د واکمن دا خصلت ته د راستۍ نوم ورکوي؛ او د ده له نظره که واکمن صادق وي هغه زوال نه مومي؛ لکه چې په دې هکله داسي وایي چې :« .. ملوک لره بویه چې په هره خبره دی پاس انفاس لري، زیات خو په قول، په عهد، په بیان چې که یې سر درومي هم بې قولي خو دی نه کا – که محکم په راستۍ ولاړ وي هیڅ آفت به ورته نه رسیږي، همیشه به سرخ روی، منصور او مظفر وي.»

  پنځم – حیأ او شرم: خوشال خټک حیأ او شرم د شجاعت، سخاوت، عفت، عصمت، امانت، دیانت، مروت، صیانت، فتوت او محافظت سرچینه گڼي.

 شپږم – نیک خلق: د خوشال بابا نیک اخلاق او ښه خلق تر تورې او شتمنۍ واکمن ته ارزښتمن گڼي؛ لکه چې وایي:«ملوک لره بویه چې په دا خصلت دی مټ کا، څو په توره، په خزانو کیږي، هومره لا ترې تیر په خلقت کیږي.»

 اووم – مروت: د خوشال خان په نزد مروت د واکمنو له پاره عالي خصوصیت دی. دی وایي:«نور ملوک لره بویه که په عمر کې څوک د ده په کار شوی وي، یا یې د چا کره توری اوبه څښلې وي، هغه دې په یاد لري، تلافی دی یو په سله وکا، چې مروت دا دی چې د ده په خدمت کې ومري یا د ده د پلار او نیکه په خدمت کې مړه وي، چې په اولاد کې یې لایق وي هغه دې خپل اعتباري کا او که نه لایق نه وي نا لایق کونډې، رنډې پاته وي، د هغو غمخوارگي ناز برداري دې کا، حق د خدمت دې نه وهیروي – بل څوک بنده خدا و ده لره التجا پناه راوړي، په ځان، په مال، په ملک دې به ودریږي. بل د مخ روی دی د هر چا گوري، د دنیا د مال او‌ سود د پاره دې هرگز بې مروتي نه کا، که هلک ورته رویدار شو هم دې روی ومني.»

له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...