پوهاند نصرالله ستانکزی
دستارنامه، د خوشحال بابا هغه اثر دی؛ چې په ۱۰۷۶ هجری قمری کې؛ چې دی د اورنگزېب په بندخونه کې محبوس ؤ؛ لیکل شوې ده.
دا اثر په دوو برخو وېشل شوې؛ لکه چې خوشال خان د دې رسالې په مقدمه کې وايي: «مقدمه د کتاب مقرره په دوه فصله – د اول فصل ذکر او د دستار د قابلیت – دوم فصل مذکور د ولایت او اسباب د سیاست او اسباب ریاست – هنرونه خصلتونه په طریق د فهرست او بیان د قابلیت.»
نو؛ گورو چې په دوهم فصل کې د حکومتولۍ، سیاست کولو او د ولایت حقوقي مفاهیم؛ او دهغو د پلي کولو هنر په گوته شوی دی؛ په دې توگه دلته د خوشال خان خټک سیاسي لید انعکاس مومي.
هغه په سر کې د سیاست مفهوم بیانوي؛ او لکه چې په اوسنۍ زمانه کې سیاست د ټولنو (کوچنۍ یا لویې) د مدیریت هنر ته ویل کیږي؛ او همدا راز لکه چې جوته ده د سیاست موضوع قدرت ده، خوشال بابا هم ورته نظر لري، په لومړي سر کې د سیاست ظاهري او عام مفهوم، او بیا وروسته د سیاست اصلي مفهوم چې پر قدرت او واکمنۍ پوري اړوند دی؛ بیانوي. لکه چې وایي:«د سیاست ظاهري مراتب دی په دوه تنه کې یو سردار وي (دروی) چه امیر باله شي په کاله کښی (کې) د کاله څښتن امیر دی. کلکم راع و کلکم مسؤل عن رعیته. په کلی کې هم امیر وی، په ولس کې هم په اقلیم کښی هم – په دا حساب امیران ډیر دی اما امیر هغه دی چه (چې) د ولس زره ځوانان د ده په حکم کې وی، حکم پری نافذوی، خوف او رجا ورځینی کاندی، موافق شرع وی.»
که چیري د خوشال بابا تعبیر له سیاست څخه راواخلو او د نننۍ زمانې په معیارونو یې پرتله کړو، له ننني سیاست او حقوقو سره داسي اړخ لگوي:
– د حاکمیت اصل؛ خوشال خان هغه په ملي حاکمیت او دولتي یا سیاسي حاکمیت ویشي، په دې مانا چې وایي باید په خلکو کې منلی وي، چې د کلي حاکمیت مفهوم ترې استنباطیږي او بیا کله چې وایي چې حکم یې نافذ وي؛ همداشان کله چې وایي موافق شرع وي؛ یعنی دا چې د سیاست د مشروعیت او قانونیت څخه هدف دی.
نو کله چې د پورتنيو عناصرو شتون ثابت شو، نو بیا د ټولنې د وگړو اطاعت الزامي کیږي، او خوشال خان دا اطاعت د پاک قرآن له یوه نص سره الزامي گڼي، لکه چې وایي ؛«اطیعو الله و اطیعو رسول و اولی الامر منکم؛ یعنی اطاعت کول د خدای د رسول د خپل امیر چې ستاسی ویي، ځیني مفسرانو په ځای د امیرانو عالمان شمارلي، چې پیروي کاڼی د عالمانو.»
او بیا وروسته خوشال خان د خپلې زمانې د واکمنو تصنیف او سلسله مراتب ( political hierarchy )؛ (په لومړي ځل د افلاطون له خوا د هغه د جمهوریت په کتاب کې مطرح شو) په دې توگه کوي:«اوس خو قرار به دا موندلی شوی دی چیې بادشاه د زمانی اولو الامر باله شي، لکه سلطان السلاطین شنهنشاه پخپل ملک – چه تر سلطان السلاطین کوز ویي، هغه سلطانان بلل شي، چې د سلطان السلاطین په حکم په کار کا ، چرته حاکم شي، هغه نایب نواب باله شي. دا واړه امیران دي . .» .
ستر خوشال بابا لوی واکمن چې هغه یې سلطان السلاطین گڼي د قدرت سرچینه شمیري او هغه په لوی سیند تشبیه کوي، چې د اوبو نورمنابع له هغه څخه سرچینه اخلي؛ لکه چې وایي:«شاهنشاه په مثال لکه لوی دریاب، دا لکه د دریاب ولی لکه د دریاب د اوبو مزه هسی د ولو د جویونو د شاهنشاه د حکم وتلی وی.»
خو بیا په دوام کې واکمنان په سالم په مثال د خوږو او د استفادی وړ اوبو او نا سالم لکه چټلو اوبو، ویشي؛ په دې هکله په دستارنامه کې لولو چې:« د خپل ملک؛ سلطان وی، هغه لکه جدار ودونه، پخپل مقدار څوک لوی څوک هلک – د دریاب د اوبو، د ولو، د رودونو دواړه اوبو نه فیض مونده شی، مگر هغه اوبه چی خسا وی، یا ښوره تروی گنده وی، له هغو اوبو فیض مونده نه شی.»