شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرکه له چا سره مینه لرې

که له چا سره مینه لرې

شاعر: پابلو نرودا

ژباړه: علم گل سحر

—————-

کله چې پنځلس کلنه وې

ما درته وویل راباندې ګرانه یې

مخ دې له شرمه سور شو، سترګې دې په ځمکه کې وګڼدلې

موسکۍ شوې

کله چې شل کلنه وې

ومې ویل درسره مینه لرم

سر دې زما پر مټ کیښود زما لاس دې ټینګ ونیو

د جدایي ویرې اخیستې وې

چې ّپنځه ویشت کلنه شوې

او ما وویل درسره مینه لرم

سهارنۍ دې راوړه زما ټنډه دې ښکل کړه

ویل دې ، ښه به وې بیړه وکړې

سبا به ناوخته وي

چې دیرش کلنه شوې او ما ویل درسره مینه لرم

راته ویل دې

که رښتیا درباندې ګرانه یم

له کاره دې ژر کور ته راشه

کله چې څلویښت کلنه شوې او ما درته وویل

درسره مینه لرم

تا د ماښامنۍ میز پاکاوه، ودې ویل:

ښه ده ګرانه خو اوس اولادونو ته درسونه ووایه

چې پنځوس کلنه شوې او ما درته وویل:

راباندې ګرانه یې

تا کالي ګنډل راته ودې کتل له خندا شنه شوې

کله چې شپیته کلنه شوې درته مې وویل چې څومره راباندې ګرانه یې

او ته راته موسکۍ شوې

او بیا چې اویا کلنه شوې او ما درته وویل درسره مینه لرم

دواړه ارام په چوکیو ناست وو

ما ستا د پنځوس کاله مخکې مینه لیکونه لوستل

لاسونه مو یو د بل په لاس کې وو

کله چې ۸۰ کلنه شوې، دا ته وې چې راته ودې ویل

راسره مینه لرې

څه مې نه شوای ویلای

په سترګو کې مې اوښکې ډنډ شوې وې

که له چا سره مینه لرې

ورته ووایه

چې څومره درباندې ګران دی

او په ژوند کې څومره ارزښت درته لري

کله چې در څخه ولاړ

هر څومره چیغې چې وکړې

هغه به نور ستا غږ وانه وري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب