جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو خپلو کسانو ته په یو لیک کې خبرداری ورکړی

طالبانو خپلو کسانو ته په یو لیک کې خبرداری ورکړی

تاند(چهارشنبه، د حوت ۶) طالبانو په خپلو ولایتي قومندانانو غږ کړی چې خپلو ډلو ته د بهرنیو جنګیالیو د ننوتلو اجازه ورنکړي.

د طالبانو د نظامي کمیسیون چارواکو ټولو ولایتي قومندانانو ته یو لیک لیږلی او د بهرني جنګیالیو په جګړه یې بندیز لګولی دی.

دغه لیک چې رسنیو ته هم رسېدلی، پکې لیکل شوي دي چې ولایتي چارواکي باید د بهرني جنګیالیو له منلو ډډه وکړي.

د طالبانو نظامي کمیسیون په لیک کې ټینګار کړی چې ولایتي چارواکي دا اختیار لري چې هر هغه څوک چې له طالبانو سره د بهرنیو جنګیالیو د یوځای کېدو اجازه ورکوي له دندې دې ګوښه کړي او یاد کمیسیون ته دې ور وپيژني.

په ورته وخت کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو دا اقدام یو تکتیکي اقدام دی.

نبیل زیاته کړې چې طالبانو دا کار د پاکستان په همغږۍ او اجازې کړی ترڅو نړیوالو ته وښي چې دوی د تروریستي ډلو او بهرنیو جنګیالیو په ځانګړي توګه په افغانستان کې د القاعدې شبکې سره مو اړیکې پرې کړي دي.

څو ورځې وړاندې، د امریکا متحده ایالاتو نوې ادارې اعلان وکړ چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي ختمې کړي.

د امریکا دفاع او خزانې وزارت په خپلو جلا راپورونو کې ویلي وو چې طالبان لاهم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.

له امریکا تر مخه، افغان حکومت هم ویلي وو چې طالبان لاهم له القاعدې او حتی داعش ډلې سره نیږې او پراخې اړیکي پالي.

د افغان حکومت او امریکا د ادعا لامل د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د القاعده شبکې د دوه جګپوړو قومندانانو وژل کېدل دي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، ملي امنیت ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعدې دوهم قوماندان ابو محسن المصري وواژه.

طالبان په داسې مهال دا لیک خپلو قومندانانو ته ورلیږي چې د دوحې تړون کې هوکړه شوې چې طالبان به له القاعده سره اړیکې پرې کوي او تاوتریخوالی به کموي خو طالبانو تر اوسه په دې ژمنو عمل نه دی کړی.

3 COMMENTS

  1. دا هسي یو نمایشي لیک دی تر څو امریکا ته ځان ثابت کړي چي موږ له القایده، حقاني او نورو ډلو سره اړیکه نلرو!!
    د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کي همدا اوس د حافظ جهانګیر په نامه پاکیستانی وسلوال مشر دی او ټول واک او اختیار د هغه ده ځایي طالبان هیڅ واک نلري.
    ماشومان یي استخدام کړي د عسکرو او نورو مسولینو د ترور لپاره.

  2. زه هم سل په سلو کې باور لرم چې دا هسې یوه نمایشي کار دی او د پاکستان په مستقیم هدایت تر سره سوی. خو څوک چې هوږه خوری خوله به یې خامخا بوی کوي. دا هسې ځان شرمونه ده و بس.

  3. دوښمن اوسه خو نر دوښمن ! نبیل دې خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړي ، چې په خپل وخت کې یې څه کارونه کړي دي ! اوس خوشې ځان لوی لوی ښکاره کوي او د شورائ نظار کلک ملګری دی ! داخبرې حقیقت نلري خوشې پلمې دي ، د طالبانو لیک لیکنه ددې مانا نلري چې هغوی دې د القاعدې غړي ولري ، نبیل د ستمي مولانا شمالیوال خبرې او کارونه په مخ بیایې ! نبیل او ملګري يې دالر خوري او له اشغاله یې د مور زوی جوړ کړی دی !
    د یوو آباد دیموکراتیک أفغانستان په هیله!

    په درناوي شمس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب