یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسوات کې یو شخص خپله ښځه په تبر وژلې

سوات کې یو شخص خپله ښځه په تبر وژلې

تاند ( چهارشنبه، د کب ۶)  د پاکستاني مطبوعاتو د رپوټونو له مخې، د پاکستان په سوات سیمه کې یو شخص یو تن کلیوال او خپله ښځه په تبر وژلي دي.

رپوټونه وایي، یاد شخص د خپلې ښځې او کلیوال تر وژلو وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

د سوات پولیسو ویلي چې د پېښې انګېزه نده څرګنده خو وایي، ښایي پېښه د مجرم د کلیوال او مېرمن تر منځ یې د نا مشروع اړیکې درلودلو په سر رامنځ ته شوي وي.

د رپوټونو په حواله، پولیسو د کس نیولو هڅې پیل کړي؛ خو مجرم لا ندی نیول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې ډیر کله د بدن خرڅونې په قضیو کې دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي؛ خو د دې موضوع اصلي علت لا ندی روښانه شوی.

1 COMMENT

  1. ګورئ ضرور خو نه ده چې تاسو د دنیا ټول غمونه د افغانانو سر ته راوړئ. یوه ښځه وژل شوې او هغه هم په سوات کې او تاسو دلته د میلیونونو کسانو زړونه پرې بدوئ او عاطفه یې پرې وژنئ. داسې شی ولیکئ چې خلکو ته ګټه ورسوي. سخت مو خفه کړم په دې خبر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب