ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې د سمڅې یاران او شین ټاغي په نوم کتابونه هم وه، ابا مې اول همدا را واخیستل.
پر سبا مې د ابا په کوټه کې همدې کتابونو ته ګوتې ورغلې، د استاد سعدالدین شپون ناولونه وه، د منځ له پاڼو مې څو کرښې ولوستې؛ زما اول ځل لوستل وه، مجبور یې کړم چې له سره یې ولولم، له دې مخکې مې ناول، کېسه، داستان په ټوله کې کتاب نه و لوستی. دا مې پر زړه ولګېدل، بیا مې د ابا له خولې د استاد په اړه ډېر څه واورېدل، هغه ور سره د مکتب له دورې اشنا وو.
له دې وروسته زه د کتابونو په لوستلو راغلم، خو استاد مې زړه ته کېوت، داسې لکه پیر مې چې وي..
څه وخت وروسته مې ابا راته د استاد د لنډو کېسو ټولګه، د بنګي غاړه او د مچۍ ځاله د ټولنیزو مقالو ټولګه هم را وړه، په کراتو، کراتو مې ولوستل او اول ځل مې د یو چا د لېدو ارمان پیدا شو، خو استاد بیا نه و.. تل زورېدم چې لېدلای مې وی او اوس هم زورېږم، خو د خپل سبک د اول ګړي انداز له مخې تل راته خپله لګیا وي، لکه په څنګ کې مې چې وي.
د استاد په اړه ډېر پوه شوم، نور اثار یې هم لېکلي وه، خو ما په کتاب خانو کې پیدا نه کړل، ډېر ورپسې وګرځېدم، ګټیالی مې لاسته راغی، ښایستو، و، نه و، یو شپون و او نور نه پیدا کېدل.
څه وخت وروسته عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره لاړم، ښایستو او و، نه و، یو شپون و دواړه مې پیدا کړل. ښایستو چې بل ځای نه پیدا کېده، غلی مې بیک ته کړ؛ کتابتون مې دې وبښي..
مومند خپرندویه ټولنې د استاد پینځه اثار؛ یو شپون و، زوړ سړی او سیند، لیکوالي، ادبي نقد او ادبي څېړنې چاپ کړل، پینځه واړه مې واخیستل، خو د استاد بایوګرافي لا په کتابتون کې پاتې وه. ورپسې لاړم، همت مل صیب رانه تذکره واخیسته او کتاب یې را کړ. څو میاشتې را سره و، زړه مې پرې نه کېده، خو تذکره په کار شوه او مجبور شوم چې بېرته یې وروړم.
د پوهنتون په وروستي کال مې، زموږ د پښتو څانګې امر صیب سلیمان صیاد د استاد داستاني، نثري او منظوم کلیات درې واړه څانګې ته را وړل، ماته یې داستاني کلیات نه را کاوه، خو ما باید د هغه د وروستي ناول، یو لویشت ژوند لپاره هغه را اخیستی وی، اخیر یې هم را کړ، ناول مې ترې پی ډي اپ کړ او د امر صیب ویره رښتیا شوه، کلیات یې له ما سره پاتې شو، زه له وطنه ووتم..
یوه خبره دا چې ما د استاد منظوم اثار پرخه په ترخه، شین خالۍ پيدا شوه او نور کوم چې خپاره شوي، پوره نه دي لوستي.
او بله خبره، دا مې د استاد شپون د اثارو له لوستلو سره سفر وو، خو د هغوی رنګونه، خوندونه، ځانګړنې او د استاد جلا کرکټر لا نورې خبرې دي..
لېکل دې د استاد غوندې وشي!!
اروا یې ښاده!!