Home+محمدسمیع صادق او په پښتوهنري نثر کې د یوه نوي ژانر ایجاد

محمدسمیع صادق او په پښتوهنري نثر کې د یوه نوي ژانر ایجاد

 پوهندوی آصف بهاند

مکتب

(کیسه په سلو ټکو کې)

«په انګړ کي ئې باران په شړپ وو. 

لږ لېري د غره په لمن کي بیا شین آسمان سرې و زرغونې رنګین کړی وو. 

انا ئې وېښتان ور چوټي کول. 

پېغله نجلۍ د خپل خټين کور له کړکیه د بوډۍ د ټال په ننداره وه. 

وېښتان ئې د انا له لاسونه وایستل، وې ویل: 

– بي بې تا ویل څوک چي تر سرې و زرغونې تېر سي، هلک به نجلۍ سي او نجلۍ به هلک کېـږي… چترۍ دې راکړه زه تر تېرېـږم، نارینه به سم، بیا خو مي مکتب ته پرېـږدي… 

انا ئې په خندا سوه، 

– درځه زویه دواړه ځو، مکتب خو ما هم نه دئ ویلی!»

                                   (محمدسمیع صادق)

په دې مقاله کې د داسي یو قلموال په باب بحث کیـږي چې غږ‌ځوږ یي لږ، خو کار یې ډېر دی، نوښت یې د قدروړ دی، چلن یې داسې نرم ــ استادانه دی لکه د پاخه‌عمر چې وي او ډېره اوږده فرهنگي مخینه ولري. دی د فرهنگ په څو برخو کې عملاً قلم چلوي او فرهنگي تولیدات وړاندې کوي.

استاد محمدسمیع صادق یادم. کله مې چې د ده د فرهنگي کارونو څوبیلگې ولیدې، نو مې وپتیله چې یوڅه به پرې لیکم. د وخت په تېرېدو سره د ده د قلم او هنر نور اړخونه هم راته څرگند شول چې دی شعر هم وايي، لنډې کیسې هم لیکي، د څیړنیزو مقالو د لیکلو استعداد هم لري او…

د همدې له پاره به لومړی له ښاغلي سمیع صادق سره درانه لوستونکي اشنا کړم، وروسته به د ده د هنرونو او ادبي شخصیت پر ځینو اړخونو، د بیلگو په وړاندې کولو سره وغږېـږم:

د ښاغلي سمیع صادق پیـژندنه:

کله مې چې له ښاغلي سمیع صادق سره د ده د بیوگرافي خبره مطرح کړه، ده ما ته د خپلې ځانگړې لورینې له مخې د خپل ژوندلیک دا متن راولیـږه:

«محمدسمیع صادق د ۱۹۸۰م. کال د جولای پر ۲۷مه نېټه د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي زېږېدلی دئ. په ۱۹۸۳م. کال کي د افغانستان د جګړو له امله د ده کورنۍ پاکستان ته کډواله سوه. که څه هم د لنډ وخت لپاره بېرته خپل وطن ته راستانه سول، خو د حالاتو خرابوالي هغوی یو ځل بیا د کډوالۍ ژوند ته مجبور کړل.

محمدسمیع خپلي لومړنۍ زده کړي په پاکستان کي ترسره کړې او د «تعمیر نو پبلک های سکول» څخه ئې، چي د اردو ژبي ښوونځی دئ، د لسم ټولګي سند ترلاسه کړ. وروسته ئې د سیاسي علومو او ټولنپوهني په څانګو کي د لېسانس زده کړي بشپړي کړې. هغه بیا د بلوچستان پوهنتون څخه د انګلیسي ادبیاتو په برخه کي د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

ده نژدې لس کاله د پاکستان د کوټي په ښار کي د انګلیسي ژبي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. د همدې مودې په ترڅ کي ئې د اردو ژبي ورځپاڼي «عوام» لپاره د خبریال په توګه هم کار وکړ او له ژورنالېزم او ټولنیزو چارو سره ئې عملي تجربه ترلاسه کړه. افغانستان ته تر ستنېدو وروسته په خپل آبايي ټاټوبي، کندهار ښار، کي مېشت سو او په یوه کوپراتیف، چي د نړیوالو مرستندویو ادارو په ملاتړ ئې فعالیت کاوه، کې د مدیر په توګه دنده پیل کړه. خو اداري مسؤلیتونو هغه له خپلي اصلي دندي، یعني ښووني او روزني، څخه لیري نه کړ. نوموړي د ماښامونو په ارامو ساعتونو کي د انګلیسي ژبي درسونه هم ورکول.

سمیع په ۲۰۱۰م. کال کي سویډن ته مهاجر سو او تر اوسه هلته ژوند کوي. هغه د لویانو لپاره د پښتو او دري ژبو ښوونکی دئ او د مورنۍ ژبي په مرسته له زده ‌کوونکو سره د سویډني ژبي په زده ‌کړه کي مرسته کوي.

ادب د ده د ژوند له لومړیو کلونو راهیسي د ده ملګری پاته سوی دئ. د ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال ئې په ډېر شوق سره ورځپاڼي، مجلې، کیسې او ادبي آثار لوستل، په ځانګړي ډول د اردو او انګلیسي ژبو ادبیات. د هغه لومړنۍ ادبي هڅي په اردو ژبه کي د آزادو شعرونو او لنډو کیسو لیکل وه. خو د انګلیسي ادبیاتو د لوړو زده‌کړو پر مهال ئې دا احساس وکړ چي له خپلې مورنۍ ژبې، پښتو، سره د لیکوالۍ په میدان کي هغه تړاو نه لري چي باید وې لري. همدې احساس هغه دې ته وهڅاوه چي پښتو خپله زده کړي او د هغې د ادبي نړۍ ژورو ته ورننوځي.

د پښتو د شعر او نثر د بېلابېلو اثارو په لوستلو سره ئې ورو ورو خپله ادبي لاره ومونده او پښتو لنډي کیسې، ادبي ټوټې، شعرونه، مقالې او نوري لیکني ئې بېلابېلو انلاین رسنیو ته ولېږلې. له هغه وخت راهیسي ئې ګڼي مقالې، نظمونه، ادبي ټوټې او کیسې لیکلي دي، خو دی لنډه کیسه لا هم خپل د ادبي میني او تخلیقي شوق تر ټولو مهمه برخه ګڼي.

دی ځان د پښتو عروضو یو ټنبل زده‌کوونکی بولي. د ده په نظر ده لا تر اوسه داسي غزل نه دئ لیکلی چي دی ئې د پښتو عروضو د ټولو غوښتنو له مخي بشپړ وبولي، خو باور لري چي د دوامداري مطالعې او هڅي په مټ به یوه ورځ دې موخې ته هم ورسېـږي.

محمدسمیع صادق په پښتو، دري، اردو، انګلیسي، هندي، پنجابي (ګُرمُکي او شامُکي) او سویډني ژبو لوستل او لیکل کولای سي. د هغه ډېری ادبي اثار په پښتو، انګلیسي او سویډني ژبو لیکل سوي دي، خو کله ناکله په اردو او ډېر کم په هندي ژبه لیکني کوي، چي خپرې سوي نه دي . د هغه ادبي هیله دا ده چي د هغو ژبو له معاصرو ادبي تجربو او نوو نثري ژانرونو څخه، چي دی ورسره بلد دئ، ګټه واخلي او د پښتو ادب په بډایني کې وکاروي.»

تر هغه ځایه چې محمدسمیع صادق ما مطالعه کړی دی او په میډیا کې یې کارونه زما له نظره تیرشوي دي، زه دې پایلې ته رسېدلی‌یم چې سمیع صادق د فرهنگي کارونو په لاندې ډگرونو کې فعاله دی او عملاً یې خپل فرهنگي تولیدات له خپلو مخاطبینو سره شریک کړي دي:

۱ ــ د هنري نثر په برخه کې:

الف: قصه په سلو ټکو کې، چې زه «لنډۍ‌کیسه» ږرته وایم،

ب ــ لنډه کیسه،

ج ــ ادبي‌ټوټه،

د ــ «زما دایري او…» ترسرلیک لاندې د سمیع صادق یادداښتونه:

۲ ــ د شعر په برخه کې،

۳ ــ د ژباړې په برخه کې،

۴ ــ د ژورنالیزم په برخه کې، 

۵ ــ د تعلیم او ښووني او روزني په برخه کې.

اوس به د ښاغلي محمدسمیع صادق د فرهنگي شخصیت پر یادو برخو باندې لنډې خبرې وشي او د امکان تربریده پورې به د ده د هر فرهنگي فعالیت بېلگې هم وړاندې شي:

۱ ــ د هنري نثر په برخه کې:

الف: قصه په سلو ټکو کې (لنډۍ‌کیسه):

کوم څه چې ښاغلي سمیع صادق د «قصه په سلوټکو کې» په قالب کې وړاندې کوي، زه یې په هنري نثر کې یونوي ژانر گڼم او د «لنډۍ‌کیسه» نوم ورته کاروم. دا یونوښت دی، نوښتگر یې ښاغلی سمیع صادق دی، زه ده ته د دې نوښت مبارکي وایم. تراوسه یې گڼې بېلگې زما له نظره تېرې شوې دي چې څو بیلگې به یې دلته تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړم.

ما په خپل پنځوس‌کلن فرهنگي یون کې دومره لڼد نثر چې په هنري ډول لوی مطالب راونغاړي، نه و لیدلی، یوازې د روس ر سترلیکوال لیف تلستوی چې ناولونه به یې په سلگونو او لا رزكونه مخونه و د «مور» په باب ډېر یو لنډ نثر لیدلای و چې چا پښتو ته راژباړلی و، نور مې څه نه و لیدلی، خو اوس دا دی سمعیع صادق دا کار وکړ او ښه په خوند یې پیل کړی دی.

اوس دا دی پرموږ باندې خدای یونوي ژانر یعنې «لڼدی‌نثر» یا «لنډۍ‌کیسه» (قصه په سلوټکو کې) ولوراوه چې ایجادونکی یا نوښتگر یې ښاغلی محمدسمیع صادق دی. صادق چې هره «لنډۍ‌کیسه» لیکي، ترسرلیک لاندې یې د «کیسه په سلوټکو کې» قید هم لیکي.

په «لنډۍ‌کیسه» کې لیکوال د لنډو کلماتو او جملو په چوکاټ کې یوذهني مفهوم لیـږدوي، په دواړو قالبونو کې د شاعر او هنري نثر لیکونکي کمال دا دی چې خپله محتوی د هنر په خُم کې رنگوي او د هنري انځورونو په دایره کې یې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.

د ښاغلي محمدسمیع صادق «قصه په سلو ټکو کې» ته زه په پښتو هنري نثر کې وروسته له لنډې کیسې څخه یو نوی ژانر وایم چې د ښاغلۍ سمیع صادق په نوښت رامنځ‌ته شوی دی. څنگه چې په شعر کې د «لنډشعر» ابداع شو، دغسې په اوسنیو وختونو کې د لوستونکو د وخت د کموالي له پاره چې د اوږدو کیسو د لوستلو له پاره یې نه لري، لیکوال سمیع صادق دا نوښت کړی چې د یوې لنډې کیسې مفهوم یې د سلوټکو په لنډ قالب کې ځای کړی دی او د همدې لنډنثر په چوکاټ کې خپله کیسه لوستونکو ته په مخ‌کې ږدي. زه یوځل بیا ښاغلي محمدسمیع صادق ته د پښتو هنري نثر په تاریخ کې د دې صنف د ابداع مبارکي وایم او هیله څرگندوم چې همداسې بریالی په کې روان وي.

زه (آصف بهاند) د خپل میډیايي کار په موده کې ښایسته ډېر کلونه کیـږي چې په افغان جرمن پورتال کې د ادیت، سمونې او انلاین کولو دنده لرم. یو ځل داسې هم وشول چې په یاد پورتال کې نورو همکارانو ماته د ښاغلي محمدسمیع صادق «قصه په سلو ټکو کې» مطلب راولېـږه چې زه یې وگورم. ما چې دا مطلب ولوست، زه حیران ځکه شوم چې لیکوال توانیدلی و چې سین په کوزه کې ځای کړی. د یوې لویې کیسې مفهوم یې د سلو وییونو په قالب کې په هنري ډول خپلو لوستونکو ته وړاندې کړی و. همالته و چې ما هوډ وکړ چې زه به د ښاغلي سمیع صادق او د ده د نوي ادبي ژانر (قصه په سلوټکو کې) په باب یوڅه لیکم.

زما له نظره تراوسه د محمدسمیع صادق د گڼو «لنډۍ‌کیسه» بیلگې تېرې شوې دي، چې د ځینو سرلیکونه یې دا دي:

ــ مکتب،

ــ خدای،

ــ ماته راډیو،

ــ بایللې ښکلا،

ــ ښرا،

ــ جانباز او باز،

ــ د یتیمو شونډو قصه،

ــ خارج،

ــ د ګنګا پر غاړه،

ــ د انتظار خېمه،

ــ آمینونه،

ــ د طبقو باچا،

ــ درناوی،

ــ ژوندی نوم،

ــ انسان،

ــ د پځلنځي‌لوږه، 

ــ تابلو.

د محمدسمیع صادق لنډۍ‌کیسه، که په دقت سره ولوستل شي، دی په دې نثر کې داسې انتقادي ژبه کاروي چې په هنري پرده کې یوازې په څو جملو کې داسې یو نقد کوي چې یوعیني واقعیت وي او دی یې په هنري ژبه بیانوي او بیا په یوه جمله کې د انتقاد توره پسې راباسي او پر هغه ځای وار کوي چې د چا ورته پام هم نه وي. د هنري جملو په چوکاټ کې، پرټولنیزو نیم‌گړتیاوو باندې  د ده ځینې نقدونه دومره ژور دي چې: «… در مغزاستخوان به خدا کار می‌کند.»  

د ساري په ډول په «درناوی» نومي نثر کې دا پیام لېـږدول کېـږي چې ظاهراً به ښاروال صاحب؟ د درناوي وړ وي، خو سپی ځکه ورته بې احترامي کوي چې د سپي همنوعان یې وژلي دي. 

د «آمینونه» په نامه لنډۍ‌کیسه کې د لیکوال ښاغلي محمدسمیع صادق اصلي موخه دا ده چې پرټولنه باندې او د خلکو پر افکارو باندې حاکم طرز تفکر ته د انتقاد گوته نیسي او دا ښیي چې څومره سلنه خلک په داسې کارونو باندې بوخت دي چې هېڅ گټه هم نه لري او یاد خلک هسې خپل وخت ضایع کوي. 

دا «کنفوسیوس» ته منسوبه خبره ده: «په دوعا باندې اوبه لاندې او پاس نه ځي.» 

د ښاغلي سمیع صادق دا وړوکې کیسه د همدې خبرې داسې شرحه ده چې زموږ ټولنه او خلک په داسې جال کې نښتي چې فکرکول او کارکولو ته ملا نه تړي، حرکت نه کوي؛ ناست دي او لاسونه یې نیولي دي او هرڅه له بل ادرس نه غواړي. دوه جلا ادرسونه له یوې مرجع نه دوه متضادې هیلې کوي یو ادرس په دوعا کې وايي چې خدایه له دې ترهگر گاونډي مو خلاص کړې، مقابل لوری بیا برعکس له هماغه ادرس نه غواړي چې هغوی موږ ترهگر بللي یو، خدایه افغانان نابودی کړې او د دواړو ادرسونو عامو خلکو یادو دوعاگانو ته آمینونه وویل او هېڅ هم ترلاسه نه شول.

دغه‌راز په «تابلو» نومې لنډۍ‌کیسه‌ کې محمدسمیع صادق په انساني صداقت سره د نړیوال کلتور پر یوه منفي اړخ په هنري بڼه د انتقاد د تورې داسې وار کړی دی، چې د انساني وجدان د ارامتیا سبب کېـږي.

په «د رباب جنازه» نومي لنډۍکیسه کې محمدسمیع صادق د موسیقي او رباب ویر ته هم ناست دی، سم ویر ورسره کوي، د رباب جنازه یې پر اوږو ایښې ده وايي چې دا رباب مسلمان دی، باید ونه‌سوځول شي.

محمدسمیع صادق تل د خپلو داسې لیکنو (قصه په سلوټکو کې) سوژې د عیني ژوندانه د بېلابېلو اړخونو له منځه اتتخابوي. «وروستی سفر» یې د نیمروز ولایت د شگلنودښتو د خونړۍ پېښې ډېرتراژیک انځور دی. کېدای شي دا غم‌لړلې پېښه نور لیکوالان د داستانونو او ناولونو په چوکاټ کې انځور کړي؛ خو سمیع صادق په هنرمندانه ډول د افغانستان د ځوانانو د اوښکو او وینو داستان د سلوټکو په قالب کې راخلاصه کړی دی. همدې ته وايي هنر. 

دلته د سمیع صادق د «لنډۍ‌کیسه» څو بیلگې وړاندې کوم:

مکتب

(کیسه په سلوټکو کې)

«په انګړ کي ئې باران په شړپ وو. 

لږ لېري د غره په لمن کي بیا شین آسمان سرې و زرغونې رنګین کړی وو. 

انا ئې وېښتان ور چوټي کول. 

پېغله نجلۍ د خپل خټين کور له کړکیه د بوډۍ د ټال په ننداره وه. 

وېښتان ئې د انا له لاسونه وایستل، وې ویل: 

– بي بې تا ویل څوک چي تر سرې و زرغونې تېر سي، هلک به نجلۍ سي او نجلۍ به هلک کېـږي… چترۍ دې راکړه زه تر تېرېـږم، نارینه به سم، بیا خو مي مکتب ته پرېـږدي… 

انا ئې په خندا سوه، 

– درځه زویه دواړه ځو، مکتب خو ما هم نه دئ ویلی!»

خدای

قصه په سلو ټکو کي

د جګړې یتیم وو. مور ئې په کورونو کي مزدوري کوله. پخوا به چي کار ته تله، زوی به ئې ګاونډیانو ته په زاریو پرېښاوه، خو هغوی به تر پاللو واهه ډېر.

نوي کور کي ښه خلک اوسېدل، زوی ئې ورسره پرېښودی.

اختر رانژدې سو. هلک وپوښتل:

«مور! دا پلا خو نوي کالي او څپلۍ رانیسې؟»

مور ئې وویل:

«خدای دي ئې درکړي، زویه.»

هلک په غوسه سو:

«ته هر کال همدا وایې!»

د کور خاوند واورېدل.

د اختر په سهار ئې دروازه وټکوله. په لاس کي ئې نوي جامې او څپلۍ وې.

هلک ورته وکتل:

«کاکا! خدای ته یې؟»

 

ښرا

قصه په سلو ټکو کي

خپل جل دومره راباندي ګران وو چي غوښتل مي د مرغیو ژبه زده کړم، پوه سم په دې خوږو سندرو کي دی څه وايي.

رېز ئې دومره خوږ دئ، بیان بې څومره ښکلی وي.

مور ته مي چوغکه پرېښوده چي خپل یوازني زوی غوندي بې نازوي تر څو بیرته زه راځم.

په ځنګله کي د بزرګ ښکاري شاګرد سوم.

ورځي، هفتې، میاشتي وروسته ستون سوم، د جل ژبه مي زده کړې وه.

د کور در ته نژدې سوم، د جل له سینې زما د خوښي آهنګ اورېدل کېدی، تم سوم، په قفس کي جل ځان ته د مرګ ښرا کوله.

درناوی

قصه په سلو ټکو کي

سهار په هدیره کي تېرېدم. فضا ارامه وه او یو ډول درناوی پکښي احساسېدی.

ناڅاپه مي یو سپی ولید چي د یوه قبر پر شنخته ئې پښه پورته کړې وه. ور و مي ځغستل چي وې شړم، ما تل د مړو احترام کړی او باور لرم چي هغوی دلته آرام کوي. سپی خپل خاوند ته ور منډه سو.

ما لنده ډبره ولوستله، دا زموږ د ښار د پخواني ښاروال قبر وو. یو کال مخکي، ده د ۱۵۰۰ کوڅه ډبو سپو د وژلو امر کړی وو. فکر یووړم، رښتینی درناوی څه معنی لري او په پای کي چا ته ور رسېـږي.  

که د محمدسمیع صادق د «لنډۍ‌کیسه» د محتوی په باب څه ووایو هغه به دا وي چې په همدې لنډو څوجملو کې دی د یه بشپـړ کتاب محتوی ځایوي، مثلاً: په یوه «لنډۍ‌کیسه» کې چې «پخلنځی لوږه» نومیـږي د ښځو د حقونو مساله باندې تم کېـږي. 

په یاده لنډۍ‌کیسه کې، د نارینه‌واکۍ په دایره کې د ښځې مظلومیت انځور شوی دی چې ټولو نارینه‌وو ته پخلی ښځه کوي او ترڅنگه یې د کور د ډېرسلنه کارونه بار هم پر اوږو وړي، خو بیا هم د خپل لاس پخلی لا نه‌شي څکلی.

دا لاندې د یادې «لڼډۍ‌کیسې» متن دی:

د پخلنځي لوږه

قصه په سلو ټکو کي

د هغې کره مېلمانه راغلل. دې له سهاره تر ماښامه پخلی وکړ، اوړه ئې واخښله، ماشومان ئې وساتل،  د خواښي او خسر خدمت ئې وکړ. ستړیا ئې په چوپتیا کي پټه ونیول. 

نارینه کښېناستل، تاوده خواړه، خنداوي او اوږدې خبري. وروسته ئې د رزق د پیدا کولو د سختیو کیسې وکړې. 

هغې په پخلنځي کي انتظار کاوه څو هغوی ولاړ سي، دا او لوڼي ئې له هغوی پاته خواړه وخوري. لوږه ـ لوږه وي، که د باندي له ستړو لاسونو څخه وي، که د پخلنځي له سوځېدلو لاسونو نه. خو پېـړیو هم د خوړو پر سر لیکل سوي نوبتونه پاک نه کړل.

ب ــ لنډه کیسه، 

د سمیع صادق د هنري نثر لیکنې بله برخه لنډه کیسه ده. سره له دې چې د هغه لومړنۍ ادبي هڅي په اردو ژبه کي د آزادو شعرونو او لنډو کیسو لیکل و، خو کله یې چې په خپلې مورنۍ ژبې لیکل پیل کړل، د نورو منثورو او منظمو ژانرونو ترڅنگه یې لنډه‌کیسه هم هیره نه کړه. د لنډې کیسې په برخه کې یې تجربې نوي دي، خو حساب پرې کېدای‌شي. ده په خپلو لنډوکیسو کې په هنري ډول د موضوع حق وراداکړی دی. په خپله سمیع صادق وايي چې: لنډه کیسه یې د ادبي میني او تخلیقي شوق تر ټولو مهمه برخه ده.

دا یې د څوخپروشوو لنډوکیسو سرلیکونه دي:

ــ درېیم ماشوم،

ــ مړه کردارونه،

ــ د وخت ماشین،

ــ د پردي ښار باران،

ــ ته…،

ــ پاڼه بېـرته راکړه.

ج ــ ادبي‌ټوټه،

سمیع صادق د خپلې لنډې بیوگرافۍ په ترڅ کې ویلي دي چې د هنري نثر د تخلیق یوه برخه یې ادبي ټوټې جوړوي، خو ما یې تراوسه کومه بیلگه نه ده لیدلې چې دا د سمیع صادق په باب زما د څیـړنې  نیمگړتیا ده.

د «زما دایري او…» ترسرلیک لاندې د سمیع صادق یادداښتونه:

«زما دایري او…» تر سرلیک لاندې د سمیع صادق یوشمیر هغه لیکنې رانغاړي چې د ده د شخصي یادداښتونو په بڼه لیکل شوې دي. دا نثرونه هم ډیرځلي هنري تومنه لري او په هنري بڼه لیکل شوي دي، ځکه یې ما د ده د منثورو تخلیقاتو په برخه کې یادونه وکړه. 

تر ټولو هنري او خوندوره برخه یې چې زما له نظره تیره شوې ده، «زما دایري او د یوي بې‌نامي افغاني ښځي روح ته یولیک» نومیـږي.

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Sadeq_s_de_afg_sh_r_ta.pdf

دا نثر چې ترپایه ولوستل شي، لیدل کېـږي چې هنري تومنه لري. دا لاندې څو کرښې به د مثال له پاره راواخلم:

«نن مي ډایرۍ بېخي چوپه وه. نه ئې د کومي کیسې غوښتنه وکړه او نه ئې د کومې خاطرې پاڼه راته پرانیسته. غمجنه وه! ورو ئې راته وویل: «نن هغو افغانو ښځو ته د مبارکۍ لیک ولیکه چي له دې نړیه تللي دي!» په حیرانتیا مي ورته وکتل او و مي ویل: «د مرګ مبارکي؟» هغې په ژورې ساه وویل: 

«هو… زه هم ښځه یم. د افغانستان د ښځو هره سلګۍ زما د پاڼو تر منځ انګازې کوي. ما تل د ژوند د مبارکیو لپاره خپلي سپیني پاڼي دوی ته ساتلي وې، خو ګومان کوم زمانه بدله سوې ده، نو زه هم خپل فکر بدلوم.»

ورو مي نوې پاڼه راوړول د دې د غوښتنې په جواب کي مي دا لیک ولیکی…»

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Sadeq_s_de_afg_sh_r_ta.pdf

 په دې نثر کې د ښکلو او نادرو تشبیهاتو ترڅنگ، بله هنري ځانگړه دا ده چې لیکوال جامد شیان راژوندي کوي او خبرې ورسره کوي، د ده د یادداښتونو کتابچه خبرې ورسره کوي.

د محمدسمیع صادق د زما دایري لیکنو هغه‌برخې چې زما له نظره تېرې شوې دي، د ځینو سرلیکونه یې دا دي:

ــ «ستلُج» فلم او زما ډایري، 

ــ عالمه اقبال او زما ډایري،  

ــ زما ډایري او د يوې بې‌‌نامي افغاني ښځي روح ته يو لیک.  

۲ ــ د شعر په برخه کې،

د سمیع صادق په باب د څیـړنو په وخت کې، د ده په فیسبوک‌پاڼه کې د ده له یو منظوم کلام سره مخ شوم؛ نو پوه شوم چې صادق د نورو فرهنگي کارونو ترڅنگ د شاعري شور هم په سرکې لري.

د ده کوم شعرونه چې زما له نظره تېرشوي دي، داسې ښکاري چې دی د شعر بڼ ته نوی ورننوتی دی. ده په خپله بیوگرافي کې دې ته اشاره کړې‌ده چې: 

«دی ځان د پښتو عروضو یو ټنبل زده‌کوونکی بولي. د ده په نظر ده لا تر اوسه داسي غزل نه دئ لیکلی چي دی ئې د پښتو عروضو د ټولو غوښتنو له مخي بشپـړ وبولي، خو باور لري چي د دوامداري مطالعې او هڅو په مټ به یوه ورځ دې موخې ته هم ورسېـږي.»

دا یې د کلام یوه بیلگه ده:

غزل

بېګا مي ماته کښتۍ او د خاورو سمندر لیدی

د وجود په ایرو کي مي د زړه دا مقدر لیدی

ول سپیني سپوږمۍ خالي کچکول ته، ته را تاه سه زما

په بحث د آسمان سره مي مست یو قلندر لیدی

د آب حیات په لټه چې تالا کړله سرونه

د زهرو په جام مړ مي تږی لاښ د سکندر لیدی

زموږ رنګونه چې د رنګ به جرم ټوله زنداني کړه

په دین د سپینو رنګو مي حاکم تور مقتدر لیدی

ول تر سهاره دي دا شپه پر تا سهار نه سي سمیع

د شپې پر څنډه په ښرا مي لمر یو در بدر لیدی

۳ ــ د ژباړې په برخه کې،

محمدسمیع صادق کله ـ کله ژباړې هم کوي. یوه بیلگه یې چې ما د لومړي ځل له پاره په افغان جرمن پورتال کې د ۲۰۲۵ ام کال په اگست میاشت کې خپـره‌کړه، سرلیک یې داسې و: «یا اوس یا هېڅ کله نه»

بله بیلگه یې د ۲۰۲۶ ام کال د اپریل په ۲۸مه په تاند ویبپاڼه کې راښکاره شوه، دا یې سرلیک دی:

«ډیورنډ کرښه» ژباړه او سمون: محمدسمیع صادق

۴ ــ د ژورنالیزم په برخه کې، 

ده خپل میډیايي کار د اردو ژبي ورځپاڼي «عوام» له‌پاره د خبریال په توګه پیل کړ او په دې ډول یې له ژورنالېزم او ټولنیزو چارو سره عملي تجربه ترلاسه کړه. 

۵ ــ د تعلیم او ښووني او روزني په برخه کې.

محمدسمیع صادق ډېر پخوا د ښونکي دنده پیل کړې ده، په کوټه کې یې لس‌کاله د انگلیسي ژبې تدریس کړی دی، کله چې وطن ته ستون‌شو، بیا یې د ښونکي دندې پسې وِغځوله او لا تراوسه هم ښونکی پاتې شوی دی او د سویدن په مالمو ښار کې تدریس کوي.

محمدسمیع صادق نورې لیکنې هم کړې دي چې یوڅه سیاسي او ټولنیزه بڼه لري. په دې لړ کې یې ترټولو مشهوره انتقادي لیکنه هغه ده چې د سویدن په مالموښار کې د ناشناس له ستاینغونډې سره خپل پرېکړون څرگند کړ.

محمدسمیع صادق د ملي مسایلو د دفاع په وخت کې بیا له هنري کنایو او تشبیهانو تېرېږي او ډانگ پیلې خبرې کوي. په مالمو ښار کې د ناشناس د جوړېدونکې ستاینغونډې له جوړېدو سره یې خپل مخالفت په زغرده، د دې له پاره څرگند کړ چې ناشناس پخوا تر دې د پښتون قوم، پښتني هویت او پښتو ژبې په باب د دوښمنانو په لمسون ډېرې بې مسؤلیته څرگندونې کړې دي.

د ناشناس د ستاینغونډې د پرېکړون په باب د محمدسمیع صادق د بغاوت او دلایلو بشپـړ متن دا دی:

«و مالمو ته د ناشناس د راتګ په اړه

په دې وروستیو کي داسي باوري خبرونه او خبرتیاوي خپرې سوي دي چي ښاغلی ناشناس به ډېر ژر مالمو ته راسي. ویل کېږي چي دا به یوه کلتوري غونډه وي، داسي غونډه چي ښاغلی ناشناس به نه یوازي پکښي کنسرت ترسره کړي، بلکه د ټول عمر د لاسته راوړنو افتخاري جایزه به هم هلته ورکول کېږي.

زه، د دې ښار د یوه اوسېدونکي په توګه، او تر دې مهمه دا چي د یو افغان او پښتون په توګه، هم حق او هم مسؤلیت لرم چي په دې اړه خپله معقوله او سالمه نیوکه وړاندې کړم.

رِشتیا خبره دا ده چي زه یو وخت د ناشناس له لویو مینه ‌والو څخه وم. د هغه ږغ، د هغه هنر، او د هغه حضور زما لپاره ځانګړی ارزښت درلود. خو مینه او درناوی دا معنی نه لري چي انسان دي د خپل عزت او هویت پر وړاندي چوپ پاته سي.

زما اندېښنه د ښاغلي ناشناس په اړه یوازي د نظر اختلاف نه دئ، بلکه له هغو خبرو سره تړلې اندېښنه ده چي له سالم نقد څخه اوښتي دي او د پښتو ژبي او د پښتنو تر سپکاویه رسېدلي دي. 

دا خبره حق ده چي هر انسان حق لري چي د پټي خزاني د کتاب د اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کړي. علمي شک یو مشروع کار دئ. خو علمي نیوکه اصول، میتود او تیوریاني غواړي. پوښتنه دا ده چي آیا ناشناس کله هم د ادبي نقد د اصولو پر بنسټ کومه لیکنه، مقاله یا رساله وړاندي کړې ده؟ آیا هغه دا موضوع په علمي ډول تحلیل کړې ده؟

تر کومه ځایه چي زه معلومات په لرم ، نه!

هغه څه چي دی ئې وايي، زیاتره د نورو کسانو خبري دي چي د ده له لوري بې له خپلواکه فکره تکرارېږي. دا علمي نقد نه دئ، بلکه یو ډول بې ‌بنسټه تکرار دئ.

برعکس، داسي پښتانه لیکوال او پوهان تېر سوي دي، لکه قلندر مومند، چي که څوک ئې له نظر سره موافق نه هم وي، بیا هم د هغوی نیوکه د علمي اصولو پر بنسټ ولاړه ده. هغوی استدلال کوي، شواهد وړاندې کوي او له منطق څخه کار اخلي. همدا هغه څه دي چي ریښتینی نقد ترې جوړېږي.

خو مسئله یوازې تر پټي خزانې پوري محدوده نه ده. تر دې بله او لا ژوره موضوع هم سته.

په ګڼو مرکو کي ناشناس پښتو ژبه له فارسي (چي هغه هم زما د وطن افتخار ده) سره پرتله کړې او ټیټه ئې ګڼلې ده. هغه پښتو د غرونو، کلیوالو او ساده خلکو ژبه بللې ده. هغه دا هم ویلي دي چي پښتو د لوړي ادبي ژبي په کچه نه ده، لغتونه ئې محدود دي، تاریخي ژوره سابقه نه لري او ګوندي یوازې څو سوه کاله عمر لري.

دا نقد نه دئ، دا سپکاوی دئ.

پښتو یوازي ژبه نه ده، دا د یوه قام د فکر، کلتور او هویت بشپړ نظام دئ. دا د پښتونولۍ ارزښتونه، د خوشحال خان خټک او رحمان بابا شاعري، او د هغو نسلونو ږغونه لري چي تاریخ ئې جوړ کړی دئ.

کله چي د یوې ژبي سپکاوی کېږي، په حقیقت کي ولس ئې سپکول کېږي.

نو بیا دا پوښتنه راپورته کېږي، څنګه کولای سو د داسي هنرمند (؟) درناوی وکړو، چي په همدې ژبه چي سندري په وایي، زموږ د هویت سپکاوی هم په کوي؟

ځیني کسان ښایي دا توجیه وکړي چي عمر دئ، حافظه یا روغتیا ئې اغېزمنه سوې ده. خو داسي خلک باید وپوښتل سي، ولي دا ډول خبرې تل یوازي د پښتو په اړه کېږي؟ ولي د نورو ژبو او کلتورونو په اړه له ده څخه داسي څه نه اورو؟ برعکس، هلته ئې له همدې ژبي او حافظې څخه ستاینه اورو.

درناوی باید متقابل وي. یو اړخیز درناوی، درناوی نه دئ.

بله مهمه مسئله دا ده چي ناشناس د کندهار دئ، هغه سیمه چې زموږ د ډېرو خلکو د هویت سرچینه ده. خو له بده مرغه، هغه د کندهارۍ لهجې سپکاوی هم کوي ، هغه لهجه چي خپله ئې د مور، پلار او نیکه ګانو ده.

نو بیا باید له ځانه وپوښتو، موږ څوک او څه شی لمانځو؟

ایا د ټول عمر د لاسته راوړنو افتخاري جایزه یوازي د هنري کار لپاره ده، که د انسان د فکر او ارزښتونو استازیتوب هم پکښي شامل دئ؟ څوک دا پرېکړه کوي؟ پر کوم معیار؟ او په کوم مسؤلیت؟

دا د دښمنۍ بلنه نه ده، بلکه د عزت د ساتني ږغ دئ.

زه، د یو افغان، پښتون او کندهاري په توګه، پرېکړه کوم چي په دې مراسمو کي برخه وانخلم. زه نه غواړم د داسي چا لپاره چکچکي وکړم، ودرېږم او خوشحالي وکړم، چي مسلسل زما د هویت سپکاوی کوي.

دا زما شخصي دریځ دئ. زه له دې غونډي سره پریکون غوره کوم. زه دا د دې لپاره شریکوم چي دلته زما سره ملګري هم فکر پر وکړي او که زما سره هم نظره دي، ورته قدم دي واخلي.

که موږ خپل کلتور، ژبه او تاریخ ته ارزښت ورکوو، نو باید د هغوی په دفاع کي ودرېږو، نه یوازي په خبرو، بلکه په عمل کي هم. که دا پیغام مو نن، خپل په پریکون او اعتراض، و داسي کسانو ته ور ورسوی ، سبا به بل څوک زموږ پر وړاندي داسي جرئت ته زړه ښه نه کړي. 

کله ناکله چوپتیا همکاري وي، او کله ناکله نه ګډون تر ټولو قوي دریځ وي.»

محمدسمیع صادق له فرهنگي تولیداتو داسې ښکاري چې دی د ژورې مطالعې خاوند دی او ښه پوره ادبي زیرمه لري چې لیکنې یې د شکل او محتوی له پلوه پخې او د حساب وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...