جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهګناه| اجمل پسرلی

ګناه| اجمل پسرلی

شونډې یې شنې بخونې ښکاریدې، سترګې لویدلې، وروځي یې پورته لور ته کږې شوې وې. پولیسو له مټه نیولی و. خبریالان ژر ژر ورپسې روان وو. پولیسو سړی موټر ته  وخیژاوه. ده د پولیسو د موټر له پنجرې ګوتې لکه د قفس مرغه را وایستې خو مرغه غړۍ هسکه نیسي چې لار وکړي پر ده سر ځوړند و. دی نن محکمې پر یوې نجلۍ د تیري په تور په عمري بند محکوم کړ.

انډیواله یې له ګلانو سره راغلې وه، ده مخکې ورته ویلي و چې بیګناه دی هغې هیله لرله چې د برات له اعلان سره به ګیډۍ ورسپاري.

د پولیسو موټر چالانه شو، خبریالانو ورمنډه کړه، یوه له لرې پرې غږ کړ:

-د محکمې حکم منئ؟

زنداني رډ رډ د پنجرې له شا ورته وکتل. بل خبریال مایک ورپورته کړ:

-تا پر چا تیری کړی؟

زنداني یوه ګوته پورته کړه. انډیوالې یې چې مخکې یې د محکمې په خوله کې ژړل رامنډه کړه ګلان یې د موټر له روانیدو سره پر پنجرې وویشتل. لکه موټر چې ګلان شیندي، ګلونه خواره واره ترې توی شول.

خبریالان د محکوم تر انډیوالې چاپیره شول. د نجلۍ ریملو د دې پر مخ له اوښکو سره تورې دارې جوړې کړې وې، غاړې یې سره ورغلې وې د خبریالانو پوښتنو ته یې سر خوځاوه زړه یې نه تشاوه.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب