چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+د پښتو ادب د دوو لویو رښتینو خدمتګارانو د یاد او اکرام...

د پښتو ادب د دوو لویو رښتینو خدمتګارانو د یاد او اکرام په موخه یولنډه قدرونه

همت عمرزوی
په شلمه او یوویشتمه مېلادي پېړۍ کې د دنیا د مډرن او عصري تګ او پرمختګ سره جوخت د پښتو ادب او کلتور هم د خپلو اوڅارو، ويښو او زحمتکښو فرهنګیالیو بچو په مټ د عصري کېدو او سیال کېدو په محور کې رغنده، اړین او مهم ګامونه واخیستل، پښتو د نوي جهاني ادب د نثر او نظم د نوو ادبي غوښتنو پر کرښو ور سمه شوه، په فني او ماهیتي لحاظ یو لوی ادبي بدلون او نوښت رامنځ ته سو، پښتو ژبه په ادبي هنري  توکو لا سینګار او سمبال سوه، او د خپل پښتني رنګ او ريښې په غوره ساتلو سره يي نړیوالي ادبي تجربې هم را خپلي کړې.
د دغه زماني بهیر په لړ کې د پښتو د ادبي کهول په سرلارو او سرخېلانو کې دوه ډېر د قدر، یاد او اکرام وړ شخصیتونه زمونږ د نوي ادبي تاریخ مهم څپرکي او بابونه جوړوي؛ ارواښاد استاد سعدالدین شپون او قدرمن استاد حبیب الله رفیع په دغه خوځنده او مهم ادبي تحول کې د بیا؛ بیا یادونو او څېړنو مستحق مشران ادیبان دي.
مونږ که له یوې خوا د ارواښاد استاد شپون د اتم تلین په یاد کې د نوموړي په ویر دا یو څو نیمګړي توري سره پېیوو، نو؛ له بل اړخه د پښتو ادب د خواریکښ خدمتګار (استاد رفېع) د میوه داره ژوند اتیایمه کلیزه لمانځو، استاد رفېع کابو شپږ لسيزي د پښتو ژبي د علم، ادب، تاریخ، فلکلوراو فرهنګ د سپړلو، څېړلو، او خوندي کولو په موخه؛ نه ستړی کېدونکی مسلسل کار او زیار ترسره کړی دی، همداشان؛ ارواښاد استاد شپون د پښتو په نثري دنیاکې هم بېساری اونوی تخلیق رامنځ ته کړ او هم يي په دې برخه کې نوي تیوريکي اوعملي کره کتنیز بحثونه را پورته اورا دود کړه، په خورا لوړ جرئت يي ادبي تنقید وکړ، د حل لارو وړاندیزونه او تیزسونه يي هم د لکچرونوپه ترڅ کې اوهم د خپلو مفصلو لیکنو او مقالو په لړ کې وړاندي کړه، دده د نثر ژوندی روح ځان ته یو بېل کیف وکان لري، دومره زړه راښکون چې د ارواښاد استاد شپون په نثرکې نغښتی دی، فکر نه کوم چې په ډېرو کمو نثري تخلیقاتوکې دي شتون ولري،د استاد په تخلیقي متن کې ژوند خپلي مستي جوپې وهي او د ادبي خوږلت تاو يي لا خوځنده څپې وهي…
همدارنګه؛ د قدرمن استاد، استاد حبیب الله رفېع د تخلیق او تحقیق لویه دنیا، ځان ته؛ خپل خواږه، خوندونه او آندونه لري، استاد د پښتود لرغونو ادبیاتو د سپړني اوشنني ښه دقیق علمي_ادبي مباحث راشنلي اولیکلي دي، د (ادبي ګروېږنو) په بهیرکې يې د خپل ادبي اجتهاد په مټ غوره علمي_ ادبي مطالب وړاندي کړي دي، د (ملي دریځ) او(ملي زاوې) په لیکلو سره يي د ملي اصالت پرکرښو ډېر مهم ملي_ ولسي موضوعات څېړلي اوچېړلي دي، د پښتو د فولکلوراو لنډیو په باب يي ارزښتمني لیکني او ګروېږني ترسره کړي دي، د افغاني تاریخ تاریک ګوټونه يي په خپلو منطقي او ستدلو تحقیقي پلټنو سره روښانه کړي دي…
پایله اولنډیز:
د پښتوادب د دوو لویو حقدارو خادمانو د کار او زیار یاد او درناوی پر مونږ نوي نسل د یو ملي معنوي امانت په توګه پور دی، د ارواښاد استاد شپون لیکنی سبک او انداز؛ لاهم پالل او شنل غواړي، او هغه ادبي مغتنمه لار چې استاد د پښتو ادب په نوي دنیا کې ترسیم کړې ده؛ هغه لا تراوسه د (یوه سړي) د قدمونو نښي راته برېښوي… لازمه ده چې نور لاروي هم په دې نوښتګري لاري کې د مزل اسره او حوصله خپل کړي.
همداراز؛ اړینه بولم چې؛ د غنیمت استاد؛ ښاغلي استاد رفېع له ادبي_تاریخي تجربو او سرچینو څخه په مرسته او الهام دغه ملي_ادبي لار او لور لا په ټول لازم علمي_ادبي صلاحیت پسې وغځوو ترڅو د وطن د ادب په لويي دنیا کې د مغتنمو معنوي پنځونو او نوښتونو، پالوونکي او رامنځ ته کوونکي سو.
په دعااودرناوي.
همت عمرزوی
هرات

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...