Homeخبرونهپه سعودي عربستان کې ۵ افغانان په غیرقانوني ډول د حج د...

په سعودي عربستان کې ۵ افغانان په غیرقانوني ډول د حج د هڅې په تور ونیول شول

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۸ مه) د سعودي ګزیټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هیواد د حج امنیتي ځواکونو پنځه افغانان د حج د مقرراتو او لارښوونو د سرغړونې په تور نیولي دي.

ورځپاڼې لیکلي، په سعودي کې مېشته دا پنځه افغانان وروسته له هغه ونیول شول چې هڅه یې کوله د حج له رسمي اجازې پرته د صحرايي سیمې له لارې پلی مکې ښار ته داخل شي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات شوي دي.

د عامه امنیت ادارې له ټولو خلکو غوښتي چې د حج مقررات او لارښوونې مراعات کړي او د سرغړوونکو په اړه دې په مکه، مدینه، ریاض او ختیځ ولایت کې ۹۱۱ شمېرې ته، او د سعودي عربستان په نورو سیمو کې ۹۹۹ شمېرې ته زنګ ووهي.

سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي او لا هم روان دي.

2 COMMENTS

  1. دې پنځو 🫏🫏🫏🫏🫏 ته به اوس پته لګېدلي وي، چې د خدای کور ته به هم له ځناور زاني عرب اجازه اخلې، له هماغو عربو چې په فتواوو مو يې ٤٠ کاله خپل خلک ووژل او وطن مو دود دود کړ.
    داخو څه د ميالي بابا زیارت نه دی، چې لکه 🫏 پکې ٢لغتې ووهې 😁

  2. د مځکی کُره د ټولو ۸ میلیارډو انسانانو مشترک ستر کور دی خو هر انسان مکلف دی چی ددی مشترک کور په هره برخه کی د وضع شوی قوانینو او مقرراتو درناوی ولری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...