شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپښتو توري، ابېڅې، ليکدود او نوي اندونه

پښتو توري، ابېڅې، ليکدود او نوي اندونه

پوهنمل شاه محمود کډوال د ادبیاتو پوهنځی، بغلان پوهنتون

لنډيز:

پښتو اوسني توري، ابېڅې او لیکدود، چې بنسټ يې عربي دی، د پښتو آوازونو او وينا ليکنې لپاره بسيا او بشپړ نه دي او یو شمېر نیمګړتیاوې لري. په دې ځای کې د پښتو تورو، ابېڅې او لیکدود نيمګړتیاوې په ګوته شوي او د هغوی د بشپړونې لارې چارې هم ښوول شوي دي. د دې ترڅنګ د پښتو او ناپښتو کلمو د ليکنې په اړه هم ګټورې خبرې لري.

سريزه: پښتو ژبه، چې د سيمې او نړۍ د لرغونو ژبو څخه ده، د پښتنو د ټولنيز ژوند او ژواک سره انډول ژبني توکي لري او د پښتنو د ورځنيو مادي او مانيزو اړتیاوو د بشپړونې او ذهني توکو د ليږد راليږد وړتیا لري. پښتو ګړنۍ یا د وينا ژبه ځانګړی طبیعي غږيز جوړښت، جلا او ځانګړي آوازونه لري. ښايي هر ډول پښتو او ناپښتو کلمې همدې طبيعي غږيز جوړښت ته په پام سره وویل او وکښل شي.

موخې:

۱ ـ د لوړو زده کړو وزارت د علمي غړي په توګه خپله دنده سرته رسول.

۲ ـ د پښتو ژبې د یوه څانګوال په توګه، پښتو کې څېړنې او له دې لارې پښتو علمي پانګه ډېرول.

۳ ـ د څېړنې له لارې خپله علمي کچه لوړول او اړونده نویو څانګوالو ته څه په لاس ورکول.

۴ ـ د پښتو کره ليکنې په برخه کې علمي لارښوونې او لاسته راوړنې وړاندې کول.

پښتو توري، ابېڅې او ليکدود اوس عربي دي، خو وړاندې يې د ( ميخي، ارامي، خروشتي او يوناني ) پړاوونه وهلي دي ( ۳: ۶ ).

په پيل کې غوره ده، چې پورتنۍ نومونې وپېژنو:

۱ ـ توری، حرف (Grapheme): هغه ليد وړ انځور، چې د يوه يا څو آوازونو ښکارندويي کوي.

۲ – ابېڅې، الفبې ( Alphabet (: د هغو ټولو تورو ډلې ته وايي، چې د يوې ژبې د ټولو آوازونو انځورنه کوي.

۳ – ليکدود ( Orthography ): د يوه ټاکلي الفبايي سیستم په چوکاټ کې دننه د يوې ژبې د وييونو ( کلمو ) کښنګ ته وايي ( ۲: ۱۱ ).

د ( ليکلار ) نومونې پېژندنه هم راته اړينه برېښي:

۴ – ليکلار ( Orthography ): په لیکلار کې ژبني اړخونه او ګرامري جوړښتونه تر پام لاندې نيول کيږي (۱: ۱۴).

د ( Ortho ) مانا کره، ستندرد، بشپړه او د ( Graphy ) مانا هم کښنک او رسامي ده، چې د دواړو ترکيب
( Orthography ) په يوه ژبه کې کره، سم او بشپړ کښنک ته وايي. انګرېزي متن يې داسې دی:

Orthography: The system of spelling in a language (5:677, 1072, 1073)

ابېڅې د يوې ژبې د ټولو آوازونو عيني يا جوليزه بڼه ده. هر توری د يوه آواز ( Phoneme ) استازی دی. له همدې امله وايي، بشپړه ابېڅې هغه ده، چې د يوې ژبې د ټولو آوازونو لپاره توري ( Graphemes )ولري. د دې پېژند له مخې زموږ اوسنۍ پښتو ابېڅې بشپړه نه ده، په دې مانا، چې د ټولو آوازونو لپاره توري نه لري، آوازونه ډېر، خو توري لږ دي.

زور او زورکی په يوه توري یا نښه ښوول کيږي، لکه د ( تره او تره ) په کلمو کې. کله بیا له سره نښه نه لري، لکه ( زور) د ( لو، پلو او کنډو ) په کلمو کې، که څه هم ( زور ) په وروستیو کلمو کې د غبرګغږ یوه برخه ده. خو نښه یا توری ورته په کار دی او يواځې ( و ) د دې نیمګړتیا بشړتیا نه ده. د دې ترڅنګ ( زورکی ) هم له همدې نیمګړتیا سره مخ دی، لکه د
( کټو ) په کلمه کې چې يې څرک نشته. د اوږد (o)، لنډ (u) او نيمواک ( w ) ( واو ) لپاره هم یوه نښه (و) لرو، لکه اوږد (و) د پښتو، زانګو او پيشو په کلمو کې، لنډ (و) د منداڼو، کدو او منتو په کلمو کې او نیمواک (و) چې د غبرګغږ یوه برخه ده، د ( پړاو او کړاو ) په کلمو کې، ټول جلا آوازونه دي، خو په يوه توري او ګرافيم ( و ) ښودل کيږي ( ۴ ).

غبرګغږ ( Diphthong ) چې دوه یا ترکيبي آوازونه دي. زموږ اوسنۍ ابېڅې دا وړتیا نه لري، چې ټول يې وښيي، يو غبرګغږ په ساده يا يوه نښه او توري کې څرګنديږي، لکه د (ay ) غبرګغږ، چې په پښتو ابېڅې کې يواځې په ( ی ) انځوريږي. همدا ستونزه په زورکۍ واله (ۍ) کې هم شته، خو بیا هم ( لکۍ ) څه ناڅه د دويم آواز ښکارندويي کوي. د ليک بنسټ ( توري او ابېڅې ) کې نيمګړتیاوې، موږ ته څرګندوي، چې له دې تورو رغېدلی ليکدود هم بشپړ نه دی.

د اوسنۍ ابېڅې د ټاکنې پروخت د يوې کلمې په پيل – منځ او پای کې د توري کارونې یا کښنک ته سم پام شوی
نه دی. ځينې توري د کلمې په يوه برخه کې سم ليکل کيږي، خو په بله برخه کې بیا نیمګړي او یا د لیکلو هېڅ شونتیا نه لري، لکه نرينه یا مفرده ( ی، ay ) چې د کلمو په پای کې سمه لیکل کيږي، خو په په منځ کې ليکل کېدای نه شي. د غیرت، هيبت او پيره ( پوځي نومونه ) کلمو کې د ( غ، هـ او پ ) نه وروسته آوازونه د (ی) آواز دی، چې په وینګ کې شته، خو لیک يې د څرګندونې وړتیا نه لري، په غږيزه ابېڅې کې څرګندېدای شي. زموږ په ابېڅې کې يې چاره داسې کولای شو، چې وليکو: غی رت، هی بت او پی ره، چې دا بیا د یوې واحدې مانا لپاره یوه کارېدونکې کلمه ډېره ټوټه ټوټه کوي او بله ستونزه زيږوي. په اوسني لیکدود کې د ( و، ل، ر ) د درېوو تورو په وسيله درې کلمې ( لور: دختر، لور: داس او لور: رواداري او پېرزوينه ) لیکو. په داسې حال کې، چې په وینګ کې يې څرګند توپير شته، په غږيزه ابېڅې کې يې توپير ښه څرګنديږي.

وړاندې مو وويل، چې د کلمو په پيل – منځ او پای کې د پښتو تورو کښنګ توپير لري او بڼې يې بدليږي. ( ج ) په پیل او منځ کې يو ډول او په پای کې بل ډول ليکل کيږي. همداسې ( ش )، ( ص )، ( ض )، ( ې )، ( ي )…. په دې ډول یوه ستونزه زور ( a ) ته ټاکل شوی توری يا نښه رامنځته کوي، لکه په ( کامه وال او سيمه ييز ) کې، چې کلمه يوځاينې ته نه پريږدي، همدارنګه زورکۍ واله ( ۍ ) هم د کلمو په منځ کې د يوځاينې وړتیا نه لري، لکه په
( څوکۍ وال ) کې. که پورتنۍ کلمې او مورفيمونه هر یو د جلا شکل په توګه ويل کيږي، بیا د ګړېدو په بهیر کې مانیزه ګډوډي پېښوي. په دې مانا چې داسې انګېرل کيږي چې کواکې دلته واټن د بېلتون په مانا دی. په ځانګړې توګه هغوي ته، چې نوې ژبه زده کوي.

په لاتیني لیکدود کې هر توری جلا لیکل کيږي او يو له بل سره د يوځاينې وړتیا نه لري، ساده کلمې، خو هسې هم يوځای ليکل کيږي، بلکې مرکبې هم يو ځای کيږي او د يوې مانا لپاره یوه بڼه او جوله خپلوي. د دې ترڅنګ د کلمو ترمنځ مالوم واټن ( Space ) د ويونکي کار اسانوي او د لیک له مخې د وينا په بهیر کې له ډېرو ستونزو سره نه مخېږي. پروړاندې يې په عربي بنسټ ولاړ پښتو لیکدود دا ښېګڼې نه لري. که چېرته یوه مرکبه کلمه په بشپړه توګه يوځای لیکل کېدای شوای او ټولو پښتو تورو له یو بل سره د تړون او يوځاينې وړتیا درلودای، لږ به مو ستونزې لږې شوې وای. یا داسې، چې د لاتيني په څېر يې هېڅ د ګډون او تړون وړتیا نه لرلای او د کلمو ترمنځ يې بېلتون هم د لاتین په څېر په مالوم واټن سره کېدای شوای. که په لاتیني بنسټ ولاړ د انګرېزي ژبې لیکدود په پام کې نیسو، دا هم له ستونزو خالي نه دی، خو پورتنۍ ښېګڼې لري، بیاهم د وینګ ستونزه بشپړولای نه شي.

دا خبره تل ويل کيږي او اورېدل کيږي، چې توری یا ګرافيم د يوې ژبې د يوه آواز یا آوازونو ښکارندويي کوي، خو شونې نه ده، چې د يوه توري انځور ته په کتو او پام سره د هغه آواز زده کړو، اړ يو آواز واورو او د غوږونو له لارې يې زده کړو نه د سترګو، د سترګو په وسيله یې يواځې انځور اخلو. دا خبره د توري او آواز او یا وينا او لیک ترمنځ اړيکی هم زیانمنوي او دا پوښتنه رامخته کوي چې د توري او آواز او یا وینا او لیک ترمنځ اړيکه څه ډول ده ؟ داچې وایو، توری د آواز استازی یا د آواز ليدوړ انځور دی دلته دا پېژند تر پوښتنې لاندې نه راځي ؟ خو دا موضوع يو څه پېچلې، رواني او طبي ده، بل ځای به پرې وګړېږو.

د ( Orthography ) نه موخه په يوه ژبه کې د کلمو کره او سم کښنک دی، چې په دې برخه کې پښتو له ځينو نیمګړتیاوو او کړکېچونو سره مخ ده. د دې لپاره ښايي لومړی له تاريخي پلوه د پښتو آوازونو او کلمو تشخيص او څېړنه وشي، چې د پښتو ژبې ټول آوازونه او کلمې څرګندې شي، چې کومې يې پښتو دې او کومې يې له نورو ژبو پښتو ته راننوتې دي ؟ خپلې کلمې څنګه وليکو او پردۍ څنګه وليکو ؟

د ځينو پوهانو له نظره لیک ښايي هاغسې وشي، چې ويل کيږي، په دې مانا، چې د لیک او وینا ترمنځ توپير لږ او پای شي، که څه هم ستونزمنه ده، ځکه چې لیک د وينا ټولې ځانګړنې په بشپړه توګه، خوندي کولای نه شي، لکه خج، تون، آهنګ او زیروبمي. بله خبره دا ده، چې په هره ژبه کې بېلابېل ګړدودونه شته، که د ژبې په هر ګړدود ګړېدونکی دا کار وکړي، نو بیا بل کړکېچ پېښوي، دلته دا خبره مهمه ده، چې لومړی ښايي په یوه ژبه کې يو ګړدود رامنځته شي.

د ( چې څنګه وايو، هاغسې ليکو ) نظر ته په پام، په پښتو کې د پښتنو د خپل آر بيولوژيکي او طبیعي جوړښت له مخې ښايي د هغو تورو کښنګ له ليکه وغورځول شي، چې په غږيز سيستم کې يې نشته، لکه ( ف، ع او نور عربي آوازونه ). خو د دې کار ستونزه به داوي، چې پښتانه خپل ديني کتاب ( قرانکریم ) هم خپل آر غږيز سيستم ته واړوي، چې دا بیا مانیز کړکيچ پيښوي، خو دا هم باید هيره نه کړو، چې عادي یا نالوستي پښتانه اوس هم عربي آوازونه ويلای نه شي. دلته دا پوښتنه راولاړيږي چې د جولې ( لیک، توري، وینګ ) بدلون مانیز توپير پېښولای شي او که یه ؟ که دا موضوع په ځينو هغو کلمو کې په نظر کې ونیسو چې له نورو ژبو پښتو ته راننوتي، ګورو چې جوليز بدلون پېښ شوی،خو مانا پرځای ده، لکه: معصوم چې ماشوم شوی دی. همداسې نور ډیر پورويونه چې جولیز بدلون يې منلی، خو مانا يې پرځای ده. که دا لړۍ ټوليزه شي او ټول پورويونه د همدې فورمول په اډانه کې وکښل شي څه ستونزه ده ؟

غوره خبره هم همدا ده، چې لیک هاغسې وي، چې ويل کيږي. لیک باید له يوې خوا مانا خوندي کړي او له بلې خوا وينګ او تلفظ. که موږ په وينا او طبیعي غږير جوړښت کې ځينې آوازونه نه لرو او په لیک کې يې ولرو، داڅه مانا ؟ که موږ ( عربي ) کلمه ( اربي ) وايو او په لیک کې (عربي) لیکو، پښتو ژبې ته يې ګټه څه ده ؟ راتلونکو څېړنو ته څومره ګټه او څومره زیان لري ؟ دلته د عربي ژبې حق خوندي کيږي، خو پښتو نيمګړې کيږي. د پښتو او عربي غږيز توپير څه شو؟ که ټولنه د ( عربي ) پرځای په (اربي ) تړون وکړي، هاغسې چې دود دی، څوک زیانمنيږي ؟ که پخوا د دې طبیعي لړۍ مخالفت نه کېده، اوس ولی کيږي؟ همدا د (عربي) کلمې تړونی بڼه په انګریزي کې ( Arabic ) چې وینګ يې د ( عربي ) په څېر نه بلکې ( اربېک ) دی، خو هيڅ انګریز مسلمان د دې موضوع پر خلاف راپانڅېد.

ځينې پوهان په دې ټينګار کوي، چې پښتو ته هره راننوتې کلمه په ځانګړې توګه عربي ښايي د هغې د آوازونو په خونديينې سره وليکل شي، لکه ( مانا ) باید ( معنی ) وليکل شي، که څه هم پښتانه يې (مانا) وايي، خو ماته دا له طبیعت سره جګړه ښکاري؟ دا مانا چې وايي به يو څه خو ليکې به بل څه. دلته بیا دا خبره چې توری یا لیک د آواز یا وينا ښکارندوی دی، بې مانا کيږي.

ژبه يوه ټولنيزه ښکارنده ده او ټولې ټولنيزې ښکارندې د وخت په تيرېدو سره بدلون مومي، د ژبې په وینګ او لیک دواړو کې بدلون راځي، پښتو وينا او لیک هم همداسې درواخله. کېدای شي ځينو ناپښتو آوازونو اوس زموږ په غږيز جوړښت کې ځای نيولی وي، که هغه په لیک کې هم رااخلو، ستونزه نشته، خو که ځای ونه لري اوبیا هم يواځې په لیک کې کښل کېږي، ستونزه ده.

د پښتو لیک د سمون لپاره ګڼې غونډې شوي، بېلابېل اثار کښل شوي، پرمختګونه شوي، خو ستونزې لا پاي شوې نه دي او لا هم يوه کره ليکلار او لیکدود نه لرو. په دې برخه کې، د پښتونخوا ليکدودي ستونزې، خو لا پريږده، چې د
سياسي – فرهنګي لاملونو له مخې د اردو تر اغېز لاندې رامنځته شوې دي.

ټولو ته څرګنده ده، چې پښتو ژبه يو ځانګړی غږيز جوړښت لري، خپل آوازونه لري، چې کېدای شي ځينې يې له نورو ژبو سره ورته، خو ځينې يې جلا او توپير لري. د پښتو ژبې طبیعي غږيز سيستم اوجوړښت ته په کتو ښايي د لیک او ليکلار موضوع هم وڅېړل شي. د بلې ژبې کلمه باید د پښتو غږیز سیستم تابع شي. که موږ د لیکلار په برخه کې نورې ژبې په نظر کې ونیسو، ګورو، چې هلته د پښتو په څیر ډېر کړکېچونه نشته، د ژبې خپل غږيز سیستم او آوازونه څرګند دي، د هغې په اډانه کې هغه څه ليکي، چې يې وايي.

عربي ژبې ته تلونکې ټولې ناعربي کلمې، هغه ژبه خپل غږيز سیستم ته تابع کوي، پاکستان په باکستان اړوي او لوګر په لوجر یا لوغر اړوي. عربانو په همدې تړون کړی، هېڅوک دا نه وايي، چې د کلمې آره بڼه ( پاکستان يا لوګر ) دی.

انګريزي هم همدا کار کوي او د نورو ژبو کلمې خپل غږيز سیستم ته اړوي. د ( ځ، ذ، ظ، ض، ز ) لپاره ( z ) ليکي د
( څ، س، ث، ص ) لپاره ( s ) ليکي او دا خپل طبیعي حق بولي. تردې، چې سپيڅلي نومونه هم اړوي، عربي عبدالله په ( Abdullah ) اړوي، چې د انګريزي (A) د عربي له ( ع ) سره انډول نه دی او مانیز ټکر پېښوي، انګریزان يې هم همداسې وايي. خو دلته بیا هېڅکله د مانیز ټکر خبره نه کيږي، خو که پښتانه يې (ابدالله) وايي او ليکي بیا د (ګناه) خبره کيږي، چې الله (ج) د پښتون په طبیعت کې عربي آوازونه اچولي نه دی، بیا يې ګرم ولې کړي ؟ که داسې وي، بیا هغه ټول ملتونه او ژبې، چې عربي آوازونه نه لري، په ګناهونو کې ډوب دي ؟ زه فکر کوم لوستي پښتانه یا نور وګړي، چې عربي سره سر و کار لري، د عربي له آوازونو سره څه نا څه روږدي دي، کولای شي عربي آوازونه ووايي، خو نالوستي بیا دا کار کولای نه شي او هره کلمه په خپل آر غږيز جوړښت او سیستم کې ورغورځوي، هغه سیستم، چې طبيعي او له نورو اغېزمن شوی نه دی. همدوی دي، چې فکر ته (پکر) او فرهاد ته ( پرهاد ) وايي او دا د دوي حق دی، څوک يې پرې ګرمولی نه شي. هغه حق، چې د نړۍ د نورو ژبو ويونکي يې ځانته ورکوي. دوی دا کار په شعوري او قصدي توګه نه کوي، بلکې دا کار په طبیعي توګه کيږي، ګناه هم پکې نشته. د دې لپاره چې زموږ سپېڅلی ديني کتاب ( قرانکریم ) عربي دی او ټول مسلمانان مکلف دي د یاد کتاب د لوستنې لپاره عربي د سم او بشپړ وينګ سره زده کړي، دا کار يوه اوږده لړۍ ده، چې نه يواځې پښتانه، بلکې د نړۍ ټول مسلمانان، چې ژبې يې له عربي سره غږيز توپير لري، د دې کړاو سره مخ دي. په دې برخه کې کړکېچونه او پوښتنې ډیرې دي، چې ځوابول يې د اسلامپوهانو کار دی، خو بیاهم هغه څه، چې څرګند دي، دادي، چې هره ژبه چې مسلمانان پرې ګړېږي له عربي سره ورته چلند ترسره کوي، که عربي پردۍ کلمې د خپل غږيز جوړښت تابع ګرځوي، هغوی هم عربي کلمې د خپل سیستم تابع ګرځوي. د دې ستونزې حل دا دی چې هر مسلمان باید د اسلام لپاره د عربي ژبې آوارونه هم راخپل کړي چې تر اوسه دا کار شوی نه دی.

د پښتو ژبې د تورو او ابېڅې په برخه کې يو وړاندیز دادی، چې اوسنۍ عربي آره پښتو ابېڅې غږيزې ( فونميک ) ته واړول شي، چې د ټولو پښتو آوازونو لپاره توري او ګرافيمونه لري، خو د دې پر وړاندې هم خنډونه شته، ويل کيږي چې لرغوني او اوسني پښتو او اسلامي متنونه به له لوست وغورځي، خو که داسې وي، ډير ملتونه شته، چې د هغوی د ديني یا لرغونو متنونو لیک د هغوی له اوسني لیک سره توپیر لري، هغوی له کومو ګواښونو سره مخ دي ؟ هغوی له دې امله خپل دين پرې ايښی دی ؟ او یا هغوی د لرغونو متنونو څخه اخېستنه کولای نه شي ؟ خو دا خبره هم ډېره د منلو نه ده، که داسې وای، نن به په نړۍ کې يو شمېر دينونه له منځه تللي وو، لکه ( یهودیت او عیسايت ) او نور، چې لرغوني کتابونه يې په اوسني ليک او تر دې، چې پر ژبه نه دي.

پر همدې موضوع خان عبدالصمدخان اڅکزي او محمدګل خان مومند هم بحثونه کړي چې درانه لوستونکي يې د دوی په اثارو کې لوستی شي.

وړاندیزونه:

د پښتو اوسني لیک. لیکدود، لیکلار، تورو او ابېڅې د نیمګړتیاوو د سمون لپاره لاندې وړاندیزونه ګټور بولم:

۱ – څرنګه چې روښانه ده پښتو توري د آوازونو په پرتله لږ دی، باید د پښتو آوازونو انډول توري رامنځته شي . دا کار که په همدې عربي آر ولاړه ابیڅې او تورو کې کيږي، ښه خبره ده، که نه ټوله سیستم باید لاتیني ( فونیمیک ) شي. د همدې ستونزې په بشپړېدو سره به د بېلابېلو آوازونو لپاره د يوې نښې یا توري کارونې ستونزه هم بشپړه شي.

۲ ـ پردې فکر وشي چې د تورو بڼې باید داسې وي چې د کلمې په هره برخه کې ځان څرګند او د نورو کلمو سره د يوځاينې او تړون وړتیا ولري.

۳ ـ د تورو د نومونې په برخه کې هم پام په کار دی، هر توری باید داسې ونوموو چې له بل سره روښانه توپير ولري، لکه اوس چې وایو څلورګونې یاګانې، داچې ( ی، ي، ې، ۍ ) جلا آوازونه دي. جلا نومونه هم ورته په کار دي. همداسې ( و ) او ( الف ) په برخه کې چې وایو ( اوږد، لنډ او نیمواک ). د ( اوږد، لنډ، نیمواک، نرینه، څرکنده، مجهوله. ښځينه… ) ستاينومونه ستونزه نه حلوي. که د تورو په آوازونو کې نږدېوالی او ورته والی وی، نومونه يې هم باید همداسې جوړشي. لکه په انګريزي کې که وګورو ( 0 , u ,v , w ) چې د زېږد له مخې راته نږدې ښکاري، نومونه يې لږ سره نږدې خو په ټوله کې جلا ( وو، يو، وي او ډبلیو ) دي.

پایله: هره ژبه ځانګړی غږيوهيز جوړښت لري، که له ځينو همريښه ژبو سره ګډې خواوې لري، توپيرونه هم لري، ځکه که دا نه وي د جلا ژبې نوم ورکول بیا بې مانا دي. په هره ژبه کې کارېدونکې کلمې د هماغې ژبې په غږيز جوړښت کې دننه ويل کيږي او ليکل کيږي. پورويونه يواځې خپله مانا ساتلی شي، خو بڼه يې د دويمې ژبې د غږیز جوړښت تابع ګرځي. کله داسې هم کيږي چې بڼه يې خپله خو مانا يې واوړي، کله هم پکې جوليز او مانیز بدلون دواړه پېښېدای شي. دا د ژبو ځانګړنه ده. شونې نه ده، چې يوې ژبې ته راننوتې کلمې دې د هغې له ټولو غږيزو ځانګړنو او آوازونو سره راولېږديږي. يواځې هغه وخت کېدای شي، چې د لومړنۍ ژبې ټول آوازونه په ورته ځانګړنو سره په دویمه ژبه کې هم شتون ولري.

په ليکنه کې د یادو شویو نیمګړتیاوو له مخې د پښتو اوسني توري، ابېڅې او لیکدود ځينې نيمګړتياوې لري دي چې آوازونه او وينا په بشپړه توګه په ځان کې رانغښتی نه شي.

اخځونه:

۱ – زیار، مجاوراحمد. پښتوليکلارښود ( يوه پښتو- کره پښتو). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه. ۱۳۸۶ ش.

۲ – زیار، مجاوراحمد. پښتوپښويه. پېښور. دانش خپرندویه ټولنه. ۱۳۸۲ ش.

۳ – يون، محمد اسماعيل. پښتو ليکنی سمون. کابل. يون کولتوري يون. ۱۳۸۷ ش.

۴ – د ماسترۍ دورې لپاره، د پوهاند محمدصابر خيشکي چپترنوټ.

5 – Oxford Advanced Learner٬s Dictionary (7th edition), Oxford, Oxford University Press, 2010.

2 COMMENTS

  1. هغه د موږکانو کیسه را یاده شوه چی له پشو نه ډیر له ستونزو سره مخامخ شوی وو. یو موږک وویل چی راځی یو زنګ د پشو په غاړه کی واچوو او کله چی هغه راغله مونږ به وتښتو . د موږکانو مشر ورته وویل نو څوک به مخکی شی او د پشو په غاړه کی به دازنګ ورواچوی؟
    د پښتو ژبی په لیکلو کی رښتیا هم ډیری ستونزی شته او دا تقریبا 1400 کاله کیږی چی زمونږ الف بی څی له عربی را اخیستی او زمونږ کوچنیان یی په جومات کی زده کوی او بیا ښوونځی ته ځی. له یوی خوا داهم غنیمت ده خو له دی فرصت نه هم ډیر کسان ګټه نشی اخیستلای او نژدی 90 سلنه خلک د لیک لوست له نعمت نه محروم دی.
    زما په نظر د دی مشکل یا ستونزی د لری کولو لپاره باید یو با صلاحیته دولتی کمیسیون د علومو اکادمی تر نظر لاندی چی د ښوونی وزارت او د لوړو زده کړو وزارتونو مسلکی او په کار پوه کسان پکی شامل وی ، جوړ شی او د نورو ورته ژبو او یا پرمختللیو ژبو په باب څیړنی وکړی ، لکه هندی، روسی ، ترکی ، انګلیسی ،فرانسوی ، هسپانیوی او نوری چی دوی څنګه خپلی ستونزی حل کړی دی.
    که څه هم زمونږ الف بی څی عربی ده خو د عربی الفبا 28 حرفه لری او زمونږ تر 45 پوری رسیږی که نور تغییرات راولو او حرفونه ورزیات کړو په کمپیوتر او کیبورد به نور هم بار ورزیات شی. په دی 1400 کلونو کی خو زمونږ مشرانو او نیکونو چندانی عربی هم زده نکړه او قرآن عظیم الشان خو په هر صورت که په عربی تورو وی یا لاتینی تورو وی کیدای شی چی ولوستل شی او ځان پری پوه او عمل پری وکړو. که د ستونزو د حل لپاره له لاتین الف بی څی نه کارواخیستل شی لکه په انګلیسی یا فرانسوی کی چی الفبا یی 26 حرفونه لری خو 52 غږونه او هر ه کلمه یا مرکبه کلمه یی جلا جلا لیکل کیږی او د هر واول یا غږلرونکی توری بیل لیکل کیږی چی د کلمو تلفظ یی آسانه کړی دی او په ضمن کی عربی هم وساتل شی ممکن د ستونزو د حل لپاره یو وړاندیز وی خو نوری لاری هم باید ولټول شی.

  2. هغه د موږکانو کیسه را یاده شوه چی له پشو نه ډیر له ستونزو سره مخامخ شوی وو. یو موږک وویل چی راځی یو زنګ د پشو په غاړه کی واچوو او کله چی هغه راغله مونږ به وتښتو . د موږکانو مشر ورته وویل نو څوک به مخکی شی او د پشو په غاړه کی به دازنګ ورواچوی؟
    د پښتو ژبی په لیکلو کی رښتیا هم ډیری ستونزی شته او دا تقریبا 1400 کاله کیږی چی زمونږ الف بی څی له عربی را اخیستی او زمونږ کوچنیان یی په جومات کی زده کوی او بیا ښوونځی ته ځی. له یوی خوا داهم غنیمت ده خو له دی فرصت نه هم ډیر کسان ګټه نشی اخیستلای او نژدی 90 سلنه خلک د لیک لوست له نعمت نه محروم دی.
    زما په نظر د دی مشکل یا ستونزی د لری کولو لپاره باید یو با صلاحیته دولتی کمیسیون د علومو اکادمی تر نظر لاندی چی د ښوونی وزارت او د لوړو زده کړو وزارتونو مسلکی او په کار پوه کسان پکی شامل وی ، جوړ شی او د نورو ورته ژبو او یا پرمختللیو ژبو په باب څیړنی وکړی ، لکه هندی، روسی ، ترکی ، انګلیسی ،فرانسوی ، هسپانیوی او نوری چی دوی څنګه خپلی ستونزی حل کړی دی.
    که څه هم زمونږ الف بی څی عربی ده خو د عربی الفبا 28 حرفه لری او زمونږ تر 45 پوری رسیږی که نور تغییرات راولو او حرفونه ورزیات کړو په کمپیوتر او کیبورد به نور هم بار ورزیات شی. په دی 1400 کلونو کی خو زمونږ مشرانو او نیکونو چندانی عربی هم زده نکړه او قرآن عظیم الشان خو په هر صورت که په عربی تورو وی یا لاتینی تورو وی کیدای شی چی ولوستل شی او ځان پری پوه او عمل پری وکړو. که د ستونزو د حل لپاره له لاتین الف بی څی نه کارواخیستل شی لکه په انګلیسی یا فرانسوی کی چی الفبا یی 26 حرفونه لری خو 52 غږونه او هر ه کلمه یا مرکبه کلمه یی جلا جلا لیکل کیږی او د هر واول یا غږلرونکی توری بیل لیکل کیږی چی د کلمو تلفظ یی آسانه کړی دی او په ضمن کی عربی هم وساتل شی ممکن د ستونزو د حل لپاره یو وړاندیز وی خو نوری لاری هم باید ولټول شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب