Home+د رابندرنات ټاګور د باغبان اثر په اړه د استاد پژواک نظر

د رابندرنات ټاګور د باغبان اثر په اړه د استاد پژواک نظر

پښتوژباړه: همت عمرزوی
د ټولو انسانانو باغ؛ لکه د ټاګور باغ همدا(کاینات) دي. په دې باغ کې ښکلی ګل( ژوند) دی، د یاد باغ مالیار د (بشر روح) دی چې د (انسان) او (نورو ژوندیو موجوداتو) ترمنځ په یو ناڅرګند سرحدکې لالهانداو آواره ګرځي او تل د وېري په حالت کې په لټون بوخت دی. داچي بشپړ نه دی نو ځکه هغه څه چې لټوي، نه یې شي موندلای. نو له امله يې درد ګالي اودا چې کمال ته نه دی رسېدلی، دغه مجهول درد همداسي زغمي. خو؛ خپل د لټون څرک بیاهم نه شي موندلای، نو له دې کبله فریاد کوي. د کمال د نه شتون له امله، دا ناڅرګند فریاد لټوي، خو داهم نه مومي نو؛ ناهیلی کېږي اود تمي د کمال له پولو څخه هم اوړي، یوازي په وجود بسنه کوي، د مرګ د پټي هنګامې د دوام په خاطر، خپلي هیلي د سروراوخوښۍ په پردوکې پټوي. کله په سپين کفن کې تور تابوت را نغاړي اوکله تور تابوت په سپين ټوکرکې سره پېچي، خپل پلټونکې اوناکامه روح تېرباسي. د خپلي ورکي لپاره سندري زمزمه کوي او دا سندري د خوښۍ نغمه ګڼي، داچي یادي سندري هم خوښي نه ورته راوړي نو دا سندره د غم سندره نوموي. دا مضمونونه (حیات اواندیشه) هغه څه دي چې ژوند د یو ناڅرګند مقصود پرتابلو لیکلي اود انسانانو په غیږکې يې ایښي دي تر څو د دوی په وسیله په کایناتوکې خوځون وکړي، او همدا(حیات او تفکر) ځان اونورو ته را وبولي. هغه څه چې یو انسان ته تربل انسان د ازلي او ابدي رمز، د امتیازپه توګه وربخښي، هغه د هستۍ ددې طِلسم په را بللوکې توپير او اختلاف دی.
(ټاګور)؛ د دغو انسانانو په منځ کې یو انسان دی، د هغو بې شمېره کاروانونو په منځ کې درومي چې د ختيځ د ځمکي پر لوړو او ژورو، دښتو اوغرونويې د دنیایې ژوند د انجام په لور سفر کړی دی. د پخوانیو (ریمیانو) د کاراون څخه زمونږ د اوسني عصر د سندرو د زمزمه کولو لپاره همدا یوتن را پاته و. ترڅو په خپل عصرکې راشي او نورو راتلونکو زمانو ته هم لاره وکړي.
د ټاګور پيغام د ژوند په جګړه کې د سولې ترسره کول دي. په دې سړي (ټاګور) کې مینه د انساني طبیعت یو جز او د بشریت د ريښې کلک بنسټ دی، دی په خټو لړلي ګاميښي ښکلي کوي او د ښکلا سره مینه پالي، د ټاګور قریحه کله په يو (سپیني دایري) کې لکه یو تور څرګند جسم حرکت کوي، کله بیا هغه جسم سپين او دایره توره وي، دا ټول هغه رمزونه دي چې دی يې په خپل روح کې لري، د نوموړي خوښي، خوښي ده او غم یې غم دی، دابه ډېر د حیرانتیا خبره وي که کله يې هم د خوښۍ له کبله اوښکي توی کړي وي، اما داچي ښوونکی دی، اوغواړي چې لارښود واوسي، پر ډېرو دردونو اوغمونو يې موسکا کړي ده.
(ټاګور) نبوغ نه لري، که چېري نبوغ شتون ولري د هغوی (د تمي او رسیدو وړ سویه) په دې مزیت تعبیرول بل څه اوبل بحث دی. (ټاګور) فقط رڼي سترګې او پوه زړه لري، داسي رڼي سترګې چې په طبیعت کې د جمال تر شتون نه تېرېږي، او داسي پوه زړه، چې د انسان درد د هستۍ په زړه کې حِسوي.
(ټاګور) د طبیعت سره په مینه ژوندی دی او په درک اوستاینه يې تلپاته اوجاویدان دی، په دې کار نور نومورکي خلک هم توانېدلي او کړی يې دی، اما شهرت د ټولو لپاره ګټور نه وي.
(ټاګور) په (باغبان) کې د اعجاز یو غوره او د ستایني وړ بېلګه او مظهردی، دا اعجاز یو حساس زړه دی، چې د هستۍ، اوبو، ګوهر اودرد ترمنځ د یو رابط حیثیت لري، دا خبره د نوموړي پر ټولوآثارو صِدق کوي، او په رښتیا چې همداسي ده.
د انسان ژوند هغه شمعه ده چې لمبه يې د خپلو لوګیوپه منځ کې ځلېږي، دردونه، فکرونه، هیلي اوعواطف يې پتنګان دي، انسان د ژوند پر شااوخوا خوځښت کوي، د پتنګانو بیباکي (دی) بریالیتوب ته رسوي، ځکه همدې بې پروا پتنګ له خپلولړزاندو وزرونوڅخه وېره اوډار لري کړي دي.
اما؛ انسان خپل عواطف د فکرونو په بندکې اسیر کړي دي، او اندیشه اوفکر ددې مخلوق یوازنی بادار دی، چې دی يې د (خپل ځان څخه تر نه تېرېدو)  تلپاته اسارت ته  سپارلی دی. (ټاګور) د متفکرو انسانانو په منځ کې پتنګ ته ورته ترټولو نیږدې انسان دی، هغه پتنګ چې ډېر پرشمعي نه سوزي بلکي پرګل کښېني، نوپه دې خاطرټاګور تر ژوند جمال ته لومړیتوب ورکوي، اوپه معبودِکل کې د حقیقت برخه خوښوي. د ختيځ په ګورستان کې چې نکهت کافور د زمان هوا د نیستۍ باد ته سپارلې ده، اود هغه هستي د زمانو پېښو زبونه کړې اوله منځه وړې ده. (ټاګور) هغه شمعه ده چې خپل پر مزار سوزي، د یادي شمعې شغلې د خپلو وړانګوپه دایره کې د ځلېدو له سرحده د ځيرکۍ ترکچي یو ځلانده روښنایې ده، چې ليدل کېږي. هغه څه چې مونږ لټوو تل په دې شغلو کې نه موندل کېږي، ځکه چې نوموړی لا تراوسه په هغو عقیدو اوباورونو معتقد دی چې دده نه دي، پرته له دې چې دې ټکي ته پاملرنه وکړي: داچې دی راغلی، هغه عقيدې تللي دي، دا باغوان داسي باغستان ته مایل دی چې د ګلونو رنګ ته یي لیوال اوپه خوشبويی يې مست دی، خو؛ نه غواړي چې د مړاوو شوو ګلونو هیلي د تفکر په خمارکې رنځ یوسي.
(ټاګور) په یو مړه چاپېریال کې یو ژوندی (حیات) و. بناً؛ نوموړي داحق درلود چې همداسي و اوسي.
دی؛ د جګړې په یو ډګرکې د سولي یو بيرغ دی، چې د لرغوني عقيدې سره د نوموړي د تړاو او پيوستون څخه سرچېنه اخلي. د ژوندون په سختیوکې ددې هوسا او آسانه طریقې اختیارول نوموړی د ښيګڼو په یو لوی انسان بدل کړ، کنه دی به هم ترځان له لویو نومورکو خلکو هم، کوچنی پاتي وای. (ټاګور) یو نېکمرغه سړی و، یو(شاعرفلیسوف) چې تر(فلیسوف شاعر) نېکمرغه دی، آن (ګویته) نه غواړي چې پردې حقیقت اعتراف وکړي، زمونږ لارښود مولانا جلاالدین بلخي یوازنی شخص دی چې کله کله په یوډول ددغه ډول اعتراف د بیانولو وېره اظهاروي، زه چې پرټولو لویو ارواحو درود لېږم، د دوی له لویوالي پرته بل څه نه شم ویلای، ولي؛ له دوی څخه بې شکایته هم نه یم. ښایې چې له منصور څخه لږ شکایت او ډېر حکایت وکړو، ترڅو یوازي د خپل ګمان له امله ددې خلکو یار و اوسم، هرڅه چې وي یو حقیقت زما په نزد ثابت دی، ترڅو چې د ښو اوبدو ترمنځ توپير، یا د ښکلا اوبدرنګۍ ترمنځ امتیاز د خلکو په نزد شتون ولري، دا کس هرڅوک چې وي خپل حديې د تفکر او (هغه نصیحت چې په عادت پوري تړلی وي) په دایرې کې ساتلی دی. که چېري لویوالی او نبوغ شتون ولري نو (ټاګور) له دې دایرې بهر اوتردې کچي لوړ دی، د دې ډول تفکر طرز ناهیلي کوونکی دی، اما؛ په هيڅ صورت د افکارو مانا د انساني روح د لوړ معراج د حد مانا نه لري. نو په دې اساس اړینه ده چې انسان د راتلونکو زمانو لپاره سترګي په لار ودرېږي، او کومه روح چې راځي هرکلی يې وکړي.
ترڅو لوړي انساني تمي او ارزوګاني په رڼوسترګواو روښانه توګه وويني. که چيري د روح دغه ناڅرګند مقام له انسانه پرته کوم بل ژوی خپل کړي، بیابه هم د یو حق پلټونکي انسان لپاره له یو رښتیني خوښۍ پرته بل څه را نه وړي. یوازي خدای تعالی (ج) کولای شي، چې دې هيلي ته ځواب او تسلي ورکړي، هغه د (کایناتو حقیقي باغوان) دی، او د (ټول ژوند پالونکی) دی.
انسان هغه مخلوق دی چې په خپل تقویم کې په کافي اندازه ښه دی، بناً هغه څه چې دی پنځوي باید د کفایت ترکچي ښه وي، دغه فکر د (ټاګور په باغبان) پوري اړه لري، ټاګور په دې کتاب کې غواړي چې دا راز منځته راوړي. سره ددې چې نه غواړي دا راز خپور کړي، داچي نه غواړي راز يې خورشي، نو په دې نه دی توانېدلی هغسي چې ښايي  یاد راز رامنځته کړي. د (باغبان) د سندرو موضوع د میني په لویي هستۍ کې نیستې، د ښکلاپالنه اوپلټنه او د طبیعت په غېږکې د کمال لټون دی. په دې لویه غېږه کې یاد لټون د اوبو اوفضا په موسیقۍ کې، په شنه کیدونکواو خوړونکوشیانوکې، په شور او خاموشۍ کې، د سهار اوماښام په رامنځته کېدوکې، او د شپې په زړه اونیمه ورځ کې ترسره کوي.
ټاګور، خوښي اوغم، هیله او وېره، خوند اودرد لکه څنګه چې د انسان زړه پېژندلي دي، په همداسي ډول پېژندني قبلوي، خو؛ د خپل خیال شړۍ پرعواطفو پېچي، او غواړي چې د روح بیړه او تم کېدا د ژوند په درد او یون کې د ناڅرګندو رازونو د موندلو لپاره د خپلو ګامونو سره برابر کړي، دا هغه قدمونه دي چې ددې فکرونو او آشنا عواطفو پرلوريې پورته کوي، او ياغواړي چې په همدې قدمونو پرنورو خواوو تيښته وکړي.
ټاګور لکه نور لوی زړونه او ناآرامي ارواوي د بقا د کشف اود فناه په لویه دره کې (مجذوب) نه دی.
لکه چې ښکاري (مسحور) به وي، داښايې هغه توپير وي چې ددې خلکو د الهام له منبعې څخه يې سرچینه اخستې ده. د هغي ډلي په نزد چې د ټاګور په چاپریال کې، لکه (اقبال) چې غوره افسانه ویونکی او کیسه ویونکی و، د (بربن حقیقت) ورته د الهام کانون دی. د ټاګور په نظرکې د پټ طلِسم یو پاڼه ايښېده چې د حقیقت رول پکې لټوي، دغه کیف د نوموړي په نورو آثاروکې هم ډېر ښه څرګندېږي.
ټاګور د خیال په تنهایۍ کې، د بېکسۍ په سوچونواو د تفکر په نه شتون کې د عواطفو پر لویو لارو درومي، او وایي چې زما یوازنی ملګری لار ده، او داسي څرګندوي چې کوم کار ترسره کول غواړي. هغوی چې دده مخته روان دي، کومه مستي چې د نعمتونو له امله پر اوږو وړي، هغه يې یوازنې توښه  ده. د لاري په سرکې چې کومه بېهوښي غواړي په ده پوري ځان وتړي؛ هغه پټوي. که دغه حالت مینه ګر اوصمیمي وي کولای شو چې د ټاګور سندري يي لوړه ځاله اوسرچینه وګڼو، هغه ځاله چې د انسان روح هغه پري ايښې او ورکه کړې يې ده، خو؛ هیروي يې نه. د باغبان پنځمه نغمه ددې نی حکایت او ددې بېلتون شکایت دی.
هرڅه چې دي، دا سړی په دې لار کې لوی واټنونه وهي، هغه فاصيلې چې دی پرې ناقراره دی. نوموړی د خوب او ویښي په منځ کې، د هغو خوبونو سره چې د کوم ناڅرګند (ني) آواز يې موسيقي ده ډکوي، او وایي: لکه څراغ چې پر بالښت مړشي، د سهارنیو مرغانو سره یو ځای را ويښ سوم.
(اتمه نغمه).
ټاګور هیله لري چې د یو(رامشګرنیایشګر) او یو(نیایشګررامشګر) ترمنځ معبد و اوسي، ترڅو د هغو په جهر یادونو انعکاس وي چې په هغه کې، د انساني روح خاموشه پېغام د خوبه وړو لیدونکو د ويښولو لپاره وي چې فضاء يې آسمان دی. نوموړی هغوی ته پېغام ور وړي، دغه شور کله د هغو لوړو وريځو له څاڅکو څخه رامنځته کېږي، چې د تندر او بريښنا له منځه خاوریني ځمکي ته را لوېږي. او کله هم د ځمکي په زړه کې له هغوخوځنده سیندونوڅخه چې په ټول ځواک غواړي خپله لاره د هغه سمندرله کچي سره چې رنګ يې د آسمان له رنګ سره ورته دی او ځان څیري کوي رامنځته کېږي. زه په دغومواردو کې په یوه هم نه پوهېږم؛ اما ټوله حِس کوم، که دغه احساس د وجود دلیل وي، بیاهم د هغه وجود حقیقت ناڅرګند دی، ټاګور وایي: خلک زما د مانا د پوهېدلو د لټون په پار دومره په الوت کې دي چې لکه سپوږمۍ په مزلونو سیند تر خپلو پښو باسي.
دغه خطاب د پلټونکو او پوښتنه کونکو خلکو سترګوته راجع دی، ما خپل ژوند ستاسو پر وړاندي لڅ کړ، له پيله ترپایه مې هيڅ څه هم پټ پرېنښودل، ځکه نو تاسي ما نه پېژنئ.
(اتلسمه نغمه).
دغه اشارې یو منظور لري چې هغه دادی: ددې(باغبان) د ګلونو رنګونه د هرچا لپاره یو ډول رنګ نه لري، د انسان لمن ددې ګلستانونو لپاره د بلي هري صحرا ترلمني پراخه ده، د ټولوانسانانو لمني له یو بل سره یوشان اوبرابري نه دي، دا باغوانان داسي ګلان لري چې هرڅوک کولای شي خپل لمن ورڅخه ډکه کړي، او داسي يې مست کړي چې آن لمن له لاسه ورکړي، بناً هرڅه باید لوستونکو ته پرانستي پرېښودل شي، اوله خپلي تېروتني پخپله بخښنه و غوښتل شي.
(باغبان)؛ هغه راز دی چې لوستونکی باید ځان پکې و مومي، یوازي او یوازي په دغه مانا دا کتاب لوستونکوته ډالۍ کوم.
حیف دی چې خلک د خپلو آثارو په ژباړه کې داډول را څرګندشي، دا تجربه هغه حالت ته ورته ده لکه جسم چې په خپل سیوري کې څرګندشي. خو؛ چاره څه ده؟
د لویو خلکو د آثارو په ژباړلوکې دا یوه ګټه شته چې لوستونکي د خپلو لویانو په فکرونوکې مجذوب کېږي او ژباړن ته لږ فکرکوي. که دغه ګټه ترلاسه شي، نو ژباړن به د شرم له احساس اوخجالت څخه تيښته کړې وي، اوکه دغه بخت بیدار نه وي، نو د دغه ډول آثارو ژباړن تر بل هر ژباړن ډېر د نیوکي او غندني سره مخ کېږي چې په رښتیايې هم دی(ژباړن) وړ وي. دا خبره د هغوکسانو لپاره کوم چې زما اعتراف يې په ډېري ناغېړی اوریدلی وي، او په دې پوه شي چې هر ډول نیوکه چې راباندي وکړي زه له بښني غوښتلو پرته بل څه ویل نه لرم. د ټاګور ډېری شعرونه په دې مانا چې (نه شي کېدلای) د ژباړلو وړ نه دي، یو داچې شعر دی اوبل د ختيځ شعر دی، نوځکه د شرق په دنیاکې د فلسفي ځانګړنواو هغه چاپریال ته په پام چې له یوه پلوه د ټاګور روزنه اوپالنه پکې شوې ده، اوله بله اړخه نوموړي هم یاد محیط پاللی دی، دا ډول مسایل منځ ته راځي.
داچي ټاګور طبیعت اوحیات ته ترټولو د نيږدې شاعرانوله جملې څخه دی، خو؛ د ژباړن د ژونداو پالني ځای د ټاګور له محیط سره توپيرلري، نودی طبعاً د یوي بلي ستونزي سره مخامخ کېږي، ښایي همدا لامل وي چې خپل ځيني آثار يې پخپله ژباړلي دي، ترڅو د ژباړن له زیان رسولوڅخه وژغورل شي.
خو؛ دا ژغورنه یوازي په هغي ژبي پوري محدوده ده چې دده ځيني آثارپرې ژباړل شوي دي، نورآثار یې د نورو ژبو د ډېری ژباړونکو زیان ته سپارلي دي.
(ټاګور) په یوي ځواکمني قریحې او سوزېدلو عواطفو د درد له دنیاڅخه خبري کوي، له دې نړۍ څخه د پيغام په برخه کې امانتکار اود عواطفوپه بیان کې مینه ناک اوصمیمي دی، چې نوموړي د دغه ډول طرز په کارولوسره ځان ته یو مکتب جوړ کړی دی. د ژباړن کار له هره اړخه د ستونزو تر پولو رسېږي، که د ټاګور اندیشه د لېږد وړ ده، هغه هم په داسي جهان کې چې ځان ته ځانګړی رمز او ایهام لري، بناً داسي ښکاري لکه روښانه لمر او رواني اوبه چې خبري کوي. د خبرو دغه ډول طریقه هغه آفت دی چې د ژباړن د هیلو اوهڅو پر ریښې تېشه وهي. دا یادونه د ستونزو اونیمګړتیاوو څخه د خلاصون په پار نه ده، ځکه دلته خلاصون ممکن نه دی، زما موخه داده چې لوستونکی ددې ډول بیان د مانا د درک لپاره نه شي کولای د خپلي قریحې او عواطفو د لارښووني پرته خپل ځان د (ټاګور)  زړه اولیدلوري ته په آسانۍ سره ورنیږدې کړي. له دي پرته نشي کولای هغه څه چې ده لیدلي اوحس کړي دي هغوته لاس رسی ولري.
د ژباړن دغه رحم غوښتنه او استرحام د امانتکاری د شرط لپاره دی.
هغه وخت چې زه په (حبیبیه) کې زده کوونکی وم زمونږ هندوستاني معلم مولوي عبدالحمید، د (ټاګور) دا اثر(باغبان) ماته وسپارﺉ او سپارښتنه يې راته وکړه چې ویې لولم، یاد کتاب په (انګلیسي) ژبه لیکلی و. د لوستلو څخه مې زیات خوند واخیست، او دري ژبي ته په ژباړلومې پیل وکړ، هغه دوستان چې ددې کتاب له ژبي سره آشنا نه وه لکه ژباړه هسي يې ولوست، او خوښ يې کړ، یوڅه موده وروسته زما دوست (رشیدلطیفي) د انیس د مجلې د چلولو په وخت کې دا کتاب په یاده مجله کې خپور کړ، زه فکرکوم چې تردې مخکې زموږ ډېری خلک د ټاګور له آثارو سره آشنا نه وه، اوسمهال د کابل راډیو د خپرونو اداره (باغبان) د کتاب په توګه چاپوي اوخپروي. په آخر کې اړینه ګڼم چې د خپل ګران دوست اوهمکار ښاغلي ډاکترعبدالغفور روان فرهادي څخه مننه وکړم چې دده لېوالتیا او پاملرنه د ادبي چوپړونو اوخاصتاً ماته ددې کتاب د چاپ سبب شوه. همداشان د کابل راډیو د خپرونو له څانګي، د پښتون غږ مجلې له مدیریت او په ځانګړي توګه د یادي مجلې له مدیرښاغلي(نوابي) او د دولتي مطبعې له ریاست څخه د زړه له کومي مننه اوقدرداني کوم.
پژواک
کابل، مرغومی، ١٣٣٦ه.ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...