تاند ( سه شنبه د عقرب ۲۹مه) د پښتون قامي عدالت څو شېبې وړاندې په خپله ایکس پانه لیکلي، چې نن سهار د جانيخېلو پر سي پېک سړک د نامعلومو وسلوالو په برید کې د ملک شودي خان په ګډون څلور کسان ووژل شول.
سرچینې لیکلي چې په دې برید کې شپږ نور ټپیان شوي دي.
پښتون قامي عدالت جرګې زیاته کړې، چې یاد کسان په خپل موټر کې روان وو چې تر برید لاندې راغلل.
د سرچینو په حواله پولیس وايي پېښه څېړي.
ایکس پانه کې لیکل شوي: “د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په وړاندې دا ډول پېښې د روانو ناکراریو یوه بله بېلګه ده. د داسې بریدونو دوام د پښتنو امنیت او د سیمې پرمختګ ته جدي خطرونه پېښوي. د پښتنو د حقونو او امن لپاره په یووالي او همغږۍ سره مبارزه په کار ده.
پښتون قام ته سوله او عدالت غواړو!”
بل لورته د یوه بل خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وایي، چې پرون دوشنبه وسله والو کسانو په خېبر کې ۸ پاکستاني پوځيان وژلي او په بنو کې یې ۷ پوليس تښتولي دي.