یکشنبه, مې 5, 2024
Homeادبشعرد پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

راشه لمر راویښ کړو،واوریځو ته یو ټال ورکړو

راشه وړانګې شنې کړو،لوڅومځکوته شین شال ورکړو

شوڼدودچېنوته به دسروګلونو رنګ ورکړو

غاړو ته ځلا وغځونوته به یې شرنګ وکړو

راشه سپوږمۍ راولو، پیروونوباندي ږغ وکړو

ستوري غیږ کي واخلوسحرونوباندي ږغ وکړو

راشه چې د میني سرودوچیښو نغمې راوړو

راشه وخوږو ژبو ته روح ورکړو خوږې راوړو

راشه کلی ویښ کړو تیارې ټولي ترغرو، واړوو

پنډ ، پنډ رڼاراوړو، دربیلې ترورشو، واړوو

راشه چې ځوانۍ ټولې په خواست او په دعا واخلو

مرګ دښاره وباسو، سودا ټوله د سا واخلو 

راشه ماشومانو ته د سیند څخه کبان راوړو

ښځوته دُرواخلو، وړونجونوته مرجان راوړو  

راشه و سپین ږیروته ځوانۍ د  تاکستان واخلو

راشه چې ومیندوته ګلاب اوارغوان واخلو

خیردی وخواریوته به غیږ وکړو،خولې، خولې

کربه د غنمووکړو ډک شکور دنېنې، نېنې

راشه چي د مځکوپرهرونو ته ستن جوړه کړو

تاراو، وریښم راوړو، دغه څیرې لمن جوړه کړو

راشه دجامودپاره رنګ په رنګ کتان راوړو

ټول په رڼا وګنډو، خامک، خامک ګریوان راوړو

راشه چاودو پښوته ژړغوړي واخلوڅپلۍ واخلو

شپوته یې شړۍ واخلو سرونو ته خولۍ واخلو

راشه دبې وزلووکورونوته ډیوې وروړو

راشه سوړ نغرۍ ته یې اورونه اولمبې وروړو

شپې به دیوسف په کیسه بوزوترسپيدو پوري

پښې به د ورځ ښکل کړودرڼا دټولیدوپوري

راشه وړانګې، وړانګې لمن ډکې څراغان شنه کړو

راشه لارویانوته خوښۍ ورکړو ریحان شنه کړو

راشه په آلماسو پسې دنګ، دنګ ځوانان واستوو

هم سپاره آسونو باندي نوی زلمیان واستوو

راشه چي پټيو ته لورونه دهلال واخلو

راشه  طلا وریبو پلو یې دجمال واخلو

راشه چي په غم باندي یرغل وروړو اومات یې کړو

راشه چې خندا به باج کي راوړو روایات یې کړو

راشه چي رنګونه شربتونوباندي وشیندو

راشه نګهتونه په رنګونو باندي وشیندو

راشه غرونه وکیندو سیندونو ته لار وباسو

راشه بیړۍ جوړې هیوادونو ته لار وباسو

راشه سوداګرشو په اناروبه جهان واخلو

لوږې ته کفن واخلونعمت ته دسترخوان واخلو

راشه غم ته ووایوچي ولاړشي، شبستان لره

راشه اوښکې ټولې کړو، او، وی لیږوآسمان لره

راشه خوښۍ واخلو د خوښېو ددکان څخه

راشه بدمرغۍ به ټولې وشړو د ځان څخه

راشه غیږې، غیږې مینې وروړو، وهرکورلره

ټولوته یې وویشو،دورور دپاره ورورلره

راشه شات راټول کړو، په طلا ، طلا جامونوکي

ټولو ته یې ورکړو په خوږو، خوږو لفظونو کي

راشه چي خوږې خبرې ولیکو په زړونو کي

راشه چي ترخوته لاره پرینږدو ذهنونو کي

راشه هرڅه پریږدو ملاوې وتړو، خپل ځان لره

راشه دا نړۍ واخلو وټول افغانستان لره

۲۰۲۱/۲/۱

 لکه په توره شپه وي لمرختلې …

د شوراو ږوږ، د سراوتال څه زیږدیدلې،

ښکلې، شوخې مرغۍ، د هسکو ونو سرکي

د نااشنا مینې سندرې وايې

ګلګونې پاڼې د وږموپه غیږکي

دډیره شوقه ریږدي

اودرڼاسره دمیني پټ پټونې کوي

څڼور لمر لکه د غرب شهزاده

د ژیړوڅڼو خرمن شاته کړ،راهسک شو

او خپل مخ د سمندر په آئینه کې ګوري

د ساحلونو وږمې د غرب دلوڼو،

په زرینو څڼوګوتې وهي

لمر یې بربنډو اندامونو باندي

دژړو، تړمو، ځلیدونکو وړانګو

زرین رنګونه پاشي

د ښارګلرنګه یوسف مخي زلمي

د سمندر څپې په غیږکي اخلي

او د اوبو سره د شور او مستۍ لوبې کوي

 عمرخوړلي ښځه لکه د ښار د سینګارتون تابلو

په نرمو، نرموقدمونو په یو واټ تیریږي

ښکلي رنګین کمیس یې

 د طبیعت په ښکلاګانو باندی خاندي او رنګونه شیندي

شونډې یې سرې کړي د شفق په شاني.

دنګې، بې باکې نجونې توروکالیو کي جوپې، جوپې

د مکتب لورته درومي 

 زرینې څوڼې یې په ملاوو باندې خولې لګوې

 او تورو جامو باندې یې څه هیښوونکي شان انځورجوړوي

لکه په نیمه شپه وي لمر ختلي.

د قهوي خوږ وږم بازارکي خپوردي

د یو سوالګرد جادویې ګیتار په ږغ کي راتاویږي

شین آسمان ته خیژي

د میخانې څخه راوتلي جوړې د یو او بل ترملا لاسونه تاو کړه

په لویه لارکې یو د بل څخه ښکلونه اخلي

وختونه وشوه دلته،

 د، دود، دستور کلمې د ناویلو اسطورو په شاني

په کتابونو کي وېنو خوړلې

کلونه وشوه دلته، مئین د خپلي محبوبې دیدن ته

 د ژوند اومرګ په صراط نه تیریږې.

۲۰۲۱/۱/۲۱

څه سپیڅلې تمنا مې ده په زړه کښې

تر دعا ښکلې دعا مې ده په زړه کښې

زما د جسم څخه وتلي ده وروح ته

یوه داسي تقاضا مې ده په زړه کښې

په لمن کې را نغاړمه نه ځائیږي

د نګهت ډکه بیدیامې ده په زړه کښې

یو څوک تللې دی ترشا یې پاته پلونه

د دې لاري انتها مې ده په زړه کښې

د یو درد، د بې خودۍ د څپومینځ کښې

لکه سیند شور اوغوغامې ده په زړه کښې

مینه څه ده؟ د سپېدو رڼا چیښل دي

د چېنو ډکه دنیامې ده په زړه کښې

۲۰۲۱/۱/۱۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب