چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeټولنیزد فریدریش نیچه ۴۰ ملغلرې

د فریدریش نیچه ۴۰ ملغلرې

ژباړه: جاوید امیري

۱- سیاستوال انسانان په دوه ډلو ویشي: وسیلې او دښمن. یعنې دوی یوازې یوه طبقه پېژني چې هغه هم دښمن دی.

۲- زما هسکه الوتنه هغه ده چې په لسو جملو کې داسې څه ووایم چې بل څوک یې په یوه کتاب کې وایی.

۳- ملګرتیا شته، کاشکي دوستي هم وای.

۴- باید په دوه ګونه اختلافاتو شک وکړو. څوک پوهیږي چې دا اختلافات اصلاً له یو بل سره تړلي او یو شان نه وي؟ په فلسفه کې معلوم له نامعلوم څخه ډیر ارزښت لري.

۵- د یوه حکم غلطي د دې سبب نه کيږي چې هغه حکم رد کړو، غلط احکام د بشري ژوندانه لپاره اړین دي او د هغوی ردول د ژوندانه د ردولو په معنا دي.

۶- د هغو کسانو قول د خندا وړ دی چې وایي: په مینه کې ځان ځاني نه شته ځکه چې هرڅه زموږ د قدرت د غوښتنې مطابق دي.

۷- راتلونکې د هغو کسانو ده چې انتظار یي لري.

۸- واقعیت په هغه کتابونو کې نه شته چې فیلسوفان یي لیکي ځکه فیلسوفان هغه څه خلکو ته نه څرګندوي چې دوی پوهیږي چې نور به هم د هغه په سرنوشت اخته او د دنیا په رنځونو وکړوي.

۹- د خوښۍ لیونتوب ښه دی تر ناکامۍ.

۱۰- ټول له یو څه سره لیوالتیا لري او لوړ خلک لوړو څیزونو ته لیوال دي خو ټیټ خلک سوچ کوي چې لوړ خلک کوم څه ته لیواله نه دي او د ټیټو خلکو ظاهر بيني د دوی له سطحي او ریاکاره ليد څخه دي او د هېڅ اخلاقي معرفت پر بنسټ نه دي.

۱۱- ژور رنځ انسان له نورو بېلوي.

۱۲- خپلواک، زړه ماتي او له غروروه ډک خلک ځانونه پټوي.

۱۳- هغوی چې په خپل ځان کې د حقارت احساس لري له نورو سره رحم کوي مګر دوی د خپل غرور له کبله چیغې نه وهي! یعنې کړاوونه تېروي او غواړي له نورو سره خواخوږي وکړي. څوک چې له نورو سره خواخوږي کوي، ددوی د خپلو دردونو له کبله دي.

۱۴- د بېرحمۍ خوند د نورو د رنځونو په ليدو کې وي مګر هغه کسان چې بېرحمه دي دا بېرحمي د دوی جاغه هم رانیسي او دوی هم ځوروي.

۱۵- هغه کسان چې خلک هغوی د اخلاقو خاوندان بولي که موږ د هغوی تېروتنې ووینو زموږ نوم به په بدو یاد کړي حتی که د دوی ملګري هم وو.

۱۶- درواغجن یو موږ که هر حقیقت ته مو نه وي خندلي.

۱۷- طبقاتي اختلافات د ټولنې اړتیا ده ځکه چې لوړو او ښو حالاتو ته د روزنې هیله مندي لږ او ليرې ده او پر نفس د برلاسۍ لامل کیږي.

۱۸- هر اخلاق او اخلاقي دستور د غلامۍ او حماقت طبیعت زیږوي ځکه د خپل تحمیلي انظباط په واسطه خپل روح خفه کوي او د نابودۍ لور ته بیایي.

۱۹- پوهان حتی ځمکنۍ مینې ته وخت نه لري! هغوی نه رهبران دي نه فرمانبرداران، هغوی بې خوده خلک دي

۲۰- چا چې خپل زړه وتاړه ځان یې آزاد کړ.

۲۱- پوهېدل او مسؤلیت په خپلو اوږو ایښودل او نورو ته د هغې نه سپارل د هسکو خلکو نښې دي

۲۲- نارینه د حقیقت غوښتونکي دي مګر ښځې سطحي لید لري.

۲۳- د نفس تقدس جدایي راوړي.

۲۴- انسان نشي کولای له خپلو غرایزو وتښتي، کله چې له ځاني خطرونو لېرې شي بیا خپلو غریزو ته را ګرځي.

۲۵- له هغوی نفرت نلرو چې له مونږه ټیټ دي، بلکه له مونږ سره برابر یا تر مونږ لوړ

۲۶- څوک چې غواړي د معرفت لوري ته روان شي له خدایه فاصله اخلي.

۲۷- آدمیان د خپلو اړتیاوو او مرستې لپاره له نورو سره اړیکې ټینګوي.

۲۸- د یو چا د اخلاقو په اړه وړاندوینه او ارزونه پدې معنی ده چې د کړنو نیت د هغوی سرچینه ګڼو.

۲۹- له فلاسفه وو غوښتنه لرم چې په حقیقت پسې دې نه ځي، ځکه چې حقیقت ملاتړي ته اړتیا نلري

۳۰- هېڅ پدیده اخلاقي نده، بلکه مونږ هغه د اخلاقو په نامه تفسیر کړې.

۳۱- هغه فیلسوف چې د خپل تصور پر مټ نړۍ جوړوي غواړي چې ټول فلاسفه دده په فلسفه اېمان راوړي؛او پر نورو استبداد روایي همدا ده.

۳۲- حقیقت د سیند په څېر دی ځکه چې د سیند د اوبو ملګه ډیره ده تنده نه پرې ماتېږي که چېرې د انسانانو حقیقت تحریف شي د سیند د اوبو په څېر به وي چې تنده به یې ماته نکړي

۳۳- د نېکمرغۍ خطر پدې کې دی چې انسان د نېکمرغۍ پر مهال هر څوک او هر سرنوشت قبلوي

۳۴- خیر نباید ټولیز وي کنه نو بیا به خیر نه وي، ځکه ټولیز څیزونه کوم ارزښت نلري.
۳۵- فلسفه د قدرت غوښتنه ده هماغه د لومړي علت غوښتنه.
۳۶- څوک چې جنګیالی دی باید تل جنګیالی وي ځکه چې د سولې غوښتنه پخپله لده سره په جګړه بوخت ده.
۳۷- استعداد انسان پوښي او کله یي چې استعداد کم شي هغه څه چې دي ښکاره به شي.

۳۸- باید د خپلو حواسو په فرېب بریالي شو

۳۹- ته کولای شې، ځکه چې غواړې!
مرګ خپله تر ټولو ښه دلیل دی چې انسان آسماني دی

۴۰- چا چې لاره هېره کړه، تګ به هم هېر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب