پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهتورن (لنډه کیسه) لیکواله: حیسنه عارف

تورن (لنډه کیسه) لیکواله: حیسنه عارف

دبنګړو شور او دپایزیب غږ یې ابا ویښ کړ.
ــ خير شه چېرته په منډو یې!؟
ــ ابا دروازه ده !
شملې پړونۍ په سر کړو او دروازه یې خلاصه کړه.
ـــ مور:- وی خورې شکر چې راغلې شملې دې تل پوښتنه کوله! څنګه چې موږ در یاد شو؟
ــــ خورې ورځینۍ بوختیاوې او دفتري کارونه خلک له ژونده وباسي. دا راشه درشه که ستاسو خوښه او دالله رضا وه ډېره به وغځوو، دا خوري به مو لا پخه کړو، هسې شملې لور پسې دې خپل زوی اکبر جان ته راغلې یم، فراغت سره سم به یې کوژده وکړم، اکبر ښه پېژنئ، کلونه سره ترڅنګ اوسېدلي یو.
ـــ څه به ووایم زموږ دجرګو مرکو خبرې سړي کوي، پلار ته به ووایم، خو دبل ولایت سره خیښي نه کړو.
ـــ ولې خورې! موږ پښتانه نه یو؟
مسلمانان نه یو ؟
آبرو نه لرو؟
دین او مذهب مو یو دی، خدای مو یو دی، ژبه مو یوه ده، ولایتونه، قومونه او واټنونه خو یوازې پېژندګلوئ ته دي، شکر کور کلی مو ټول پېژني.
بیا ستا مېړه خو الحمدالله سیاسي کارپوه دی تل واېي، چې تبعیض او تفرقه دسولې دراتګ مخه نیسي او خپل منځي کورنیو جګړو ته لمن وهي، ته ور غږ کړه زه غواړم ورسره خبرې وکړم، موږ یوازې ګاونډیان نه، بلکې څه وخت یې زه کارمنده وم.
ــــ شملې لورې، وه شملې!!
ابا ته دې غږ کړه!
ـــ شملې په مسکو شنډو او شرمېدلي انداز غږ کړ ابا ملمستون ته ورشئ!
ــــ خورې اجازه ده درننوزم؟
ـــ بلې بلې! مهرباني! راشه لالا اوس مې ستا په اړه خور ته وویل، چې شمله لور دې خپل یواځیني زوی اکبر ته غواړم؛ خور مې وایي موږ یې دبلې سیمې خلکو ته نه ورکوو، خور مې خیر دکلي او کور ښځه ده، هماغه پخواني سوچونه پالي، سمه ده زه کونډه یم او ستاسو سره په مال او کار کې برابري نشم، خو تاسو خو تل ددې مسایلو مخالف یئ، ماویل خپله به درته ووایم اوس هغه وخت نه دی.
ــــ نه! نه خورې! موږ ته خپله ژبه، خپل کلی، خپل برابرخلک تر هرڅه مخکې دي؛ موږ که بلې سیمې ته نجونې واده کړو، بیا خلک وایي نجلۍ بد کاره وه، چې دسیمې او کلي خلکو نه کړه.
ـــ وی وروره څه وايې!!
اکبر زوی مې تعلیم کې کمي لري، که تربیه کې؟
دوی دواړه دې اړیکې سره ستونزه نه لري او خوښ دي ، زه یې نه لرم، نو تاسې ولې؟
ــــ پلار:- دروازې ته یې لاس کړ، خورې مخه مو ښه!
زموږ ښځو ته دمینې او محبت کیسې مه اوروه ، تاسې خو دفتري ښځې یئ په هیڅ نه یئ بندې!
ــــ وروره ما ویل تا تعلیم کړئ او د دومره سترې څوکۍ سړي سره داسې خبرې خوند نه کړي، په رسنیو کې دښځو دحقونو چیغې وهې، ښځې دبیرون کار لپاره هڅوې، داټول لکه چې دبل ښځې ته غواړې، خپله هماغه دجهالت افکار منې!
ښځې او لور ته هماغه متل منې چې( ښځه یا دکور وي یا دګور ).
(وایي بل ته مسلې خپله په حملې).
زویه اکبره سړی هغه نه دی کوم چې موږ او تاسې یې پېژنو دکور دننه هماغه غیرتي پښتون دی، چې ننګ او ناموس یې په ښځه پورې تړلي!
ــــ مورې شمله کلونه ما خوښوي او زه هم خوښوم، زویه هغه سبا دتره زوی ته نکاح کوي، کلیوال هلک دی، خو دخپلې قبیلې یې دی، ښه ماړه دي دپلار، پلاره ورته مځکې پاتې دي، موږ غریب خلک دزړو جونګړو چېرته او دسترو سترو ماڼیو څښتن چېرته!
د سبا واده ته تابیاوې وې،  دشپې تیارې خورې وې، بهر چیغه شوه اکبره، اکبره، اکبر په بیړه راووت، دمرمیو غږ شو، اکبر او مور یې د شمل……ې نوم پوره نه کړ، غبرګ په ځمکه راولوېدل، سبا رسنیو کې د نجلۍ دبرمته کولو په تور تورن یاد شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب