Homeخبرونهماینونو او ناچاودو مهماتو په ۴ میاشتو کې تر ۱۰۰ ډېرو افغانانو...

ماینونو او ناچاودو مهماتو په ۴ میاشتو کې تر ۱۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د ماین‌پاکۍ د همغږۍ ریاست په افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو د پاکولو لپاره د بودجې پر کمښت اندېښنه ښودلې او په دې اړه یې تازه شمېرې خپرې کړې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د ناچاودېدلو ماینونو له امله ۴۹ پېښې ثبت شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي؛ هغه شمېرې چې هره یوه یې د درد او زیان کیسې بیانوي.

د ماین‌پاکۍ د همغږۍ مشر نورالدین رستم‌خېل ویلي: «د همکارو ادارو په مرسته ۲۲ مربع کیلومتره ځمکه له ماینونو پاکه شوې ده. خو لا هم په افغانستان کې ۱۰۱۹ مربع کیلومتره ساحه ککړه ده او پاکولو ته اړتیا لري. که څه هم اوس هېواد نسبتاً خوندي شوی او د ماین‌پاکۍ شرایط ښه شوي، خو له بده مرغه دا پروګرام د بودجې له کمښت سره مخامخ دی. موږ له ملاتړو ادارو غواړو چې خپلې مرستې زیاتې کړي.»

سره له دې ستونزو، د هیلو نښې هم لیدل کېږي.

کارپوهان باور لري چې د امنیت ښه کېدا د دې لامل شوي چې د ماین‌پاکۍ چارې ګړندۍ شي. د دوی په وینا، که کافي مالي ملاتړ برابر شي، نو کولای شي دا ګواښ راکم کړي او ډېرې ځمکې بېرته خوندي استعمال ته وسپاري.

د ملګروملتو د ماین پاکۍ د ادارې د راپورونو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې تر ۴۵ زره زیات کسان د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د قربانیانو ډېری برخه ماشومان جوړوي، او ځینې راپورونه ښيي چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنه زیانمن کسان کم‌عمره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...