Home+د ګل شپېلۍ ( لنډه کيسه) ډاکټر نصيب‌الله سيماب

د ګل شپېلۍ ( لنډه کيسه) ډاکټر نصيب‌الله سيماب

ياره شاعره ته خو ډير بې زړه وختې.زه دي هسي په  شعرونو او په دې دنګه ونه او بريتو خطا وتلې وم.شپېلۍ په پسخند ګل ته وويل.

ته سم وايې شپېلۍ شاعران هم داسي وي،تش په خبرو غښتلي دي.پر ګوته قندهار درته جوړوي.عمل يې پيشو خوړلی وي.ته چي د کوم څه غوښتنه کوې هغه زه نه سم کولای.اوس که مي بې زړه بولې که زړور.ګل په جواب کي ورته وويل.

ما له تا څه غوښتي دي ؟ چي ته دومري پر شا شا کېږې.تش يوه هيله مي ده راپوره يې کړه.که يې اوس نه سې پوره کولای،قول راسره وکړه.زه خو تش دومري غواړم.په ډير درانه امتحان کي خو دي نه اچوم.زما توري سترګي،اوږدې زلفي او خالونه دي تل په شاعرۍ کي ستايلي دي نو اوس بيا کوم اسمان ونړېدی.شپېلۍ ګل تر لاس ونياوی.

لاس مي پرېږده نه شرمېږې.ګل خپل لاس د شپېلۍ له لاس څخه وکښی.

پښتنه پيغله چي کوم لاس يو وار ونسي،هغه بيا مرګی خلاصوي يا پرنګی.شپېلۍ يې بيا پر لاس ورغوټه سوه.

ګوره شپېلۍ ،ته دا ښه نه کوې .ګل په منډه دواړه لاسونه تر شا ونيول.  

ته له ما څخه تش قول نه غواړې.دا قول،قول نه بلکې امتحان دی.زه د داسي امتحان ورکولو جوګه نه يم.ګل سنجيده سو.

ولي ،په ما څه سوي دي؟زه ستا د شاعرۍ د ليلا غوندي ښکلې نه يم؟ توري اوږدې زلفي نه لرم؟سره نري شونډان نه لرم؟که…

نه…نه..نه.دا هر څه لرې زما د شاعرۍ ليلا هم ستا په شان ښکلې ده.خدای دي ستا ښکلا هم داسي تر وتازه لري.ګل د شپېلۍ خبره پرېکړه.

نو بيا ولي …ولي دومري ځان راباندي تلې،ښه تعليم هم لرم.شپېلۍ د بې بسۍ په انداز  کي ورته وويل.

مه شپېلۍ ..مه..ماته دومري ځان مه بې بسه کوه.زه خو دا رنګه بې بسيوو د ژوند له رنګونو څخه بې برخي کړی يم.د بنګړو له شرنګه او د رباب له تړنګه يې ډير ليري راوړی يم.ما د پيغلو بې بسي په سرو سترګو دروي.

نو بيا مي ولي  بې بسه کوې؟ ولي قول نه راسره کوې؟ په زړه مي لوبي څله کوې؟شپېلۍ ژړغونې سوه.

درته وايم،چي زه قول نه سم کولای.په خپل لاس په پښو کي زنځير نه سم اچولای.ته ولي نه پوهيږې؟ درته ويلي مي دي چي…. ګل هم جذباتي سو.

ما هم درته ويلي دي چي لاس به دي په يوه حال کي نه پرېږدم که سختي وي که هر څه.شپېلۍ هم جذباتي سوه.

شپېلۍ زه تا د ځان کمزوري نه سم جوړولای بس…نې کوم قول نه.

ښه نو له ماسره قول اوس ستا لپاره زولنې سوې.سمه ده…چي داسي ده نو بيا يې داسي.شپېلۍ اوښکي په لوستڼي پاکي کړې مخ يې واړاوی په کور ننوتله.

شپېلۍ.. شپېلۍ ګل پسي نارې کړې خو شپېلۍ ولاړه تر شا يې نه وکتل.

شپېلۍ د ګل ترله وه.د ګل سره کوشنۍ په يوه انګڼ کي را لويه سوې وه.د دوی پلرونه سره وروڼه وو.اوس يې وېشونه سره کړي وو.کورونه يې هم سره جلا کړي وو.د دواړو کورو دروازې څنګ  پر څنګ وې.د وروڼو خپل منځي تعلق هم ډير ښه ؤ.ګل پر اکا ډير ګران ؤ.د دواړو وروڼو دا خوښه وه چي شپېلۍ او ګل يو بل ته واده کړي.خو د بچانو د خوښي پرته يې دا فيصله نه کوله .د ګل پلار چي د ګل څخه دکوزدې پوښتنه وکړه، ګل ورته وويل چي في الحال زما دا اراده نسته.چي وخت يې راغلی زه په خپله درته وايم.د ګل پلار خپل ورور ته د ګل د ارادې متعلق وويل چي هغه اوس دې ته نه دی تيار.شپېلۍ بچۍ به بل ځای ورکوو. په شپېلۍ پلار ښه تعليم کړی ؤ،ځکه يې خپلي کور وداني ته وويل چي د شپېلۍ څخه پوښتنه وکړه که يې څوک په زړه کي وي درته و دي وايي،کنې زما يو دوست دی د هغه زوی د ډاکټرۍ سبق وايي ماته يې د شپېلۍ لپاره مرکه کړې ده.بيا به يې هغه ته ورکوو.مور چي يې له کومي ورځي و شپېلۍ ته دا خبره کړې وه،شپېلۍ د هغې ورځي په ګل پسې وه چي ته له ماسره د واده کولو قول وکړه،چي زه خپلي مور ته ووايم.هغه مي پلار ته ووايي.دا رنګه به دا نوري مرکې نه راځي.خو ګل دې ته تيار نه ؤ.داسي نه چي د ګل په زړه کي بل څوک وه،د ده په زړه کي هم شپېلۍ وه.د شپېلۍ ښه صورت او سيرت يې د زړه ټول کرونده په خپل اختيار کي اخستې وه.د شپېلۍ ږغ به دی تل ترو تازه ساتی.ګل هم غوښت چي له دې سره واده وکړي خو د وطن او سياست حالات داسي جوړ شول چي ګل نه غوښت په دې حالاتو کي يې شپېلۍ د پښو زولنې وګرځي او د خپل مرام څخه يې را پر شا کړي.   

د شپېلۍ داسي جواب او تګ د ګل زړه په سينه کي په چيغو کړی،خو وجود يې د بت غوندي ساکت کړی،د سترګو رپېدل يې هم هير سول.

څه کوې لکه بت چي په دروازه کي ولاړ يې؟ اکا يې ناببره ږغ (غږ) پر وکړی.

هيڅ…نه..نه ..دغسي…هسي ..ولاړ يم.ګل پر دې ناببر ږغ ګهبراو سو.

څه سوي دي ؟ دا څه په ګډو وډو سر سوې.اکا يې په حيرانۍ ورته وويل.

هيڅ نسته کاکاجانه،هسي فکر وړی وم.ګل ځان سنبال کړی.

دا ډير چرتونه مه وهه ليونی کيږې.درځه کور ته د ماځيګر ترخې چای به وڅښو.اکا يې ورته وويل.

کاکاجانه په دې يه فکر کي وم چي د ترخو چايو لپاره په دې وره ننوځم که ولاړ سم دوستانو له. د هغوی سره پر هوټل د شيدو چاي وڅښم،چي ته راباندي راغلې.ګل ته خبره په لاس ورغله.

نو بيا دي څه فيصله وکړه.اکا يې مسکی سو.

سبا ماځيګر که خدای کول له تا سره ترخې چاي څښم اوس به دوستانو له ورسم.ګل ورته وويل.

ګله زويه، نن سبا زه وينم ته د سياست په لاره کي لږ زيات مخ ته تللی يې.د هغه چا سره ملګری يې چي پر ازغو روان دي.زموږ و ستی پښې دا ازغي نه سي زغملای که له دې لاري راوګرځې ښه به وي.اکا يې ناصحانه انداز کي ورته وويل.

کاکاجانه ته يې وينې چي د رياست واکداران موږ خپل عادي ژوند ته لا هم نه پرېږدي،کوم څه چي زموږ حق دی د هغه پر غوښتلو مي تر جبر لاندي راولي.اوس خو په جبر خپلي مځکي را څخه نيسي،د دې جبر مخه خو به نيول غواړي؟ګل په سنجيدګۍ ورته وويل.

ته سم وايې زويه خو دا سفر…..

کاکاجانه،هر سفر ستونزي لري ..پر دې به سبا که خدای کول خبره وکړو اوس به زه ولاړ سم.ګل د اکا څخه اجازه واخسته ولاړی.

ګل ولاړی پر هوټل باندي يواځي کښېناستۍ ښه تر ډيره پر هوټل ناست په سوچو کي ډوب ؤ.د شپېلۍ پر خبرو يې ډير فکر وکړی.د شپلېۍ پرېښول ډير ورته ګران ؤ.آخر يې له ځان سره يوه فيصله وکړه.ماخوستن ناوخته کور ته راغلی ډوډۍ يې وخوړله خپلي خوني ته ولاړی.د شپې تر ناوخته يې د خوني بتۍ بله وه.

دا بل ماځيګر د کاکاجان کور ته د وعدې مطابق ورغلی د اکا او تينداري سره يې روغبړ وکړی خو شپېلۍ د خپلي خوني نه راووتله.

شپېلۍ چيري ده چي نه ښکاره کيږي؟ګل د تينداري څخه پښتنه وکړه.

په خپله خونه کي ده د پاروند ماځيګر څخه ننوتلې ده وايي پر سر مي دړد دی ډوډۍ له هم نه ده راوتلې.تينداري يې جواب ورکړی.

ته ودره،زه به يې وګورم…ګل ور ولاړ سو د شپېلۍ د خوني ور يې وټکاوی.

څوک؟

ګل يم.

راځه راسه.شپېلۍ ورته وويل.

ګل خوني ته ورغلی مخامخ پر څوکۍ ورته کښېناستۍ.

تينداري راته وويل طبيعت دي خراب دی،ما ويل حال درباندي وکړم.

مننه ژوندی اوسې.شپېلۍ ډير په سنجيدګۍ سره جواب ورکړی.

زه غواړم له تا سره يو دوې خبري وکړم.ګل هم بې له څه تمهيده خپله مدعا ورته بيان کړه.

ولي نه بالکل،زه اورم.شپېلۍ هم په هغه انداز ورته وويل.

شپېلۍ ډيره مينه درسره لرم.خو د دې ميني کولو توان نه لرم.توان يې ولي نه لرم هغه په دې ليک کي ما ليکلي دي.ګل و شپېلۍ ته ليک ورکړی له خوني وواتی.

شپېلۍ به ميدان ليک وغوړاوی.

ګراني، تر ځان راباندي ګراني شپېلۍ

له کوشني والي څخه مي له تا سره تعلق دی.ما وتا ټول ژوند يو ځای سره تير کړی دی،چي ته به نه وې ما ته به ځان نيمګړی غوندي ښکاره کېدی.کاکاجان او  تينداري د خپل بچي په شان مينه راکړې ده.په دې هم پوهيږم چي کاکاجان او تينداره هم غواړي موږ دوه د ژوند ملګري سو. د دوی دا هيله او خوائيش زما لپاره ډير ارزښت لري.ما ستا په سترګو کي تل د ځان لپاره مينه احساس کړې ده.ستا د ميني دې احساس ماته د ژوند کول چل ښولی دی.ستا ښکلا د شاپېريانو تر ښکلا زياته ده ته زما لپاره تل زما د خوبونو شاپېرۍ اوسېدلې يې.ستا ښکلا پر خپل ځای خو ستا مينه زه په هيڅ تاله نه سم تللای.تا به هم زما په سترګو کي د ځان لپاره مينه احساس کړې وي.که څه هم موږ يو د بل سره د ميني اقرار نه دی کړی خو د زړونو درزا مي ضرور اورېدلي دي.په قسم درته وايم،چي تر ټول جهان راته خوږه يې.ستا خوابدي مي د ژوند خونه په تيارو بدلوي.ستا بې بسي مي لکه کباب پر اوور کړوي.ستا يوه اوښکه مي د غرور له بامه را پرېباسي.خو دا ښه دی چي د يوې پښتنې پیغلي په څېر مي ستا په سترګو کي اوښکي نه وليدې.تل دي د زمرۍ غوندي راکتلي دي.زه پوهيږم چي ستا خودي زما و مخ ته د اوښکو تويولو اجازت نه ورکوي خو دومري پوهيږم چي بالښت به دي په دې ملغلرو ډير نازولی وي.ښه سو،چي زما و مخ ته دي سترګي له اوښکو نه سوې ډکي.که چيري داسي سوي وای،ښاي چي زما د صبر بند هم مات سوی واي.هغه پښتني غرور به مي له خاورو سره خاوري سوی وای،چي ستا و مخ ته مي په غټو غټو زړلای.ته په دې پوهيدې ځکه دي زما غرور وپالی.  

ګراني شپېلۍ، ستا دا خوږ ږغ داسي راباندي لګيږي لکه څوک چي د وطن خوږه نغمه زمزمه کوي.ستا دې خوږ ږغ زه تل د خيالونو په سمندر کي لاهو کړی يم.يوې خيالي نړۍ ته يې وړی يم،داسي نړۍ چي هلته ستا خوږ ږغ وي او زه لکه د سهار ګل ورته په نڅا يم.زما هم دا ارمان ؤ چي د خيالونه دا نړۍ مي حقيقي بڼه واخلي.خو هغه وخت مي د خيالونو د نړۍ دا خوبونه مات سول چي له تريخ حقيقت سره مخ سوم.د يوې ناوي د سرو لاسونو د شنو بنګړیو ماتېدو مي چي د خپل ځوانيمرګ لالي پر قبر يې ماتول زړه له وينو ډک کړی.زه يې د خوبونو له نړۍ څخه د حقيقي نړۍ پر خوا راستون کړم.له داسي تريخ ژوند سره مي د قام زياتره خوندي او مندي مخامخ دي.ته خو تعليم يافته يې د رسنيوو له لاري په دې خبره يې چي څومره خوندو د خپلو ځوانانو ورڼوو جنازې ليدلي دي،وراري سوي دي.څومره ناويانو د خپل لالي سرونه خوړلي دي.مندي خو مي اوس له ډيره غمه خاندي.

ګراني شپېلۍ، د قام د پيغلو،خوندو،مندو او ناويانو دا غم مي په زړه کي  ستا د ميني لپاره ځای نه پرېږدي.د دوی ساندي مي ستا خوږ ږغ هم په وير بدلوي.زه غواړمه چي هغه لاس وپېچم چي زما پر خاورو د غم تخم کري.ژوند اخلي مرګ ورکوي.زما ځوانان هديرو له استوي او پلرو ته يې د ژوند دا دروند پېټۍ پر اوږو ورکوي.ستا رنګه پيغلي د خپل ميئن په بېلتون پخوي.زما د قام د ځوانانو په پښو کي د غلامۍ بېړۍ وراچوي يا يې له ژونده خلاصوي.څوک چي تابع سو هغه ته ژوند په فقر ورکوي.څوک چي نه تابع کيږي هغه يا ورکيږي يا مړ کيږي.زه هم اوس له هغو ځوانانو څخه يو يم چي يا به ورکيږي يا به مړ کيږي.ځکه نو هغه قول نه سم درسره کولای کوم قول چي ته غواړې.نه غواړم چي ځان د خپلي ميني و مخ ته بې قوله کړم.کومه مينه چي زما په دنګه ځواني او نرۍ بريتو نازيږي نه غواړم چي د هغې ناز په بې نيازۍ بدل سي.

ګراني شپېلۍ، ډيره مينه درسره لرم.ستا بغيره ژوند نه سم کولای.خو زه د يو داسي قام ځوان يم چي نه پر ځان اختيار لرم نه پر خپله خاوره اختيار لرم.دوې لاري دي يا به تابع کيږم يا به ورکيږم.ما هغه لاره خپله کړې ده چيري چي مرګ دی يا ورکېده دي.نو زه نه غواړم چي د ځان په خاطر تا هم له دې عذاب سره مخ کړم.ته مي تينداري ته ووايه چي ګل بې زړه دی.هغه له ماسره د ژوند کولو ژمنه نه کوي هغه زما په سترګو کي اوښکي لا هم نه سي ليدلای.

          فقط… د شپېلۍ ګل.

شپېلۍ چي ليک وايې له سترګو يې اوښکي څڅېدلې چي ليک يې تمام کړی د ګریوان سره سره يې ليک هم په اوښکو خيشت کړی ؤ،

آه..ګله.. څومره بې زړه يې.زما ټوله ښکلا دي تر تا جار سي.شپېلۍ په ژړا ژړا کي وويل.

چسپانده يې اوښکي پاکي کړې پر سر يې پړونۍ سم کړی را ووته.چي دا دخپلي خوني تر وره را ووته ګل د کور تر وره وواتی.دې يې تش شا وليده.

دا بل سهار د ګل مور و پلار د شپېلۍ دوی کره راغلو ډير پرېشانه وو.د شپېلۍ پلار ته يې وويل.

ګل د پاروند ماځيګر څخه ورک دی نه دوستانو ليدلی نه بل چا او ټليفون يې هم بند راروان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...