دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار شات دوبۍ کې نندارې ته اېښودل شوي

د ننګرهار شات دوبۍ کې نندارې ته اېښودل شوي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۶) د ننګرهار ولايت شات په دوبۍ کې نړيوال نندراتون کې نندارې ته ايښودل شوي و.

مسوولان وایي دې شاتو د اصلي کيفيت له امله نړيوال بازار ته لار ومونده او له دې وروسته به بهرنيو هېوادونو ته هم صادر شي.

د مسوولانو په خبره په دې ولایت کې د شاتو تولید په دې وروستیو کې ډېر شوی او تولیدونکي یې هم هڅه کوي چې ورځ بلې ته تولید ډېر شي.

بل لورته د شاتو د مچیو روزونکي هم خوښ دي چې، د دوی په لاس تولید شوي شات نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته اېښودل شوي.

دوی وایي که تولید ته یې د نړیوال بازار غمه وشي نو هم به ګټه وکړي او هم به په ښه کیفیت څو ډوله شات بازار ته وړاندې کړي.

د دې ولایت شات په هېواد دننه هم ډېر مینه وال لري.

د یادونې ده چې له دې  وړاندې په دې ولایت کې د شاتو د مچیو روزونکو د بازار د نشتون په برخه کې ډېر شکایتونه لرل خو اوس وایي ستونزو ته یې یوڅه رسیدنه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب