«ورک غږونه» د کیسه لیکوالې ستارې ویسا سمبولیکه لنډه کیسه ده چې د هویت موضوع رانغاړي. په دې لیکنه کې د همدې کیسې شننه او په پای کې کیسه لوستلی شئ.
هیله پسرلی:
کاملې عزیزي په خپلې یوې کیسه کې له کیسه لیکوالو ګیله کړې وه چې: “زه په داسې یوه جمله پسې ګرځم چې پرته د ناول له کیسې یې هم ولولم او مستقله مانا ترې واخلم خو دغسې جملې هم لیکوالان په نخرو لیکي، کله کله بېخي په خاورو کې ورک زر شي.” د ستارې ویسا کیسه له دغسې زرو مالاماله ده. دا کیسه یوې واحدې موضوع یعنې هویت ته له بېلابېلو زاویو ګوري او فکر کولو ته مو هڅوي. زه دلته پر یوې جملې خبرې کوم او هڅه کوم راویې سپړم خو د دې کیسې اکثره جملې سره زر دي او یو عالم خبرې لري.
د کیسې په پیل کې لولو: «ايا تيارې پخپله هم يو څه دي که يوازې د رڼا نشتون؟ د يو څه نشتون يو بل شتون کيدای شي؟ لکه د درخانۍ په نشتون کې زه يا زما په نشتون کې درخانۍ…»
دلته کرېکټره د دوو متفاوتو هویتونو خبره کوي چې د یو بل په نه شتون کې شتون پیدا کوي. د یو شخصت بېلابېلې څهرې عامه انساني تجربه ده، موږ ممکن په کور کې ځان ته حق ورکړو چې احساساتي چلند وکړو خو د کار په ځای کې مو ټوله هڅه دا وي چې احساسات شامل نکړو. کومې خبرې چې له همزولو سره کوو ممکن له مشرانو سره یې ونکړو. په هغو ټولنو کې چې فردي ازادي ته احترام کم او د نورو په کار کې خامخا کار لرل ډېر وي ممکن د دغو بېلابېلو څهرو تر منځ واټن ډېر شي او دومره ډېر شي چې د لیکوالې په وینا د یو بل په نشتون کې شتون پیدا کړي.
ورک غږونه د یو ښځې د برخلیک کیسه راته کوي چې په نرواکه ټولنه کې څرنګه خپل هویت ترې ورکېږي. دا کیسه متاسفانه نوې نه ده برعکس ډېره اشنا ده. میندې تر هرې بلې دعا دا دعا خپلو لوڼو ته ډېره کوي چې خدای دې ښه بخت درکړي. د یوې افغانې ښځې برخلیک لا هم ډېره کله له دوو تصادفاتو سره تړلی دی، چیرته چې زېږي او چیرته چې ودېږي. دا اول تصادف یې د ټولو انسانانو مشترکه تجربه ده. انسان که وغواړي یا یې ونه غواړي په کوم کور کې چې زېږي هغه چاپېریال یې پر هویت او شخصت اثر کوي. د افغانو ښځو د ژوند بل تصادف چې ډېره کله د دوی د ژوند لوری ټاکي واده دی. تصادف یې ځکه بولم چې ډېره کله یې په انتخاب کې د ښځو رول پیکه وي.
په ډېرو کورنیو کې له واده وروسته د ښځې له هویت سره همهغسې چلند کېږي چې د ماشوم له هویت سره یې کوو. نوزېږی ماشوم هویت نه لري، په کوم کور چې زېږي هغه یې شخصیت روزي. له ښځو سره هم له واده وروسته ډېر کله ورته چلند کېږي. لکه دوی چې پرون پیدا شوې وي، خپل هویت نه لري، د میړه د کور له شرایطو، اصولو او ارزوګانو سره به ځان عیاروي.
له هغه ماشوم پرته چې نن یې د پیداېښت دوهمه ورځ ده هېڅوک پرون نه دي پیدا شوي. له واده سره یو ښځه د خپل ژوند یو نوی پړاو پیلوي خو دا له سره نه زېږي. که موږ د یو بالغ انسان د کلونو کلونو په ترڅ کې رامنځ ته شوي هویت ته په نه سترګه ګورو او توقع مو ترې دا وي چې زموږ د عقیدې، رواج او خوښې لپاره به د ژوند کولو طریقه بدلوي په حقیقت کې د انسان له هویته منکر یوو او دغه انسانه له ځانه پردۍ کوو، په خپل ځان کې یې بندي کوو، غلې کوو یې، خپل غږ یې ترې ورکوو او په حقیقت کې یې بې هویته کوو. دا جمله همدغه پیچلی روحي کشمکش بیانوي.
دا جمله زما لپاره د دې کیسې یو له زرینو خښتو ده ځکه چې:
۱. شتون او نه شتون د انسان د ذهن یو دایمي سوال دی. که یو چا دا کیسه لوستې هم نه وي دا یوه جمله یې فکر پاروي.
۲. د کیسې په پیل کې د کیسې اصلي موضوع په داسې انداز راغلې ده چې په ذهن کې یو عالم پوښتنې جوړېږي او زړه دې غواړي د ځواب لپاره ټوله کیسه ولولې. د فکر په زور تلوسه رامنځ ته کول اسانه نه وي خو لوستونکو ته عمیقه تجربه ورکوي هغه څه چې له ښو ادبیاتو یې غواړو.
۳. دا جمله او د دې کیسې نورې داسې زرینې کرښې د کیسې له موضوع او پلاټ سره مستقیم ارتباط لري. په کیسو کې دغسې جملې ښې لګېږي خو که یې ارتباط نه وي یا سست وي ډېره کله اضافه ښکاري، د دې کیسې جملې کیسه بشپړوي.
۴. په دې کیسه کې دا جملې ډېر طبیعي لګېږي. زموږ په ځینو کیسو کې فلسفي جملې پخپله درته وايي چې زه غواړم فلسفي خبره وکړم او داسې احساس درکوي لکه لیکواله/ل چې په لوی لاس غواړي فلسفي خبرې وکړي. په لوی لاس فلسفې ښايي عیب نه وي خو هغه جملې چې ښکاري عادي، خو وي فلسفي، ممکن لا عمیق اثر وکړي. ستاره جانه د دغسو جملو په لیکلو کې استاده ده. په دې کیسه کې د فکر تمثیل نشته او فکر شته.
۵. دا جمله او د دې کیسې نورې جملې که د هر ډول فکر څښتن ولولي ممکن اثر پرې وکړي. او ګومان کوم د عمیق ادب یوه ځانګړنه هم همدا ده چې د مخاطبینو کړۍ یې لویه وي. ستاره جانه دې همداسې بریالۍ وي.
ناجیه نجات:
د ورک غږونه کیسه د انسان د هویت، وخت، حافظې او د (زه) د بدلېدونکي ماهیت په اړه یوه ژوره رواني او فلسفي کیسه ده. لیکوالې د مور او لور ترمنځ د یوې پټې کتابچې په وسیله نه یوازې د دوو نسلونو خبرې راژوندۍ کوي، بلکې د یوه انسان د عمر په اوږدو کې د هغه د فکري بدلون سفر هم انځوروي.
د کیسې تر ټولو لوی قوت د هغې مرکزي سمبول دی. کتابچه یوازې د یادښتونو یوه ټولګه نه ده، بلکې د مور د تېر “زه” استازیتوب کوي. په حقیقت کې کیسه د یوې کتابچې د لوستلو نه، بلکې د یوه انسان د پخواني شخصیت د کشف کیسه ده. د “ورک غږونه” عنوان هم همدې ته اشاره کوي؛ هغه غږونه چې وخت، تجربه او ټولنیز ژوند یې ورو ورو چوپ کړی دی.
د شخصیت جوړونې له پلوه، مور تر ټولو بشپړ کرکټر دی. لوستونکی هغه په دوو زمانو کې ویني؛ یوه احساساتي، پوښتنه کوونکې او سرکښه نجلۍ، او بله یوه تجربه لرونکې، محتاطه او چوپه ښځه. د همدې تضاد له لارې لیکوال دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا انسان د وخت په تېرېدو بدلېږي، که یوازې د ځان د څرګندولو طریقه یې بدلېږي؟
ځلا د لوستونکي استازې ده. هغه هماغه پوښتنې کوي چې د لوستونکي په ذهن کې راګرځي. د مور او لور خبرې طبیعي او فلسفي دي او د همدې خبرو په ترڅ کې د کیسې اصلي مانا راڅرګندیږي.
د ژبې له پلوه، کیسه ساده خو ادبي نثر لري. د ورځنیو خبرو ترڅنګ د فلسفي جملو کارول د متن ادبي ارزښت لوړ کړی دی. داسې جملې لکه: “ښکارول له ښکارېدلو سره توپیر لري.” او “ځینې ارامیو ته به انسان یوازې د شور جوړولو له لارې رسېدای شي.”
د کیسې له یاده پاتې کېدونکي جملې دي او د متن فکري بار زیاتوي.
د کیسې یوه بله مهمه ځانګړتیا د زماني جوړښت کارول دي. د اوسني وخت روایت د شل کاله پخوانیو یادښتونو او وروسته پرې لیکل شویو زیاتونو سره یوځای کېږي. دا تخنیک ښيي چې یو انسان د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د یوې موضوع په اړه بېلابېل درکونه لري. د همدې لپاره د یوې یادښت لاندې د څو کلونو وروسته تبصره د شخصیت د ودې ښکلی هنري مثال دی.
سره له دې، کیسه ځینې نیمګړتیاوې هم لري. تر ټولو لومړی، په ځینو ځایونو کې فلسفي خبرې دومره اوږدې شوې چې د کیسې حرکت ورو کوي او متن د داستان پر ځای د فلسفي مقالې رنګ خپلوي. که د دغو تأملاتو یوه برخه د پېښو او کړنو له لارې ښودل شوې وای، اغېز به یې لا زیات و.
دویم، د ځلا شخصیت تر ډېره د اورېدونکې او پوښتنه کوونکې په رول کې پاتې کېږي. که د هغې په خپل داخلي بدلون یا احساساتي غبرګون هم لږ زیات تمرکز شوی وای، د مور او لور اړیکه به لا ژوره شوې وه.
درېیم، د کیسې پای که څه هم ښکلی او سمبولیک دی، خو تر ډېره د خبرو په وسیله بشپړېږي. لوستونکی شاید د کومې وړې عملي صحنې تمه وکړي؛ مثلاً د ځلا لومړنۍ کرښه لیکل یا د مور د بیا لیکلو یوه نښه، څو پای لا اغېزمنه شي.
په ټولیز ډول، “ورک غږونه” د معاصرې پښتو لنډې کیسې هغه اثر دی چې د ظاهري پېښو پر ځای د انسان د ذهن، حافظې او هویت په سپړنه ولاړ دی. لیکوال هڅه کړې وښيي چې انسان په حقیقت کې یو ثابت “زه” نه لري، بلکې د ژوند په هر پړاو کې یو نوی ځان جوړوي او بیا له خپل تېر ځان سره خبرې کوي. د همدې فکر له امله کیسه یوازې د مور او لور مکالمه نه، بلکې د انسان او خپل تېر شخصیت ترمنځ یوه ژوره مکالمه ده.
درخانۍ:
زه نه غواړم د کیسې پر تخینکي جوړښت وږغېږم، ځکه کرکتنه یو ډېر لوی مسولیت دئ، او د دې مسولیت لپاره زه تر اوسه چمتو نه یم یعني داسي لیکواله نه یم چي پر تخنیکي جوړښت دي بحث وکولای سم.
زه غواړم دلته د هغې درخانۍ /ښځې د احساساتو اړوند وږغېږم چي ستارې جاني موږ ته را پېژندلې ده.
د ژوند د هر پړاو رنګ او احساسات بېل وي، ستارې جاني په دې کیسه کي د یوې واده سوي ښځې احساسات په ډېر هنر بیان کړې دي، یوه داسي مېرمن چي هغه د نجلۍ له نامه وروسته د واده سوې ښځې په نوم څومره قربانۍ ورکوي، او څه ډول یوه واده سوې ښځه خپلې هیلي، موخي، خوښۍ، د ژوند لومړیتوبونه او ځانکړتیاوي په تدریجي ډول د لاسه ورکوي ستاره جاني په کیسه کي ډېرې جملې ښکلې لیکلي وې فلسفي او ژورې وې، خو زما دا جمله ډېره خوښه سول ((نپوهېږم ولې، زه چې هر څومره راڅرګنديږم، درخانۍ همدومره ورکيږي.)) په دې یوه جمله کي ستاره جاني د یوې ښځې هغه احساس، چي دا څه ډول خپل د نجلیتوب خصلتونه د لاسه ورکوي، او یو بېل نا پېژنده انسان ځني جوړیږي په هنر بیان کړی دئ، تر لوستونکو یې هدف په یوه جمله کي ور رسولی دئ، هغه په کوزه کي د سیند په څېر جمله ده، او بل ښه والی یې په دې کي دي چي د یوې نادرکه مېرمنې احساس یې بیان کړی دئ.
زه نسم ویلی چي یوازي به افغانان داسي وي، که به په ټوله نړۍ کي د ښځي ژوند همداسي وي.
ښځه دوه ژونده کوي یو د پلار کور بل د خسرګنۍ کور د پلار په کور کي هم ښځې ته وایې، چي خپل کور ته ولاړه سې بیا به پلانکی کار داسي کوې؟ او د خسرګنی په کور کي بیا ورته وایې، خود به دا کار داسي کوې دا خو ستا کور نه دئ د پلار په کور کي دي ولي نه کول په دې وخت کي ښځه د دې دوو کور تر منځ ورکه سي چي زه د کم کور یم؟ او د خسرګنۍ د خوشاله کولو لپاره تر څو د دې د کور نوم پر یاد سي ښځه خپلې هیلي، خواص، موخې، خوبونه، خوښۍ، د ژوند کولو لار، حتا خپل د خبرو طرز ته تغیر ورکوي، او په دې سفر کي هغه څوک چي دا د لاسه ورکوي هغه د دې خپل ځان دئ، او بیا دا ښځه په بل چا بدلیږي کله کله له ځان سره وایې زه څوک یم؟ ایا دا هغه زه یم؟ او وروسته بیخي خپل ځان نه پېژني ډېر کم ما داسي لیدلې دي چي یوه ښځه دي له نجلیتوب، او زړتوب پوري پر خپل طبیعت او ژوند کول پر ډول کلکه پاته سي نو د دې جملې مفهوم ډېر لوی دئ (زه چي څومره را څرګندېږم، درخانۍ همدومره ورکېږي) دلته د ژوند دوو پړاو او دوو کورو تر منځ د یوې ورکې سوې ښځې احساس بیان سوی دئ.
که په ریښتني ډول ووایم کله چي یوه ښځه دا کیسه لولي د درخانۍ په کرکټر کي به ځان او د ځلا په کرکټر کي به خپله لور وویني. او زما په نظر لیکل باید همداسي وي چي هغه صحنه، کرکټر، حالت او حساس لوستونکي ته ور احساس سي.
زه د لوستلو په برخه کي د لیکوالې/لیکوال د لیکني د تخنیکي جوړښت پر ځای، د احساساتو په بیان کي حساسه یم نه پوهېږم دلته به یې یادونه ښه وي که یا ؟ یو وخت مي د پروفیسر راز محمد راز کیسه لوستل چي د یوې ښځې احساس یې بیان کړی وو. هغه وخت د استاد پروفیسر دې کارنامې ته حیرانه سوم، چي څه ډول د یوې ښځې دومره ژور احساسات یو نارینه بیانولی سي؟ نن همداسي ستاره جاني حیرانه کړم څه ډول یې د یوې ښځې دومره ژور احساس په یوه جمله کي بشپړ بیان کړ؟ د دې یوې جملې او د ښځو د داسي احساساتو اړوند زه غواړم نوره هم وږغېږم خو نظر مي اوږدیږي دلې خپل نظر پای ته رسوم، او هیله لرم چي زه به توانیدلې یم تر تاسو خپل نظر په ښه او واضح ډول ورسوم.
ستاره جاني بریالۍ وي.
تقوا برهان شکوري:
ايليف شافاک په خپل کتاب «د عشق څلوېښت اصول» کې وايي:
«هر لوري ته چې غواړې ولاړ شه؛ ختیځ، لوېدیځ، شمال یا جنوب. خو هر سفر چې پیل کوې، هغه د خپل دننه (باطن) پر لور سفر وبوله. هغه څوک چې خپل دننه ته سفر کوي، په پای کې د ځمکې (نړۍ) ټولې لارې وهي.»
ستاره جانې په دې کیسه کې د ځان له سفر سره موږ هم خپل ځان ته په سفر وړي ، دلته «زه» هغه هنداره ده چې هر انسان یې لولي، ځان احساسوي او ځان پکښې ویني.
په دې یوه «زه» کې څومره ډېر ځانونه شامل دي؟
په دې کیسه کې انسان د ځان په لور سفر کوي؛ خپل ځان ورکوي، بیا یې پیدا کوي. هغه انسان وده کوي چې هره ورځ په نوې بڼه پیدا کېږي. د دې کیسې تر ټولو لویه موضوع ځان پېژندنه ده.
درخانۍ وايي: «نپوهېږم ځان د کومې یوې په توګه در وپېژنم.»
انسان څومره ډېر حالتونه لري؛ په هر شکل، هر ځای او هر حالت کې ځان ویني، خو دا حالت یوازې خپله انسان احساسولی شي، بل چاته یې نشي ښکاره کولی. ځکه ځینې خبرې نه لیکل کېږي، یوازې ژوند ورسره کېږي.
یو ښکلی تضاد
دا کیسه یو ښکلی تضاد جوړوي، د مور او لور تضاد: مور چوپه ده، خو دننه یې ډېرې خبرې دي. په ټوله کیسه کې دا ښکلا شته چې هغه احساسات چې پخوا د درخانۍ وو اوس د ځلا له لارې بېرته راګرځي. خو درخانۍ اوس مور شوې ده، د هماغې مور ځای ته رسېدلې ده. دا هر څه د همدې مور له وجوده زېږېدلي دي.
ځوانه درخانۍ ډېرې خبرې کوي، خو لا ځان نه پېژني. دا چوپتیا تل تشوالی نه وي؛ کله کله د ژور فکر نښه وي. خو کیسه دا هم وايي چې چوپتیا او خبرې دواړه د انسان د حقیقت لارې کېدای شي.
د سیوري او رڼا مفهوم
په کیسه کې تور رنګ، تیاره، سپین ګل او رڼا ډېر سمبولیک دي.
درخانۍ پوښتي: «ایا تیاره پخپله هم یو څه ده، که یوازې د رڼا نشتون دی؟»
موږ ته ډېر شیان داسې ښودل شوي چې ارزښت نه لري، لکه تیاره. که ارزښت یې نه وای، نو ولې پیدا شوې وای؟ زموږ په ژوند کې ډېر داسې شیان شته چې بې معنا شوي دي، خو ښايي د هغوی تر شا بله معنا پرته وي.
د نفس بدلون
مور وايي چې پخوانۍ نجلۍ خامه وه، خو په پای کې هماغې ته زړه تنګېږي. دا ډېر مهم ځای دی.
کیسه نه وايي چې پخوانی انسان بد و او اوسنی ښه دی؛ بلکې وايي: انسان د ژوند په تېرېدو خپل پخواني ځانونه وژني او بیا یې یادوي.د یوه حالت ختمېدل د بل حالت پیدا کېدل دي، او دا خپله یو کمال دی. «ځینې وخت ښه دا وي چې هر څه په خپل حال ووینو، نه هغسې چې موږ یې وینو.»
موږ تل هغه څه چې روان وي، په هغه کې حضور نه لرو. انسان ډېر وخت نړۍ د خپلو قضاوتونو، تجربو او ذهني پردو له لارې ویني، حال دا چې ښه به دا وي چې هر څه بې له اضافي حکم څخه ووینو.
هغې کتابچه په ارامه بنده کړه، نه پوهېږم، خو فکر کوم څه چې زه ویل غواړم، نور هغسې نشم پرې پوهولی.
دا یو لبریز حالت دی چې هر څه چې انسان پخېږي، د هر څه هضمول ورته عادي کېږي؛ خندا، ژړا، غم او متعالي کېدل. له دې چینې نور هم نوي ګوهرونه راټوکېږي. که یې وایو هم حیران یو، که یې نه وایو هم. که یې ووایو، هېڅوک نه پوهېږي. هر انسان په وجود کې یو ژور دریاب لري، خو د دې دریابونو ژوروالي توپیر کوي. هر څوک خپل په اندازه دې دریاب ته د ښکته کېدو ظرفیت لري. که یې تر توان لوړ وي، خبرې به ورته عادي وي، او که یې تر توان کښته وي، نو موږ به ورته لېونیان معلومېږو.
پر دې کیسې ډېرې خبرې کېدای شي له هر اړخه. د ستاره جانې دا کیسه لکه د شمعې رڼا، له هرې خوا چې ورته وګوري، یوه معنا، یو تعبیر او یو مفهوم افاده کوي.
————–
ورک غږونه
ځلا خپلې مور ته وکتل، د کور په تر ټولو لويه خونه کې ويده وه. د اوړي په دې غرمه کې په ټول کور کې يوازې د پکې غږ اوريدل کيده. دې پخپل لاس کې نيولې کتابچې ته وکتل. د يوه کوچني سپين ګل عکس پرې سریښ شوی وو. يو ځل بیا یې مور ته وکتل، په زړه کې ورتير شول؛ د مور له اجازې پرته به یې ويل ښه نه وي، دا کتابچه چې موږ دومره وخت نه ده ليدلې یعني مور نه غواړي چې ويې لولو. مګر هغه خو له ما څه پټوي هم نه…
لاړه په انګړ کې د ونو د سيوري لاندي په اېښودل شوې پراخې څوکۍ کيناسته. هوا توده وه، دې تپ ټول غږونه غلي کړي وو، ان د مرغانو شور هم نه وو. کتابچې ته یې په ځيره وکتل، ډبلې پاڼې یې لرلې، خلاصه یې کړه. په لومړۍ پاڼه په لويو تورو د مور نوم او تر هغه لاندې دوه ويشت کاله پخوانی تاريخ ليکل شوی وو. پاڼه یې واړوله، د لومړي يادښت نيټه د جون دوولسمه وه، ليکلي یې وو:
دوی راته درخانۍ وايې، خو زما په اند هغه دلته نشته. دلته يوه بله نجلۍ ده چې دوی یې دومره نه پيژني. نه پوهېږم ځان د کومې يوې په توګه در وپيژنم، اصلا څه پوه شم چې څوک مخاطبوم؟ ښه ځه، که د هغې پر ځای په هغه څه وغږيږو چې د دواړو خوښيږي ښه به نه وي؟ مثلآ تور چاکليټ، توره قهوه، تورې جامې، تورې تيارې…هههه دا تيارې ماته يو بل څه رايادوي. ايا تيارې پخپله هم يو څه دي که يوازې د رڼا نشتون؟ د يو څه نشتون يو بل شتون کيدای شي؟ لکه د درخانۍ په نشتون کې زه يا زما په نشتون کې درخانۍ…
زه ډېرې خبرې کوم، خو درخانۍ بیا چوپ ده. دوی فکر کوي چې هغه نوره هم چوپ کيږي، خو زما لپاره بیا خبرې لا ډيريږي. نپوهېږم ولې، زه چې هر څومره راڅرګنديږم، درخانۍ همدومره ورکيږي.
او رښتيا! ما مې له ليکنو مه اټکلوئ، زه هغه يوه هم نه يم چې تل دلته وي. اصلي (زه) ښایې د احساساتو په اوج کې راڅرګنده شي. د ژړا، خندا يا خوښۍ پرمهال. واقعي (زه)به ښایې د همدې شيبو تر منځ چیرته وي.
د جون شلمه:
په دې ورځو کې د انه فرنک خاطرې او ځينې نور بهرني کتابونو لولم. انه فرنک مې سږ او تير کال څو څو ځله ولوسته، نپوهېږم ولې د ځان په څیر راته ايسي. دا کتاب چې هر ځل لولم په يو بیل کتاب راته بدليږي، يا نه پوهېږم، زه به بدلیږم. له کله چې بهرني کتابونه لولم، همدومره ډېر د خپلې او نورو ټولنو تر منځ ځینې ټکي راته روښانه کيږي. دوی په فکرونو او احساساتو خبرې کوي، موږ په خلکو او پیښو. هغوی د علتونو په فکر کې دي، موږ په پايلو غږیږو. بیخي لکه دوه متضادي نړۍ. اه، ښه پوهېږم، کتابونه مې اذيت راډیروي. ډېر یې ډېروي. پخوا ارامه وم، هر څه چې وم د خپل شتون په محدوده کې وم، خو اوس په نورو شيانو کې ورکه يم. خدای خبر، دا ورکېدل به تر کومه لار شي.
ځلا پاڼه واړوله. په بل مخ کې څو سره ورته څیرې خو په بیلابیلو حالتونو کې رسم شوې وې، ژړا، خندا، بې تفاوته…
ورته ځيره شوه، مور موږ ته کله دا ډول رسامي نه ده راښودلې. هغې خو به يوازې ميوې، ګلان، غرونه او ځينې مرغان رسمول. هيڅکله يې هم د يو جوړ سترګو د دا ډول متفاوت بڼو کيسه نه ده کړې. نه پوهېږم ولې یې غوښتل موږ د خپل ژوند له تجربې لرې رالوی کړي؟ دا کتابچه چيرته وه؟ مور ولې د هغه وخت ځان له موږ پټ ساتي؟
د جولای دوهمه:
که ښه پام وشي ټولې څيرې شيبه په شيبه عجیبې او متفاوت کيږي. خبرې په ځان کې نور غږونه هم لري. موږ نه يو خبر چې د ځينو چوپتياوو تر شا کومې کیسې پټې وي. کله کله ډېر متضاد شيان په يوه پيښه کې راټوليږي، موږ ګنګس کوي، ځيني وخت مو تر درک لوړيږي يا هم ډېر وروسته پوهېږو چې د يو چا د لويدلو سترګو لامل هغه نه وو چې دوی ويل، بلکې که پام مو کړی وای، د دوی ترخو مسکاوو، د دوی په خبرو کې نوو کليمو او د څيرې نوو اندازونو یې هم يو څه ويل غوښتل. موږ ځيني وخت ځيني شيان نه وينو. ښکارول له ښکاريدلو سره توپير لري.
تر دې يادښت لاندې په يو بدل خط څو نورې کرښې هم کښل شوې چې تاريخ يې څلور کاله وړاندې ليکل شوی:
په جزيياتو کې دومره ورکېدل ژوند سختوي. موږ په پيل کې فکر کوو چې ډېره ځيرتيا ښه ده. مګر دا موږ ته يوازې ځور را په برخه کوي. په ډېره سادګۍ سره مو د ژوند له خوږو شيبو محروموي. له اوسه مو لرې بیايي، ترې پردي کوي مو. ځينې وخت ښه دا وي چې هر څه پخپله حال ووينو، نه هغسې چې موږ یې وينو.
اوس ښایې زه دا ښه وبولم چې له يوه مطلق ناپیژانده انسان سره کينم او بیله دې چې د دوی د شتون ټولو جزيياتو ته پام وکړم، يوازې خبرې وکړو. غواړم بې له دې چې د يو بل هويت، تېر يا راتلونکي او بل هر څه ته پام وکړو، د هغې شيبې پايله واوسو. نه پوهېږم، ښايې د عمر په تېريدو سره به يوه کوچنۍ مانا په لويې هغې راته اوښتې وي، يا برعکس.
ځلا وروستيو کرښو ته ځيره وه، په همدې ځيرتيا کې یې وويل، خدای خبر دلته توري ولې دومره واضح او باثباته راته ايسي، هههه ښایې د يوې ښځې او انجلۍ ليکل به توپیر سره لري.
د اګسټ دريمه:
نن مې د کور ټول ګلان اوبه کړل. دا کار ښه حس راکوي. دوی باغوانه راته وويل. خو زما باغواني نه خوښيږي، اصلا له ګلونو سره به مې هم دومره نه وي جوړه، خو اوبه کول یې خوند راکوي. دا به ښایې پخپل ځان کې يو تضاد وي، مګر زه همداسې يمه او غواړم همداسې (زه) واوسم. خوښيږي مې چې هر څه وينم، هغه ووايم. نه غواړم رښتيا په دروغو واړوم. که مې څه ته خندا راځي، غواړم وخاندم، ان که نور نه خاندي هم او که ژړا راتله نو د خوښۍ په شيبو کې به هم خامخا ژاړم. غواړم زه هم د ژوند غوندې پخپله واقعي څیره کې مخکې لاړه شم، ان د ترټولو سختو شیبو تر منځ هم.
تر دې يادښت لاندې په هماغه باثباته خط دوه کاله مخکې داسې ليکل شوي:
دومره ډېر ريښتينې اوسېدل زياتره وخت په اړيکو کې شک راپاروي. ډېر لږ خلک دا ډول ريښتينولي درک کولی شي او تاب يې لري. خولې ته د زړه هره خبره راوړل ښه نه وي. د ښه ژوند لپاره بايد د خلکو په څېر واوسو، مجبوره يوو. دوی يوازې عادي شيان منلی شي. غیر عادي شيان بايد يو څوک په شک کې واچوي…
ځلا سر راپورته کړ، مور ته یې پام شول چې څنګه ته یې ناسته ده او په کراره ورته ګوري. زړه یې په دربیدو شو، ويې ويل، ښه مې نه بلله چې تاته له ويلو پرته یې ولولم، درغلم، ته ويده وې او غرمه هم لويه وه. په تمه نشوای ورته پاته کيدای.
مور یې وړه مسکا وکړه، ويې ويل، ودې لوسته؟
-لږ مې ولوسته. ليکنې یې عجيبي دي. دا کتابچه تر اوسه چیرته وه؟ موږ ولې نه وه ليدلې؟
-اړتيا به ورته نه وه نو. ته هر وخت پخپل مبايل کې اپډيټ برنامې نه کاروې؟ په پخوانيو نسخو به څوک څه کوي. ښه ده چې هغه له هغه وخت سره پريږدوو.
-خو فکر کوم ښه نه ده چې ته د هغې په خوله داسې لاس ونيسې، ان موږ ته دې هم نه ده راپيژندلې.
-ځلا! هغه له خامو فکرونو، احساساتو او بې ثباتۍ ډکه وه. تاسې ته به یې څه درکړي وو؟
-د مطلقې خاموشۍ پر ځای شايد خبرې ډېر څه ولري. ته اوس هم غلې یې او هغه پخوانۍ نجلۍ هم له موږ لرې ساتې.
-هغه بې تجربې وه، دا یې ښه نه وه درک کړې چې ژوند دومره اسانه او ډاډمن نه ده. اغيزمنوونکې وه، ځکه یې له هرڅه سر ټکاوه، د هر څه په هکله یې يو څه ويل. نه پوهېده چې ځينې شيان ان د ورکتلو اهميت هم نه لري.
مور په ارامه د لور له لاسه کتابچه ور واخيستله، پاڼې یې واړولې، ځلا ورته کتل. ورو یې وويل، مورې! ډېر وخت کیږي ليکل دې پريښي، ان په هغه ناول دې هم کار پيل نه کړ چې يو وخت یې د طرحې په هکله غږیدې.
هغې کتابچه په ارامه بنده کړه، ويې ويل، نه پوهېږم. خو فکر کوم څه چې زه ويل غواړم، نور هغسې نه شم پرې پوهولی. داسې حسوم لکه يو څه چې ډېر يا کم وايم. ځينې وخت چې موږ څومره ډېر مزل کوو، همدومره پوهېږو چې، په ډېر لږ څه پوهېږو. نه پوهېږم ديته د ثبات ډېريدل ووايم که کمېدل.
ځلا ته د مور د سپين کميس واړه ګلان او د کتابچې سپين کوچنی ګل سره ورته ښکاريدل، خندنۍ وه، اوس نو سمه باوري وه چې ځينې شيان د ژوند تر پايه د يو چا د ذوق او ځانګړتيا نمايندګي کوي.
مور یې وويل، کله کله مې په هغې نجلۍ پسې زړه تنګيږي، زړه مې غواړي څنګ ته یې ورشم او پخپلو ټولو ويرو، شکونو او انديښنو کې ورسره خواخوږې شمه يا ډاډ ورکړم. يا کله کله مې زړه غواړي چې پرې ووياړم. په ترخه موسکا یې وويل، په هر حال، هغه نه پوهېده چې ژوند د ښه ذوق د خاوندانو محفل نه ده چې دا هر څه ووايي هغوی چکچکې ورته وکړي.
دواړه يوه شيبه غلې وې، دواړو خړې کتابچې ته کتل او د دواړو په اند هلته يوه نجلۍ بندي وه.
ځلا وويل، دا ځل به زه يو څه پکې وليکم او ته زیاتونه پرې وکړه.
-ښه خبره ده، ويي ليکه، ډیرې پاڼې یی لا هم تشې دي.
-ولې ته؟ ته یې نه ليکې؟
-اصلا څه به وليکم، يا څه بايد وليکم؟ زه په دې ټولو کلونو کې دې يادښتونو ته څو څو ځلې راغلې يم او په پخوانيو ليکنو مې زياتونې کړې. هر ځل له يوې متفاوتې (زه) سره. نور نه غواړم يوه ورځ بیا کومه بله (زه) راشي او د نن خبرې مې رد کړي.
-که داسې وي بیا خو بايد هيڅوک هم څه و نه ليکي.
-نه، بايد ويې ليکي. هيڅوک د نورو له تجربو هغومره څه نه شي زده کولی لکه له خپلو هغو. څوک چې ليکل غواړي، باید ويي ليکي او څوک چې غواړي چوپ واوسي هغوی به ښايي د خپلې ارامۍ لپاره دا کار کوي. او ښایې ځينو اراميو ته به انسان يوازې د شور جوړولو له لارې رسيدای شي.
نو، ځکه خو يې وليکه!
پای