پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیززموږ لاشعور او باورونه | ژباړه: نېکزاد کټوازی

زموږ لاشعور او باورونه | ژباړه: نېکزاد کټوازی

ایا زه دا کار کولی شم؟ نه امکان نلري. زه تر ټولو غوره یم. پخوانو سم ویلي، سړي ټول خیانت کوي. میرمنې ټول حسد کوي. دا ډول پیغامونه او سلګونه نورې خبري چې زموږ په ذهن کې تېرېږي یا یي د نورو څخه اورو، هغه واقعاً هغه نظرونه دي چې زموږ احساسات یا افکار څرګندوي.

زموږ عادت شوي عقاید او افکار په حقیقت کې زموږ هغه باورونه دي چې دوی کولی شي که ډېر شواهد ولري پیاوړي کار وکړي او که لږ شواهد ولري، نو ضعیفه کار به کوي. زموږ سم او ناسم باورونه کولی شي د شخړې، اندیښنې، اضطراب، قهر، خوښۍ، د پر ځان باور لوړولو او ځان ته د درناوي لامل شي.

کله چې د خلکو شعور وتړل شي، هغه نظریات چې په دوامداره ډول ورته بیانېږي په مستقیم ډول د لاشعور لخوا جذب کیږي او په باورونو بدلېږي. مګر دا پوښتنه کیدی شي چې نظرونه څنګه زموږ له تړل شوې شعوره تیرېږي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره کولای سو لاندې ټکو ته اشاره وکړو؛

کله چې موږ ماشومان یو، زموږ د باور جوړولو اصلي سرچینه زموږ مور او پلار او زموږ شاوخوا خلک دي. که دوی موږ ته احمق ، ناپوه ، هوښیار، ښه او … ووایي، موږ هم باور کوو چې همداسې څوک یو او که چیرې دا چلند دوامدره وي نو زموږ باورونه به لا قوي شي او کله چې لوی شو موږ به همدا ډول باورونه لرو، په دې مانا چې د نادانۍ، احمقۍ او ښه والې احساس به کوو، پرته له دې چې پوه شو د داسې احساساتو ریښې له کومه راغلي.

ممکن دا پوښتنه تاسو سره پیدا شي چې څه شی او څه شواهد د دې باورونو د تقویه سبب کېږي؟ دا ویلای شو چې دا تاسو یاست، څوک چې د ماشومتوب باورونو ته وده ورکولو او ساتلو کې مهم رول لوبوي ، ځکه چې ستاسو لاشعور ټول هغه نښې چې د باورونو د ملاتړ سبب ګرځي ټولوي او نور هر څه له پامه غورځوي. د مثال په توګه ، که تاسو یو څوک د لومړي ځل لپاره چې څه وایی ومنئ ، دا د دې لپاره دی چې ستاسو لاشعور دمخه دا منلې او په دې باور کې مو بدلون نده راوستي.

کله چې یو څه ستاسو ټول پام ځانته را واړوي او ستاسو شعور دا ومني، نو دا خبره ستاسو په لاشعور کې هم پاتې کیږي. کله چې تاسو په فلم کې اعلانونه وګورئ، کوم وخت چې ستاسو لاشعور د لوبغاړو په اړه فکر کوي، نو ستاسو لاشعور هم د اعلانونو منځپانګه ځانته راجلبوي.

باورونه د خلکو ژوند بدلولو کې خورا مهم رول لوبوي. تاسو حتی د خپل ځان په اړه غلط باورونو ته مخه کولی شئ. د مثال په توګه ، که تاسو فکر کوئ چې په ریاضی کې ښه نه یاست ، نو تاسو شاید نه غواړئ د ریاضی زده کړې لپاره هڅونه ولرئ ځکه چې تاسو فکر کوئ تاسو که هر څومره هڅه هم وکړئ، ښه نمرې به ترلاسه نه کړئ ، همدا فکر مو د خرابو نمرو اخیستلو سبب ګرځې.

ستاسو باور کولی شي تاسو د احساساتي اړیکې جدایۍ څخه وروسته د ښه کېدو مخه ونیسي ، مثلاً لکه تاسو چې د جدایۍ وروسته فکر کوئ چې مقابل طرف لاهم تاسو سره مینه لري. حال دا چې هغه تاسو سره د ملامتۍ، سرغړونې، بې عزتې سره سره، حتی خیانت، تاوترېخوالي او جنسي تیری کړي وي.

تاسو باید د ناسم بارونو د خلاصون لپاره د دوی سره په دوامداره توګه مبارزه وکړئ ترڅو د خپل ژوند کنټرول ترلاسه کړئ. تاسو باید هغه نښې وپلټئ چې ستاسو لاشعور او هر ډول عادتونه، احساسات، چلندونه، او افکار کنټرولوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب