سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+د مفتي عبدالحنان داعي په اشعارو د عربي اغېز

د مفتي عبدالحنان داعي په اشعارو د عربي اغېز

لیکنه: وږمه حلیم

سریزه:

مفتي عبدالحنان داعي (۱۳۲۳-۱۲۶۰ل) د پښتو ژبې ولسي شاعر دی چې د لغمان د ده زیارت غونډۍ په کلي کې یې په یوه روحاني او درنه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. مفتي عبدالحنان داعي د عبدالرحمن اخوندزاده زوی، د برهان الدین اخوندزاده لمسی، د غلام محمد اخوندزاده کړوسی چې مشر نیکه یې سید محمد اخوندزاده نومیده؛ د سلیمان غره د محاذ د بنو دامان د علاقې، د لوهان(لواڼ) له ملاخیلو څخه و او د ده دغه مشر نیکه دمهترلمک بابا د زیارت په شوق لغمان ته راغلی و. لومړني دیني علوم یې په خپلې کورنۍ او سیمه کې، بیا وروسته د لوړو دیني علومو پسې پښتونخوا، پېښور او د کونړ ځينو سیمو ته تللی او عالم، فاضل او ادیب شخصیت ترې جوړ شوی، د امیر حبیب الله خان او امان الله خان د واکمنیو پر مهال د لغمان په محکمه کې محرر، د اعلیحضرت محمد نادر خان د واکمنۍ په کلونو کې د کونړ د محکمې مفتي او بیا تر ۱۳۱۹ل پورې د اعلیحضرت د صدارت د عظمي فرمانونو د لیکونکي او په ۱۳۱۹-۱۳۲۳ل کلونو د مزار شریف د اقچې په محکمه او د شینوارو د کهۍ د محکمې د مفتي په توګه دنده ترسره کړې او د مفتي عبدالحنان په نوم له لوړ نوم او شهرته برخمن شوی دی. د ۱۳۲۳ل د عقرب په لسمه ورځ د ناروغۍ له کبله په ۶۳ کلنۍ عمر یې د لغمان د ده زیارت، د غوندۍ په کلي کې له ژوند سره وداع وکړه او د مهترلمک بابا په بڼ کې ښخ شوی دی.

داعي په صرف، نحوه، منطق، ریاضي، معاني، فقه، تفاسیرو او احادیثو کې یو متبحر عالم او پوره لاس یې درلود چې په نتیجه کې يې د شعر او ادب احساسات وښورېدل، د بلبل په شان یې شاعرانه سندرې د مینې او محبت له سوز او ګداز سره هرې خوا ته خپرې شوې.

شاعري یې په نوې ځوانۍ ۱۶ کلنۍ کې پيل کړې او د ژوند تر پایه یې د زړه په مینه او وینه پاللې ده، د یوه پياوړي ولسي شاعر په توګه یې د ولسي شاعري په ټولو اصنافو بدله، لوبې، بګتۍ، چاربیتې، داستان او …. خپله پياوړې شاعرانه وړتیا ازمویلې او د خپل ولس او خلکو ‌‌‌‌‌‌ډېرې هیلې، ارمانونه، دودونه، دیني او مذهبي حکایتونه او روایتونه، له پند او عبرته ‌‌‌‌‌‌ډکې کیسې یې د ولسي شاعرۍ په کالبونو کې خوندي کړي؛ خپلو هممهالو او راتلونکو نسلونو ته یې د شعر په خوږه او رنګینه ژبه لېږدولي دي.

 مفتي عبدالحنان داعي په دواړو ژبو دري او پښتو یې شعرونه ویلي دي. په خپلو ځینو اشعارو کې د خپل نوم په ځای داعي او مفتي د تخلص په ډول یاد کړي دي. داعي د قادریې طریقې په سلسله کې شامل او د تګاب ملا صاحب مرید او صوفي مشربه قانع شخص و، ډېره خوږه طبع یې لرله، د شعر، عروض، موسیقۍ او نورو ټولو ادبي فنونو کې د ښو معلوماتو خاوند و.

مفتي عبدالحنان داعي تر ډېره د رحمان بابا د مکتب پيرو دی، یو څه زیات شعرونه یې د رحمان بابا په رنګ کې رنګ دي. د شعر نمونه یې:

دنیا کښت د اخرت دی، څه کرې، هغه به رېبې

حنان هېڅ کرلي نه دي الهي پروردګاره

***

په سبب دا ستا د مینې زما جانه

آیینې غوندې صفا روشن ضمیر یم

***

ښه ده، دنیا ښه ده،چې د دین دنیا توښه ده

واوره ته عبدالحنانه بې توښې نه شې روان

***

داعي دیواني او ملي شاعري کړې، دیواني شاعرۍ کې یې غزل فورم کې ډېر شعرونه ویلي دي. په ملي شاعرۍ کې هر فورم کې يې خپله طبعه ازمایلې او تر ډېره پکې بریالی ښکاري، ده لوبه، مقامونه، داستانونه، ولسي رنګه غزلې، بګتۍ او پښتو چاربیتې ښې ډېرې لیکلي دي، په چاربیتو کې تر ډېره استاد ښکاري، هر اړخیزې چاربیتې یې لیکلي دي.

متن: 

د مفتي عبدالحنان داعي کلیات د بشرمل زرغون په زیار، علومو اکاډمۍ په ۱۳۹۹ل کال چاپ کړای دی؛ چې دې کلیاتو کې غزلې، قطعې، مقامونه، داستانونه، چاربیتي، داستاني چاربیتي، زنځیري داستاني چاربیتي، لوبییزې چاربیتي، بګتۍ، لوبې او پارسي وینا دي.

مفتي عبدالحنان داعي په پښتو، پارسي، عربي، پشه‌یي او اردو ژبو پوهېده چې دې ګلیاتو کې پښتو-پارسي، پښتو-پارسي-اردو او پښتو-پشه‌یی ګډ غزل او نور ولسي فورمونو باندې يې شعرونه ویلي دي.

زما موضوع د مفتي عبدالحنان داعي په اشعارو د عربي اغېز دی، نو بحث به هم په دې وکړم چې:

  1. د مفتي عبدالحنان داعي په کلیاتو کې عربي هغه کلمي چې پښتو نه دي خو اشعارو کې یې کارولي دي.
  2. قرانکریم ایتونه چې د اقتباس په ډول راغلي دي.
  3. قرانکریم ایت یا د حدیث ژباړه چې د تلمیح په ډول راغلې ده او یا يې هم کټ مټ نه، بلکي په هنري ډول په اشعارو کې کارولې ده.
  1. د مفتي عبدالحنان داعي په کلیاتو کې عربي هغه کلمي چې پښتو نه دي خو اشعارو کې یې کارولي دي:

 داسې کلمي یې ډېرې کارولي؛ هم یې د بیت په منځ کې او هم يې د قافیه په توګه کارولې دي. لکه:

اول حمد پسې درود دی ربنا

چې د کل عالم مقصود دی ربنا

دی بې ژبې ګفتګو کوي ګویا دی

هم رازق دی، هم معبود دی ربنا

*دې بیتونو ګې ګورو چې د “ربنا(زموږ ربه)”  عربي کلمه یې کارولې ده.

دا خو زه زخمي د مینې په خنجر یم

چې د زړه مینې مې څاڅي له بصر

*دې بیت کې د “بصر(سترګو)”  عربي کلمه یې کارولې ده.

همخانه دې که رقیب راسره کور کې

بیا هم وایې ګوره و نه کې وسواس

نفس هوا مې غلیمان دي په کاله کې

بېروني راته قابو ګرځي خناس

*دې بیتونو ګې ګورو چې د ” وسواس(شک) او خناس(شیطان)” کلمې یې کارولي دي.

دغه واړه تاکیدونه دي چې ګورې

که زبور، فرقان، انجیل دی، که تورات

په تاکید سره لیکلي پکې دا دي:

صدقه، صلوات و صوم، حج و زکات

*دې بیتونو ګې ګورو چې د ” صلوات(لمونځ) و صوم(روژه)” کلمې یې کارولي دي.

که صمصام د حکومت زما په لاس وي

ما به پرې کړی د غمازو پوزه او غوږ

*دې بیت کې د “صمصام(توره)” کلمه یې کارولې ده.

  • قرانکریم ایتونه چې د اقتباس په ډول راغلي دي:

لاندې غزل کې یې د اخلاص سوره راوړې چې غزل یې لا ښایسته کړای دی:

په دنیا به پاتې نه شي نېک و بد / وایه دا چې: قل هو الله احد

چې اقرار دې په وحدت د الله وکه / بیا په صدق وایه: الله صمد

یعنې رب زما بې‌نیازه دی بېشکه / بیا نو ورد که: لم یلد و لم یولد

نه والد دی،نه ولد،نه یې سیال شته / په فموا د: لم یکن له کفوا احد

جنت ځای د هغه کس دی په تحقیق / چې تل ګرځي له حرامو منجمد

سورة اخلاص یې په ولسي فورم لوبییزې چاربیتي کې هم راوړې:

قل ورته وایه په ځواب کې پیغمبره / هو الله احد دی

یعنې چې خدای یو دی یو یې وګنه کافره / شرک مه راوړه بد دی

الله الصمد رب دی بې‌نیازه سراسره / لم یلد و لم یولد دی

نه مادرپدر،نه یې ولد شته،نه یې قام / پاک غني سبحان دی

و لم یکن له کفوا هېڅوک نه لري سیال / دا زموږ اثبات دی

حضرت ادم ع په داستان کې د سورة یاسین ۲۵ ایت یې په ولسي فورم زنځیري داستاني چاربیتي کې داسې راوړی:                              چې روح شو ور درون

اني ءامنت بربکم فاسمعون

پرنجي سره یې ووې طبیعت يې شو خوشحال

حکمت د ذوالجلال

ژباړه: بېشکه زه چې یم، ما ستاسو په رب ایمان راوړی دی، نو تاسو(ټول) زما (دا خبره) واورئ.

د همدې په لړ کې يې بل ځای د سورة الاعراف ۲۳ ایت داسې راوړی:

بابا چې دا ژړا کړه:

ژړا یې په غوغا کړه

ربنا ظلمنا و ان تغفرلنا وترحمنا لنکونن من الخسرین

ویلي په هر حین

ژباړه: اې زموږ ربه! موږ په خپلو ځانونو ظلم کړی دی او که چېرې ته موږ و نه بخښې او پر موږ رحم و نه کړې (نو) موږ به خامخا لازما له تاوانیانو څخه شو.

سورة فاتحه یې په ولسي فورم لوبییزې چاربیتي کې راوړې:

وایم په پښتو ژبه مومنه وکړه پام

څه شېرین بیان دی

وایم په پښتو ژبه شروع په بسم الله کړمه

چې رحمن رحیم دی

الحمد جمله ثنا صفت به واړه د مولی کړمه

الله کریم دی

رب العالمین اقرار د صدق په صلا کړمه

نګهبان قدیم دی

الرحمن الرحیم دی، روزي ده د خاص عام

په موږ مهربان دی

مالک صاحب دی بکتنها د یوم الدین

په ورځ د قیامت

و ایاک خاص تا ځینې به غواړم نستعین

همېشه مدت

اهدنا وکړې هدایت موږ ته تمام

په موږ دې احسان دی

الصراط د لارې مستقیم چې وي محکمه

صراط الذینه

لار د هغو کسانو، چې په انعمت دي بېغمه

او ستا په لاره ځینه

علیهم په دې غیرالمغضوب نه هغه جمه

چې ستا عذاب پې شینه

نه لار د هغو چې وي ضالین ګرځي ګمنام

آمین په دې شان دی

  • قرانکریم ایت یا د حدیث ژباړه چې د تلمیح په ډول راغلې ده او یا يې هم کټ مټ نه، بلکي په هنري ډول په اشعارو کې کارولې ده:

مفتي عبدالحنان داعي تلمیح فن په خپلو اشعارو کې تر دوو تېرو برخو ډېر کارولای دی، د پيغمبرانو کیسي چې قرانکریم کې ذکر شوې او د حضرت محمد ص د ژوند واقعه چې قرانکریم او احادیثو کې راغلي په هنري ډول، په ډېره خوږه او ساده ژبه، یې په اشعارو کې راوړي دي.

لکه:

 ۳۲ زنځیري داستاني چاربیتي په فورم کې د ۲۶۰ مخ څخه پیل تر ۳۲۶ مخه، د جهان د خلقت کیسه، بیا د ادم ع پیداېښت، د شیطان نافرماني، د هابیل او قابیل شخړه، شیث ع، ادریس ع، نوح ع، هود ع، صالح ع او ابراهیم ع یادونه په کې شوې ده، پیل د دې داسې دی:

زړګی مې کوي شور

مدام لګوي اور

هر څو یې صبرومه، نه صبرېږي له ګفتاره

کیسه ده مزه داره

پخوا له دې دنیا نه

خبر شه له وینا نه

هېڅ شی لا پیدا نه و، هغه وه عالم الغیب

زه نه وایم له ریب

پیدا که کردګار

عجب در شهسوار

تعریف د هغه در به درته وکم په حکمت

چې نور و د حضرت

….

د ادم ع کیسه یې بیا داسې په کې پیل کړې:

ما ټول کړل ملایک

که لوی وو، که هلک

ادم په باب کې ما وکړه له دوی ځنې پرسان

دباب کې و شیطان

نو ووېلې ملکو

و اوو واړو فلکو

چې مه پیدا کوه ادم به خون کوي، عصیان

موږ ډېر یو ثناخوان

….

دې زنځیري داستاني چاربیتي پای داسې ده:

نمرود د برج له پاسه

سره له څو خواصه

د سیل لپاره وخاته یو لورم ورسره وه

په نوم بي بي سایره وه

سایرې ویلې پلاره!

هرګز مه کړه دا کاره

په حقه پيغمبر دی ابراهیم مه راوړه شک

ایمان پې راوړه کلک

نمرود له دې ګفتاره

راتاو شو لکه ماره

جلۍ که ځان راتاو د اور په منځ کې لګېدله

تر خلیل ورسېدله

په صدق مسلمان شوه

مومن اهل ایمان شوه

عاصي عبدالحنان وبښي یا پروردګاره

کیسه ده مزه داره

همداسې یې د یونس ع، موسی ع، عیسی ع او سلیمان ع کیسو یادونه یې اشعارو کې په بېلا بېلو شعري فورمونو کې کړې ده.

د حضرت محمد ص د ژوند واقعې لکه: معراج(سبحان الذی اسری بعبده لیلا من المسجد الحرام الی المسجد القصی الذی بارکنا حوله لنریه من ایتنا ج انه هو السمیع البصیر(۱)”السرا” ژباړه: هغه ذات لره پاکي ده چې خپل بنده یې د شپې په یوه لږه برخه کې له مسجد حرام نه مسجد اقصی ته بوتلو، هغه(مسجد اقصی) چې موږ د هغه ګېرچاپېره برکت اچولی دی، د دې لپاره چې موږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشکه هم هغه ښه اورېدونکی، ښه لېدونکی دی(۱) ) او شق القمر(اقتربت الساعه و انشق القمر(۱) و ان یرو ءایة یعرضوا و یقولو سحر مستمر(۲) “القمر” ژباړه: قیامت ډېر رانږدې شو او سپوږمۍ وچاودله(۱) او که چېرې دوی کوم دلیل وویني (نو) اعراض کوي او وایي: دا خو راروان (قوي) جادو دی(۲)) چې د قرانکریم په ایتو باندې ثابت دي، هم په اشعارو کې راوړي دي:

معراج:

پاک نبي ته یو ورځ راغی جبرایل

چې سلام درباندې وېلی پاک جلیل

بیا یې امر په تا کړی په دې شان دی

چې معراج له به دې غواړي په تعجیل

دا براق جنتي اس مې دی راوستی

پرې سورېږه زیاتي مه که قال و قیل

امهاني له کوره پاڅیده روان شو

د اقصی ـ مسجد ته ورسېد خلیل

څو څو زره ملایک ورلره راغلل

ارواحان د مرسلانو په جمیل

ټولو وکړل سلامونه په تعظیم شول

میکایل و اسرافیل و عزرایل

درې رکعتي مونځ یې هلته سره وکړ

چې تحفه د الهي شي په دلیل

په براق باندې چې سور شو یکامان

تر اوو اسمانو لاړ ختلی ختیل

اس یې پاتې جبرایل د ده همراه و

هغه هم شو په خپل ځای ترېنه کهیل

نبي تېر شو له پردو تر لامکانه

نابلد څرنګ بلد شو د سبیل

دید یې وکه له مولی سره بې کیفه

د لولاک تاج یې په سر راغی اصیل

معجزې یې کړې څرګندې لور تر لوره

پس له هغې کفر پریوته ذلیل

عبدالحنانه اول وایه چې خدای یو دی

پس له خدایه پاک نبي لره تفضیل

شق القمر:

حکایت به د نبي خیرالبشر ـ درته وایم

حقیقت به سراسر په زېر و زور درته وایم

یوه ورځ ابوجهل راغی سهر

د نبي په مخ کې کېناسته زړور

ابوجهل وېلې که ته یې پیغمبر

زه یو سوال کوم له تا نه په هنر

وحې راغله د قادر غني رحمان

چې حبیبه اشارت کوه چسپان

څه چې غواړې هغه کېږي بې ګمان

په کتاب کې روایت کا راویان

سپوږمۍ شق شوله راکوزه له اسمانه

بېرته لاړه همغه ماه تابان

خجالت او شرمنده شول کافران

ابوجهل وې: محمده سحرګر درته وایم

همداسې نورې د حضرت محمد ص د ژوند واقعې یې هم په هنري ډول او خوږه ژبه نظم کړي دي.

پایله:

مفتي عبدالحنان داعي چې د پښتو ادب د معاصرې دورې شاعرانو څخه ګڼل کېږي، داعي په صرف، نحوه، منطق، ریاضي، معاني، فقه، تفاسیرو او احادیثو کې یو متبحر عالم او پوره لاس یې درلود چې په نتیجه کې يې د شعر او ادب احساسات وښورېدل، د بلبل په شان یې شاعرانه سندرې د مینې او محبت له سوز او ګداز سره هرې خوا ته خپرې شوې.

شاعري یې په نوې ځوانۍ ۱۶ کلنۍ کې پيل کړې او د ژوند تر پایه یې د زړه په مینه او وینه پاللې ده، د یوه پياوړي ولسي شاعر په توګه یې د ولسي شاعري په ټولو اصنافو بدله، لوبې، بګتۍ، چاربیتې، داستان او …. خپله پياوړې شاعرانه وړتیا ازمویلې او د خپل ولس او خلکو ‌‌‌‌‌‌ډېرې هیلې، ارمانونه، دودونه، دیني او مذهبي حکایتونه او روایتونه، له پند او عبرته ‌‌‌‌‌‌ډکې کیسې یې د ولسي شاعرۍ په کالبونو کې خوندي کړي؛ خپلو هممهالو او راتلونکو نسلونو ته یې د شعر په خوږه او رنګینه ژبه لېږدولي دي.

 مفتي عبدالحنان داعي په دواړو ژبو دري او پښتو یې شعرونه ویلي دي. په خپلو ځینو اشعارو کې د خپل نوم په ځای داعي او مفتي د تخلص په ډول یاد کړي دي. داعي د قادریې طریقې په سلسله کې شامل او د تګاب ملا صاحب مرید او صوفي مشربه قانع شخص و، ډېره خوږه طبع یې لرله، د شعر، عروض، موسیقۍ او نورو ټولو ادبي فنونو کې د ښو معلوماتو خاوند و.

د مفتي عبدالحنان داعي په کلیاتو کې د عربي ژبې اغېز له ورایه ښکاري او په ښه ډول یې دا اغېز په اشعارو کې کارولای دی.

اخځلیکونه

  1. قرانکریم.
  2. داعي، مفتي عبدالحنان. ۱۳۹۹. د مفتي عبدالحنان داعي کلیات. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست.
  3. همکار، محمد ابراهیم. ۱۳۹۷. د بدیع فن او پښتو شاعري. جلال اباد: همکار خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب