شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو، دري او ترکي ژبو د اشاري نومځرو سپړنه او پرتلنه 

د پښتو، دري او ترکي ژبو د اشاري نومځرو سپړنه او پرتلنه 

ليکوال : تمهيد سيلاني

لومړی: د پښتو ژبې د نغوتنومځرو ( اشاري ) پېژندنه

هغه نومځري دي چې وګړيو يا څيزونو ته نغوته ( اشاره ) کوي او هغو د نومونو ځای نيسي او يا  ورسره لکه لنډ ستاينوم د مخټاکي په توګه ملګرتيا کوي. نغوتنومځري د ځيزونو، پديدو او ژويو لپاره د ځانګړو نومځرو پرځای هم راځي. په بله وينا، ځانګړي نومځري يوازې په وګړو ( انسانانو ) پورې اړه لري. 

نغوتنومځري د نوږي، ګڼې، پېر او يوازې درېيم وګړي او واټن له مخې اوړون لري. په کندهارۍ ګړ دود کې نغوتنومځري د واټن له مخې پنځه ډوله دي: ډېر نژې ( دا،ها، آ)، لږ نژدې ( دغه، داغه )، لرې ( هغه )، لالرې( هاغه، آغه )، ډېر لرې( هوغه ). ( زيار، مجاور احمد. پښتو پښويه )

د پښتو ژبې اشاري نومځري پر شخص، عدد او حالت سربېره د جنس او واټن له مخې هم ګردانيږي. چې دلته هره برخه را سپړم. لوستونکي ډېری وخت د نومځرو په برخه کې لولي، چې فلانکی نومځری د جنس، عدد، حالت او داسې نورو له مخې ګردانيږي. خو دا چې موخه يې له عدد حالت او داسې نورو څخه څه ده ، نه پوهيږي او د ازموينې له پاره يې په ميخانيک ډول زده کوي. ما ته دپښتو ژبې په څو ګرامرونو کې همدا موضوع تر سترګو شوه، ليکوال يې په سپړنه کې يوه کلمه هم نه و ليکلي.

لومړی : له جنس څخه يې موخه داده: چې نومځري په يو جمله کې  د مذکر و مونث لپاره په بېل بېل ډول ګردانيږي. لکه: هغه راغی. هغه راغله. هغۀ خط ولیکه. هغې خط وليکه. که چېرې ليکل شويو نومځرو ته ځير شو، هم د جملې په پای کې د مذکر او مونث له پاره په بېل بېل ډول ګردان شوي دي او هم د پيل په نومځرو کې….

دويم: له حالت څخه يې موخه داده: چې نومځری په  اصلي حالت کارول شوی او که په غیر اصلي حالت ( فاعلي حالت، مفعولي…)، ځکه نومځری د هر حالت له پاره ګردانيږي. دبېلګې په توګه : هغه خط ليکي. هغۀ خط ولیکه.  هغه خط لیکی. هغې خط وليکه…

دريېم: له عدد څخه يې موخه د اشخاصو مفرد او جمع بڼه ده. لکه : دغه کار کوي. دغو کار وکړ. هغه کار کوي هغو کار وکړ…

څلورم : له واټن څخه يې موخه داده: چې د نږدې، منځني او لرې واټن له پاره بېل بېل نومځري کارول کيږي. لکه دغه، هغه، هاغه او هوغه …  

آر پېر ( اصلي حالت)

دغه، دا :  د لنډ واټن لپاره کارول کيږي. (( دغه )) د ښځينه، نارينه او څيزونو لپاره کارول کيږي. (( دا )) د ښځينه، څيزونو او ځاينونو له پاره کارول کيږي. دواړه ياد نومځري له لازمي ګړ ( فعل ) سره دريو واړو مهالونو کې کارول کيږي. لکه : دغه/دا ځي. دغه/دا تللې وه، تللی و، دغه/دا به لاړشي، لاړه شي. همدارنګه له متعدي ګړ سره په اوس مهال او راتلونکي مهال کې کارول کيږي. د بېلګې په توګه: دغه/ خط ليکي. دغه/دا به خط وليکي. خو په تېر مهال کې بيا د يادو نومځرو دويم حالت له متعدي ګړ سره کارول کيږي.

هغه: د لر يا لرې واټن لپاره کارول کيږي. ياد نومځری له لازمي ګړ سره په درېیو مهالونو کې د ښځينه، نارينه او څيزونو لپاره کارول کيږي. دبېلګې په  توګه : هغه ځي. هغه ولاړه/ولاړۀ. هغه به ولاړشي/ولاړه شي. هغه ماتيږي. هغه مات شو. هغه به مات شي. همدارنګه له متعدي ګړ سره په اوس او راتلونکي مهال کې، د نارينه ښځينه او څيزونو لپاره کارول کيږي. لکه: هغه کتاب لولي. هغه به کتاب ولولي. خو په تېر مهال کې د يادو نومځرو اوښتی حالت کارول کيږي.

هاغه: لا لر يا لالرې واټن لپاره کارول کيږي. ياد نومځری له لازمي ګړ سره په درېيو مهالونو کې د ښځينه، نارينه او څېزونو لپاره کارول کيږي. د بېلګې په توګه: هاغه ځی، هاغه ولاړ/ ولاړه، هاغه به ولاړ/ ولاړه شي. هاغه ماتيږي، هاغه مات شو. هاغه به مات شي. همدارنګه له متعدي ګړ سره په اوس او راتلونکي مهال کې د نارينه، ښځينه او څیزونو لپاره کارول کيږي. لکه: هاغه کتاب لولي، هاغه به کتاب ولولي. خو په تېر مهال کې د يادو نومځرو اوښتی حالت کارول کيږي.

هوغه: ډېر لر يا ډېر لرې واټن لپاره کارول کيږي. ياد نومځری له لازمي ګړ سره په درېيو مهالونو کې د ښځينه، نارينه او څېزونو لپاره کارول کيږي. د بېلګې په توګه: هوغه ځی، هوغه ولاړ/ ولاړه، هوغه به ولاړ/ ولاړه شي. هوغه ماتيږي، هوغه مات شو. هاغه به مات شي. همدارنګه له متعدي ګړ سره په اوس او راتلونکي مهال کې د نارينه، ښځينه او څیزونو لپاره کارول کيږي. لکه: هوغه کتاب لولي، هوغه به کتاب ولولي. خو په تېر مهال کې د يادو نومځرو اوښتی حالت کارول کيږي.

اوښتی پېر ( حالت ): د اشاري نومځرو اوښتې بڼه د فاعل په توګه (  چې د شخص لپاره ګردان شي) يوازې په تېره زمان کې له متعدي فعل سره کارول کيږي. 

  • دغۀ: د (( دغه )) اوښتې بڼه ده. ياد نومځری يوازې د فاعل  په توګه ( چې دشخص لپاره ګردانيږي ) په تېره زمانه کې د متعدي فعل سره کارول کيږٍي.  لاندې نور اوښتي نومځري هم د مذکر لپاره او که د مونث لپاره ورته ځانګړنې لري. لکه : دغۀ لوبه وکړه، دغۀ خط وليکه… دغۀ: فاعل، خط او لوبه مفعول، او وليکه او وکړه: فعل دي. هېره دي نه چې ياد نومځری د مذکر لپاره کارول کيږي. 
  • دغې:  د (( دغه )) او اوښتې بڼه ده. دا نومځری د مونث  له پاره د فاعل په توګه له متعدي فعل سره کارول کيږی کارول کيږي. لکه : دغې خط وليکه. دغې لوبه وکړه.
  • هغۀ: د (( هغه )) اوښتې بڼه ده. دا نومځری د مذکر له پاره کارول کيږي. لکه : هغۀ خط ولیکه. هغۀ لوبه کړه.
  • هغې: د (( هغه )) اوښتې بڼه ده، دا نومځری د مونث له پاره کارول کيږي. لکه : هغې خط وليکه. هغې لوبه وکړه.
  • هاغۀ: د (( هاغه )) اوښتې بڼه ده، دا نومځری د مذکر له پاره کارول  کيږي. لکه : هاغۀ خط ولیکه. هاغۀ لوبه وکړه.
  • هاغې : د (( هاغه )) اوښتې بڼه ده، چې دا نومځری د مونث له پاره کارول کيږي. لکه : هاغې خط وليکه. هاغې لوبه وکړه.
  • هوغۀ: د (( هوغه )) اوښتې بڼه ده، دا نومځری د مذکر له پاره کارول کيږي. لکه : هوغۀ خط وليکه. هوغه لوبه وکړه.
  • هوغې : د (( هوغه )) اوښتې بڼه ده، دا نومځری د مونث له پآره کارول کيږي. لکه: هوغې خط وليکه. هوغې لوبه وکړه.

د دري ژبې د نغوتنومنځرو سپړنه 

د دري ژبې په ډېرو ګرامرونو کې مې  نغوتنومځري ولوستل، ډېرو ژبپوهانو يو ډول سپړلي و، ما د ټولو په استازيتوب د ښاغلي پوهاندمحمد رحيم الهام ګرامر  ته مخه کړه او د نغوتنومځرو پېژندنه مې ترې واخيسته: 

(( در زبان دری دو مورفيم آزاد به حیث ضماير اشاری شخصی و غیر شخصی به کار میروند که دارای جنبه های معنوی ( لغوی ) قریب و بعید میباشند و عبارتند: 

این : ( مفرد) برای انسان یا شی نسبتآ نزدیک. مانند: این پسر زحمت کس است. این مکتب، این شهر…

اینان: ( جمع ) برای انسانهای نسبتآ نزدیک. مانند. اینان يا اينها اعضای  فاميل من است. 

اینها: ( جمع ) برای انسانها و اشیای نسبتآ نزدیک.

آن : ( مفرد ) برای انسان یا شی نسبتآ دور. مانند: آن مرد، آن خانم، آن قلم، آن شهر ….

آنان: ( جمع ) برای انسانان نسبتآ درو. مانند: آنان يا انها دوستان من هستن. 

انها: ( جمع ) برای انسانان و اشیای نسبتآ دور 

(( اين )) و (( آن )) پیش از آسما نيز مستعمل اند، مانند: این کتاب  و آن قلم : در اینصورت این دو کلمه ضمير نیستند، بلکه در جمله (( ادوات تشخيص)) ( ) حساب شوند. هر ګاه ( اين – آن ) به حیث ادوات تشخيص به کار روند هيچ ګاه صورت جمع نميدارند. ( روسی جدید در تحقیق دستور زبان دری، الهام،۱۰۹-۱۱۰ )

ضماير اشاره را میتوان با پسوند و پیشوند های  (( هم، ها )) استفاده کرد، مانند: همين پسر در کانکور پیش رو اشتراک میکند. من در همان مکتب کهنه درس ميخوانم. همان پسر، همان دو برادر … اينها، همین ها، آنها، همان ها…. همچنان در زبان دری ضماير مبهم هم وجود دارد، که اکثرآ در محاوروه ی روز مره ی مردم مورد استفاده قرار ميګريد. مانند: فلان شخص، فلان شهر، فلان کتاب…. هرګاه ضمایر ( اين، آن) همرا با حرف عطف ( و ) مورد استفاده قرار ګيرد. شکل مبهم را به خود ميګيرد. مانند: با اين و آن  منشين…. البته ( اين) در کلمه های: شب، روز، سال به شکل مورفیم / ام …/ به صورت پسوند و به همین معنی آید مانند: امشب، امروز، امسال …

د  ترکي ژبې د نغوتنومنځرو (işaret zamirleri) سپړنه 

Varlıkların yerini belirtme için kullanılan zamirlere işaret zamiri denir.

په ترکي ژبه کې اشاري نومځري عبارت دي له : ((bu, şu, o)). ياد نومځري جمع بڼه هم لري، چې عبارت دي له : (( bunlar, şunlar, onlar )).

Bu: د نږدې واټن له پاره کارول کيږي، جمع بڼه يې ( bunlar) دی. دغه نومځري د اشخاصو، څيزونو او ځايونو لپاره کارول کيږي. ياد نومځري د پښتو ژبې له ( دغه، دغو ) سره  ورته دي. د بېلګې په توګه :

Bu sandalye, bunlar sandalye  دغه څوکۍ، دغو څوکۍ ګانو….

Bu öğrenci, bunlar öğrenci دغه زده کونکی / زده کونکې، دغو زده کوونکو…

Şu: دغه نومځری دمنځني واټن له پاره کارول کيږي، جمع بڼه يې ( şunlar ) دی. دغه نومځري د اشخاصو، څيزونو او ځايونو لپاره کارول کيږي. ياد نومځري د پښتو ژبې له ( هغه، هغو) نومځرو سره ورته دي.

Şu  sandalye, şunlar sandalye  : هغه څوکۍ، هغو څوکۍ ګانو

  Şu  öğrenci, şunlar  öğrenciهغه زده کوونکی/ زده کوونکې، هغو زده کوونکو

O: دلري واټن له پاره کارول کيږي، جمع بڼه يې ( onlar ) دی. دغه نومځري د اشخاصو، څيزونو او ځايونو لپاره کارول کيږي. ياد نومځري د پښتو ژبې له ( هاغه، هاغو او هوغه او هوغو ) نومځرو سره ورته دي. دبېلګې په توګه :

O  sandalye, onlar  sandalye : هاغه/هوغه څوکۍ. هاغو/ هوغو څوکۍ ګانو

O  öğrenci, onlar  öğrenci: هاغه/هوغه زده کوونکی/ زده کوونکې، هاغو/هوغو زده کوونکو

د پښتو، دري او ترکي ژبو د نغوتنومځرو پرتلنه 

  1. په پښتو ژبه کې نغوتنومځري په ټوليزه توګه د واټن له مخې په درېيو ( نږدې، لرې، لالرې) برخو باندې وېشل شوي دي، خو پوهاند داکتر مجاور احمد زیار په څلور ( نږدې، لرې، لارې او خورا لرې ) برخو باندې وېشلي دي. په دري ژبه کې ياد نومځري په دوو برخو ( نږدې او لرې ) باندې وېشل شوي دي. په ترکي ژبه کې پښتو ژبې ته ورته په درېيو برخو ( نږدې، لرې او لالرې ) باندې وېشل شوي دي. که چېرې دغه ويشنې ته ځير شو، نو د ترکي ژبې اشاري نومځري د وېش له مخې، پښتو ژبې سره ورته دي. برعکس د پښتو او ترکي ژبو اشاري نومځري د وېش له مخې، دري ژبې سره توپير لري.
  2. د پښتو ژبې نغوتنومځري له اصلي اوښتي او جمع بڼې سره ۹ يا هم ۱۲ دي. په دري ژبه کې ياد نومځري څلور دي او په ترکي ژبه کې نوموړي نومځري شپږ دي. داچې د پښتو ژبې نغوتنومځري ولې ډېر دي، لامل يې دادی چې په پښتو ژبه کې نومځري د اصلي حالت ترڅنګ اوښتې بڼې هم لري. دويمه خبره داده: چې پښتو ژبه د نومځرو له اړخه غني او بډایه ده . که چېرې د پښتو، دري او ترکي ژبو اشاري نومځرو ته د شمېر له مخې ځير شو، نو ترکي ژبه له پښتو ژبې سره ورته والي او نږدې والی لري، خو د دري ژبې  د اشاري نومځرو شمېر د پښتو او ترکي ژبو په پرتله کم دی.
  3. په پښتو ژبه کې ډېری نومځري اوښتې بڼه لري، چې همدا اوښتې بڼه په نوموړې ژبه کې د مذکر او مونث له پاره د ګردان لاره هواره وي. برعکس په دري او ترکي ژبه کې نومځري اوستې بڼې نه لري، په دغه برخه کې دري او  ترکي ژبې سره ورته والي لري، برعکس پښتو ژبه له يادو ژبو سره توپير لري.
  4. په پښتو ژبه کې اشاري نومځري د جنس، عدد اوحالت له مخې ګردانيږي، خو دا کار په دري او ترکي ژپه کې نه ترسترګو کيږي. د پښتو ژبې د ګرامر په قواعدو کې دغه ګردانونه د نوموړې ژبې د ژبپوهنیزې بډايښت ښکارندويي کوي.  په دغه برخه کې هم ترکي او دري ژبې سره ورته دي.
  5. په پښتو ژبه کې د مذکر او مونث لپاره نومځري ګردانيږي هغه په دې معنا چې په اصلي حالت کې د مذکر او مونث لپاره يو ډول کارول کيږي،مګر په اوښتي حالت کې د مذکر او مونث لپاره بېلابېلې بڼې لري. خو برعکس په ترکي او دري ژبه کې د ښځينه او نارينه له پاره يو نومځری کارول کيږي. په دې برخه کې هم ترکي او دري ژبې سره ورته والی لري.

اخد ليکونه 

  1. زیار، مجاور احمد. پښتو پښويه…
  2. يمين، محمد حسين. دستور معاصر زبان پارسی دری …
  3. الهام، محمد رحيم. روشی جدید در تحقیق دستور زبان دری…
  4. عبدی، مرتضی. خود آموز ترکی استانبولی …
  5. Gökkuşağı turkçe,dil bilgisi 1

1 COMMENT

  1. محترمه لیکونکیه او محترمو ادیبانو!ا د خدای په لحاظ نوِی لغتونه مه جوړوئ
    لکه نغوتنومځری!ا که د پښتو کوم زوړ لغت لرئ او عام خلک ورباندې پوه شي سمه ده خو د ژبی صنعت ته مه مخ کوئ!ا ځکه چې:
    دغه ژوند خو زمونږ کم د محبت دپاره هم دی
    حیران یم چی نفرت ته وزګاریږی خلک څنګه
    تر ټولو مهمه تفاهم دی
    او په دی ترتیب تفاهم نه رامنځته کیږي
    د محترمو ادیبانو یوه مهمه پوښتنه لرم که چایې ځواب راکړ نو ډیره لوی خدمت به وي او که نه نو زه به ځواب ځبل نظر شریک کړم!ا پوښتنه دا ده:ا ولی نیم پښتانه ږ ته ژ او نیم ږ ګه تلفظ کوي
    نیم ښ ش او نیم یې ښ خ تلفظ کوي، ولې نیم ش يه س او ژ په ز تلفظ کوي:..ا
    لکه په لاندې جمله کې:
    زموژ په شار کې په پشتو ژبه خبرې کیژي
    زموګ په خار کې په پختو زبه خبرې کیګي
    نو بیا ولې:ا
    زموږ په ښار کې په پښتو ژبه خبرې کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب