Homeخبرونه۱۳ افغان محصلانو په پاکستان کې د طب له پوهنځیو د ایستل...

۱۳ افغان محصلانو په پاکستان کې د طب له پوهنځیو د ایستل کېدو خلاف محکمې ته مراجعه وکړه

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) د طب ۱۳ افغان محصلانو د پاکستان د لاهور په لوړه محکمه کې دعوه کړې او د پاکستان د طبي او غاښونو شورا یا «PMDC» هغه لارښوونې یې ننګولې دي چې له مخې یې په دغه هېواد کې پر طب او غاښونو طب بوخت افغان محصلان باید افغانستان ته ستانه شي.

په دغو محصلانو کې اووه نجونې او شپږ نارینه شامل دي چې په لاهور کې په بېلابېلو طبي بنسټونو، لکه د کینګ اډوارډ طبي پوهنتون، د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان طبي او غاښونو پوهنځي او د طبي علومو په خدماتي انستیتیوت کې زده‌کړې کوي.

محصلانو ویلي چې د PMDC په لارښوونه له خپلو پوهنتونونو او بنسټونو ایستل شوي دي. دوی استدلال کړی چې که څه هم PMDC د ۲۰۲۳ کال د قانون له مخې د پاکستان تر ټولو لوړ طبي تنظیموونکی بنسټ دی، خو د هغو محصلانو د ایستلو قانوني واک نه لري چې له وړاندې په رسمي او پېژندل شویو پروګرامونو کې شامل شوي دي.

دوی د PMDC د جولای د ۳۱مې او سپټمبر د لومړۍ نېټې دواړه لارښوونې «غیرقانوني او د پاکستان له اساسي قانون سره په ټکر کې» بللې او له محکمې یې غوښتي چې دغه پرېکړې بې‌اعتباره اعلان کړي.

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه د طب او د غاښونو د طب پوهنځیو ته په استولي لیک کې خپله پخوانۍ تګلاره بیا تکرار کړې او ویلي یې دي چې د روان تعلیمي کال په لړ کې دې افغان اتباع نه شاملوي، نه دې ورته د زده‌کړو ځایونه ورکوي، نه دې یې له یوه پوهنتونه بل ته تبدیلوي او نه دې د زده‌کړو د دوام لپاره نورې اسانتیاوې برابروي. شورا همداراز ویلي چې له مخکې شامل شوي افغان محصلان باید افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان کینګ اډوارډ طبي پوهنتون له لومړنیو دولتي بنسټونو څخه و چې د دې لارښوونې عملي کولو ته یې اقدام وکړ. پوهنتون د طب ۲۰ تنو افغان محصلانو ته امر کړی چې په ۲۴ ساعتونو کې ځانونه ور ورسوي. په دغو محصلانو کې اووه تنه د زده‌کړو په وروستي کال کې دي. پوهنتون د هغوی د وتلو لپاره د عدم اعتراض سندونو (چې له پاکستانه د وتلو لپاره پکار دی) او نورو اړینو اداري چارو د بشپړولو بهیر هم پیل کړی دی.

محصلانو ویلي چې د PMDC تنظیموونکي واکونه باید د پاکستان د اساسي قانون، د PMDC قانون او د دغه هېواد د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې وکارول شي.

دوی ټینګار کړی چې نه د ۲۰۲۳ کال قانون او نه هم اساسي او نړیوال حقوقي اصول PMDC ته اجازه ورکوي چې له هغو محصلانو سره خپلسري چلند وکړي چې کلونه یې په پاکستان کې د طب په زده‌کړو تېر کړي دي.

په یوه دعوه کې ویل شوي چې د PMDC لارښوونې د ښځینه او نورو افغان محصلانو پر وړاندې تبعیضي دي.

محصلانو د دې پرېکړې له امله رامنځته شوې ستونزې هم محکمې ته بیان کړې او ویلي یې دي چې له پوهنتوني لیلیو څخه د وتلو غوښتنه ترې شوې، چې له امله یې د زده‌کړو د راتلونکي ترڅنګ د استوګنې له ستونزې سره هم مخ شوي دي.

یو شمېر اغېزمن شوي محصلان د پاکستان د لوړو زده‌کړو د کمېسیون د علامه اقبال د بورسونو له پروګرام څخه برخمن دي. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د لوړو زده‌کړو کمېسیون شاوخوا ۳۵۰ هغو افغان محصلانو ته هم هرکلی ویلی و چې د لوړو زده‌کړو لپاره پاکستان ته تللي وو.

نیلوفر نیکزاد، چې یوه له دعوه کوونکو څخه ده، ویلي، نوموړې په افغانستان کې دوه کاله طبي زده‌کړې کړې وې، خو وروسته د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له امله اړ شوه چې خپلې زده‌کړې پرېږدي.

افغان محصلانو ویلي چې د PMDC د لارښوونو ناڅاپي عملي کېدو په ټول پاکستان کې د افغان طبي محصلانو په منځ کې پراخه اندېښنه او رواني فشار رامنځته کړی او دوی اړ شوي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمې ته مراجعه وکړي.

د PMDC پرېکړه د بشري حقونو د بنسټونو او یو شمېر پاکستاني سیاسي مشرانو له نیوکو سره هم مخ شوې ده. هغوی له حکومت څخه غوښتي چې د طب او غاښونو طب افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې دا وضعیت پر ځوانانو اغېز کوونکی بشري ناورین دی، ځکه د هغوی زده‌کړې، خوندیتوب او راتلونکی له سمدستي ګواښ سره مخ دي. دغه کمېسیون د افغان محصلینو د ستنولو د امر د ځنډولو او د اغېزمنو محصلانو د نوم‌لیکنې د بېرته فعالولو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د مشرانو جرګې د اپوزیسیون مشر علامه راجا ناصر عباس ویلي چې دا لارښوونه سیاسي انګېزه لري او خبرداری یې ورکړی چې دا کار ښايي راتلونکي نسلونه زیانمن کړي.

د تحریک انصاف مشر اسد قیصر هم پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت «د محصلانو له راتلونکي سره لوبې کوي».

د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي اندېښنې او له افغانستان سره ترینګلې اړیکې د محصلانو د ډله‌ییزې سزا لپاره نه شي توجیه کېدی. عباس هم خبرداری ورکړی چې دا تګلاره ښايي د نړیوالو محصلانو لپاره د پاکستان پر اعتبار منفي اغېز وکړي.

د هغو افغان محصلانو د ستنولو ترڅنګ چې له وړاندې په پاکستان کې شامل دي، PMDC د افغان اتباعو لپاره د نویو شمولیتونو، انتقال او د پوهنتونونو ترمنځ د زده‌کړو د بدلون غوښتنلیکونه هم تر بلې خبرتیا پورې ځنډولي دي.

طبي بنسټونو ته لارښوونه شوې چې د PMDC له مقرراتو سره سم عمل وکړي او د اړتیا په صورت کې له اړوندو دولتي ادارو سره همغږي وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...